د كايناتو پيدايښت د ساينسي او قرآني نظريو تر منځ
لينكه: هارون يحيى
ژباړه: هدايت الله حميدي
د شلمې پيړۍ تر نيمايي پورې د كايناتو په هكله متداول نظر دا وو چې كاينات تلپاتې او هميشني دي، له ازل څخه وو او په همدې توګه به تر ابده پورې موجود وي. د دغه ليد له مخې چې د (كايناتو ثابت موډل) نوميده، نړۍ د ثابتو او بدلون نه موندونكيو توكو ټولګه پيژندل شوې وه چې هيڅ پيل او پاى يې نه درلود.دغې نظريې د(ماترياليسم) بنسټ كيښود چې په پايله كې يې د كايناتو د خالق له شتون څخه انكار وكړ. خو لكه څرنګه چې د شلمې پيړۍ په اوږدو كې علم او تكنالوژۍ پرمختګ وكړ، د كايناتو دغه ثابت موډل په پوره توګه بې بنسټه وخوت.
اوس چې موږ په يويشتمه پيړۍ كې اوسيږو او د علم له نوي پاڅون سره مخ يو نو د ګډ شمير تجربو، څيړنو او محاسبو له مخې چې د نړۍ وتليو مفكرينو او ساينس پوهانو تر سره كړي دي، موډرن فزيك دا ثابته كړې ده چې نړۍ ازلي نده بلكې كاينات د يوې لوېې چاودنې په پايله كې له هيڅ څخه را منځ ته شوي دي. سربيره پردې دا هم ويل شوي دي چې د متريالستانو د خوښې پرخلاف، كاينات ثابت او ابدي ندي بلكه كاينات پرلپسې د خوځښت، بدلون او پراخوالي يوه ثابته لړۍ پرمخ بيايي.
The Big Bang
دغو وروستيو لاسته راغليو حقايقو چې په نړيواله كچه د ټولو علمي ټولنو لخوا منل شوي دي، د (كايناتو د ثابت موډل) په تابوت باندې خاورې واړولې.
اوس نو ګورو چې په قراّن كريم كې الله تعالى د كايناتو سرچينه څه ډول بيانوي.الله تعالى فرمايي:بَدِيعُ السَّمَاوَاتِ وَالْډَرْضِ (سوره انعام101) الله (له هيڅ څخه ) د ځمكې او اّسمانونو پيدا كوونكى دى.
وينو چې هغه معلومات چې قراّنكريم وړاندې كړي دي د معاصرو ساينس پوهانو له لاس ته راوړنو سره په بشپړه توګه سمون لري. لكه څنګه مو چې وړاندې وويل،هغه پايله چې نجومي فزيك(astrophysics) نن ورته رسيدلى دى دا ده چې ټول كاينات د مادې او وخت د ابعادو(dimensions) په ګډون، ډير وړاندې د يوې لوېې چاودنې په پايله كې رامنځ ته شوي دي. دا پيښه چې د لويې چادنې (Big Bang) په نامه ياديږي له عدم څخه كايناتو د رامنځ ته كيدو تابيانيونكى (كتلست) وه. دا چاودنه چې ټولې علمې ډلې يې مني ،شاوخوا پنځلس بيليونه كاله وړاندې پيښه شوې ده. د عدم له هغه حالت څخه چې مادې، وخت او انرژي ( هغه درى ګوني توكي چې ميتافزيك پرې ولاړ دى) شتون نه درلود په يو وخت كې ماده، انرژي او وخت رامنځ ته شول. دغه حقيقت چې يوازې پدې وروستيو كې د پرمختللي فزيك په واسطه راڅرګند شو، قراّن څوارلس سوه كاله وړاندې موږ ته بيان كړى وو.
هغه حساس ضبط كوونكي چې د (COBE) فضايي سټلايت سره(چې په 1992 كې ناسا فضا ته ليږلې وه) وصل وو د دغې لويې چاودنې څرګندې نښې نښانې ضبط كړې دي. دغې لاس ته راوړنې د (لويې چاودنې) په پيښه باندې ګواهي وركوي.
نورې دا ډول ليکنې:
- د انسان پيدايښت او د اسمانونو او ځمکې را څرګندېدل
- د آخرت ساينسي ثبوت
- قرآني معجزې
- قران ١٤ سوه کاله وړاندې او ساينس اوس ثابت کړل

0 تبصره ها
اولتر از همه شما تبصره کنید!.