Home » خبر او تحليل » غرب »
امريکا- وايي يو څه، کوي بل څه!
ليكوال:استاد محمد زمان مزمل
امريکا افغانستان ته ناڅاپي پيښو نه ده راوستې او نه په سيمه کې د بل چا غلطيو.
امريکا افغانستان ته په خپل تنظيم شوي پروګرام راغلې ده او که دلته چا داسې غلطي کړي وي چې امريکا د هغو غلطيو په پلمه راغلي وي نو دغه ټوله سلسله امريکايي استخباراتو هغسې له پيله ښه تنظيم کړه چې امريکا افغانستان ته د خپل راتګ هغسې چې وليدل شوه، نړيواله ټولنه او خپله له داخل نه ځني افغانان ملګري کړل.
امريکا افغانستان ته په دې پلمه راغله:
چې هغوى په افغانستان کې د افغانستان خلک له طالبانو وژغوري.
هغوى د القاعده مشر اسامه بن لادن چې طالبانو ورته ونه سپاره هغه په خپل امريکايي زور ونيسي.
امريکا د القاعدې حامي نظام او حامي تحريک رانسکوروي.
امريکا په افغانستان کې امن، ترقي راوړي او په افغانستان کې اداره او اردو جوړوي.
ولې امريکا په خپله هغه بې رحمه او مخامخ طريقه راغله چې په آزادۍ مين ملت ته يې په کې د آزادۍ او هغې روحيې څه پرې نه ښودل کومه چې د شوروي په ماته کې يې ګټلې وه.
بوش په خپله دغه متکبرانه راتګ ايله يو کار وکولاى شو چې د طالبانو نظام يې ړنګ کړ ، لدې پرته او پورته امريکا په افغانستان کې پخپلو ټولو موخو کې ناکامه شوه.
نه يې په کې اسامه ونيوه او نه يې د هغه په هکله معلومات ثقه کړل، نه يې طالبان وځپل او نه يې په افغانستان کې امنيت تامين کړ ، نه يې اردو جوړه کړه او نه پوليس.
نن چې ټوله اروپا مسلحه په افغانستان کې حضور لري ، داسې اوضاع په کې خرابه ده ، سبا چې دوى په کې پښې سپکې کړي ، د دوى انډيوالان به په دې هيواد کې په کوم ډاډ پاتې کيږي؟.
هغوى چې نن د چا د اعتماد وړ نه دي د چا مشکل حل کولاى نشي، بيا به به يوازې صورت او په دغه شته فاسده اداره څنګه امنيت او نظام ډاډمن کړي؟
امريکا چې د خپل راتګ په اړه کومې پلمې، خپلې موخې ټاکلې وې امريکا په هغو ټولو کې ناکامه ښکاري.
همداسې امريکا په هغو حقيقي موضوعاتو کې هم ناکامه ښکاري چې د هغو د تحقق په موخه دلته افغانستان ته راغلې وه.
امريکا نه چين محاصره کړ او نه يې د تيلو سيمه ايزه چينې او ماحول تر خپل تصرف لاندې راوستې.
همداسې امريکا په خپل ائتلاف کې هم له داسې طرفونو سره مخامخ ده چې اکثريت يې د امريکا سياستونه ناکاموي.
همداسې که د امريکايي ديپلوماتانو سياسي پل پسې واخلې نو هغوى په خپلو کې هم مختلف نظريات لري.
ځنې په کې دامريكاحضور موثر ګڼي، شاته تګ په کې نه بښونکې ګڼي ، ځنې په کې دا اقدام هغه غلطي ګڼي چې امريکا به د شوروي اتحاد د ناکامې تجربې نه په کې زياته تورمخې راووزي.
ځني امريکايي مشران د قضيې لپاره نظامي حل ناکامه هيله ګڼي، لکه دا پرون چې هالبروګ په ځنکدن کې هم همدا خبره تکراروله.ځني په کې د طالبانو سره دمخامخ مذاکراتو پلوي کوي.
ځنې په کې تر هغه پورې مذاکرات خطرناک ګڼي تر څو طالبان يوه کمزوري دريځ ته ښکته کړي.
دا چې امريکا د وعدې مطابق په 2014 م کال له افغانستان نه وزي، که به پاتې شي ؟ په دې سوال باندې لا ډير اوچت امريکايان هم نه پوهيږي.
ولې يو څه چې د روانې امريکايي تجربې نه ښه څرګنديږي، هغه دا ده چې امريکايان د دې ټولو اظهاراتو شاته او د بلا ((نه)) او ((هو)) مخکې هغوى يوه قوي سياسي پاليسي چلوي او هغه دا چې امريکايان وايي يو څه او کوي بل څه.
امريکايان افغانانو او نړۍ ته دا وايي چې هغوى اشغالګر نه دي، هغوى چې حالات ښه شي له افغانستان نه وزي او يا لږ په يوه ژوندې لهجه کې وايي چې دلته امنيت ښه شي، د طالبانو خطر کم شي نو هغوى افغانستان افغانانو ته پريږدي.
داهغه خبرې دي چې معنا يې برعکس ده ، په دې معنا چې که ريښتيا په افغانستان کې حالات ښه شي ، د طالبانو خطر کم شي او قوت يې ختم شي، هغوى سره له دې چې وايي افغانستان به پريږدي ، هغوى په دې صورت کې اصلا نه ځي ، او په هماغه دم ګړۍ په بله پلمه پيل کړي، چې مونږ افغانستان بيا داسې د ګاونډيو مداخلو ته نه پريږدو، اوس چې مو خطر لرې کړ نو ساتو به يې هم، او په هغه صورت کې چې امريکا په افغانستان کې ناکامه شي، اقتصادي مصارف ورته ملاماتونکي شي ، طالبان له ماتيدو نه وځي ، به هغه صورت کې به امريکا د خپلو کړيو اظهاراتو پر خلاف په هغو وعدو ټينګار کوي چې مونږ د 2014م وعده کړې وه او داسې به امريکا د خپلې پاليسۍ مطابق خپله ماته، دهغې کړې وعدې په پوښ کې پتمنه نړۍ ته وړاندې کړي.
No related posts.

3 تبصره ها
استاد مزمل ته ئی د الله اجر د لیکل شوی مضمون ورکړی. د هیواد ګرانو مسلمانو ځوانانو دا چه په ریښتیا سره امریکا د افغانستان لپاره سختی د نیولو لاری چاری جوړه وی اوس مو هم د طالب القائده په نامه په خپل کور کهول کی وژنی نه مو سپینږیری ګوری نه مو ماشوم ګوری او نه ناموس خو له بده مرغه په هیواد کی د خپلو هیوادوالو زړونه را باندی ښه کیږی زما خپل ګاونډ وا ملمستیا ئی ورته وکړه تنها هغه یو نه په زرهاو به نور در وښایم .چه زه وم که می زړه وشی .زموږ د افغانانو د یو مسلمان په شان مو هیڅ درد سره شریک نه دی. هر یو دا وایی چه ځه مړه زه د آرام وم دهغه بل بلا نشته که موږ سره یو شو دا پلانونه هیڅ دی .پدی نه چه زه دطالبانو پلوی وکړم زه وایم چه د طالبانو مقابل پلو نن په دولت کی معاشونه اخلی او طالبان ژوند کولوته نه پریښودل کیږی نو ایا ددی هم څه درملنه شته ته خو به وایی الله(ج) د نه سموی ښه مثال ننی پارلمان دی ودی ټاکی خپل مشر الله یی نه سره جوړه وی. څو ورځی مخکی د کرزی سره که چاد کندهار د کومی ولسوالی خلک که لیدلی وی د ۷۵ کلن مو را وژنی او موږ د دولتداری تنمه ترینه کوه،دخندا خوداده چه جهادی مشرانو جهاد وکړ نن ئی د امریکا نه اجر غواړی تاسی ووایی چی دا هیواد به جوړ شی؟ دیو مسلمان په حیث داوایم چه که پدی هیوادکی دامشران وی په والله که تا دا هیواد جوړ کړ.ځه دایو کرزی به ښه وښایمه ربانی به یی جوړ کړی قانونی ،سیاف ،مجددی ،پیر او که دا تازه دمی پارلمان یو راته وښایی چه دامحترم مشر د خدمت دی زه به هم پری آفرین ووایم.بس دی دا همغه مثال لری وایی چه څومره ښوره وی ……………… کوی .الله ئی د راجوړ کړی ،آمین.
الله تعالی دی گران استاد مزمل صیب ته ددی ارزښتناکی لیکنی اجراو نیکه بدله ورکری-آمین
…. یرضونکم بأفواههم و تأبی قلوبهم…. الله متعال خالق اینان بهترین تعریفی از آنان برای ما نموده و تمام صفات مذموم شان را برای ما در کتابش بیان فرموده اما امروز مسلمانان کمتر بدان مراجعه نموده و از آن الهام میگیرند… بیگمان که اینان قومی اند که مؤمنان را به وعده ها و زبانهای شان راضی میسازند اما قلب و اعمال شان مخالف آنچه است که میگویند…