Home » جوانان » زنده گي هدفمند »
ويده ملتونه په څه راويښيږي؟
ليکوال: دکتور ایمن حمودة
ژباړه: خلیل الرحمن حنیف
د نړۍ د ملتونو خوځښت او بيداري تل د هغوی د خلکو د میړانې او غښتلتیا له مخې اندازه کېږي. هغه سرښندونکي ملتونه چې له اصلي مسير څخه له بل لور ته اړوونکو حرکتونو سره مخامخ دي، له سپکاوي او کم وسۍ څخه ټوټه ټوټه ترپوزې رسیدلي اوغواړي خپل راتلونکی ژوند په ټینګو او مضبوطو بنسټونو سره ورغوي ، کوم چې دراتلونکو نسلونو دبریالیتوب او پرمختګ ژمنه کوي، غواړي چې ترې اخيستل شوی حق بیرته دځان کړي، خپل غصب شوی سهار ولټوي، دغه ملتونه د خپلو سړو او افرادو رغولو ته اړتیا لري، داخلاقو او تګلارې سمبالښت یې اړین دی، نو ځکه یې باید بچیان او ځوانان له مېړانې سره ځان اشنا کړي ، ترڅو دهغه کړاوونو په وړاندې دودریدو توان ولري ، کوم چې دلارې خنډیې ګرځي ، پر سختیو لاسبري ترلاسه کړي. نو ملتونو دژوندانه دخوځښت ، پرمختګ، عزت او ځواک راز یواځې مېړنيو نومیالو په وجود کې نغښتی دی.
دملتونو تاریخ په ټولیزه توګه په همدې میړنیو خیر غوښتونکو انسانانو ډک دی ، چې دغټ نفس لوړ همت ، نمونه اخلاقو څښتنان وو..
میړني دي چې یادیږي
داسې نومیالي چې ملتونه را ژوندي کوي ، خوځوي او پرمخ بیایي ، کم پیدا دي، ډیر کم دسترګو ترڅرک لاندې کیوزي ، چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم دا ریښتینی حقیقت داسې څرګند کړی : ( انما الناس کالابل لاتکاد تجد فیها راحلة ) رواه مسلم
خلک داوښانو په مثل دي ، ډیر کم به دسفر وړ پکې پیدا کیږي . يا ها د چا خبره ډېر پکې د پچو وي، او لږ پکې د بار اوښان وي.
دیاد شوي حدیث څخه دا په ډاګه څرګندیږي ، چې دانسانانو دډیروالي سره سره بیاهم پیاوړي دغیرت په شروطونو برابر خلک پکې ډیر کم لیدل کیږي ، لکه څرنګه چې په سلو اوښانو کې انسان کیدای شي ، یو هم داسې ترلاسه نکړي چې دسفر وړ شرطونه پکې موجود وي .
عمر فاروق رضی الله عنه هم دکره خلکو هیله لري :
عمر فاروق درک کړې وه ، چې غیرتي خلک دملت دسرلوړی او پیاوړتیا راز او لامل ګڼل کیږي ، نو ځکه یې دځواکمنو وفادارو غیرتي خلکو دموجودیت هیله درلوده ، چې دکلکې عقیدې څښتنان او دژوندي او ویښ اخلاص څخه برخمن وي .
روایت شوی چې عمر فاروق رضي الله عنه دخپلو ملګروسره په مجلس کې ناست وو ، او ورته ویې ویل:
هیله وکړﺉ ( یعنې دا چې څه هیله لرﺉ)
نو ددوی څخه یوه ویل : هیله لرم چې داکور دسرو ډک وي ترڅو دخدای په لاره کې یې خیرات کړم.
عمرفاروق وویل: هیله وکړﺉ
یو کس وویل : هیله لرم چې داکور دلوړ بیه تیږو ، زمروتو او جواهرو څخه ډک وای او دخدای په لاره کې مې خرڅ کړي وای.
عمر فاروق وویل: هیله وکړﺉ
نو ملګرو یې وویل : نه پوهیږو چې څه ووایو اې امیر المؤمنینه !
عمرفاروق ورغبرګه کړه : زه دداسې نومیالیو شازلمو هیله لرم لکه : ابوعبیده بن جراح ، معاذ بن جبل ، سالم دحذیفه غلام ، ترڅو دخدای دکلیمې په لوړوالي او دخدای ددین په بریالیتوب کې مې ورڅخه مرسته غوښتې وای.
دصحابوو دور دسرلوړو غیرتي خلکو دور وو ، خپل ځانونه یې خدای ته سپارلي وو ، دخدای رضا یې یواځنۍ موخه وه ، له همدې وجې یو ددوی نه په زرو نورو برابروو ، ان تردې چې هر یو یې په خپله یو ملت ګڼل کیده .
ابوبکر صدیق رضی الله عنه به دقعقاع بن عمرو جلیل القدره صحابي په هکله ویل:
دقعقاع غږ په لښکر کې ترزرو کسان غوره دی.
په بل روایت کې راځي : هغه لښکر به ماتې نه خوري چې قعقاع پکې موجود وي .
کله چې دمصر فتحه دعمرو بن العاص په مشرۍ وځنډیده ، نو عمر فاروق ته یې دمرستې په هکله غوښتن لیک واستاو ، ترڅو مرستندوی لښکر ورته واستوي ، نو عمر فاروق په څلورو زورو کسانو دهغه ملاتړ وکړ او ورته ویې لیکل : په څلورو زرو کسانو مې ستا ملاتړ وکړ ، هر کس په زرو کسانو حساب شو ی .
یو کس په زرو کسانو ، زبیر بن العوام ، مقداد بن عمرو ، عبادة بن صملت او مسلمة بن مخلد ، پوه شه چې ستا سره دولس زره کسان دي ، او دولس زره کسان دکموالي له مخې ماتې نه خوري.
نو څومر زموږ ملت ځواکمنو قوي ننګیالو ته اړتیا لري ، ترڅو ملت له مړینې ، ضعف او کرکې څخه وساتي.
(رجال لاتلهیهم تجارة ولا بیع عن ذکرالله واقام الصلاة و ایتاء الزکاة یخافون یوما تتقلب فیه القلوب والابصار* لیجزيهم الله احسن ماعملوا ویزیدهم من فضله ، والله یرزق من یشاء بغیر حساب).
((داسې) سړي چې نه غافلوي دوی سوداګري او پیرودل له یاده دالله او له اداء کولو دلمانځه او ورکولو دزکاة ، وریږي(دوی سره له ذکره او طاعته له عذابه) دهغې ورځې چې اوړي راوړي(له وارخطایۍ) په هغې ورځ کې زړونه او سترګې (له ډیرې ویرې)
No related posts.

6 تبصره ها
که ويښ زلمى ومه ملت به کړم بيدار يو ځلې
قام به کړم سم د سړيتوب په سمه لار يو ځلې
علم و عرفان به نشروم ترڅو چې توان لرمه
په دماغو به کړم پيدا عالى افکار يو ځلې
له مزخرفو رسوماتو واهياتو ځنې
قوى منطق سره پښتون به کړم بيزار يو ځلې
د پښتونخوا دشت و بيديانه په همت به کړم جوړ
ښايسته ښارونه ښه کورونه ښه گلزار يو ځلې
زه يم حق بين او حق پرست باطل مې نه خوښيږي
د حقيقت په ملگرتيا به کاږم زيار يو ځلې
ظلم و رشوت او بد کارونه ورانوى هر وطن
که مى لاس بر شو به پرې کړم د بد کار يو ځلې
د اتحاد او اتفاق سندرې وايمه تل
څو چې روان شې پښتانه په يوه لار يو ځلې
عبد الله بختانی- ۱۳۲۷ ه کال
محترم ورور حنیف صاحب !
السلام علیکم و رحمةالله و برکاته
دیر د احساساتو او جذباتو دکه موضوع دی ترجمه کری ده . الله دی اجرونه درته درکری . رشتیا هم چه نن صبا امت مسلمه او خصوصا زمونژ او ستاسو مسلمان ملت دی ته دیر ارتیا لری چه د هغو اتلانو په ژوندانه کی د کامیابی راز ورته بیان کرو .
بله خبره دا ده چه یوه تقاضا لرم که چیری اجازه راکری . هغه دا وروره چه قرآن عظیم الشان د الله کلام دی او د دی کلام عربی الفاظ دیر شکلی او آسان دی . په استثنا د یو څو محدودو آیتونو چه دیر معقد الفاظ لری چه هغه باندی دیر خلک نه پوهیژی نو د هغه آیتونو د پوهیدو لپاره باید معتبر تفاسیر وکتل شی چه هغوی هم د خپلی رایی په مطابق نه بلکه د نبی کریم صلی الله علیه و سلم او د صحابه کرامو د رایی په اساس , د هغه آیتونو تفسیر کری دی .
نو د قرآنکریم عربی الفاظ چه شکلی او د پوهی سره برابر دی , باید د هغه د ترجمه په وخت کی هم شایسته او د پوهی ور الفاظ او ترجمه ورته ولتول شی او استفاده دی تری وشی . د قرآنکریم ترجمه هغه تقلیدی او پخوانی طریقه دیره عقیمه او معقده ده چه د قرآن آیتونه په سمه توگه د هغی ژبی خلکو ته نشی رسولی . قرآن د هدایت کتاب دی او کوم قومونه چه په عربی بلد ندی او ترجمه ورته وراندی کیژی نو باید هغه الفاظ ورته استعمال شی چه هغه په هغه ژبی کی عام استعمالیژی او خلک یی پخپلو روزمره ژوند کی استعمالوی . چه په دی ترتیب وکولای شو چه اصلی هدف خلکو ته ورسوو . او د قرآن اصلی هدف د خلکو هدایت دی او د خلکو هدایت هغه وخت ممکن وی چه د هغوی په ژبه ورسره خبره وشی . لکه د مثال په توگه که دغه کوم آیت چه تاسو ترجمه کری ده دا راونیسو او داسی ترجمه یی کرو ( داسی انسانان یا سری یا خلک چه تجارت یا سوداگری هغوی د الله د ذکر نه او د لمونز نه او د زکات ورکولو نه نشی منع کولی . دا ددی لپاره چه دوی له هغی ورزی نه ویریژی چه د وارخطایی او د هغی ورزی د وحشت نه سترگی او زرونه ناقراره وی او دربیژی . تر سو خدای ورته د دوی د شوو اعمالو او د حسناتو بدل ورکری . او خدای زینی خلکو ته چه د هغه خوشه وی له دی نه هم اضافه او بیحسابه ورکوی ).
داسی په ساده الفاظو ترجمه هم گتوره وی او هم د قرآن اصلی هدف پری تر سره کیژی .
دا زما تقاضا وه وروره . چه انتقادی ارخ نه بلکه اصلاحی ارخ لری .
که چیری زما خبره سمه نه وی نو لطف دی وکری ورونه دی ما پوه کری .
که د بشري تاریخ د تکامل سیر ته وګورو نو پوه به شو چې د تاریخ څرخ تل یوې ډېرې محدودې ډلګۍ چې خپل ارمان ته د رسیدلو لپاره یې د هیڅ خنډ ری نه دی وهلی، څرخولی دی.
خدایه موږ ته وس راکړې چې د خپل هېواد دازادۍ لپاره اتفاق سره وکړو.
حنیف صاحب، په ډیره خوږه ژبه دې ترجمه کړې ده
ستاسو کشر ورور امان الله امیری
حنیفی صاحب الله دی نور هم په متو برکت کیژده چه تردینه نورهم جالبی او ثمرناک مطالب پخش کری .په هره خبره کی چه دی عمرفاروق (رض) نه روایت شوی جدا جدا نصیحت موجود دی .الله (ج) دی مونژه ته توان اوقدرت دی عملی کولو اول په خبل حان اوبیاپه تول مظلوم ملت دافغانستان کی پیداکری تر حووکولای شو د قرآن او نبوی احادیثو ترسوری لاندی خپل دا غولیدونکی وخت سفری کروو.
وسلام .
حنيف صاحب الله دې ستاسې په قلم کې برکتونه واچوي
په رښتيا چي مېړانه او رجوليت يا مردانگی چې د کوم ملت په ځوانانو کې وي هغه هېڅکله نه سرټيټې کېږي او نه ذليل کېږي.
ستاسو د تعریف له مخې په اسلامي نړۍ کې تر اوسه رجولیت یا مردانګي وجود نلري.
ځکه ما خو د شرق نه تر غربه په اسلامي نړۍ کې د سرلوړۍ، او له ذلت پرته خاوره او سړی ندی لیدلی.
یوازې رجولیت ندی مهم، کار مهم دی کار.