Home » خبر او تحليل » غرب »
د ويكي ليكس قضيه د امريكا او اسرائيلو ګډه پروژه ده
انقره:ikhwanonline.com
ژباړه:عبدالفتاح جواد
د تركيې پياوړى څيړونكى، پروفيسور عارف ارسوى: د ويكي ليكس قضيه د امريكا او اسرائيلو ګډه پروژه ده
د ويكي ليكس لخوا دمعلوماتو افشا كولو قضيه اوس د هرمجلس نقل او د بحث موضوع ګرځيدلې ده، چې سياستوال پرې غږيږي او قلموال پرې ليكنې كوي، كه څه هم چې ډيرو خو دغه كار د امريكا د حكومت د رسواييو د لړۍ يوه كړۍ ګڼلې ده اما داسې نظرونه هم شته چې دغه كار يو قصدي او پلان شوى عمل او د امريكا او صهيونيزم ګډو مصالحو ته خدمت ګڼي.
پروفيسور عارف ارسوى د تركيې په يو شمير پوهنتونونو كې د اقتصاد استاد و، د اروبايي مجلس د سيمييزو ادارو د ټولنې غړى، د رفاه ګوند په حكومت كې د جوروم ښاروال او اوس د ټولنيزو او اقتصادي څيړنو د مركز مشر دى ، نوموړى هم دغه ډول نظرلري او پدې اړه يې يوه مركه كړې ده چې پښتو ژباړه يې د لوستوالو مخې ته ږدو:
پوښتنه: تاسې د ويكي ليكس په دغو وثايقو او معلوماتو څه ملاحظه لرئ؟.
ځواب: له ماسره دوه نقطې دي:
يوه دا ده چې، ويكي ليكس تراوسه ډير لږ معلومات افشا كړي دي، هغه چې ورسره دي ايله يې5% بهر ته راويستلي وي نو دغه معلومات دا خبره په ډاګه كوي چې امريكا په څه ډول د دسيسو، دروغو او چل ول له لارې په نړۍ واك چلوي.
دوهمه نقطه داده چې دغه معلومات په ډير منظم او دقيق شكل بهرته راوتلي دي او دا به مبالغه هم نه وي كه زه ووايم چې په قصدي توګه راويستل شوي دي، ځكه چې داسې معلومات پكې نشته چې اسرائيلو او امريكا ته يې تاوان متوجه وي.
پوښتنه: ستاسې په اند ددغه كار موخه څه ده؟
ځواب: دغه وثايق د اسلامي هيوادونو د يوشمير مشرانو او چارواكو په اړه پټ معلومات ښكاره كوي او دا په حقيقت كې ټولو ديپلوماتانو ته يو اخطار وركوي چې په خپلو تصرفاتو او څرګندونو كې دقت وكړي او كه نه نو په اړه به يې دير نور معلومات هم بهر ته راوباسي، او هغه خلك هم پرې ويروي چې غواړي د امريكا له منګولو نه ځان وباسي، نو كه امريكا دغه كار غندي دا بايد داسې ونه ګڼو چې امريكا هم ترې زيان ليدلى دى.
پدې اړه يوه مهمه نقطه داده چې په راتلونكي كې به داسې نور معلومات هم ووينو چې له ويكى ليكس پرته نورو لارو نه هم نشر شي ځكه چې اوس خو د انترنيت زمانه ده او په اّسانۍ سره معلومات انتقاليداى شي، او دا ټول د غرب په ګټه او د اسلامي امت په تاوان دى.
هغه وثايق چې تراوسه نشر شوي دي دوه بڼې لري يوه هغه چې ديپلوماتانو په خپله ليكلي دي او طبيعي ده چې پدې بايد له سره كتنه وشي، دوهم ډول هغه معلومات او ملاحظات دي چې ديپلوماتانو د ليدنو كتنو په ترڅ كې نيولى دي نو هغه ډير د شك وړ ندي، نو لكه وړاندې مې چې وويل اعلان شوي معلومات داسې دي لكه له بحر نه چې يو څاڅكى راوباسې او دا ددې ښكارندويه دى چې امريكا د هيوادونو ترمينځ دسيسې او دوكې جوړوي.
ددې ترڅنګ دا خبره هم ثابتوي چې امريكا په يوازې ځان د نړۍ په اداره كې ناكامه ده او بايد اسلامي نړۍ او ټول هغه لوري چې غواړي په سوله او انصاف كې ژوند وكړي، سره يو شي او دغه امپرياليزم له منځه يوسي، او بيا ورته زمينه برابره نشي چې فساد او ظلم برپا كړي.
ستا په ګومان دغه معلومات ولې په دغه وخت كې خپاره شول؟
ځواب: دوه مهمې پيښې دي چې د نړۍ له سترګو نه پټې دي، يو دا چې د
امريكا متحده اّيالاتو مركزي بانك د هغې مالي ستونزې نه د وتلو په موخه چې له دوه كاله نه امريكا ورسره لاس او ګريوان ده,400 ميليارد ډالره بې پشتوانې نوټونه چاپ كړي او بازار ته ويستلي دي او دغه پيسې يوازې د امريكا نه بلكې د ټولې نړۍ بازار ته رسيدلې دي.
او له بل پلوه يې د توغنديو ضد سيستم د جوړولو پلان جوړكړى هغه چې ناتو به يې له امريكا نه د پيسو په بدل كې اخلي ، تاوان به يې نورو ته متوجه وي او ګټه به يې امريكا ته ځى.
نو دا دواړه كارونه يې په داسې توګه روان كړي دي چې نه غواړي نړۍ پرې پوه شي، نو ويكيلكس يې راوويست ترڅو د خلكو نظر پرې بوخت پاتې شي او امريكا خپل پلانونه پلي كړي، دا اوس پروګرام لري چې په تركيه كې د توغنديو ضد سيستم نصب كړي او پدې باندې بحثونه روان دي چې دا خو به د تركيې او ايران ترمينځ جګړه رامينځته كړي، خو بيا هم امريكا تصميم لري، ويكي ليكس راووت او خلك يې مصروف كړل ، اوس هيڅوك هم په دغه اړه څه نه وايي.
پوښتنه: ته څه فكر كوې چې دغه معلومات به چا راويستلي وي؟
ځواب: طبيعي خبره ده چې يهود دي ځكه چې دا خو د امريكا د حكومت له علم پرته او بيا په داسې دقيقه او منظمه توګه راويستل ممكن ندي، بله خبره داده چې په امريكا كې دوه ډوله قوتونه واك لري، يو هغه چې په ملاقاتو او ليدو كتنو كې يې وينو او پيژنو يې ، بل هغه چې نه يې وينو ، پټ لاسونه دي، ان د بهرنيو چارو وزيرې هيلري كلنټن دغه عمل وغانده او ويې ويل چې مونږ پرې خوښ نه يو، نو دغه پټ لاسونه د ټولو نړيوالو شخړو او جګړو ترشا شتون لري، هغوى په هرڅه واك لري او د نړيوال يهوديت په خدمت كې دي.
پوښته: اّيا د ويكي ليكس لخوا د معلوماتو افشا كول به د امريكا او تركيې په اړيكو اغيز ونه كړي؟
ځواب: دا خو منل شوې خبره ده چې په وروستيو لسيزو كې تركيه او دسيمې نور هيوادونه د امريكا لخوا رسم شوې دايره كې ګرځي خو د عدالت او پرمختګ ګوند بيا په كامله توګه مخالف حركت لري، غواړي چې د امريكې له دايرې نه پښې وباسي خو توان يې نه لري، ځكه چې امريكاّيان يې هم په اړه ويښ او بيدار دي او دغه څه ته يې نه پريږدي.
په هرصورت، د تركيې حكومت هم په ډير احتياط سره خوځښت لري، د پخوا په پرتله يې خوځښت زيات شوى هم دى، د بهرنيو چارو وزير داود اوغلو ډير هوښيار سړى دى هغه داسې خوځښت لري چې غواړي ټوله سيمه په خپل نوي سياست له ځان سره وتړي.
اما د امريكا او تركيې د اړيكو د پريكيدو او يا خرابيدو په اړه بايد ووايم چې زما په اند د تركيې حكومت دغه څه نه غواړي او امريكا هم تركيې ته تل پيغام وركوي چې له نورو دولتونو سره روابطو ته پراختيا وركړي خو د اسرائيلو پرضد دې ائتلافونه نه جوړوي او كه نه نو تركيه به بيرته د تورتمونو او كودتاګانو دور ته لاړه شي او دا له اوسنيو اړيكو نه ډيره څرګنده ښكاري.
پوښتنه:مګر اردوغان خو پر امريكا نيوكې وكړې او په كلكه يې ترې
وغوښتل چې ددغه كار مسئولين محاسبه كړي…؟
اردغان زړور سړى دى او عملي ګام اوچتول غواړي، خو ظروف اجازه نه وركوي، هغه خبره كوي خو وروسته يوازې د خپلو حدودو دننه ګام اخيستلى شي او دا ددې څرګندويه ده چې موجوده حكومت امريكا ته د ستراتيژيك ملګري په سترګه ګوري او دغه خبره د عدالت او پرمختګ ګوند تل كوي.نو زما په اند په راتلونكې مرحله كې به دغه اړيكې دومره اغيزمنې نشي چې مونږ يې فكر كوو، مونږ وايو چې بايد تركيه مستقله وخوځيږي او په امريكا پورې تړلې نه وي، نه ورسره ګډ تعاون ولري، تركيه ستر هيواد دى، يو تاريخي تمدن لري او امريكا خو په حقيقت كې د هغه اسرائيل ملګرې ده چې پر مسلمانانو ظلم كوي.
زما مطلب دا ندى چې مونږ دې له نورو هيوادونو سره دښمني كې ځان واچوو، خو د هغه چا پر خلاف بايد ودريږو چې پر مسلمانانو تيرى كوي، لكه امريكا چې د اسرائيلو ملاتړې ده، نو دا ظلم دى او بايد مخه يې ونيسو، د مسلمانانو كار د نړۍ ويشل او دښمني جوړول ندي بلكې مونږ خو په انصاف او سوله باندې د ځمكې اّبادول غواړو او دغه د انسان د پيدايښت موخه ده.
كه امريكا پر مسلمانانو له ظلم نه لاس واخلي نو هيڅ كله به هم ورسره
ونه جنګيږو، خو اوس خو راځي، زمونږ هيوادونه نيسي، ثروتونه مه
لوټوي او دغه بې پشتوانې پريمانه پيسې چاپوي او دنړۍ اقتصاد پرې
خرابوي.
پوښته: اسلامي نړۍ به څه ډول دريځ ولري؟
ځواب: اسلامي نړۍ كې ولسونه دي او حكومتونه، حكومتونه خو زياتره د امريكې لاسپوڅي دي، هغوى هيڅ هم نشي كولى، هغوى به هڅه كوي چې دغه دروغ وښي ترڅو يې د خپلو ولسونو ترمينځ څيره بيرته ښه شي.
خو زه فكر كوم چې دغه معلومات بايد را وويستل شي او ولسونو ته څرګند شي ترڅو هغوى پوه شي چې غربي امپرياليزم400 كاله نړۍ تر خپل ښكيلاك لاندې وساتله او بيا يې فقيره پريښوده او ټولې زيرمې يې ترې نه وزبيښلې او دغه ولسونه بايد پدې هم وپوهيږي چې واكمنان يې لاسپوڅي دي او امريكا او اسرائيل يې په خپله خوښه څرخوي اوهغوى هم خپل ولسونه غلامان كړي دي.
مسلمان ولسونه دغه حكومتونه نه تاييدوي خو د ظلم د لاسه خوځيدلى
نشي او په ډيرو حقايقو يې سر نه خلاصيږي ،زمونږ مسئوليت دا دى
چې ولسونه ويښ او بيداره كړو او لكه چې پوهيږو چې هغه ټولنه چې
ځان كې بدلون نشي راوستلى ددې توان نلري چې واكمن بدل كړي، هغه
ټولنه چې له تيارو نه مرسته اخلي په ذلت محكوميږي.
پوښته: اّيا ممكنه ده چې مسلمانان له ويكي ليكس نه ګټه واخلي؟
ځواب: مسلمانانو ته دغه معلومات دومره ګټور ندي، د تركيې نه پرته، ځكه چې هلته يو ځانګړى حالت دى، د بيلګې په توګه د بهرنيو چارو وزير داود اوغلو او د عدالت او پرمختګ ګوند يې هم تورن كړى ،چې دغه څه به تركى ولس نور هم د دغه ګوند سره نزدې كړي.
خو امريكا او اسرائيل به د بل هرچانه زيات له دغه معلوماتو نه ګټه
اخلي، خپل اقتصادي بحران به د نورو په حساب تيروي، د توغنديو د
دفاعي نظام په عنوانولو سره به وسلو ته نړيوال بازار پيدا كوي، اسرائيل چې څه كوي په هغو به پرده اچوي او په افغانستان او پاكستان كې چې امريكايانو كوم ظلم روان كړى دى له هغه نه به د نړيوالو توجه بل خوا اړوي.
پوښتنه: اّيا د ويكي ليكس دغه كار ديپلوماتيك11 سپتمبر بللى شو؟
يوه ټكي ته بايد اشاره وكړو، هغه دا چې دغه معلومات خپرولو ته د
معلوماتو تروريزم ويلى شي، دا ناڅاپه او په داسې توګه مخې ته راغلل
چې هيڅوك هم پرې پوه نه وو، نو دا د معلوماتي تروريزم يو نوى ډول
دى او په يقيني توګه به يو شور او تشويش هم را مينځته كړي، ځكه
دغه فاشيست يهودان هم د شيطانانو استازي دي او دوى هم شپه او ورځ هغه څه كوي چې شيطان يې ترې غواړي، اما مونږ مسلمانان خو د
رغونې او اصلاح كار كوو؛ نو دغه معلومات به يوڅه رواني اغيزې هم
ولري چې وروسته وروسته به را څرګنديږي.
طبيعي خبره ده چې له ديپلوماتيكو كړيو سره به په چلند كې احتياط
كيږي، خو يهودان او د هغوى اجنټان به پر نويو لارو چارو غور كوي چې
څه ډول له نړۍ سره چلند وكړي، خپل چل ول ته دوام وركړي او خلكو ته
دروغ او رښتيا ووايي او هغوى هم پرې باور وكړي.
No related posts.

1 تبصره ها
مننه جواد صيب، ډيره په زړه پورې ليکنې مه ژباړلې وه، مګر زما يوه غوښتنه دا ده چې اردوغان مه ليکئ، اردوګان ليکئ، که عربان يې ليکي، خو ګ توری نه لري، مونږ يې ولې وليکو، په دې سره يې معنی بدليږي. مننه