Home » خبر او تحليل » غرب »
محمد، په برتانیا کې د کال غوره نوم
سرچینه: آن اسلام.نت
ژباړه:سيد هاشم سادات
لندن:
محمد، په برتانیا کې د ۲۰۰۹ کال تر ټولو غوره نوم دی چې ډیری مسلمانانو په خپلو نویو ماشومانو باندی ایښی. دا هغه څه دی چې د برتانیا د سرشمیرنې ملی ادارې خپاره کړي دي، دا پداسې حال کې چې په اروپا کې د اسلام ضد چپی ډلې، له اسلامی نومونو څخه ګټه اخیستل یو ګواښ بللی دی، چې مسلمانان یې په خپلو ماشومانو ږدي.
له هغو شمیرنو نه چې د ملي سرشمیرنې مرکز خپرې کړې، ویل کیږي چې په ۲۰۰۹ کال ۷۵۱۵ ماشومان د محمد په نوم نومول شوي دي، او ویل کیږي چې د محمد نوم تر ټولو مشهور او غوره دی. 
مرتضی شبلی چې د برتانیا د اسلامي ټولنې غړی دی ویلي « مور او پلار د دې لپاره د محمد نوم خپلو ماشومانو ته غوره کوي چې له هغه سره مینه لري، او په دې سره دا امید لري چې د هغوی ماشوم به له خپل لارښود څخه ښه پیروي وکړي».
همدا شان د ډیلی اکسپرس په ورځپانه کې پنجشنبه د اکتوبر ۲۸ مه ګڼه کې ویل شوي چې، د محمد نوم په تیرو کلونو کې ډیر خپور شوی دی، او په تیر کال کې په دریمه درجه مشهورو نومونو کې وه.
جوستن ګست، چې د هارفورد پوهنتون د اقتصاد پوهنځې استاذ دی، د محمد د نوم د خپریدو په هکله وایې« مونږ سره د «جونز» او «جاک» نومونه مشهور وه، او اوس محمد هم پدې لیست کې راغی. هغه زیاته کړه چې د محمد د نوم خپریدل د برتانيې د ټولنې تنوع ښیي.
په نجونو کې عایشه
همدا شان شمیرنې ښیې چې د (عایشی) نوم د مسلمانو انجونو تر مینځ تر ټولو غوره نوم دی، چې د پیغمبر (ص) میرمن وه.
په ۲۰۰۹ کال کې د عایشی نوم په ۵۴۱ ماشومانو ایښودل شوی دی، چې ۱۰۱ شمیره یې د غوره نومونو په لست کې خپله کړې ده. په داسې حال کې چې د «اولیفا» نوم تر ټولو زیات د انجونو لپاره کارول شوی دی، ورپسی ویلز چې د ۵۲۰۱ انجونو باندې ایښودل شوی دی، همداسی «روبی، کلوی، ایمیلی، او صوفی» یو بل پسې تر ټولو غوره وه.
مسلمانان د برتانیې اقلیت دي چې تقریباً دوه میلونه نفوس جوړوی، چې اکثره د هند، بنګلدیش او پاکستان دي.
نورې دا ډول ليکنې:

9 تبصره ها
څومره د خوشالۍ ځای دی چې په ۲۰۰۹ کال کې په ۷۵۱۵ ماشومان زمونږ د پیغمبر محمد(ص) په نوم نومول شوي دي،او بیا په داسې یو نيت سره چې مور او پلار د دې لپاره د محمد نوم خپلو ماشومانو ته غوره کوي چې له هغه سره مینه لري، او په دې هيله چې ماشوم به په راتلونکي کې له نبي کریم (ص) څخه د دې نوم له وجې ښه پیروي وکړي،
په ګرده نړۍ کې داسلام د مبارک دین د هر اړخيز پرمختګ او خپراوي په هيله
السلا م علیکم و رحمه الله وبرکاته
صرف په نومونو هم څه نه کیږی، د محمدی اخلاقو عملی نمونی باید وړاندی شی.
الله د وکړی چی افغانی ځوانان هم د تولسی او …………………………..ډوله جنکوسره د مینی پر ځای د عایشی اخلاق لرونکو ښځو سره ژوند تیرول غوره وګڼی.
علماء کرام فرمایی چی دچا نوم محمد وی الله تعالی هغه ته شه علم ورکوی او بیا وایی که زیر شو زمونژ اکثره علما و نمونو کی محمد شته لکه امام محمد ،امام احمد ، امام بخاری نوم هم محمد دی او…نوهیله ده چی مونز افغانان هم به دی کی مخته شو اوداافتخارهم وګتو.
ماشا الله سومره دافتخار خبره ده
زما دری کاله دواده کیدل او اولادمی نلره نوزما یو نزدی ملګری چی دینی عالم دی له مانه یی پوښتنه وکړه چی وا فلانیه سنګه چل دی کوم ماشوم دی شته او کنه ماورته په جواب کی وویل نه: نو هغه راته وویل چی محمد نوم انتخاب کړه الله به زوی درکړی نو ما هماغسی وکړل نو دالله کارونو ته ګوره ځه موده وروسته الله ج زوی راکړ او نوم می پری محمد کیښود او بیا می عقیقه هم ورته وکړه نو واقعا چی محمد ډیر ښکلی او معتبر نوم دی او الله دی وکړی چی مونز ټول مسلمانان دمحمدص په لیاره روان شو او ددنیا اواخرت نیکمرغی مو په برخه شی
والسلام
ستاسی ورور ابومحمد
name khoda . amoto ki namisha ba tamom dounya neshan mitim bayat ki sonatesha ham neshan bitem magar afsos ki aksare mardom name islame mimanan magar qanon zendageshan amrikaye asta batawre misal baretan migom baze kasa ast ki yak ya dota tefil khaneshan ki tawalod shod baz migan ki teflikam janjale kam . in ghalat astak magar qanon rasolalla (s) miga ki tefle zeyad qowate islam astaksar feraze musalmana astak . quran zendagestak quran qanon astak quran tarikh astak quran elme teeb astak quran saince wa tiknaloge astak kholasa hama chiz astak agar kase daqiq bekhana wa motawajee basha hama in gapa ra miyafa ………. ba omid aze ki kolage az quran wa hadice estefada konan
فضل سبحان
rora gula da mohammad nome adab kawal hom pkar dy
zka che fqaha farmae che bya ba khpal zou ta kanzale bade rde hom na wai
و جاء الحق و زهق الباطل ان الباطل کان زهوقا
فضل سبحان صيب اتم د مارچ خو د شزو ورح ده او تاته الله زوی درکری الله دی درته مبارک کری او الله دی د محمد ددین داعی وگرزوی
په ۸ د مارچ ۲۰۱۰ کی ما هم په خپل نوی ځوی باندی محمد نوم ایښی دی
صرف په دی خاطر چی د پیغمبر نوم نور هم خيور شی او لا زیات شی.