Home » خبر او تحليل » غرب »
سویډن د اسلام دښمنۍ پر پولو
سرچینه: اخبار جهان اسلام
ژباړه: محمد شفیق امین
د امریکا د واشنګټن پوست ورځپاڼې په اروپا خصوصا په سویډن کې د اسلام دښمنۍ له ډېرېدو څخه خبرداری ورکړ او په پارلمان کې د ننه یې اسلام دښمنه لید لورویو ته اشاره وکړه.
دې ورځپاڼې وویل: همدا اوس د سویډن په پارلمان کې (۲۰) تنه دموکرات استازي د ښځو لپاره د اسلامي حجاب د منع کولو، هیواد ته د مسلمانانو د کډوالۍ د منع کولو او په دې هېواد کې د نویو جوماتونو د جوړلو د اجازې د ځنډولو لپاره هڅې کوي.
همداراز دا ورځپاڼه له اسلام سره د مبارزې د صندوق له مؤسس (ایکروت) څخه نقلوي چې ویلي یې وو: د سویډن ملت د هېواد په واټونو کې نور له هغه پیاده تګ څخه ستومانه شوی دی کوم چې دا احساس ورته پیدا کوي چې ګني د
عربستان په واټونو کې ګرځي. اوس هغه وخت رارسېدلی چې د سویډن ملت د خپل هېواد په د ننه کې یو ځل بیا د خوښۍ احساس ولري.
دې ورځپاڼې وویل وروسته له دې چې دولت د مالمو په ښار کې تورپوستو وګړو ته د غشو ویشتونکو لخوا تر حملې لاندې د راتلو په هکله خبرداری ورکړ، وویل: په هېواد کې د کډوالۍ اواسلام دښمنۍ څپې زیاتې شوې دي.
د ویلو ده چې د مالمو په ښار کې سږ کال د غشو ویشتلو په (۱۵) پېښو کې یو تن کډوال مړ او (۸) تنه نور ټپیان شویدي.
نورې دا ډول ليکنې:
- د اسلام امریکایی تعبیر
- امريكايي ها اسلام را در زادگاهش مي آموزند.
- د اسلام لپاره ژوند وكړئ!!!
- کليسای امريکايي لوحه ضد اسلام را بلند کرد
- پر خپلې لور يې تېری وکړ… اسلام يې حل دی


0 تبصره ها
اولتر از همه شما تبصره کنید!.