هلئ ډوبيږم! مرسته راسره وكړئ
ما ډیره هڅه وکړه چې ځان اصلاح کړم خو پاتې راغلم او هر ځلې مې بیا ګناهونو ته مخه کړه او حتی دې پايلې ته ورسيدم چی ګواکی نور د اصلاح وړ نه یم، ریا کار او دوه مخی یم، داسې شوى يم چې نور له مرګ او د حساب له ورځې ویریدونکی نه یم….
لیکوال: شمس حمید ابن عبدالله العلی
ژباړه: نثار احمد اسلام مل*
پوښتنه:
درنو وروڼو!
السلام عليكم و رحمة الله و بركاته.
غواړم اعتراف وكړم چې له ما نه ډیرې کبیره ګناهونه تر سره شوي دي، او دا خبره د دې لپاره نکوم چې ګواکي فخر پرې وکړم، پخوا به مې خامخا پرې فخر کاوه خو اوس نه. ما په خپل ټول عمر کې دوه یا دری ځلی شراب څښلی دي. د زنا ناوړه عمل هم څو څو ځله را نه تر سره شوى دى، نه پوهیږم چی د دومره لويو ګناهونو سره سره به الله تعالی به ما اصلاح کړي او زما ګناهونه به وبخښی که نه؟
ما ډیره هڅه وکړه چې ځان اصلاح کړم خو پاتې راغلم او هر ځلې مې بیا ګناهونو ته مخه کړه او حتی دې پايلې ته ورسيدم چی ګواکی نور د اصلاح وړ نه یم، ریا کار او دوه مخی یم، داسې شوى يم چې نور له مرګ او د حساب له ورځې ویریدونکی نه یم. کله نا کله داسی فکر کوم چی الله له ماسره مینه لري او زه له الله سره، خو بیا ژر زما زړه ته شیطان راشي او هرڅه ختم شی.
ما شیطان ته په څو پړاوونو کی ماته ورکړه، خو هغه بيا ما ته په ډیرو جګړو کې ماته راکړيده؛ آیا زه کولای شم چې الله ته بیاځلي رجوع وکړم او څنګه؟
ما ډیر لمونځونه وکړل خو له هغه نه مې ډیر قضا کړل. زما کمزورتیا هغې کچې ته رسیدلې چې یو مسلمان به باور هم ونه کړی.
ما په قرآن باندی قسم یاد کړ چی سګړت به پریږدم خو خوشې مې نکړل.
ما خپله له الله تعالی سره ژمنه کړې وه چې زه به نور جنسي او شهواني فلمونه چې غرب یی زموږ د عقیدې د خرابولو لپاره خپروي نه ګورم خو ما خپله ژمنه ماته کړه؛ زما اراده او واک دومره کمزورى شوی چې هیڅ څوک یې فکر هم نشي کولای،
خو تاسې پوهيږى چې هر څومره انسان په ګناه كې ننه وزي، هغومره نور هم په بدبختيو كې ككړيږي. له همدې امله ما هڅه وکړه چې په خپلو کړووړو کی بدلون راولم او خپل شخصیت او ژوند اصلاح کړم.
زه اوس داسې سړی شوی یم چې د ژوند په خوند نه پوهیږم، که څه هم چې هڅه کوم چی خپل روح وساتم او د بدۍ، ګناهونو، درواغو او دوکو سره مبارزه وکړم. نو زه څنګه ځان وژغورم؟
زه غواړم پوه شم چې کومه خبره ده چې دين ته ملتزم وګړي پرې پوه دي او زه پرېپوه نه یم؟ زه ډاډه یم چې داسې یو څه شته چې هغوی پرې پوهیږی او زه نه پوهیږم او آن احساس يې هم نه شم كولاى. زه غواړم همدغه ټكى كشف كړم او ځان د هغو كسانو په څير كړم چې دين ته ملتزم دي او په پرلپسې توګه د نفس او شيطان په وړاندې كلك سنګر نيسې او د الله په توفيق سره پرې بريالي كيږي. ماته لارښونه وكړى، الله دی تاسو ته خیر درکړي.
ځواب:
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد الله رب العالمین والعاقبت للمتقین والصلاة والسلام علی سیدنا محمد و علی آله و اصحابه اجمعین.
ګرانه وروره! عليكم السلام و رحمة الله و بركاته.
حضرت محمد (ص) فرمایلي: الله جل جلاله تر هغه د انسان توبه قبلوي تر څو چې لمر د لويديځ له خوا نه وي راختلى.( مسلم)
ما ستاسو ليك ولوست، که څه هم چې ستاسو ګناهونه اسمان ته ورسیږي او یا هم ټوله ځمکه پرې ډکه شي، زه په دې ډاډه یم چې هیڅ شی تاسو له توبه کولونه، نه غورځوي. تر څو چی انسان ژوندی ده د توبې دروازې هم ورته خلاصې دي. زه ستاسو له پیام نه پوه شولم چی تاسو د ایماني غوښتنو او نفس د خواهشاتو تر مینځ په جګړه کې یاست.
د الله شكرانه ادا كول په كار دي چې ستاسو په زړه کې یې د ایمان رڼا لا ژوندى ساتلې، کومه رڼا چې تاسو په ګناهونو باندې ملامتوي، او ښو کارونو ته مو هڅوي.
خو دا رڼا ډیره کمه ده ځكه چی اوس د ګناهانو تیارو چی د شیطان هڅه ده، دا رڼا خورا کمزورې کړې ده. لدې کبله هغه رڼا څه نا څه بریښی او ستا ضمیر یو څه هوښیاروی، تر څو ګناهونه پريږدې خو ته بیا ګناهونو ته مخه كوې.
زه به ستا د رنځ درملنه درته په ګوته كړم،نو مهربانی وکړه چې هغه په غور او دقت سره ولوله او عملي يې كړه،ان شاالله چې الله پاك به لدې لیکنی نه تا ته گټه در په نصیب کړي.
ګرانه وروره! زړه د انسان د خوښې ځای دی؛ کله یې ښو کارونه ته اراده وي او بدو ته، او د بدن نور غړي د زړه تابع دي او هغه څه کوی چی زړه یی اراده لري.
دين ته د ملتزو انسانانو او ستا په مینځ که يوازې دومره توپیر دی چې د هغوی زړونه قطعا ښو کارونو ته روان دي او باقی ټول د بدن غړي هم له زړه نه اطاعت کوي او د الله تعالی اوامر پرځای کوي. او څرنګه چې ستا په هکله خبره کیږې نو ستا زړه په ښو او بدو پوهیږي او د ښه او بد فرق هم کولای شی خو له بده مرغه چې دومره قوت نلري چې تاسې نيكيو ته وهڅوي، نو ته ګورې چې زړه له تا نه داسې غوښتنې لري چې هغه د ستا په زيان دي او بيا د بدن غرو ته د همدغو ناوړه چارو د تر سره كولو امر كوي. خو پوهيږې چې وجه یې څه ده؟
دلیل يې دا دى چی کوم زړونه چې د شیطان له خطرې نه خوندي دي، هغوی په اسانی سره ښو کارونو ته مخه کوی. خو کومو زړونو ته چې شیطان په اسانۍ سره ننوځي او پرې بری مومي، نو هغه ګناهونو ته هم په اسانۍ سره تشوقوي ځكه چې داسې زړونه له شیطاني مکروبونه نه ډک وي.
• د ځينې خلکو زړونه ته شیطان يوازې ډیر سطحی ننوتلی شي ځكه ولی دا زړونه په کلکه مصوون دي. د مثال په توګه که داسې خلک چې یوه ګناه وکړی نو سم دستي الله (جل جلاله ) ته توبه کوی او دا هغه کسان دي چی الله تعالی یې په اړه داسی فرمایلي: (والذين إذا فعلوا فاحشة أو ظلموا أنفسهم ذكروا الله فاستغفروا لذنوبهم ومن يغفر الذنوب إلا الله ولم يصروا على ما فعلوا وهم يعلمون) آل عمران ۱۳۵
ژباړه: او (متقيان)هغه كسان دي چې كله ناوړه كار ترې نه سر ووهي او يا پر ځان باندې ظلم وكړي، ( سم د لاسه الله تعالى يادوي) نو د خپلو ګناهونو بښنه غواړي، او څوك پرته له الله نه ګناهونه بښي؟ او(دا كسان بيا) پخپلو ګناهونو باندې اصرار نه كوي پداسې حال كې چې پوهيږي.
• داسی خلک هم شته چی د هغوى زړونو ته شیطان هیڅ کله نه شي ننوتلاى او د شیطان له شر نه تل په امن کې وی. حضرت محمد (ص) د داسې زړونو په هکله ویلي: د دوې زړونه لکه سپینه نرمه ډبره غوندې دي چې تر څو ځمکه او اسمان شته دوی به هیڅ کله د شیطان په وسوسو باندې ونه غولیږي. [مسلم].
• ځينې نور خلك دې چې شيطان يې په زړونو كې ننوتى او هلته یې ځاله جوړه کړې، هګۍ یې اچولې او بچي يې زیږولي دي. پدې توګه هغه [شیطان] دا زړونه د کنترول لاندې راوړي، د بدو کارونو امر ورته کوي، په دې توګه د هغوی زړونه دا کارونه مني او د بدن غړي یې بی له شکه د زړه په امر کارونه سرته رسوي. پدې توګه شیطان داسې زړونه پیدا کړي چې هغه مصوونیت نه لري، دروازې یې خلاصي دي، د ګناهونو په کولو سره ضعیفه شوي دي،
د دی لپاره چی د الله تعالی ذکر زړونه د شيطان له ولكې نه لرې ساتي نو پدې اساس شیطان هغه انسانان دې ته اړ کړی چې د الله عبادت هیر کړی تر څو د دوی په زړونو باندې کنټرول ولري.
د الله جل جلاله له عبادت نه پرته زړه په هيڅ څيز باندې زړه د شيطان له فتنې څخه نشي خلاصيدلاى او تر څو چې زړه د الله له عبادت نه بی پروا نشي تر هغه وخته شیطان پرې باندې غلبه نشي کولای.
اوس چې پدې پوه شولې چې ستا زړه ولی د ښو كارونو پر ځای د بدو کارونو لور ته روان دی، او ښه والی یې نشې ساتلی، نو د دې رنځ د درملنې لپاره لاندې نسخه تاسو ته وړاندې کوم. دا نسخه واخله او په ښه طریقه یی وکاروه انشاء الله که په صادقانه توګه تری ګټه واخلې نتیجه یې تضمین شوې ده.
1. خپل پنځه وخته لمونځ په جماعت سره ادا کوه، په خاصه توګه د سهار لمونځ هیڅ کله هیر نکړې.
2. د سهار د لمانځه نه وروسته تر څو چی لمر راپورته كيږي د قرآن کریم تلاوت وکړه، او لس دقیقی د لمر ختلو نه وروسته دوه رکعته نفل لمونځ ادا کړه.
3. هر وقت، هرچیرته چې وې [سبحان الله و بحمده] دعا په ورځ کی سل ځلی ووایه ځکه چی دا دعا ګناهونه پاکوی.
4. الله تعالی ته توبه وباسه او دا دعا چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم ورته سيد الاستغفار ويلي دي تل وايه:
اللهم أنت ربي لا إله الا أنت، خلقتني وأنا عبدك وأنا على عهدك ووعدك ما استطعت، أعوذ بك من شر ما صنعت، أبوء لك بنعمتك عليّ وأبوء بذنبي، فاغفر لي، فإنه لا يغفر الذنوب إلا أنت.
(اي الله ته زما رب يې، ستا نه پرته بل هيڅ د عبادت وړ نشته، همدا تا زه پيدا كړى يم او زه ستا بنده يم،او زه ستا پر وعده او عهد باندې تر خپله وسه ولاړ يم. زه له خپلو كړو وړو څخه تا ته پناه دروړم. په هغو نعمتونو باندې چې تا ما ته راكړي دي اعتراف كوم او د هغې په مقابل كې په خپلو ګناهونو باندې هم اعتراف لرم. نو ما ته بښنه وكړه ، ځكه چې پرته له تا څخه بل هيڅوك ګناهونه نشي بښلاى.)
5. لا اله الا الله وحده لا شريك له، له الملك و له الحمد و هو على كل شي ء قدير. ډير وايه
حضرت محمد (ص) هم دا دعا ویله، دا دعا زړه ته نوی ژوند ورکوي او د زړه یوه حتمی او ضروری غذا بلل کیږي.
6. له ناوړه تلويزوني برنامو، اخبار، مجلو، فلمونو…. سره په كلكه اړيكې وشلوه.
7. له ټولو هغو ځايونو څخه چې تا د ګناه كولو ته هڅوي ځان لرې ساته
8. هڅه كوه چې په ژوند كې يوازې ونه اوسې او د ځان لپاره نيك ملګري غوره كړه، كله چې بازار، چكر، دفتر او بل ځاى ته تللې، هڅه كوه چې خپل يو نيك ملګرى درسره يو ځاى كړې.
9. که چيرې مالي توان لرې نو د حج سفر ستا لپاره بهترينه مدرسه ده،
10. خپل یوه برخه پیسې د پښیمانۍ په توګه د الله تعالی په لاره کې بیوزله خلکو ته ورکړه چې صرف الله تعالی خبر شي او بس. په یوه معتبر حدیث کې راغلي: پټ خیرات د الله تعالې قهر کموي.
11. هڅه وکړه چی د عمرې د ادا کولو لپاره ځان چمتو کړې ترڅو خپل ایمان نوی کړې او خپل تیر دوران د دې برکتی سفر په اوبو پریمینځې. حضرت محمد (ص) فرمایلی: یوه عمره د بلې عمری نه راپدیخوا ټول ګناهونه پاکوي، او یو قبول شوى حج دقیقاً جنت ته د تللو سبب ګرځي. [بخاری او مسلم]
12. له هرچا نه چې پورړوی یی نو د ټولو پورونه ورکړه، هیڅ داسې شی مه پریږده چې تا ته د جزا درکولو سبب وګرځي.
13. د سهار د لمانځه پر وخت دا دعا كوه.
ربي اني ظلمت نفسي ظلما كثيرا و لا يغفر الذنوب الا انت فاغفر لي مغفرة من عندك و ارحمني، انك انت الغفور الرحيم.
لدې سره سره د سهار په وخت الله تعالی ته ډیر استغفار وکړه، څنګه چی سهر د دعا او استغفار د قبلیدلو وخت دی.
دا ستا نسخه او دوا ستا لپاره درکړل شوه، د دې نسخې اصلي موخه دا ده چې د شیطان پلید نښې ستا له زړه لرې کړي، کوم نشان چې هغه ستا په زړه کې مخکې ایښى دى،
نو کله چې ستا زړه جوړ شو او د الله تعالی عبادت ته یې مخه کړه او د شیطان له شر نه په امان کې شو، بیا ته کولای شې چې دا پروګرام یا کړنلاره کمه کړې، څومره چی دی وسه رسیږی لکه څنګه چی حضرت محمد (ص) فرمایلي: تاسو هومره وکړئ څومره چې مو په توان کې ده، البته دا په نفلي عباداتو كې ده خو فرايض بايد تل په پوره توګه پرته له ټنبلى څخه ادا كړه.
د دغو لارښونو عملي کول به په تا کې ډیر تغیرات راولي هر څومره یې چې ته ډیر عملی کړې په ځان کی به ډیر هیرانوونکي ښه عادات ووینې، داسې وقت به راشي چې د ګناه له کولو به کرکه کوې. ستا زړه به له هغه کارونو څخه بیزار وي او په ډیره کرله به ورته نظر کوي. ته به ښه کارونه خوښوې، ته به ښه عادات سره ډیر خوښوې او ستا زړه به د هغوی خوند احساسوي.
د دی تغیر موخه دا ده چی تا خپل زړه د الله تعالی په عبادت او ذکر سره د درملنی لاندی ونیوه تر څو ستا زړه روغ شي او ښه کارونه وغواړي.
الله تعالى فرمايي:
وَلَكِنَّ اللَّهَ حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الْإِيمَانَ وَزَيَّنَهُ فِي قُلُوبِكُمْ وَكَرَّهَ إِلَيْكُمُ الْكُفْرَ وَالْفُسُوقَ وَالْعِصْيَانَ أُولَئِكَ هُمُ الرَّاشِدُونَ
No related posts.

2 تبصره ها
داصلاح ورونه دی ژوندی وی دیر په زره پوری جواب یی درکری دی خدای دوکری چی یی عملی کری شی.
مگر ددی تولو مفاسدو د ورکیدو لاره یوازی او یوازی هغه فرضی لمونجونه چی الله جل جلاله ته قبول شی او دقبول شوی لمانجه علامه همدا ده چی وروسته د لمانجه د اداء کولو چخه دی بیا حرام عمل ته هیچ علاقه نکیژی جکه چی إن الصلاه تنهی عن الفحشاء والمنکر والبغی.
نو گرانه کچیری دا فرضی لمونجونه په عالی توجه او اخلاص اداء کری خدای جل جلا له به دی مطمئن کری ألا بذکرالله تطمئن القلوب.
او کچیری د لمانجه سره سره بیا دی همدا اتن وو نو پوه شه چه د لمانجه په اداء کولو کی دی حتماً مشکل شته نو چی لمونج په اخلاص د الله حضور ته وراندی نکری بیا و الله أعلم جکه چی إنما الأعمال بالنیات (د اعمالو هره ثمره په نیت او اخلاص پوری اره لری) خدای د وکری چی اصلاح شی مگر زه فکر کوم هغه چوک چی داسی په مفاسدو کی دبحر بیخ ته تللی وی او بیا پخپله وغواری چی تری ووزی حتما به یی خدای علاج کوی جکه خپل فرغونی غرور یی مات شی الله ته رجوع وکری نو الله داسی ندی لکه انسان الله دیر زیات رحمن او رحیم دی.
مننه
گرانه داسی سوالونه دی مطرح کری چی سری په دین کی ورته ورک شی خو!
کچیری د حمیدی صاحب نسخه په سادقانه او مخلصانه شکل عملی کری نو ته به حتماً ددغه آیت شریف پر بنا صحت پیدا کری ( ألا بذکر الــله تطمئن القلوب او همدا رنگه ان الصلوه تنهی عن الفحشاء و المنکروالبغی…) خو چی په اخلاص سره وی.
مننه