د شاتو مچۍ په قرآن کې
کله چې شات له شیدو او اوبو سره وخوړل شي د دوو دقیقو په ترڅ کې یعنې په ډېرې چټکۍ سره د وینې بهیر ته ننوځي. د شاتو قند د دماغ دندې ښې کوي، او شات د ګلوکوز او قندونو ښه طبیعي فرکتوز شمېرل کېږی.
لیکوال: هارون یحیی*
ژباړه: محمد شفیق حقپال**
(وأوحی ربّک إلی النّحل أنِ تّخذی من الجبال بيوتا ومن الشّجر ومما يعرشون ثمّ کلی من کلِّ الثمرات فاسلکی سبل ربِّک ذللا يخرج من بطونها شراب مختلف ألوانه فيه شفاء للناس إن فی ذلک لأية لقوم يتفکرون.)
ژباړه: اوستا رب د شاتو ښځینه مچۍ ته وحی وکړه چې په لوړو غرونو او ونو کې کورونه جوړکړي، له ټولو میوو نه وخوري او د الله جل جلاله پر لار روان شئ. د هغوی له مینځه به د څښلو د بېلابېلو رنګو درلودونکي توکي راووځي چې په هغو کې به د انسانانو لپاره شفا وي او په هغو کې د هغو لپاره هم نښې شته چې فکر کوي. (النحل ۶۸-۶۹).
د شاتو د مچیو په ټولي کې د هر یوه د نده ځانګړې ده. نارینه مچۍ د ملکې د القاح پرته بل کار نه کوي. او ښځینه مچۍ ټول کارونه لکه د کور او د انګبینو د کندو جوړول، پاکونه، د خوړو د توکو راټولول، د انګبینو جوړول او نورې چارې په غاړه لري. دغه مچۍ سره له دې چې ښځې دي خو زېږول نه کوي یعنې د تخمې د پخېدو ظرفیت نه لري او یواځې یوه یې دا توان لري چې هغه ملکه ده.

پدې آیت کې د شاتو مچیو ته د ښځینه خطاب شوی ځکه د “ان تخذي” فعل مؤنثې صیغې لپاره کارول شوی بیا نو قرآن دا روښانه کوي چې د شاتو جوړونکې ښځېنه مچۍ دي.
د دغې موضوع وضاحت په داسې حال کې چې د پوهې کچه ډېره ټیټه وه په خپله د قرآن یوه معجزه ده.
د شاتو معجزه
بیاهم پورته یادو شویو آیتونو ته پام اړوو ( شات دانسانانو لپاره شفا ده) په نني ساینس کې د انګبینو دخواصو مطالعې یوه نوې علمی شعبه پرانستې ده.
د شاتو یو شمېر ځانګړنې پدې ډول دي:
دا چې کاربوهايدرونه یا په شاتو کې موجود قند سره له دې چې د تېزابو ډېره کچه لري په آسانی سره ګلوکوز ته اوړیدلای شي، خو په ډیرو حساسو معدو کې هم په آسانۍ سره هضمېدلای شی. شات د پښتورګو او کولمو دندې ښې کولای شي.
کله چې شات له شیدو او اوبو سره وخوړل شي د دوو دقیقو په ترڅ کې یعنې په ډېرې چټکۍ سره د وینې بهیر ته ننوځي. د شاتو قند د دماغ دندې ښې کوي، او شات د ګلوکوز او قندونو ښه طبیعي فرکتوز شمېرل کېږی. نوې څېړنې جوتوي چې دغه ماده د ستړیا د له مینځه وړلو او د جسمي ځواکمنۍ لپاره ښه مخلوط دی.
شات د وینې د جوړیدو لپاره ښه غذایي مواد برابروي، برسېره پر دې د وینې په تصفیه کې هم مرسته کوي. او د وېنی پر دوران یی مثبتې اغېزی جوتې شوي. د رګونو د کلکوالي مخنیوی کوي. شات د مکروبونو د وژلو توان لري او دلیل یی هم دا دی چې شات ډیر قند لري او دغه قند د هغو اوبو د له مېنځه تلو لامل دی چې د مکروبونو وده مساعدوي، د شاتو تیزابیت او د نایتروجنو نه درلودل چې د مکروبونو د تکثر لپاره مهم عنصر دی د هغو بله ځانګړنه ده. په شاتو کې د هایدروجن پراکساید شتون هم د مکروبونو د تکثر مخنیوی کوی.
انتى اوکسيدانت Antioxidan مواد د روغ ژوندانه لپاره ډیر اړین دي. هغه زیان لرونکي مواد چې د حجرو په میتابولیزم کې شته له مینځه وړي. انتی اکسیدانتونه د خوسا خوړو له تخریبي اغېزې نه مخنیوی کوي او له مزمنو ناروغیو نه هم مخنیوی کوی.
شات د بی او سی له ویټامینونو برسېره مگنيزيم, کلسيم, سوډيم, کلورين, سلفر, اوسپنه, فاسفورس, آيودين او جست هم په ډیره کچه لري.
په شاتو کې د ټپونو شفا بخښونکې اغېزې
کله چې په ټپونو باندې شات کېښودل شی، د هوا لمدبل ځان ته راکاږي د جوړیدو بهیر چټکوي، ځکه چې شات د پوستکي د مخ د حجرو تکثر تحریکوي چې د ټپ د پوښ لامل ګرځي او ان چې په سترو ټپونو کې هم ګټور ثابت شوي.
- شات د انساجو بیا وده چې د روغتیا لپاره اړینه ده خوځوي،
- شات د التهاب ضد ځانګرتیا لري یعنې چې د ټپ د شاوخوا پړسوب کموي، د وینې بهیر یې سموي او رغونه چټکوي.
- شات د ټپ په ځای کې پر انساجو نه نښلي، له همدې کبله د پانسمان د بدلېدوپه وخت کې ناروغ درد نه احساسوی او نوی انساج جوړېږي او بیا نه تخریبیږی.
- شات د ټپ له منتن یا میکروبی کیدو نه مخنیوی کوي. او ټپ په ریم کې له شته مکروبونو نه ژر پاکوي. ان پر هغو مکروبونو چې د انتی بیوتیک په وړاندې یې مقاومت موندلی وي هم اغېزه کوي.
- داکتر پيتر مولن د نیوزیلاند د پوهنتون د بیوشیمی پوهاند وایي: تجربو ښودلې چې شات د سپینو زرو د مرکباتو نه چې د سوزیدو په درملنه کې ګټور وي هم اغیزمن وي.
نو وینو چې شات داسې ګتورې ځانګړنې لري چې له شک پرته ویلای شو ډېرې عجیبې دی او دا د الله د صنعت د اعجاز یوه بېلګه ده.
No related posts.

0 تبصره ها
اولتر از همه شما تبصره کنید!.