اسلام منځلاری دی که سخت دريځی؟

 
 

هاملتن جب ويلي : زه په دې باور لرم، چې لاهم اسلام ټول بشريت ته يو پيغام او رسالت دی، داسې رسالت چې په شرق او غرب کې يې د منځلاريتوب له امله مينه وال مخ په ډېرېدا دي، دغه نظام (اسلام) تر بل هر يوه نظام ډېرې لاسه راوړنې خپلې کړې دي، او په خپله غېږ کې يې بېلابېلو ولسونو ته ځای ورکړی ، اسلام تل د لوېديځ او ختيځ ترمنځ د پوهاوي پل دی

 
ليکوال: صالح حبيب الله تچي چيوه ی، چين
ژباړه: هدايت الله هميم

اسلامي امت د منځلاريتوب ځانګړنه لري، چې له نورو دينونو سره يې همدا لوی توپير دی . الله تعالی د محمد (صلی الله عليه وسلم) امت په قرآن کريم کې داسې ستايلی دی : { وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا } د البقرة 143 ايت .
د ” وسطاً ” لفظ په دينونو کې د نوي په معنا دی .
د (وسط) يا منځلاريتوب کلمه په همدې معنا په قرآن کريم کې څو ځلې راغلې ده، : الله تعالی فرمايي : { حَافِظُوا عَلَى الصَّلَوَاتِ وَالصَّلَاةِ الْوُسْطَى وَقُومُوا لِلَّهِ قَانِتِينَ } د البقرة سورت 238  ايت .
په دې ايت کې له (الصلاة الوسطی) لفظ څخه دلته مراد د مازيګر لمونځ دی، ځکه چې د سهار او شپې لمنځونو ترمنځ دی . همدارنګه د سوګند په کفارت کې الله تعالی فرمايلي دي : { فَكَفَّارَتُهُ إِطْعَامُ عَشَرَةِ مَسَاكِينَ مِنْ أَوْسَطِ مَا تُطْعِمُونَ أَهْلِيكُمْ أَوْ كِسْوَتُهُمْ أَوْ تَحْرِيرُ رَقَبَةٍ } د المائدة  سورت  89  ايت .
علماوو ” أوسط الطعام ” دلته په نه غلو کولو معنا کړی، په دې مانا چې ډوډۍ به نه ډېره غوره وي او نه هم ډېره نابوده .
حافظ ابن کثير د { وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا } ايت په تفسير کې وايي : په حقيقت کې مو د ابراهيم عليه السلام قبلې ته اړولي ياست او دا مو تاسو ته غوره کړې، چې غوره امت وګرځۍ، او د قيامت په ورځ پر نورو امتونو ګواهان واوسېږﺉ، ځکه چې ټول ستاسو په بهترۍ اعتراف کوي، وسط دلته د غوره او ښه په معنا دی . . . الله تعالی دغه امت (وسط) غوره او ښه ګرځولی، همدا ځانګړنه يې ورپه برخه کړې ده .
د منځلاري امت معنا دا ده چې په نورو امتونو کې غوره، بشپړ، ښه او له غلو يا افراط څخه ليرې وي، د داسې امت ساتنه د هغه منځلاريتوب کوي، خو که چېرې له خپلې لارې واوړي، نو بيا له نيمګړو امتونو سره يوځای کېږي .
زموږ هدف له منځلاريتوب څخه تاريخي، جغرافيوي، فرهنګي او توکميز وسطيت نه دی، ځکه چې د تقوی او صلاح معيار هغه دی، چې اسلام ټاکلی او په وسيله يې امتونه او وګړي غوره ګڼل کېږي . الله تعالی فرمايي : { يَاأَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ } د الحجرات سور 13 ایت.
اسلامي امت يو منځلاری امت دی، رباني مسؤوليت لري، د تر ټولو غوره او وروستي کتاب داعيان دي، د داسې عقيدې، اخلاقو، شريعت درلودونکی دی، چې په نورو امتونو کې يې ساری نه ترسترګو کېږي، ټولنې د انساني کړنو خواته سوق کوي، مستقيمې لارې ته دعوت يې لومړی پړاو دی، په دويم پړاو کې جهاد راځي .
دا ټول ځانګړې او چاڼ شوې حکيمانه او د لارښوونې لارې لري، چې سرچينه يې رباني ده : { ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ } د  النحل سورت 125 ايت .
اسلام منځلاری دين دی، د پرمختګ، بيارغاونې او جوړښت په برخه کې تل نوښت مني، جمود، تعصب، ويراني او تاوتريخوالی نه مني .
د اسلام له منځلاريتوبه هدف بشريت ته سوکالي، هوساينه، او په ژوند کې توازن ورپه برخه کول دي، له فطرت سره سم مادي او روحي نېکمرغي ورپه برخه کوي، داسې يو منهج دی، چې غيبي نړۍ له ليديزې سره نښلوي، ځکه چې اسلام يو داسې دين او عقيده دی، چې پر ماده او روح دواړو ټینګار کوي .

د اسلام وسطيت، لکه څنګه چې قرآن کريم يې انځور راوړی، څوارلس سوه کاله وړاندې د رسو الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې بشپړ شوی و، هېڅ ظاهري او باطني نيمګړتيا نه لري، او نه له عقل، فطرت او علم سره په ټکر کې دی، بلکې ټول علوم له قرآن او اسلام نه سرچينه اخلي، وسطيت يوازې او يوازې د اسلام ځانګړنه ده .
هاملتن جب ويلي : زه په دې باور لرم، چې لاهم اسلام ټول بشريت ته يوه رساله ده، داسې رساله چې په شرق او غرب کې يې د منځلاريتوب له امله مينه وال مخ په ډېرېدا دي، دغه نظام (اسلام) تر بل هر يوه نظام ډېرې لاسه راوړنې خپلې کړې دي، او په خپله غېږ کې يې بېلابېلو ولسونو ته ځای ورکړی ، اسلام تل د لوېديځ او ختيځ ترمنځ د پوهاوي پل دی .
اسلام د افراطيت او سخت دريځۍ دين نه دی ـ لکه څنګه چې لوېديځ ترېنه وېرېږي ـ اسلام تفريط هم نه خوښوي، ځکه چې يو څيز تر مطلوبې اندازې ډېرېدل افراط دی او کمښت يې بيا تفريط دی، چې دواړه له سمې لارې کږوالی دی .
اسلامي نصوص اعتدال ته دعوت کوي او له سخت دريځۍ مخنيوی کوي، الله تعالی فرمايي : { قُلْ يَاأَهْلَ الْكِتَابِ لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ غَيْرَ الْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعُوا أَهْوَاءَ قَوْمٍ قَدْ ضَلُّوا مِنْ قَبْلُ وَأَضَلُّوا كَثِيرًا وَضَلُّوا عَنْ سَوَاءِ السَّبِيلِ } د المائدة سورت 77 ايت .

بل ځای فرمايي: { يَاأَهْلَ الْكِتَابِ لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ وَلَا تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ } د النساء سورت  171 ايت .
د عباس رضی الله عنهما له زوی څخه روايت دی، چې نبي صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «په دين کې له غلو څخه ځان وساتۍ،  تر تاسو وړاندې په دين غلو کوونکي هلاک شول . » (روايت يې امام احمد کړی) .
شيخ الاسلام ابن تيمية وايي : « إياكم والغلو في الدين » په اعتقاداتو او اعمالو کې عام دی .

له ابن مسعود نه بيا روايت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: « ” اسراف کوونکي هلاک دي، ‎” درې ځلې يې وويل » . يعنې په خبرو او افعالو کې له خپلو حدودو متجاوزين . “

له انس بن مالک څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: « پر خپلو ځانونو سختي مه کوﺉ، پرتاسو به سختي وشي، يو قوم سختي کوله، سختې پرې راغله . . . »
الله تعالی فرمايي: { يَابَنِي آدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ }{ قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ اللَّهِ الَّتِي أَخْرَجَ لِعِبَادِهِ وَالطَّيِّبَاتِ مِنَ الرِّزْقِ } (د  الأعراف سورت 31- 32 ايتونه) .

بل ځای فرمايي : { يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُحَرِّمُوا طَيِّبَاتِ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ } (د  المائدة سورت :87 ايت ) .
له دې پورتنيو يادو شويو شرعي او دې ته ورته نورو نصوصو داسې ښکاري چې اسلام په هر شي کې منځلاری او د توسط دين دی، په تصور، اعتقاد، عبادت، تنسک، اخلاقو، کړو وړو، معاملې، تشريع … کې او له غلو څخه مخنيوی کوي .
خو موږ بايد د سخت دريځۍ په اړه صحيح فهم ولرو،

نو سخت دريځي څه ده؟
يو څوک څه وخت سخت دريځی بلل کېږي ؟
د ” ديني سخت دريځي ” کلمې د پر دين او امت مينو او غيورو ځوانانو عقل خوځولی، په ځانګړې توګه د اسلام خون خوارو دښمنانو له شپه او ورځ په اسلام پسې راخيستې او د مسلمانانو ظاهري تېروتنو ته ګوري، او نړۍ ته يې لويې لويې وړاندې کوي، د سخت دريځۍ کلمه حق ده خو د دوی موخه ترېنه باطل دي . دوی مازې د الله تعالی پر اوامرو عمل او له نواهي ليرې ځان ساتلو ته هم ديني سخت دريځي وايي . ان ځينې غرب مشربه کسان، چې افکار يې لوېديځ له نېغې لارې بې لارې کړي، هغو کسانو ته چې پر اسلامي ادابو يې په خوراک، څښاک، لباس، زینت او داسې نورو کې ځانونه مزين کړي، و دې ته هم د تعصب له امله تندلاري وايي . ان هغه ځوان چې ږيره پرېږدي، او يا هغه نجلۍ چې پرحجاب ټينګه وي، هم ديني تندلاري بولي .
اسلامي منځلاريتوب د خپل امت او وګړو لپاره د سخت دريځۍ پديده نه مني، او ځان ترې ليرې ساتي، بلکې د انصاف، اعتدال، استقامت، توازن او درناوي لپاره يوازې اسلام دی چې خپل پيروانو ته امر کوي، د تاوتريخوالي، سختګيرۍ، غوصې، غچ اخيستو او ترهې له معناګانو ځان ليرې ساتي .
اسلام يعنې په تصور او اعتقاد کې منځلاريتوب، په روحي يووالي کې غلو نه کول او نه په مادي څيزونو غولېدل دي، په تنظيم او تنسيق کې منځلاريتوب، ټول ژوند مشاعرو او ضميرونو ته نه سپاري .
په عقيده کې منځلارپتوب ، الله تعالی فرمايي: { يَاأَهْلَ الْكِتَابِ لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ وَلَا تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ } (د النساء سورت : 171 ايت ) .
په اخلاقو او کړو وړو کې وسطيت ، الله متعال فرمايي: { وَالَّذِينَ إِذَا أَنْفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَلِكَ قَوَامًا } (د الفرقان سورت : 67 ايت) .
نو له دې امله اسلام نه يوازې د منځلاريتوب ځانګړنه لري، بلکې دا د اسلامي امت د حقونو هغه لويه ځانګړنه ده، چې الله تعالی د اسلام پيروانو ته د ” أمة وسطا ” لقب ورکړی، چې دفاع کول يې واجب دي، او په اسلامي ټولنه کې يې پروړاندې له هر ډول مخنيوي سره مبارزه شوې ده .
د اعتقاد، کړو وړو او هرڅيز په اړه زموږ د اسلافو منهج وسطيت و . چې غوره بېلګه يې له واکمنو سره معامله او د الله لارې ته رابلل و، د خير ښېګڼې کارونو ته يې رابلل او له ناوړه چارو يې منع کول، د سنتو پيروۍ ته يې هڅول او د بدعت او فردي ګټو د پرېښودو امر يې ورته کاه .

No related posts.

 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

0 تبصره ها

اولتر از همه شما تبصره کنید!.

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید