Home » جمعيت اصلاح » خبرتياوې »
په کامه کې د قرآن پوهنې شپږ ورځينۍ دوره!
قرآن کريم د انسانانو د لارښوونې غوره سرچينه او د
يو اسلامي رغنده بدلون کتاب دى، په همدې خاطر جمعيت اصلاح د دغه الهي کتاب او قانون د مبارکو لارښوونو د عامولو په موخه د قرآن پوهنې ٦ ورځينۍ دوره په پام کې نيولې.
د خويندو لپاره د پردې انتظام شوى، هيله ده چې د کورنيو د ټولو غړو سره خپله هم راشئ او نورو ته هم د ګډون بلنه ورکړئ.
نېټه: د دلوې له ٢ مې تر ٧ مې پورې (له شنبې تر پنجشنبې)
وخت: د سهار له ٩ څخه تر ١٠:٣٠ بجو پورې
ادرس: ننګرهار، کامه د سنګرسراى جامع جومات
ګرځنده شمېرې: ٠٧٧٩٨٣٠٨٨٦ ٠٧٧٧٦٣٠٨١٠
No related posts.

2 تبصره ها
الله باك مو كامياب او سرلوري لره
مه خرابيږئ، دغسې لږ ځان وخوځوئ، خو دا وار لږ سم عکسونه واخلئ، د هغه بل وار غوندې نه چې په بې کيمرې موبايل مو اخيستي وو. دوره ډيره ښه وه، او پوښښ يې ډير خراب. سمه ده چې اجر په عکسونو نه دی، مګر عکسونه د نهيلو مسلمانانو په زړونو کې هيله پيدا کوي، او د خوځنده مسلمانانو په مينځ کې نيکه سيالي.