خپل جي ميل افلاين چک کړﺉ

 

عبدالرزاق حبيبي
په دې ليکنه کې ښودل شوې ده، چې د جي ميل د POP3 Gmail په وسيله د Outlook Express له لارې څنګه خپل ايميل ترلاسه کړﺉ، له دې لارې تاسو کولئ شئ په ډېر لږ وخت کې خپل ایمیل ترلاسه او يا چاته ایمیل ولېږﺉ.
په اوټ لوک کې د جي ميل اکونټ جوړولو طريقه

له هر څه لومړی بايد ووايو چې تاسو بايد په جي ميل کې اکونټ ولرﺉ، یعنې د جي ميل ایمیل مو بايد موجود وي. په اوټ لوک کې د اکونټ جوړول ډېره اسانه دي، خو يوه خبره بايد په ياد ولرﺉ، چې د POP3 خدمتونه د هر سرور لپاره جدا جدا دي، یعنې د هر ایمیل اکونټ جوړولو لپاره په اوټ لوک کې ځانګړی سټنګ وي.
په جي ميل کې د اوټ لوک لپاره کار
کله چې مو په جي ميل کې خپل اکونټ خلاص کړ، نو ښي طرف پورته Settings ليکل شوی دی، پر هغې به کليک وکړﺉ، له دې وروسته به تاسو ته د Mail Settings برخه خلاصه شي، هلته بيا په پورته لست کې د Forwarding and POP برخې ته لاړ شئ، تاسو ته به لاندې څو انتخابه راشي، که تاسو غواړﺉ، چې له لومړۍ ورځې چې درته څومره ايميلونه راغلي ټول په اوټ لوک کې ترلاسه کړﺉ، نو Enable POP for all mail انتخاب کړﺉ خو په دې کې يوه خبره بايد په یاد ولرﺉ، چې کله تاسو اوټ لوک کې خپل ایمیلونه ت رلاسه کول نو دا به در څخه ډېر وخت ځکه ونيسي، چې کېدی شي، ستاسو په ایمیل کې په سلګونو او حتی به زرګونو ایمیلونه وي نو د هغو ټولو ترلاسه کول کېدی شي ستاسو د تکليف سبب شي، نو ددې کار د مخنيو لپاره باید تاسو د Enable POP for only mail arrive from now on که دا برخه مو انتخاب کړه، نو بيا چې له دې شېبې وروسته څومره ایمیلونه تاسو ته راځي نو تاسو به يې په اوټ لوک کې په اسانۍ سره ترلاسه کولی شئ.
له دې د وروسته د Save Changes بټن ووهئ او د خپل جی میل له اکونټ څخه ووځئ.

په Outlook Express کې د اكونټ سټنګ .
اوس بايد اوټ لوک پرانيزﺉ.
د Tools مينو له لارې Accounts ووهئ.
لومړی پر Add بـټنه کليک کړﺉ او بيا Mail ووهئ.


له دې وروسته به درته يوه بله برخه پرانستل شي، هلته د Your Name په برخه کې خپل نوم وليکئ او بيا د Next بټن ووهئ له دې وروسته بيا د Internet E-mail Address برخه راشي دلته خپل د جي ميل پوره ادرس وليکئ او بيا Next ووهئ،
له دې وروسته چې کومه برخه راغله هلته دوه خانه خالي ځايونه دي د Incoming Mail server له دې لاندې وليکئ POP.Gmail.Com او د Outgoing mail (SMTP) server لاندې وليکئ SMTP.Gmail.Com او بيا د Next بټن ووهئ.


له دې وروسته چې کومه برخه راځي هلته Internet Mail Logon په دې برخه کې خپل د جي ميل اکونټ يوزرنیم او پاسورډ ورکړﺉ.
که غواړﺉ، چې بیا درڅخه دپاسورډ ورکولو غوښتنه ونه کړي نو د Remember password بټن ووهئ بيا Next  او بيا په پای کې Finish ووهئ.
له دې وروسته بیا د Tools مينو له لارې Accounts ووهئ او دا ځل چې چپ لاس ته کوم pop.gmail.com ليکل شوی دی، پر هغې ډبل کليک وکړﺉ او د خپل اکونټ Properties ته لاړ شئ، هلته بيا په پورته لست کې د Server برخه انتخاب کړﺉ او لاندې د My Server requires authentication برخې ته صحيح علامه ولګوﺉ يعنې چک مارک يې کړﺉ، که دا مو چک مارک نه کړه نو تاسو کولی شئ ایمیل ترلاسه کړﺉ مګر ایمیل چاته نه شئ لېږلی.


له دې وروسته بيا د Advanced برخې ته لاړ شئ او هلته د outgoing (Mail) SMTP په برخه کې 465 وليکئ او تر هغې لاندې دواړه برخې چک مارک کړﺉ، يعنې د This server requires a secure Connection (SSL) ددې مخامخ برخه هم چک مارک کړﺉ او د Incoming Mail POP3 برخه كې په اتومات ډول 999 ليکل کېږي که کله خراب شو او يا ونه ليکل شو نو تاسو په کې وليکئ او له دط لاندې برخه هم چک مارک کړﺉ.


اوس نو په اوټ لوک کې ستاسو اکونټ جوړ شو او د Tools > Send and Receive له لارې خپل ايميل چک کړﺉ او که غواړﺉ چې چاته ایمیل ولېږﺉ نو چپ لاس ته پورته کونج کې د Create Mail بټن ووهئ.
Send and Receive بټنه په پورته ټول بار کې هم شته دی.

نورې دا ډول ليکنې:

  1. كه مو د كمپيوټر پسورد هير شو څه به كوئ؟
  2. څنګه کولای شو د Recycle bin نوم بدل کړو؟
  3. څرنګه يو فولډر له ليد نه پټ كړو؟
 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

6 تبصره ها

  1. NASRAT says:

    Salam Hasani sahib thank so much from your v good information.
    Thanks,
    NASRAT

  2. ډېرې ښې لاښوونې دي، مننه ورور جانه!

  3. حمیدالله واعظی says:

    جزاک الله خیراٌ !
    ډیره ډیره مننه محترم وروره، ستاسو دنورو همکاریو په هیله

  4. انعام الهام says:

    اسلام علیکم..

    افرین فه داسی معلوماتو چی تاسو گرانو لوستونکو ته وراندی کرل له دی نه هر یو فایده اخیستی شی.او که وغواری چی یو اکاونت جور کری نو فه اسانی سره یی جوره ولی شی.
    محترمه. که داسی د نت ورک فه باره کی معلومات ورکی خو دیره به خوشحاله شو.بس نور درس ته ضرورت نشته ستا د لیکنه دیره خلاصه ووه.
    مننه ..ستاسو د کامیابی فه هیله

  5. آرین says:

    جزاک الله خیرا
    حبیبی صیب ډېره زیاته مننه په زړه پورې مالومات مو وړاندې کړي د لابریاوو په هیله مو

  6. زعیم says:

    مننه حبیبی صاحب

    ډیره ښه معلومات دی – بریالی اوسی

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید