Home » ساينس او روغتيا »
ستاسې يار ستاسې دښمن
ژباړه: نثار احمد اسلام مل*
د هغه دښمن په هكله څه سوچ كوى چې په پرلپسې توګه په هرو شپږ ثانیو كې له تاسو نه يو كس وژني. هغه چې په نړيواله كچه په هرو لسو كې د يوه ځوان د وژلو مسئول دى. په منځنى توګه په کال کی ۴.۵ ملیونه وګړي وژني! تاسو د هغې څرك او سیورۍ په کور، دفتر او آن د سړکونو پر غاړو باندې لیدلای شى.
د الله سره به څرنګه مخ شي؟ 
دری کاله د مخه، کله چی زما یو خپلوان چې پوخ سګرټي وو، د زړه د ناروغۍ له امله ومړ، نو د هغه مړينې زما په ذهن کی په زرګونه پوښتنی راپیدا کړي. هغه به د الله سره څرنګه مخ شي؟ آیا هغه ځان وژنه نده كړې؟ هره ورځ څومره خلک د سګرټ له لاسه مری؟
له بده مرغه چې ډیر خلک تر اوسه نه پوهيږي چې سګرټ څومره مضر او تباه کوونکی دی. د روغتيا د نړيوالې ټولنې له وينا سره سم.
• په نړيواله كچه په هرو پنځو تنكيو ځوانانو (13-15 کلن) كې يو سګرټ څكوي.
• د 80000 نه تر 100000 كسان د ماشومتوب په سن كې په سګرټو پیل کوی او په اټکلی ټوګه نیم يې د آسيا اوسيدونكي دي.
• په لويديځ كې د هر څلورم سګرټي ځوان د مرګ لامل همدا تنباكو دي.
اوس اوس په ټوليزه ټوګه د تنباکو كارول مخ په لوړ روان دي. په نړۍ كې د سګرټیانو کچه اوس 1.3 ملیونه ده، خو كه د تنباکو ضد نړیوال سازمان چوپ پاته شی دا کچه به په 2025 كال کی 1.7 ملیونو ته ورسیږی چې پدې توګه به په هره ثانیه کی یو تن د تنباکو له امله مړ کیږی.
زمونږ دنده
اوس پوښتنه دا ده چې آیا موږ او تاسې کولاى شو د دغه خونخوار دښمن په وړاندې كوم ګام اوچت کړو؟
څومره عجيبه ده چې وينو زمونږ د كور يوغړى، ملګرى، خپلوان، همكار…. په لوى لاس ځان د مرګ كومي ته غورځوي او موږ هيڅ غبرګون نه ښيو.هر څوک چې یو نفر ووینی چی سګرټ څکوی، نو په ډیره اسانه بايد پوه شی چی دا یو مرض دی.
راځئ چې خپل قدرت ښکاره کړو. موږ بايد پدې هكله بی مسوولیته ونه اوسو او یو ګټور کار پيل كړو. د دې كار لپاره داوطلب كسان را پيدا كړو تر څو په ګډه خلكو ته د سګرټو بد انځور وړاندې كړو.خلك زمونږ مرستې ته اړتيا لري
سګرټ ولې نه شي پرېښودلاى
سګرټیان د سګرټو په پريښودلو کی تل ډیر ټنبل وی. هغوی تل ګومان كوي چې دا به ډیر زیاد وخت ونیسی، دا به د تحمل وړ نه وي، له کاره به مې وغورځې، او بالاخره دا ناشونى كار دى…
خو موږ بايد هغوى قانع كړو چې دا كار ډير ستونزمن ندى، د هغو كسانو بيلګې ورته وړاندې كړو چې مخكې پاخه سګرټيان ول خو اوس يې په پوره توګه پرې ايښي دي.
د سګرټ پريښودلو آسانه لاره دا ده چې:
• د سګرټ څكول په تدريج سره كم كړل شي.
• سګرټي ته بيا بيا د سګرټو زيانونه او خپل كړى هوډ ور په ياد شي.
• پدې موده كې هغه يوازې پرينښودل شي ځكه يوازې توب هغه بيرته په شا تګ ته هڅوي.
• كه له كومې ستونزې سره مخ شي بايد ورسره مرسته وشي.
• هغه په داسی مسابقاتو باندې بوخت شي چی مقابلی ته يې اړباسی او د هغه روح ژوندی وساتی.
قرآن عظیم الشان وایی:
هر څوک که یو کس ووژنی داسی معنی لری چی ګواکی ټول انسانان یی وژلی. او څوك چې يو انسان ته يې له مرګه نجات وركړ نو داسې مانا لري لكه چې تول انسانان يې ژغورلي وي .
ځكه نو
موږ بايد هره ورځ دا آیت خپل یاد ته راوړو او د تنباکو سره مقابله وكړو.
نثار احمد اسلام مل، مزار ميشتی ژورناليست او د اصلاح آنلاين د ځوانانو د څانګې همكار دى.
No related posts.

4 تبصره ها
چی بد فهمه بدکرداره وی رحمانه
راته وایه سپی بهتر دی نه سری
[b]ما یی مخ ته په زور او زیر کتلی نه وه
چه یی مخ په کفن پت شو ارمان راغی [/b]
[b]سلامونه او نیکی هیلی مننه نثاراحمده وروره شکلی موضوع دی راخیستی ده داچه تاسوته واضحه معلومه ده افغان خوانان یوه شی خراپ کرل چه هغه دغربیانو دود اوکلتور درناوی کولی او دهغوی سره سم خپل رواجونه او کرکترونه بدلول او بل هندی فلمونه او سیریالونه هم راته زیات کارکتلی ده
نو موژبه دعا کو چه الله دی هدایت ورته وکری [/b]
لومړی چې مې سرليک ولوست ماويل دا څه وايي
خو د سګريټو موضوع ته نن د افغانانو ځکه پام نه ده چې مطالعه نه کوي
زه باوري يم چې هغه کسان چې دا سايټ ګوري یو به يي هم سګريټي نه وي.
مشکل په دا نورو لنډه غرو کې دی.