وینډوز XP پر ویسټا څنګه انسټال کړو؟

 


نقیب الله لاروی *

کیدای شي د مایکروسافټ بازار ته نوې رارسیدلې وینډوز ویسټا په هکله معلومات ولرئ. وینډوز ویسټا تر وینډوز XP ښه غښتلې، له امنیته ډکه، او کار کول پرې ډیر تفریحي او خوندور دي. مایکروسافټ نړیوال شرکت هم د خپلې پالیسۍ سره سم د خپلو نوو سافټویرو په راویستو پر دې کوښښ وي چې زړې نسخې تدریجاً له بازاره کمې او بیا یې بیخي ټولې کړي. وینډوز Vista نن ښه تود مارکیټ لري او غټه خبره خو دا چې دا وینډوز به په دې نږدې راتلونکې کې د افغانستان لپاره په پښتو ژبه هم د نوموړي شرکت لخوا واړول شي. بازار کې نوي لپ ټاپ کمپیوټر عموماً د همدې وینډوز لرونکې وی. خو سره له دې هم پخوانۍ وینډوز XP له پامه نشو غورځولای. که تاسې هم یو کمپیوټر وپیرئ چې وینډوز Vista په کې انسټال وي او په عین حال کې مو XP ته هم ضرورت وي، څه باید وکړئ چې وینډوز ویسټا له موجودیت سره سره XP هم انسټال کړئ؟ یا څنګه کولای شئ چې دوه چلیزه سیستم (Dual Operating System) ولرئ. دې لپاره یوه لاره شته. هغه دا چې تاسې باید Virtual PC 2007 پخپله وینډوز کې انسټال کړئ او بیا وینډوز XP پر همدې ویسټا انسټالولای شئ چې دې ته Dual OS یا د وینډوز دوه ګونی سیستم وایي.

Virtual Machine 2007 له کومه کړو؟

د مایکروسافټ ویبپاڼې دې پیوند: http://www.microsoft.com/downloads/details.aspx?displaylang=en&FamilyID=04d26402-3199-48a3-afa2-2dc0b40a73b6 ته لاړ شئ او له هغه ځایه دا ساوتری (سافټ ویر) ډاونلوډ کړئ. په ویبپاڼه کې به د کتو پر مهال نوټ کړئ چې هلته 32 bit او 64 bit دوه فایله د ډاونلوډولو لپاره شته. تاسې مخکې تر دې چې دا setup فایل راولېښئ (ډاونلوډ کړئ) وګورئ چې ستاسې په کمپیوټر کې لګول شوې وینډوز څو بیټه ده، په دې توګه چې د ډسکټاپ پر Computer ښی کلیک کړئ او property ته لاړ شئ، د System او بیا System type برخه کې به دا موضوع یاده شوي وي چې تاسې څو بیټه وینډوز کاروئ (که سیسټم ټایپ مو 32 وي د setup فایل هم 32 واخلئ او که 64 وي setup فایل هم 64 واخلئ). فایل ډاونلوډ او پخپل کمپیوټر کې یې وساتئ. د فایل د ډوانلوډولو وروسته یې لګول (انسټالول) پیل کړئ. د virtual pc انسټالولو وروسته په لاندې توګه عمل وکړئ: سټارټ مینو ته لاړ شئ بیا Microsoft Virtual PC کیکاږئ وبه وینئ چې Virtual PC Console کړکۍ خلاصیږي بیا New باندې کیکاږئ بیا Next بیا Create a Virtual Machine بیا Next او د انسټالیدو ځای ورته تعین کړئ، بیا د Operating System په Other برخه کې هغه وینډوز انتخاب کړئ چې تاسې غواړئ پر دې ویسټا (کوربه وینډوز) يې د میلمه په حیث انسټال کړئ چې دلته موږ وینډوز XP انسټالوو، بیا د RAM اندازه تعین کړئ – دلته باید ډیر پام وکړئ هر څومره تشه یا space چې دلته ورکوئ دا به د وینډوز vista څخه راکمیږي – بیا virtual Hard disk ته ځو، څرنګه چې مونږ د لومړي ځل لپاره virtual Hard disk استعمالوو نو ځکه باید a New virtual Hard disk واخلو- دلته هم متوجه اوسئ هر څومره space چې ورکوو هغه به د ویسټا د هارډډسک له تشې (space) کمیږي- بیا همدې هارډډسک ته space ورکوو [دا زمونږ هغه هارډډسک دی چې غواړو دا نوې وینډوز XP (میلمه وینډوز) سره د ټولې ډاټا او فایلو یې پرې انسټال او ذخیره کړو]. د space تر اخیستلو وروسته دې پروسې ته خاتمه ورکوو. په CD Rom کې د XP سي ډي ږدو او یو ځل بیا د سټارټ مینو څخه virtual machine پرانیزو، په Virtual PC Console کې ښکارېدونکې ډاس ډوله کوچنۍ صفحې باندې یو وار کیکاږو او ښۍ لورې کې start انتخابوو. دا کمانډ به اتومات سي ډي واخلي او انسټالیشن به په عامه توګه پیل شي داسې لکه زموږ د ویسټا پر ډسکټاپ مو پر یو کوچني بل کمپیوټر انسټالیشن پیل کړی وي. د انسټالیشن له ختمیدو وروسته کولای شئ د سټارټ مینو له لارې Ms. Virtual PC 2007 پرانیزئ او د start په کلیک کولو به پر وینډوز XP باندی نورمال کار پیل کړئ.

د Virtual PC 2007 شرایط:

۱.  Virtual PC 2007  په لاندې وینډوزګانو کې د انسټال وړ دی: ۱.standard edition (32 bit x 86) windows server 2003 ۲. windows server 2003 standard edition x64 bit edition۳. windows Vista Enterprise Edition۴. windows Vista Enterprise 64 bit edition۵. window vista ultimate۶. windows vista ultimate 64 bit edition۷. windows XP Professional edition۸. Windows XP professional x64 edition۹. windows XP Tablet Edition .

۲. پروسسر: ټول AMD Athlon/Duron, Intel Celeron, Intel Pentium II, Intel Pentium III, Intel Pentium 4, Intel Core Duo, and Intel Core2 Duo هغه پروسسرونه چې لږ تر لږه 400 میګاهرټز (1 MHz توصیه شوی) ظرفیت ولري. په یاد ولرئ که تاسې فرضاً ۱ ګیګاهرتزه پروسسر په کمپیوټر کې لرئ باید دا کچه د میلمه (د ویسټا پر سر راتلونکې وینډوز) او کوربه (هغه وینډوز چې پرې میلمه وینډوز انسټالیږي) وینډوزګانو ترمنځ وېشل کیدونکی په نظر کې ونیول شي.

۳. رېم (RAM): میموري یا RAM کیسه هم د پروسسر په شان ده، یعنې که تاسې فرضاً ۱ جي بي رېم په کمپیوټر کې لرئ باید دا کچه د میلمه (د کوربه پر سر راتلونکې وینډوز لکه دلته XP) او کوربه (هغه وینډوز چې پرې میلمه وینډوز انسټالیږي لکه دلته vista) وینډوزګانو ترمنځ وېشل کیدونکی په نظر کې ونیول شي.

_________________________________________________________________________________

* ن. لاروی په  کابل کې د باختر خصوصي پوهنتون محصل او د اصلاح انلاين همکار دی.

No related posts.

 
 
 

5 تبصره ها

  1. Anonymous says:

    مننه ګرانه وروره له دی چی دا معلومات مو له موږ سره شریک کړ. خدای دی خیر درکړی

  2. Anonymous says:

    مننه ګرانه وروره له دی چی دا معلومات مو له موږ سره شریک کړ. خدای دی خیر درکړی.
    د الله په امان.

  3. Anonymous says:

    ستاسو د زړه پورې مالوماتو څخه ډېره زياته مننه لاروې صيب!

  4. Anonymous says:

    [b]dear Larway, thanks so much for your informative guidances, dear i have some problems while using VISTA, it is easy for me, but my VISTA pashto software does not pashto software, once i install pashto keyboard,but soon it get wrong and does not work, VISTA byself has pashto keyboard but it is diffrent that what i was using XP, so you are kindly repuested to help me on this regard and i get Pashto Keyboard as i uses in XP. Regard, u can contact me on haroon_khostay@yahoo.com [/b]

  5. Anonymous says:

    za parwardagar de dar sara kha wakri
    da mazmon kho sta lekana na da albata tarjuma da la noro sitono sakha de akheste
    kho che tasi da zhbarran par zaey lekwal lekalay allah de zamong spengero ba douawo lekwal kra

    mazmon de kha tarjuma karay wo matlab tri akhestal kegi

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید