د لويديځ ټکنالوژي داسلام په چوپړکې !

 

حامد
بريال وپوښتل: هغه كوم داسې ارزښتناك حقيقت و چې تاسې وموند؟  فضاپوه ځواب وركړ هغه دا و چې سپوږمۍ په يو وخت كې دوه ټوټې شوې ده او بيا بېرته جوړه شوې ده ځكه موږ په سپوږمۍ كې خورا ستره “كرښه”يا پرهار پېدا كړ چې خورا ژور او كوږ وږ و…
په يوه حديث شريف كې رسول الله صلى الله عليه وسلم وايې: … ژباړه: الله پاك به ددين مرسته په يوه فاجر اوبيلاري سړى سره هم كوي ،داحديث په صحيح البخارى كې راغلى دى له دې حديث شريف نه داسې بريښي چې انسان يواځى په دو كټګوريو، نه دى ويشل شوى، چې هغه صالح اوفاجردى بلكې يوه دريمه كټګوري هم شته چې هغه مْويد (Corroboratorبلل كيږي.
دامعنا چې يوانسان كه څه هم صالح اونيك نه وي بلكې فاجراوبيلارىوي خوپه يقيني توګه په هغه كې يوداسې صفت شتون لري چې په هر ډول چې وي زمونږ له پاره دتائيد زريعه ګرځيدلى شي، كه مونږ نن لويځوال تهذيب اونوې تكنالوژي ته ځيرشوډيرداسې څه به پكې بياموموچې هغه داسلام اومسلمانانو دچوپړله پاره كاركوي. په لاندې كرښوكې څوبيلګې رااخلو چی په هغوسره زمونږ موخه نوره هم راوښانه شي:
لكه په يوه حديث شريف كې چې راځي : لايبقى على وجه الارض بيت مدرولا ابر الا دخله الله كلمۍالاسلام .ژباړه : دځمكې په مخ به نه دخټوكورپاتې شي اونه دوړيو كور(كيږدۍ) چې لوى څښتن به داسلام كلمه هغه ته ورسوي اوياخويې ځيني علماء “بيت مدرولاوبر”په واړه اولوى كورسره ژباړي، اوس كه له نوې تكنالوژې څخه حالاتوته ځيرشو دځمكې په مخ هر غټ اوكوچني كورته داسلام دكلمې داخليدل(ادخال الكلمه) تقريبانا شوني كار بريښي، خوكله چې دنوې تكنالوژي په بركت سره نوې مواصلاتي نظام يادكمونيكيشن وسايل رامنځته شول دادخال الكلمه كاريې خورا زيات اسانه كړاونن به دنړۍ پر مخ داسې ځاى نه وي چې هورې دې داسلام كلمه نه وې رسيدلې.
نوې تكنالوژي د اسلام د خپرېدو په چوپړ كې
داسلام دښه اولاپرمختګ له پاره چې لويديځوالو بل كوم كاركړى دى هغه مذهبي ازادي ده ،په لويديځوالو كې هـرچاته اجازه  شته  چې په خپل مذهب باندې عمل وكړي اّن تردې پورې چې هر څوك كولى شي چې كوم مذهب غوره كول غواړي غوره كولې يې شي. دې اصل داسلام له پاره دپرمخيون اوترقي لاره پرانيستله اونن يې له بركته په ګرده نړۍ كې مسلمانان كولاى شي ژوندوكړي اوپه خپل ژوندكې په خپل مذهب (اسلام) باندې عمل وكړي دارازددې اصل پربنسټ مسلمان داعيان كولى شي دنړۍ په هر هيوادكې خپل ددعوت كارپه مختلفو ډولونو سره پرمخ بوځي لكه وعظ اونصيحت كول، ورځپاڼه يامجله چاپ كول، راديوياتلويزون كارول اواّن دانترنيت پاڼه پرانستل، داكارچې لويديځ په هـرنيت كړى وي خوپه ترڅ كې يې داسلام دښه خپراوي اوددعوت دلارواسانتيا په  بله توګه رامنځته شوه .
دادخال الكلمه لپاره په نړيواله سطحه كاركول خورا زياتو شتمنو اوپيسوته اړتيالري په ختيزو اواسلامي هيوادونوكې دځيني خامو موادودكارونې په بركت سره دې هيوادونو خورا زياتى شتمني ترلاسه كړې چې په دې ترڅ كې داشتمني د”ادخال الكلمه”دپروسې له پاره هم وكارول  شوې اولاكارول كېږى، نوددې خاموموادودكارونې كارهم دلويديځ دنوې تكنالوژي په بركت سره شونى شو لكه تيل اوګازچې په اسلامي هيوادونو كې پريمانه پيداكيږي اونن دنړيوالو حياتي اړتياګرځيدلي دي اودنړۍ ټول ماشيني سيستم دهمدې تيلو په بركت پرمخ ځي، خوددې تصفيه اودسون له پاره برابرول دلويديځ په تكنالوژي سره شونې شو چې دا اوس هم دتيلو دتصفيي كار په اسلامي هيوادونوكې هم دلويديځاولو كاركونكو په لاسونوسره سرته رسيږي.
(4) دلوېديځوال تهذيب يوبل مهم كارچې داسلام اوقران دتائيدله پاره يې سرته رسولى دى دڅيړنوازادي Academic   F(ص)eedom اود ازادوڅيړنو كړۍترمقدسوكتابونو پورې رسيدلې ده او په لويديځ كې هرډول څيړنې په خلاص مټ كيږي اودادڅيړنو لړۍ سپيڅلومذهبي كتابونو ته هم رسيدلې دي چې ددې ازادۍ په بركت سره په غيرشعوري توګه ټول مذهبي كتابونه كوټه وختل اوپه نيتجه كې يې تاريخي حيثيت له لاسه وركړ خويواځې قرانكريم په استثنايي توګه ثابت اوتاريخي پاتې شو چې په نتيجه كې يې مونږ داخبره ترلاسه كولى شو چې دلويديځوال تهذيب له څيړنيزوميتودونوسره سم  نن واحدمنل شوى اونمائنده مذهب اسلام دى اوداستره پايله  مسلمانان ته په معاصره نړۍ كې دلويديځوال تهذيب دعلمي انقلاب په بركت سره په لاس ورغله چې داداسلام دداعيانو له پاره ښه وسيله ده .

په قرآن كې د ساينسي انكشافاتو څرك:

(5) اودې لويديځ دفطرت پټ رازونه راوسپړل اودقرانكريم دصداقت له پاره پريمانه كارونه ترسره كړل اواّن چې دقرانكريم دتكويني ايتونو له پاره يې ساينسي تفسيرتياركړ ، درسول الله صلى الله عليه وسلم په يوه حديث كې راځې : اعربو القران والتمسواغرائبگه . ( داحديث ابويعلى په خپل مسنداوسيوطي په جامع الصغيركې روايت كړيدى)  ژباړه: دقرانكريم مضامين ښكاره كړئ اودهغه درازونواوپټومضاومينوپلټنه وكړئ ! اوپه قرانكريم كې ځينى ايتونه راغلي دي چې دې موجوده ساينسي انكشافاتوته اشاره په كې شوې دي، لكه دانعام :67ايت،دالنحل:93ايت،دص: 87او88اپتونه،دفصلت: 53ايت، دالنساء:84ايت، دانعام: 104ايت، اودسورت القمرلومړنۍ ايت شريف، په دې وروستي ايت شريف باندې يوڅه په تفصيل سره خبرى كواودامعلومات دمصراواسلامي نړۍ نامتوځمكپوهه دكتور”زغلول راغب النجار”له ښكلي كتاب “السماء فىالقران الكريم” راخلو:
 ديوې معجزي داثبات له پاره امريكايانو په لس هاومليارده ډالرولګول.
دسورت القمر دپيل ايت دى:) اقتربت الساعت وانشق القمر(،ژباړه:قيامت نږدې شواوسپوږمۍټوټه شوه ياسپوږمۍ و چاود له ياسپوږمۍدوه ټوكرې شوه ،دمفسرينويناوې:ابن كثير ليكي:لوىڅښتن دقيامت دنږدې كېدلواوددنيادختمېد لوخبروركوي دسپوږمۍدټوكړه كېدلوپه خبره باندې علماء يوه خوله دي چې درسول الله صلى الله عليه وسلم په زمانه كې سپوږمۍ دوه توكړې شوې وه اودادده له سترو معجزاتو نه يوه وه، په تفسيرجلالين كې  ددې ايت په تفسير كې راځى: قيامت نږدې شو. دابو قبيس اوقعيقعان په غره باندې سپوږمۍ دوه توكړې شوه( دمكې خلكوله رسول الله نه ديو ې معجزې غوښتنه وكړه چې ورته ښكاره يې كړي) نوده دامعجزه ورته ښكاره كړه اورته ويې ويل تاسو شاهدان اوسئ،
د سپوږمۍ دوه ټوټې كېدل د پيغمبر يو بل اعجاز
په صفوت البيان تفسيركې راځى:اقتربت الساعۍ:قيامت ډېر نږدې شو،وانشق القمر:درسول اللهص دمعجزې په توګه  سپوږمۍ دوه ټوټې شوه اوداپېښه له هجرت نه پينځه كاله مخكې په مكه كې رامنځته شوه كله چې دمكې والو له ده(ص) نه ديوې معجزې غوښتنه وكړه څودده په صداقت باندې دليل وګرځي نودوي ته يې سپوږمۍ دوه ټوټې ورښكاره كړه تردې پورې چې دحراء غرددې دوټوټوپه منځ كې وليدل شو. رسول الله (ص) ورته ويل: تاسو شاهدان اوسئ! ډيروخلكودا پېښه ليدلى ده.
ددې پيښې په اړه څو حديثونه: دسپوږمى دټوكړه كېدلو پېښه ګڼ شمېرصحابه كرامو رضىالله تعالى عنهم روايت كړې ده لكه: عبد الله بن مسعود، عبد الله بن عمر، عبد الله انس بن مالك ، جبيربن مطعم، رضىالله عنهم اونور، دعبدالله بن مسعودروايت دې لاندې امامانو نقل كړي دي: امام البخاري، امام احمد، امام ابوداود، اوامام بيهقي، اوداروايت داسې دى: درسول الله صلى الله عليه وسلم په زمانه كې سپوږمۍ دوه ټوكړې شوه نوقريشو ويل دادابوكبشه دزوى سحردي. عبد الله بن مسعودوايې:بيادوي ويل: له مسافرو پوښتنه وكړئ چې هغوى څه وايې: ځكه محمد( صلى الله عليه وسلم) داتوان لري چې په ټولوخلكو باندې سحروكړي خو دى واېې كله چې مسافر راغلو هغوى هم داخبره وكړه . په بل روايت كې داتوري داسې راغلي دي : مسافروګگورئ داتاسوچې څه وليدل كه دوى هم ليدلى وى نوبيادىرښتياوايې.اوكه يې داڅه نه وى ليدلىنو بيايې سحر درباندې كړى دى، دى وايې: بياله مسافرو پوښتنه وشوه (چې له هرې خواراغلې و) هغوى ويل: مونږ هم داسې پېښه ولېده، بيالوىڅگښتن داايت شريف نازل كړ:)اقتربت الساعۍوانشق القمر (.اوله ده نه داروايت هم شوى ده چې : درسول الله صلى الله عليه وسلم  په زمانه كې سپوږمۍ دوه ټوكړې شوه ، يوه ټوكړه يې په غره دپاسه وه اوبله لاندې، نورسول الله (ص) ويل:تاسوشاهدان اوسئ! .
امام بخاري اواحمدله انس بن مالك رضى الله تعالى عنه نه روايت كوي دى وايې: دمكې والو له رسول الله صلى الله عليه وسلم نه دمعجزې غوښتنه وكړه بياده (ص) دوي ته دسپوږمى ددوه ټوكړې كېدلو معجزه ورښكاره كړه ، داراز امام بيهقي ، بخاري، مسلم، اوترمذي، له عبد الله بن عمر رضى الله تعالى عنه نه هم داروايت رانقل كړى دى، دى وايې :….. داپېښه درسول الله(ص) په زمانه كې رامنځته شوې وه، سپوږمۍ دوه ټوكړې شوې وه، يوه له غره هاخوا يوه دې خواته اونبى (ص) ويل: خدايه! ته شاهديې! داراز امام بخارى اوامام مسلم له عبد الله بن عباس رضى الله تعالى عنهما څخه هم داروايت كړى ده، داراز امام ليث له مجاهد رضى الله تعالى عنه څخه روايت كړى: درسوالله صلى الله عليه وسلم په زمانه كې سپوږمۍ دوه ټوكړې شوه،اورسول الله صلى الله عليه وسلم ابو بكر رضى الله تعالىعنه ته ويل: اشهدياابابكر! ابوبكره ! ته شاهداوسه! كفارويل: په سپوږمى يي هم سحروكړ اّن چې دوه ټوكړې شوه.
په لندن كې دهندي مركزې كتابتون په يوه هندي مخطوطه كې له دې نمبر لاندې:2807152_173،سترمسلمان مفكر دكتورمحمدحميدالله په خپل كتاب: “محمدرسول الله”كې لېكې دهنددجنوب لويديځ سيمې :ماليبارباچا:شركرتى فاس درسول الله په زمانه كې په خپله دسپوږمۍ دټوكړه كېدلو پېښه ليدلى وه اوخلكو ته به يې داخبره كوله ، يوخت داسې پېښه شوه چې څوكسه مسلمان تجاردماليبارپه ولايت تېريدل اوچين ته روان و چې دباچا شكروتى خبريې واوريده نودوى هم ورته ويل چې دادسپوږمۍ پېښه يې لېدلى ده، اوپه دې خبره يې هم پوهه كړچې دازمونږخداى دخپل اخيري پيغمبردملاتړله پاره يوه معجزه دهغه په لاس ښكاره كړې ده هغه مهال چې دقريشومشركينو دهغه له نبوت اورسالت څخه انكاروكړ، باچاخپلو زوى وليعهد وټاكه اودماليباردحكومت چارى يې هغه ته وسپارلې اوپه خپله عربي جزيرې ته روان شو څوپه خپله رسول الله صلى الله عليه وسلم ويني، دماليبارباچاپه خپله مكې مكرمې ته ورسېده اودرسول الله په مخكې يې اسلام ومانه، ددين اساسي احكام يې زده كړل اوبېرته راستون شو خودخداى خوښه داسې وه چې مخكې له دې چې له عربي جزيرې وځي  ومړاوپه ظفارنومي ځاى كې دفن شو، كله چې داخبره ماليبارته ورسيده دهغه ځاى خلك زيات شمېرمسلمان شول.

دنن پر مختللى ساينس هم داپيښه ثابته كړىده :

   دكتورزغلول النجارليكي: دبريتاني په ويلزكې دكاردف په پوهنتون كې مې دقرانكريم اونبوي سنت دعلمي اعجازپه اړه په انګليسى ژبه ويناوكړه ، په دې غونډه كې  مسلمانان اونامسلمان ټول موجود و له ويناوروسته دپوښتنودځوابولوخت راغى يوه پوښتنه دسپوږمۍ دټوكړه كېدلو په اړه رانه وشوه لكه دسورت القمرپه پيل كې يې چې يادونه شوې ده، پوښتنه داوه چې اّياپه دې پيښه كې دقرانكريم دعلمي اعجاز په اړه څه شته كه نه؟ . ماپه ځواب كې ورته ويل: كله چې دقريشو كفارودرسول الله صلى الله عليه وسلم له نبوت څخه انكاروكړنورسول الله صلى الله عليه وسلم دتائيداوملاتړ له پاره لوى څښتن هغه ته ډيرې حسي معجزې وركړې اوداپېښه هم له دې حسي معجزونه يوه معجزه ده اومعجزې خودنړۍ دعادې قوانينو اوتګلاروپه خلاف  عمل اوكړنې ته ويل كيږي، نوپه كسبي علم سره دهغه تشريح اوتفسيرنه كيدلى شى اونه شونى دى.
امريكايي ستورمزليو په سپوږمۍ كۍ درز لېدلى
        دكتورزغلول ليكي: ماداهم ورزياته كړه چې دكومو حسي معجزو يادونه چې په قرانكريم اونبوى سنت كې شوې ده  داپه هغوخلكو باندې دليل اوحجت ګرځيدلى شي چاچې په خپله ليدلى وې  اومونږ يې چې كوم نه دې ليدلې هغه په مونږ باندې حجت نه شي كېدلى ، خوڅرنګه چې په قرانكريم اوصحى حديثوكې دهغو يادونه شوې مونږ هماغسى ايمان پرې لرو اوپه دې موهم ايمان دې چې داپيښه رامنځته شوې دې.اودخداى كتاپ له شكه پرته حق دى ،  له شااومخ نه باطل نه شي ورته راتلاى، اودرسول الله صلى الله عليه وسلم په اړه قرانكريم وايې: دى له ځانه خبرې نه كوي ، داڅه چې دىوايې ، وحى ورته كيږي. دلو ى ځواك خاوندورته ښودلى دي. دمكې مشركينو ددې د پېښى دبې اغيزكولو له پاره ډيرى هڅې وكړې چابه ويل دومره لوى ساحردى چې په سپوږمۍ يې هم سحروكړ ،ځينو به ويل چې نه، په مونږ يې سحروكړخواخيرڅو پوهه خلكو يې ويل چې داخبره خوبه په دې سره سپينه شي چې له مكى نه دباندې خلك وپوښتو هغه و چې له مسافرونه يې پوښتنى پيل كړې مسافروته چې دقريشومشركينو دپيښى كومه شپه په نښه كړه هغوى هم ويل چې په همدې شپه كې مونږ هم سپوږمۍ وليدله چې دوه ټوكړې شوه دڅوګړيو له پاره همداسې وه بيا بېرته سره ورغله اوپه لو مړى شكل بېرته جوړه شوه بيانو ځينو كسانو ايمان اونورپه هماغه كفرپاتې شول،لكه دالقمر په سورت كې په نورايتونو كې دې ته نغوته شوې ده، دارزادسپوږمۍ دټوټه كېدلو پېښه ګڼ شمېرامامانو له ګڼ شمېرصحابه كرامو رضىالله تعالى عنهم څخه روايت كړې ده، لكه مخكې يې چې يوڅه يادونه وشوه، نوددومره زياتو امامانو درواياتوپه صحت اوسموالى كې څوك شك نه شي كولى، اودداډول سترو اولوړرتبه صحابه كرامو په خبره كې هم دشك ځاى نه شته .
كله مې چې دپوښتونكې پوښتنى ته  ځواب وركړدخلكو په منځ كې يوبرتانوى مسلمان پاڅېده اوځان  يې معرفى كړچې داودموسى پيډكوك David  Sues  Petcock نوميږى ، اودبريتانيه داسلامي ګوندمشردى،ده له مانه اجازه وغوښته چې زه به ستاپه ځواب باندې يوڅه نوره زياتونه هم وكړم مااجازه وركړه ،ده ويل: داايت زماداسلام منلو لامل دى زما داديانو دتقابل له علم سره ډېره مينه وه ماته مې يوه ملګري دقرانكريم يوه ژباړه راكړه په مننه مې ورنه واخېسته اوخپل استوګنځى ته راغلم، دلومړي ځل له پاره مې چې دقرانكريم ددې ژباړى پاڼى راواړويى همدا ايت مخې ته راغى: اقتربت الساعۍوانشق القمر، داايت مې چې ولوست ودريدم له ځانه سره مې فكركاوه چې څنګه به سپوږمۍ دوه ټوكړي كيږي اوبيابه بېرته روغيږي؟ اوهغه كوم ځواك دى چې ددې په بېرته جوړولوباندې قدرت لري؟
ددې ايت په لوستلو سره مې دقرانكريم نورلوست بندكړاوګواكې دې ايت زه دقران له لوستلو نه منعه كړم،   خوپه دې اړه له حقيقت پلټنې سره چې زما څومره مينه وه په هغه باندې يوخداي خبر و په همدې تمه يوه ورځ تلويزون ته كښينستم اويوې مركې ته مې كتل چې يوه برتاونوي خبريال يوه مركه تياره كړي وه دې خبريال دبرتانيى د C.B.B.په تلويزون كې كاركاوه اوجيمس  James   Buck نوميده ، مركه له دريو امريكايې فضاپوهانو سره وه ،دې خبريال په هغو زياتولګښتونو سختى نيوكې وكړې چې په فضايې سفرونو باندې كيږي خبريال فضاپوهانوته ويل :دومره زيات لګښتونه چې دفضا په سيالي باندې  كيږي ښه به داوه چې دالګښت په نورو مهمو اومستحقو ځايونو كې شوى واى  نن چې دنړۍ په مختلفو برخو كې خلك له لوږى مري، ډول ډول رنځونه خپاره شوي دي ، بې سوادي مخ په زياتيدوده ، خلك سرپناوې نه لري، په زياتو سيموكې ښونځيو اوروغتونونوجوړولو ته زياته اړتياليدل كيږي ، دفضا يا تشيال په سفرونو چې څومره زياتې پيسې لګول كيږي ښه به داوه چې په دې ضروري ځايونو كې لګول شوې واى، خوفضاپوهانو له خپلې دندې نه دفاع كوله اويل يې چې داپيسې بيځايه نه لګول كيږي بلكې په دې لاره كې دطب ، زراعت، اوصنعت له پاره مهم اونوي انكشافات ترلاسه كيږې . اوشونى ده مونږ ډيرې نوې مادي اوپوهنيزي لاسته راوړنې بيامومو.
دمركې په جريان كې خبره دهغه سړي ترسفره پورې ورسېده چې په سپوږمۍ باندې يې دلومړي ځل له پاره پل ايښى و چې په دې سفرباندې ترټولو زيات لګښت شوى و اوپه سلهاو مليارده ډالرپرى لګيدلي و، په دې ځاى كې خبريال پوښتنه وكړه: امريكاداټول لګښت يواځى ددې له پاره شوى دى چگې دسپوږمۍ پرمخ امريكايي توغ ورپول شي؟ په ځواب كې ورته ويل شو: نه ، بلكې ددې سفرموخه داوه چې داسمان ترټولو رانږدي ستورى علمي څيړنيى وشي،خبريال ويل: دابه ډيره ښه وه چې دادومره زياتى پيسې دځمكې په ودانولو لګول شوى واى؟ 

او د فضاپوهانو كيسې زه اسلام ته ورسولم!

فضاپوهانو په ځواب كې ورته ويل: دې سفرمونږ يوه داسې علمي حقيقت ته ورسولو چې كه له دې څوبرخى زياتې پيسى مولګولى واى څوهغه حقيقت په خلكو ومنومونږبه  هيچا ريښتونى نه و بللى…..!!
خبريال ويل: هغه كوم حقيقت و؟ ځواب داوه چې : هغه داچې داسپوږمۍ په يوخت كې دوه توكړې شوې ده اوبيا بېرته جوړه شوې ده ځكه مونږ په سپوږمۍ كې خورا ستره “كرښه”ياپرهار پيداكړچې ژوروالى له څو سوه متره نيولى تر يوه كيلو مترياڅه زيات پورې و، سوراوپلنوالى يې له نيم كيلو مترنيولې تر پنځه كيلو متره پورې و اوداكرښه ياپرهارپه سلهاو كيلو متره اوږد غزيدلې و ،په ځينى ځايونوكې سيخ تلى و اوځاى ځاى كوږ شوې و، اوداستره كرښه په ډيرولويو كندو باندې تيره شوې وه، چې هغه كندې ،نه كيلو متره ژوره وې اوخوله ياقطريې له زركيلو متره هم زيات و چې له دې كندونه يوه يې دبحر الشرق More Orientals په نامه شهرت لري .
ويل كيږې چې داژورې كندې داسماني اجرامو دټكرله كبله رامنځته  شوې دي چې كوچنيو ستوروهومره صورت لري (( Impact   Of  A steroids- Sized   Objects اوهغه چاكونه چې دسپوږمۍ دچاكونه  (Visional  to Lunarriles) په نامه سره ياديږي، ويل كيږې چې داهغه هسكې دې چې له كشيدونكوچاكونو  Tensional Cracks څخه پيداشوي دي ، خودځمكې داډول شكلونه ددې ژوروكندو ځاى ته نه شي رسيدلى و نوله دې كبله ويل كيږي چې دادسپوږمۍ دڅيرى كېدلو نښې دي چې يوځل ټوټه شوې اوبياجوړه شوې ده .
  ښاغلى پيدكوك وايې: ماچې داخبرې واوريدلى په بيړه له خپلې چوكۍ نه پاڅيدلـم اومې ويل : دادمحمدصلى الله عليه وسلم هغه معجزه ده چې څوارلس سوه  كاله مخكې پيښه شوې وه او اوس زمونږ پرمخ تللى ساينس په  دومره روښانه توګه سره ثابته كړه چې نن دفلكياتو په اړه څوك پوهه ولري هغه ته هيڅوك نه په كې پاتې كيږې. نوقران كريم خامخا حق دي اوچې څه وايې په هغه پوره رښتوني دي، اوسمدستي مې دقران ژباړې لوست پيل كړاوهاغه ايت چي زه يي دقران له مطالعى نه منعه كړى وم ددي لامل شو چى زه اسلام ددين به توګه ومنم , داخبره شاغلى بيدك به ډيرښكلوالفاظو اولوله سره وكړه چي زه يي دده به ډول نه شم اداكولى .

نورې دا ډول ليکنې:

  1. د لمر، سپوږمۍ او ستورو د جوړښټ توپير (اعجاز)
 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

9 تبصره ها

  1. سیدمحمد پهلوان says:

    د اصلاح ان لاین د ویبپاڼې درنو کارکونکو !

    السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

    مضمون مې ولوسته ډیرشایسته دی ، خو ډیر زیات خفه شوم کله چې مې تبصرې ولوستې ، زه ډاکټر عبدالولی له نږدې څخه پیژنم ، ډیر ښه سړی دی خو که د ورور حامد خبره درسته وی نو ډیر افسوس کوم ، شاید چا بل چا دا کار د داکتر عبدالولی یوسفزی په نوم کړی وی ، که خدای ناخواسته ډاکټرصاحب خپله دا کار کړی وی نو خام کار یې کړی دی. د اصلاح انلاین د ادارې څخه زما غوښتنه داده چې د ښاغلی یوسفزی څخه په دې اړه پوښتنه وکړي اوس خو بې له هغې تازه تازه له ترکې څخه راستون شوی دی. که خبره همداسې وه او د حامد جان لیکنه داکتر ولی په خپل نوم تیره کړی وه نو باید اصلاح ان لاین ورته ووایی چې:

    ګرانه یوسفزیه بلادې واخلم ، لوګی دی شم دا کار مه کوه ځکه مونږ درسره سم بدنامیږو. اله جاردې سم

    بلادې واخلم
    قدم راواخله

  2. حلیم وردګ says:

    دا لیکنه هیڅ د منلو وړ نده، هیڅ ماخذونه نلری

  3. حامد says:

    اصلاح او ډاکټر صاحب یوسفزۍ خو دواړه غلی دی الله دی رحم وکړی

  4. حامد says:

    د مشال په نامه یوه دینی مجله شته څوکاله مخکی ما په هغه مجله کی دا لیکنه کړی وه او دا مجله شاید اوس شتون لری ماته دخپلی دی لیکنی ماخذونه اوس هم لا یاد دی دلیکنی په پیل کی بیخی کم بدلون شوی

  5. مراد says:

    دست اندر کاران محترم اصلاح
    السلام علیکم
    بهتر خواهد بود که شما در باره ای ادعای جناب حامد تحقیقات نموده و در صورت درست بودن ادعا شما نام نویسنده را تغییر داده و از اشتباه که رخ داده معذرت بخواهید و به اقای عبد الولی گوشزد شود که دیگر برایتان مضامین دیگران زیر نام خود ارسال ننماید و در اینده در مورد مواد ارسالی از راه جستجو در گوگل دقت به خرچ بدهید

    موفق باشید

  6. عمر says:

    ورونو
    که د حامد خبره سمه وي نو زما په خيال دا به لومړی ځل نه وي، بايد د پرديو ليکنې په خپل نامه خپرول نه یوازې د جعلي ليکوال شخصيت ته تاوان رسوي بلکه وېبپاڼه هم زيانمنوي.
    نو ځکه له جدي پامه کار واخېستل شي.
    مننه

  7. حامد says:

    داصلاح ښاغلو مسئولینو دا لیکنه زما وه او دلومړی ځل له پاره ما
    دمشال په نامه په مجله کی خپره کړی وه اوس دلته د ډاکټر عبدالولی په نوم خپره شوی ده دا خبره بایدپه واضحه توګه سپینه کړئ

    ستاسو ورور حامد

    • اصلاح انلاین اصلاح انلاین says:

      محترم حامد صاحب السلام علیکم ورحمة الله و برکاته
      په بښنې سره چې د لیکوال دنوم په لیکلوکې غلطی شوې ده او په دې نوم مونږ ته را رسېدلې وه، مونږ چې له ښاغلی یوسفزی صاحب سره اړیکه ونیوله نو هغوی وویل چی دا لیکنه ما نه ده کړې نولیکنه مو بېرته ستاسو په نوم کړه

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید