د انټرنېت کارونکو لپاره عمومي لارښوونې

 

 

نو ګرانو ورونو او خويندو!
که د انټرنېټ دام مو په خپل واک او اختيار کې واخيست، نو زياته ګټه به ترې  پورته کړئ، او د الله جل جلاله له طرفه به يوه تحفه وګرځي، او که خداى مه کړه، تاسو يې په خپل واک او اختيار کې واخيستئ، نو ژوند او وخت به مو هسې ضائع کړي، او خپله دنده او مسؤليت به مو د اسلام ، کورنۍ ، ټولنې او ولس پر وړاندې درڅخه هير کړي، خپل ځانونه له دغه دام څخه وژغورئ. مخکې له دې څخه چې وخت در باندې تېر شي.

 

سرچينه: طریق الاسلام

ژباړه: شاهد محمود وقار *

انټرنيټ چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ډول ډول اسانتياو لپاره کارول کيږي، ددې لپاره چي يو مؤمن مسلمان يې په څه ډول وکاروي، نو ومې غوښتل چې  يو لړ لارښوونې د درنو لوستونکيو لپاره وړاندې کړم، تر څو يې خپل مسؤليت د اسلام، ولس او ټولني په وړاندې اداء کړى وي.

1- هر کله چې مسلمان د اذان غږ واوري، نو بايد چې سمدلاسه د لمانځه د اداء کولو لپاره پاڅيږي، او داسې شى بايد نه وي چې د لمانځه داداء کولو څخه يې لرې وساتي:

2- انټرنېت د پيغام د لېږلو او رالېږلو يوه اسانه لار ده، جې د دوه ميله اسلحې په نوم پېژندل شوې، که ګټه ورسوي نو تحفه به وګرځي، او که د فاسدو او بېکاره څيزونو لپاره وکارول شي، نو بيا د انسان د ژوند د تباهۍ تورې کندې ته غورځوي، مسلمان بايد د دغه اسانتياو د ګټور اړخ څخه کار واخلي، نه دا چې د منفي او فاسد اړخ څخه کار واخلي، او خپل ژوند او ايمان ته زيان ورسوي.

3- د انټرنيت د کاروونکيو لپاره د پام وړ ټکي دا دى چې خپلې سترګې د هغه ليدنو او کتنو څخه وساتي چې د اسلام په سپيڅلي دين کې منع شوي، ددې لپاره چې شيطان دمسلمان زړه فاسد کړى وي، نو په ناڅاپي ډول د دغه اسلحې څخه کار اخلي، چې د اوږدمهالې پښېمانۍ سبب ګرځي، او ددې تر څنګ د دغه څيزونو په کتلو د مسلمان زړه زنګ اخلي، د ايمان د خوږ خوند روحيه له منځه وړي، او پايله يې دا چې د الله جل جلاله بنده ګي ورته يو ډول بوج او ستونزه ګرځي، ددې تولو څخه هدف دا چې دا يوه وسيله ده جې انسان پر ګناه اخته کوي، او که خداى مه کړه څوک په دغه دام کې ونيول شو، نو شيطان د هغه د زړه پوره واک او اختيار په خپل لاس کې واخيست، او نتيجه يې د تل لپاره تباه کوونکې او زيانمنه ده.

4- د انټرنېت د کاروولو پر مهال په بې ارزښته او بې ځايه څيزونو خپل کوښښ او وخت مه ضايع کوئ، دا هغه وخت پيښيږي، هر کله چې تاسو په مختلفو سايټونو او انلاين ګروپونو کې د زيات وخت لپاره کار وکړي، په حقيقت کې تاسې د خپل ژوند هغه قيمتي او ارزښتمنې شېبې د لاسه ورکوئ چې د خپلې کورنۍ، مور او پلار، خپلوانو او کوچنيانو لپاره مو وقف کړي.

5- وخت په وخت د اسلامي سايټونو او هغه سايټونه چې  ستاسې د پوهې او معلوماتو د پياوړتيا سبب ګرځي، او په روزمره ژوند مو مثبته اغېزه ولري، ليدنه وکړئ، او ددې تر څنګ د هغه سايټونو څخه چې د ايمان اواخلاقو زيان پکې ليدل کيږي، او يا د اختلافاتو او فتنې د را برسېره کېدو سبب ګرځي، اګر که مذهبي موضوع ګانې هم پکې وي، ډډه وکړئ. د اسلام د دښمنانو سره په مناقشه کې ګډون مه کوئ، تر څو چې ددې وړتيا مو په ځان کې نه وي ليدلي چې يوه موضوع په ښه توګه وڅيړئ، د مناقشې لپاره بايد په ځانګړي توګه عالمان ګډون وکړي.

6- د بې ځايه خبرو اترو (Chatting) سايټونو څخه ډډه وکړئ، دغه سايټونه د انجونو او هلکانو لپاره يو دام دى چې دوي د غير شرعي او ناروا اړيکو د ټينګولو لپاره راکشوي، دغه اړيکي د لومړي ځل لپاره په خوشحاله او ارامه فضا کې، خو پايله يې درد، غم او پښيماني وي، چې د ايمان او ژوند دتباهۍ سبب ګرځي.

نو ګرانو ورونو او خويندو!
که د انټرنېټ دام مو په خپل واک او اختيار کې واخيست، نو زياته ګټه به ترې  پورته کړئ، او د الله جل جلاله له طرفه به يوه تحفه وګرځي، او که خداى مه کړه، تاسو يې په خپل واک او اختيار کې واخيستئ، نو ژوند او وخت به مو هسې ضائع کړي، او خپله دنده او مسؤليت به مو د اسلام ، کورنۍ ، ټولنې او ولس پر وړاندې درڅخه هير کړي، خپل ځانونه له دغه دام څخه وژغورئ. مخکې له دې څخه چې وخت در باندې تېر شي.


* د اسلام اباد نړيوال اسلامي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصل دی.

نورې دا ډول ليکنې:

  1. د هر ډول موبايل لپاره کارېدونکی چارچر
  2. په اسلام کې د اقتصاد د پياوړتيا لپاره پولې او بريدونه
 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

16 تبصره ها

  1. Atiqullah says:

    This topic was benifecent for each person who use the internet and we want from islahonline to publish this kind of topics for the Muslim

  2. ګرانه وروره!

    په ريښتیا سره چې انټرنټ همغه رنګه چې تاسو تشریح کړی ، خصوصیت لري. له تاسو څخه یوه نړی مننه کوم چې داسی یو په زړه پوری او جالب مطلب مو په دغه اسلامی ويب پاڼه کې نشر کړ. زه د الله تبارک او تعالی څخه تاسو ته د ډیرو اجرونو استدعا او ګرانو لوستونکو ته د پوهی او درک غوښتنه کوم.

    و من الله توفیق
    قیس د کابل څخه

  3. عثمان says:

    جزاک الله خیرا
    مطلب واقعا مفید و خواندنی بود

  4. Naveed Ahmad Fareedzai says:

    Salam
    My dear this is the the important information and reality about islam, Every muslim that apply these suggestions. and i am very thankful of my dear brother.

  5. محمداکبر مدثر says:

    جهان سپاس از محترم برادر شاهد محمود وقار!
    واقعا مطلب جالبی را تقدیم نموده اند، خداوند در عوض توفیق ثبات و خدمت برای ارزش های والای دینی نصیب تان کند!
    حقیقتا جوانان بایدارزش واهمیت این تکنالوژی مدرن را که دنیا را مانند یک قریهء کوچک ساخته، بدانند و تمام کوشش های خود را برای استفاده درست از این هدیهء اللهی نموده و در راه تحقق اهداف والای دعوتی و اصلاحی خود بهترین ومهمترین وسیله بدانند
    تشکر
    محمداکبر مدثر اسلام آباد پوهنتون اسلامی بین المللی

  6. محمداکبر مدثر says:

    جهان سپاس از محترم برادر شاهد محمود وقار!
    واقعا مطلب جالبی را تقدیم نموده اند، خداوند در عوض توفیق ثبات و خدمت برای ارزش های والای دینی نصیب تان کند!
    حقیقتا جوانان بایدارزش واهمیت این تکنالوژی مدرن را که دنیا را مانند یک قریهء کوچک ساخته، بدانند و تمام کوشش های خود را برای استفاده درست از این هدیهء اللهی نموده و در راه تحقق اهداف والای دعوتی و اصلاحی خود بهترین ومهمترین وسیله بدانند
    تشکر
    محمداکبر مدثر اسلام آباد پوهنتون اسلامی بین المللی

  7. Anonymous says:

    محترمه وروره دیره مننه!

  8. Anonymous says:

    دیر مفید معلومات وو. دیره مننه

  9. Anonymous says:

    سلامونه او نيکې هيلي. ډېره مننه وقار صاحب چې زموږ تکړه او با استعداده ځوانانو ته مو پام اړولى. خو بايد د ځوانانو د اړينو معلوماتو د زياتولو لپاره نوري ګټورې ليکنې هم وشي يا ترجمه شي.

  10. Anonymous says:

    انتر نت بهترين راه دعوت اسلام ,
    بهترين و آسانترين راه جهاد IT‏ ميباشد

  11. Anonymous says:

    مننه ياره
    مطلبی بود، بس جالب او زړه راښکونکی
    به اميد برياليتوب شما

  12. Anonymous says:

    په رښتیا هم چی ډیره گټوره او د وخت سره سمه لیکنه قاری صیب شاهد محمود راژباړلی وه، خدای دي زموږ د ټولنی لیکولانو ته توفیق ورکری چی دغه ډول گټوری لیکنی هیوادوالو ته وړاندی کری.
    له قاری صیب سخه ډیر مننه
    او د لا ډیرو بریاو په هیله یی

  13. Anonymous says:

    لومري نيكي هيلي او سلامونه داصلاح تولو درنو كاركوونكي ته دالي كوم غوارم داصلاح ويب پاني په هكله خپل نظر تاسومحترمو ته وراندي كرم:
    دوه كاله كيزي چي زه له انترنيت سره زياتي اريكي لرم خو زما په ژوند كي دالومري ويب پانه ده چي ماخوند تري اخيستي او اوكوم ديني لارشووني چي ماله دغه سايت سخه زده كري هغه ماته معلومي اوانشاالله ثوابونه به يي دهمدغه سايت محترم كاركوونكو ته هم رسيزي خو كچيري زما وس وشي زه به نرواله جايزه او تقديرنامه دغه سايت ته وركوم ددي لپاره چي نور يي زه زيات تعريف وكرم داسي وايم چي خداي ج دي ددغه چلوونكو ته په دنيا او اخرت كي كاميابي ورپه برخه كري اونور هم په همدي كرنوكي برياليتوب ورته غوارم
    مينه اومننه
    محمدحنيف منير

  14. Anonymous says:

    ډير ښۀ معلومات ول. الله ج د وکړي چي زمونږ ګران افغان ولس دغه ټکي په پام کښي ونيسي .

    په درنښت

  15. Anonymous says:

    ګران ورور شاهد محمود وقار ته دې الله سبحانه و تعالی توفيق ورکړي چې دا ډول لارښوونې يې زموږ مخ کې کېښودې او هيله لرم چې په راتلونکي کې هم د ګران ورور ليکنې/ژباړې په اصلاح انلاین کې وګورم.

    قيام الدين سباوون

  16. Anonymous says:

    له محترم ورور وقار صاحب نه یوه نړۍ مننه ، ګرانو وروڼو له دې دامه ځانونه په کله وساتۍ دخپل ژوند یوه دقیقه هم بې ځایه مه تیروﺉ .
    په درناوي

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید