آیا موسيقي اورېدل روا دي؟
زه غواړم چې ستاسې څخه د موسیقۍ په باره معلومات تر لاسه کړم، چې آیا دا حلال ده او که نه او نبي کریم صلی الله علیه وسلم مدینی ته د هجرت په وخت کې خلکو داریا وهلی او ده مبارک څه نه دی ورته ویلی .
هیله لرم په دې باره مفصل معلومات راکړی، ډیره مهربانی به مو وی .
ستاسې د لا بریالیتوب په هیله
روح الله
موسيقي، ساز او سرود چې نن ورځ يې د هر مجلس او هرې وړې لويې د ښكلا بڼه غوره كړې ده، په اسلامي ټولنو كې يې د شرعي حكم په اړه د ځينو خلكو سره يو لړ سوالونه او انديښنې شته، او اّن تر دې چې يو لړ ملتزم او متدين وګړي هم په دغه مرض اخته دي او د شرعې حل او حرمت په اړه يې كله ناكله په زړونو كې ټكني كيږي، لدې كبله مونږ وغوښتل چې په دې اړه په ډيره مختصره توګه خپلو لوستونكو ته څه وليكو، او هڅه وكړو چې د فقهاو دنظرياتو د ذكر كولو څخه وروسته، هغه دلائل او شواهد بيان كړو، كوم چې مسلمانو پوهانو دهغې څخه په استدلال د موسيقي شرعي حكم ذكر كړى دى.
د موسيقي په اړه د څلور واړه معتبرو فقهاو نظر دا دى چې موسيقي په درې ډوله ويشل كيږي، چې يو ډول يې اتفاقا مباح، بل ډول يې اتفاقا حرام او دريم ډول يې اختلافي ده، چې تفصيل به يې وروسته ذكر شې خو دهغې څخه مخكي مونږ د تحريم په اړه چې د څلورو مذاهبو ځيني فقهاو كوم نظريات وركړي دي، هغه ذكر كوو:
په فتاواى تتارخانيه كى راغلى دى چى سازاوسرود په ټولواديانو(شريعتونوكى) حرام ګڼل شوى دي.1
علامه مرغيناني او د الذخيره مصنف، سازاوموسيقى كبيره ګناه ګڼلى ده2
په بحرالرائق كى راغلى دى چى زمونږ مذهب دادى چى موسيقى په مطلق ډول حرامه ده او هغه څوك چى موسيقى اورى اويا ورته كښينى دقاضى په وړاندې د ده شاهدى قبوله نده .3
علامه ابن الصلاح په خپله فتاوى كي فرمايي: فاذا هذا السماع حرام باجماع اهل الحل والعقد من المسلمين، ويستدل بالآيۍ على حرمۍ الملاهي كالرباب والجنك والسنطير والكمنجۍ والمزماروغيرها بناء على ماروى عن ابن عباس والحسن انهما فسرا لهوالحديث بها نعم انه يحرم استعمالها واستماعها فقد صح من طرق( د موسيقي اوريدل د مسلمانانو داهل حل وعقد په اجماع سره حرام دي، او د لهو داسبابو د حرمت په اړه پراّيت باندي استدلال كيږي لكه رباب او چنګ ، تنبور، شپيلي او داسي نور، ځكه چې د ابن عباس او حسن څخه روايت دى چې هغوى لهو الحديث په همدې سره تفسيركړى، هو د دغه شيانو استعمال او اوريدل دواړه حرام دې چې د متعددو لارو څخه ثابت دي.4
امام مالك به له موسيقى څخه منع كوله اوله ده څخه پوښتنه وشوه چى دمدينې ځينى اوسيدونكى خوداكار كوى نوامام مالك په ځواب كى ورته وويل دا كاردلته فاسقان ترسره كوى .
امام شافعى فرمايلى دى چى د سازنده نروى اوكه ښځه ګواهى اوشاهدى قبوله نده5
امام شافعى په يوبل ځاى كى ويلى دى (هي دياثۍ اى ديوث ) موسيقى غږول اواوريدل ديوثى ده6
د فقهاو په نيزموسيقى په درى ډوله ده :لمړى حرام دوهم مباح دريم مختلف فيه چى تفصيل يى په لاندى ډول دى :
حرامه موسيقى :
دغه ډول موسيقى د علماوو په اتفاق سره حرامه ده اوهيچا پكى اختلاف ندى كړى د رسول الله صلی الله عليه وسلم له زمانى څخه يى را واخله تر نن ورځى پورى اوترقيامته به حرامه وى د دى حرام والى اتفاقي دى د دى ډول موسيقى يوڅوصورتونه دى چى په لاندى ډول شرح كيږى :
هرهغه لهواولعب ، ساز اوموسيقى چى په هغه كى هيڅ كوم دينى اويادنيوى شرعي مقصد نوى، برابره خبره ده كه سړى په خپله دا كاركوى اويابل ته غوږ ږدى د موسيقى اّلات پكى وى اوكه نوى .
د موسيقى ټول هغه اّلات چى په ذاتى ډول سره سرورپيداكوى اودهغواصلي وضع دلهواولعب لپاره شوى وى لكه شپيلى، باجى اوربابونه اوداسى نور.ددغو اّلاتواستعمال په مطلق ډول سره حرام دى كه سندرى ورسره وى اوكه نوى .
هرهغه سندرى اوموسيقى چى غفلت پيداكوى اود يو واجب كار اوعمل د ترك سبب ګرځى اويا سړى په حراموكى مبتلاء كوى د مثال په ډول دسندرو مضمون په فاحشو اونارواخبرو باندى مشتمل وى اويا سندرغاړى کې مشکل وي اود هغه سندرى اوريدل حرام وى لكه بالغه اونامحرمه ښځه .
چى له سندرو اوموسيقى څخه كسب اوپيشه جوړه كړل شى او يا دموسيقى اّلات اواسباب جوړول اوبيا له دى څخه د رزق ذريعه جوړه كړى .
دښځو سرود اوسندري چى اجنبى اوغير محرم ورته غوږ ايښى وى
په مباح سرود كى دومره زياتوالى كول چى په همدى باندى شهرت تر لاسه كړى.
پورته ذكر شوى صورتونه دموسيقى هغه ډولونه دي چى په اتفاق دامت سره حرام دى دده دجواز يوه شائبه هم په قران ،حديث اونه د خيرالقرون په دور كى دچا له عمل څخه ثابتيدلى شى كه څوك داخبره كوى هغه له بهتان اوله درواغوڅخه پرته بل هيڅ شى نه وايي.
مباح اوجائز موسيقى اوسندرى :
داهغه سندرى اوموسيقى ده چى ددى په اباحت اوجواز كى اختلاف نشته چى ددى يوڅوصورتونه دى چى په لاندى ډول شرح كيږى :
دکارواني سندرې : دا يوډول سندري اوترانې دي چې د اوښانوپه تيزولو اود لارى په لنډولوكى ترې استفاده کيږي ، لكه عبدالله بن رواحه صاحب به ويلي : اللهم لولاانت مااهتدينا – ولاتصدقنا ولاصلينا + فاغفر فداء لك ما اقتفينا + وثبت الاقدام ان لاقينا .
رجز : په جنګ اوجهادكى اشعار ويل چى جګړه كوونكى اومجاهدين د جګړى خواته تشويق شى رجزبلل کيږي د مثال په ډول عبد الله بن رواحه دموته په غزوه كى دا لاندى اشعار ويل : اقسمت بالله لتنزلنه + طائعه اولتكرهنه + ان اجلب الناس وشدوا الرنه + مالى اراّك تكرهين الجنه
هغه اشعار اوسندرى ويل چى ستړتيا پرى رفع كيږى لكه داقول د انصارو كله چى دوى دخندق په غزوه كې زمزمه كاوه : نحن الذين بايعوا محمدا + على الجهاد مابقينا ابدا او ددوى په ځواب كى به رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : اللهم لاعيش الاعيش الاخره + فاغفر الانصار والمهاجره .
په ودونو ، اخترونو ، سنت ګري او دمسافرينو راستنيدلو په وخت سندرى او دائره ياچمبه وهل .
كله چي مور خپل ماشوم ويده كوى اوڅه اشعار اوسندرى ورته وايي.
نوموړى شعر اوسرود بايد په داسې الفاظو مشتمل نوى چې د شريعت خلاف وګڼل شي.
له فرائضو اوله واجباتوڅخه بايد مانع واقع نشى اوهمدا ډول دكوم شرعى مكلفيت لپاره مانع واقع نشى .
زيات وخت بايد پرى ونه نيول شى اونه بايد خپل ځان دشهرت حد ته پكى ورسوى .
پرته له دائرى(دف) څخه نور د موسيقى اّلات پكى نوى لكه باجه رباب اوداسى نور
سندر غاړى اواشعارويونكى بايد بالغه ښځه اوياکم عمره هلک نوي
له سندرو اوموسيقى څخه بايد كسب اوپيشه جوړه نشى
داهغه ډول موسيقى دى چى له واده ، اخترونواونوروشرعى خوشحاليو څخه پرته دائره (دف) اوسندرى ويل اوياداسى اّلاتوڅخه استفاده وكړل شى چى دموسيقى لپاره نوى وضع شوى لكه كاسه ،بوشكه اوداسي نور . داډول موسيقى هم د جمهوروپه وړاندى ناجائزده . ددى په جوازباندى صرف ځينى شوافعو قول كړى خوددى لپاره يى يولړشرائط ذكركړى دي، كه دغه شرائط پكى مراعت نشى نوبيا د دوى په وړاندى هم ناروا ده.
دا دى د فقهاو د اقوالو د ذكر كولو څخه وروسته هغه اّياتونه او احاديث ذكر كوو كوم چې علماو پرې په دې اړه استدلال كړى دى:
ددين امامانوپه لاندى اّياتونوباندى دموسيقى په حراموالى، استدلال كړى دى:
الله جل جلاله په سورت لقمان كى فرمايلى : ]وَمِنْ النَّاسِ مَنْ يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا اولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُهِينٌ[ يعنى ځينى له انسانانونه داسى هم شته چى بابيزه اوچټى خبرى پيرى تر څوچى خلك د الله جل جلاله له لارى څخه پرته له كوم علم اوپوهى څخه بي لارى اوګمراه كړى او دغى لارى پورى مسخرى وكړى ددغسى خلكو لپاره ذليل كوونكى عذاب دى
د لهولغوى معنا ده په غفلت كى اخته كيدل كوم شيان چىانسان له ضرورى كارونوڅخه په غفلت كى اچوى (لهو) بلل كيږى او داسى شيانوته هم لهو ويل كيږى چى كومه معتبره فائده پكى نوى.
په لهوالحديث كى دمفسيرينو اقوال :
په عمومى ډول مفسرين په دى اړه په دوه ډلو ويشل شوى دى
حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د "لهوالحديث" په هكله فرمائى " هو والله الغناء " سوګند په الله جل جلاله چى له دى څخه مراد سرود اوموسيقى ده، اودا تفسير له ابن مسعود رضي الله عنه
څخه په صحيح سند سره ثابت دى د داسى جليل القدر صحابى لكه ابن مسعود رضي الله عنه تفسير د مسند اومرفوع حديث حيثيت لرى ځكه چى داسى مسائل په عقل اواجتهاد سره نه پيژندل كيږى كله چى صحابى داسى خبره كوى نوضروربه ئى له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اوريدلى وى .
له حسن بصرى رحمة الله علیه څخه ددى اّيت په تفسير كى لاندى قول راغلى دى " ان لهوالحديث كل ماشغلك عن عبادة الله وذكره من السمر والاضاحيك والخرافات والغناء ونحوها " يعنى هرهغه شى چى تا د الله تعالى له عبادت اوياد څخه مشغول كوى هغه لهوالحديث دى د مثال په ډول سمر(د ماسخوتن دلمانځه څخه وروسته مجلسونه كول)، خنداګانى ، خرافات ،موسيقى اوددوى په څيرنورشيان. له ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دى چى له "لهوالحديث" څخه مراد " هوالغناء واشباهه " لنډه داچى دټولومفسرينو اقوال په همدى دوه ډوله تفسير باندى څرخيږى چى يوتفسير دا دى چى له "لهوالحديث" څخه يوازې موسيقى اوسرود مراد دى اوبل تفسير دا دى چى دا اّيت شريف عام دى موسيقى اودده په څير نوروشيانوته هم شامل دى البته په دىخبره د ټولو اتفاق دى چى موسيقى اوسرود دلهوالحديث له جملى څخه دى
دقران كريم يوبل اّيت شريف "لايشهدون الزور"په تفسير كې امام ابوحنيفه رحمة الله علیه ، مجاهد رحمة الله علیه اوځينى نوروعالمانو د "الزور" تفسير په سرود اوموسيقى سره كړى دى
]وَاسْتَفْزِزْ مَنْ اسْتَطَعْتَ مِنْهُمْ بِصَوْتِكَ وَاجْلِبْ عَلَيْهِمْ بِخَيْلِكَ وَرَجِلِكَ وَشَارِكْهُمْ فِي الْامْوَالِ وَالْاولَادِ وَعِدْهُمْ وَمَا يَعِدُهُمْ الشَّيْطَانُ الَّا غُرُورًا[8مجاهد رحمه الله د وَاسْتَفْزِزْ مَنْ اسْتَطَعْتَ مِنْهُمْ بِصَوْتِكَ تفسير په سندرو او شپيليو سره كړى دى.
]افَمِنْ هَذَا الْحَدِيثِ تَعْجَبُونَ وَتَضْحَكُونَ وَلَا تَبْكُونَ وَانْتُمْ سَامِدُونَ[ 9 له ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دى چى له ]وَانْتُمْ سَامِدُونَ[ څخه مراد سرود دى " هوالغناء باليمانية وكانوا اذا سمعوا القران غنوا تشاغلا عنه " په يمني ژبه كې دغه كلمه سندور ته وايې او كله به چې هغوي قراّن واوريده نو په همدغي ډول به يې سرود وايه ترڅو د قراّن د اوريدو څخه مشغول شي.
په دى اړه يوشميرزيات احاديث راغلى دى چى شميره يې د څلويښتو څخه زياته ده، چى مونږدلته يوڅواحاديث د مثال په ډول ذكركوو اونوروته به صرف يوه اشاره قدرى وكړو:
امام ابوداود، ابن ماجه اوابن حبان له ابومالك اشعرى څخه لاندى روايت رانقل كړى دى چى رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلى دى" ليشربن ناس من امتى الخمر يسمونها بغيراسمها يعزف على رؤوسهم بالمعازف والمغنيات يخسف الله بهم الارض ويجعل الله منهم القردة والخنازير ". يعنى زماامت به شراب د نوم په بدلولوسره څښي اود دوى په وړاندى به سرودګرى ښځى سندرى وايى نو الله تعالى به دوى په زمكه كى خسف كړى اوځينى نوربه الله تعالى مسخ كړى شاديان اوخنزيران به ترى جوړكړى. علامه ابن حبان دى حديث ته صحيح ويلى دى .
امام بخاري په خپل صحيح كي په كتاب الاشربه كې روايت كوي: (عن عبد الرحمن بن غنم قال حدثنى ابوعامر اوابومالك الاشعرى رضي الله عنه انه سمع النبى صلی الله علیه وسلم يقول ليكونن من امتى اقوام يستحلون الحر والحرير والخمر والمعازف.) داحديث ياد شوى مطلب په ګوته كوى اوداهم صحيح حديث دى
له حضرت ابن عباس رضي الله عنه نه روايت دى چى نبى كريم صلی الله علیه وسلم فرمايلى دى چى الله U شراب ، جوارى اوقماربازى اود سرود الات حرام كړى.
اوپه يوبل حديث كې چى ابوهريره رضي الله عنه روايت كړى دى فرمايي: چى رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلى دى (كله چى غنيمت شخصى مال وګڼل شى ، زكات تاوان وبلل شى اوكله چى د دين علم ددنيا د حصول لپاره زده كړل شى ، كله چى د ښځى حكم ومنل شى اودمورنافرمانى وكړل شى ، اودوست ځانته رانيږدى كړل شى اوپلار له ځان څخه ليرى كړل شى اوپه مساجدو كى په زوره خبرى پيل شى اودقوم اوقبيلى مشرفاسق سړى مقرر شى اوكله چى د قوم سردار رذيل سړى وى اوكله چى دشرير سړى اكرام له دى وجى وكړل شى چى خلك يى له شرڅخه ويريږى اوكله چى سندرغاړى ښځى اوسرودونه عام شى اوكله چى د شرابوڅښاك ظهوروكړى اود امت وروستنى خلك په ړومبنيوخلكو لعنت ووايى نوپه دغه وخت كى تاسى د يوسورباد ، دزلزلى ، دخسف اودمسخه كيدلوانتظار وكړى د قيامت نښى به يو په بل پسى داسى راروانى وى لكه چى د يوهار مزى پري شى اومرى يى يوپه بل پسى پرله پسى له مزى څخه وزى اوپه زمكه باندى تويږى .دا حديث امام ترمذي په خپل سنن كې ذكر كړى دى.
عبدالله بن مسعود رضي الله عنه روايت كوي چى رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: سندرې په زړه كې نفاق زرغونوي، لكه څرنګه چې اوبه شنه بوټي زرغونوي)
په بل حديث كې چې امام احمد او طبراني روايت كړي دي فرمايي:عن ابن عباس وابى امامه مرفوعا: ليكونن في هذه الامۍ خسف وقذف و مسخ وذلك اذا شربواالخمور واتخذوا القينات وضربوا بالمعازف. دحضرت ابن عباس څخه مرفوع روايت دى چې فرمايي: ارومرو به په دې امت كې په ځمكه ننوتل او ويشتل او مسخ كيدل راځي، كله چې شراب وڅښي او سندرغاړي ونيسي او د موسيقي اّلات ووهي.
امام احمد يو بل حديث روايت كړى دى:عن ابى امامه رضي الله عنه قال رسول الله صلی الله علیه وسلم وامرنى ربى بمحق المعازف والمزامير والاوثان والصلب وامر الجاهليه ) د حضرت ابوامامه څخه روايت دې چې رسول اللهr صلی الله علیه وسلم وفرمايل: ماته خپل رب د موسيقي د اّلاتو، شپيليو، بتانو، صليب او د جاهليت د نښو د ړنګولو امر كړي دى
امام بخاري يو بل حديث په خپل سند سره روايت كړي دي فرمايي: حدثنى ابوعامر اوبومالك الاشعرى والله ما كذبنى سمع النبى r يقول ليكونن من امتى اقوام يستحلون الحر والحرير والخمر والمعازف ) ابوعامر او يا ابوعامر ماته ويلي دي اوپه الله قسم چې دروغ يې راته نه دى ويلي، چيك د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يې اوريدلي دي، چي فرمايل يې: خامخا به زما په امت كې داسي خلك پيدا كيږي چي زنا، وريښم ، شراب او موسيقي به حلالوي.
ابوداود الطيالسي اواحمد روايت كوي:عن ابي امامه رضي الله عنه ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال: ان الله عز وجل بعثنى هدى ورحمه للمومنين، وامرني بمحق المزامير والاوتار والصليب وامر الجاهليه. الله تعالى زه د مومنانو لپاره هدايت او رحمت رااستولى يم، او ما ته يې د مزاميرو(هغه اّلات چې په خوله وهل كيږي) اوتارو( دموسيقي هغه اّلات چې تارونه لري) دصليب او د جاهليت د نښو د له منځه وړلو امر كړي دي.
نورپه ديارلسو احاديثوكى د الهى ډول ډول عذابونو د راتګ لامل، په موسيقى او ساز اوسرود كى وړاندى والى اوانهماك ښودل شوى دى. اوپه ځينى نورو احاديثو كى بيا د څيرومسخ كيدل را نقل شوى دى
په يوه بل حديث كى راغلى دى چى څوك سندرغاړى اوبازنګرانى ساتى اودغه سړى مړشى نوجنازه پرى مكوﺉ.
دا دهغه احاديثو لنډه يادونه وه چې د موسيقي په حرمت دلالت كوي او د هغې په رڼا كې فقهاو د موسيقي د حراموالي قول كړى دى.
حضرت ضحاك رضي الله عنه فرمايي: ساز او سرود مال له منځه وړي، دالله تعالى دغضب سبب ګرځي او زړه فاسدوي.
حضرت جابر رضي الله عنه فرمايي: د ساز او سرود څخه ځان وساتئ، ځكه چې دا د ابليس لخوا ده، او د شرك په اندازه ګناه لري، او دشيطان پرته بل ځوك سندري نه وايي.
د حضرت ابن عمر رضي الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د سندور او دهغې د اوريدو څخه منع كړي ده او همدا ډول يې د چغل ګړي او دهغې د اوريدلو څخه منع كړيده. دا روايت طبراني ذكر كړى دي.
اوداسى نور ډير اقوال شته چى په هغوكى دموسيقى بدى بيان شويده.
بل نظر:
دحرمت په احاديثوباندى ځينى خلكو لكه ابن حزم اوهمدا ډول دده په پله باندى تقريبا داكتر يوسف قرضاوى هم قدم ايښى دى ويلى دى چى په دى اړه چى څومره احاديث راغلى دى هغه ضعيف دى په ظاهرى ډول سره دغه اعتراض ځينى خلكوته قوى په نظرورځى خوپه حقيقت كى دا ډير كمزورى اوسرسرى نيوكه ده كوم اصولى حيثيت نلرى اونه كوم وزن لرى اصولى خبره اودرسته خبره پدى هكله داده چى د موسيقى په اړه درى قسم روايات راغلى دى : صحيح ، حسن او ضعيف
اصلى قاعده خوداده چى د يوشى د حرمت لپاره يوصحيح حديث هم كفايت كوى دا ضرورى نده چى يوشى به هلته حرام ګرځى چى د هغه په اړه ډير صحيح احاديث موجودوى او يا دهغه په اړه بايد ټول رانقل شوي احاديث صحيح وي. په حقيقت كى دايوه بى اساس خبره د ه چى هيچاداسى ندى ويلى. سره له دى چى د موسيقى په اړه چى كوم احاديث راغلى دى ډيرزيات دى چى ځينى ئى صحيح دي اوځينې يي دحسن مرتبى ته رسيږ ى اويوشميرنوربيا ضعيف دى . كله چى ديوى موضوع په اړه صحيح اوضعيف احاديث راشى نوقاعده داده چى هغه ضعيف احاديث هم قوى كيږى اوددى وړګرځى چى استدلال پرى وشى نه داچى د ضعيفو احاديثوپه واسطه قوى اوصحيح احاديث او روايات ضعيف وګرځول شى بلكى خبره برعكس ده . دا اصولي مسائل دى چى دلته صرف اشاره ورته كيږى د زيات تفصيل لپاره دى داصول فقهى اواصول حديث كتابونوته مراجعه وشى .
له دى څخه پرته د موسيقى حرمت په قران كريم سره هم ثابت دى لكه چى مخكى مو د هغه يادونه كړى ده چى د ټولومفسيرينو په دى باندى اتفاق كړى چى له لهو الحديث څخه مراد موسيقى ده د ټولو دلائلوپه رڼاكى ويلى شوچى د موسيقى حرمت په يقينى ډول سره ثابت دى په دىكى هيڅ شك اوشبهه نشته .
لدې برسيره داچى په دى اړه دامت اجماع راغلى ده هيڅ سندى مسائلوته پكى اړه نه پيدا كيږى.
اوكه څوك دا وائىچى دا يوه اختلافى مسئله ده اوپه اختلافى مسائلوكى انكارنوى داهم ډيره غلطه خبره ده ځكه چى په خير القرون كى ددى حرمت اتفاقى وه هيچا پكى اختلاف نه وه كړى قاعده دا ده چى په هغه اختلافى مسئله كى انكار نوى چى په خيرالقرون كى اختلافى وى دموسيقى مسئله له پنځم قرن څخه وروسته ځينى په موسيقى مينو خلكو اختلافى كړى ده چى په اصولى ډول هيڅ اعتبارنلرى .
يوفاسد اوبى لارى كوونكى تاويل اود هغى ځواب :
ځينى په سازاوسرود زړه بايللى خلك وايى چى موسيقى اودهغه اّلات خوپه نفس الامركى حلال دى خوكله چى له نوروحراموشيانوسره ګډ شى نوبيا حراميږى كه دغه نورحرام شيان ورسره ملګرى نوى نوبيا حرام نه بلل كيږى كوم وعيدونه چى راغلى دى هغه ددى په مجموعه باندى راغلى دى .
ځواب :دغه تاويل درست ندى بلكى ګمراه كوونكى دى اود نصوصومعنوى تحريف بلل كيږي، ځكه چى موسيقى د هغه حرامو په قطاركى راغلى ده چى دهغوى حرمت قطعى دى لكه شراب ،زنا وغيره اويوپه بل باندى دنحوى قاعدى مطابق د واو په تورى عطف شوى دى اودواو تورى د مطلقى جمعى لپاره دى. نو معنا دا ده چې ټول شيان په ځانګړي توګه دحرمت په حكم كې داخل دي. اوله بله پلوه لدى څخه خو دا فساد هم رامنځ ته كيږى چى شراب اوزنا دى هم يواځى حرام نشى اوحلال دى وګڼل شى اودا خوښكاره كفراوبى دينى ده . نودا فاسد تاويل كوونكى د قران كريم له دى اّيت شريف سره څه كوى " ]يَاأيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْأنصَابُ وَالْأزْلَامُ رِجْسٌ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ[
كه ددوى خبره درسته شى نوبيا خوددوى په نيز په دغه اّيت شريف كى ياد شوى شيان هم حلال بلل كيږى نوله دى څخه خوكفر لازميږى .
بله داچى د خيرالقرون دزمانى امامانو سلفواوصالحينو له يادشويو نصوصو څخه همدا فهم اخيستى دى چى مونږيى يادونه كړى ده . دهمداسى نصوصودفهم په اړه اصولى خبره داده چى هغه د رسول الله صلي الله عليه وسلم اوسلفواوصالحينو د منهج مطابق وى له خپله ځانه له نصوصوڅخه فهم اخستل د متجددينوكاردى اوهواي نفس اوتحريف بلل كيږى.
ډيره دتعجب اوحيرانتيا خبره خوداده چى ځينى معاصر ځوانان دابن حزم دنظريي اوهمدى ته ورته د ډاكټرقرضاوى تابعدارى كوى سره له دى چى دابن حزم نظريه له قران ،احاديثو اودټولوسلفواوصالحينو له اقوالواونظريو څخه خلاف د ه اّن تردى چى ابن الصلاح، ابن حزم په دى مسئله كى ضال اومضل بللى دى اوځينو نورو پوهانو بيا ابن حزم ديولړمتضادوصفاتوشصخيت بللى دى اونوموړى ځينى شاذى اونادرى نورى نظريي هم لرى .
كه مونږ له ډير حسن ظن نه كارواخلو نودابه ووايو چى ابن حزم او د ده امثالو په دى ځاي كى اشتباه كړيده اوخطاء شوى دى نور دا چى د دوى په خبره عمل وشى نو دا له ګمراهى اود نفس له تابعدارى څخه خالى نده ځكه چى د يو چا خطاء اوغلطى زمونږلپاره دليل نشى جوړيدلى . ځكه مشهوره قاعده ده چى مونږ حق په رجالونه پيژنوبلكى مونږ حق په قران اوسنت نبوى باندى پيژنو ځينى معاصرين په همدى خطاء كى پريوتلى د ى او وايى چى داخبره خو ابن حزم كړى اوډاكټرصاحب قرضاوى كړى ده اوهلته قران ،حديثو اودسلفواوصالحينو اقوالوته نه ګورى چى هغوى څه فيصله كړى ده
په بنيادى ډول حرام اوحلال په قران اوپه نبوى احاديثوباندى ثابتيږى د حلالواوحرامومصادر قران اوسنت دى اوپه داسى مسائلوكى بايد قران ،سنتو اودسلفواوصالحينو طرزعمل ته مراجعه وشى نه داچى د كوم شخص شخصيت اود يو چا قول او وينا ته وكتل شى .
په پاى كې به ځينې هغه احاديث ذكر كړو چې په هغې كې د موسيقي د ځينو ډولونو جواز او اباحت ذكر شوي دى او بيا به د دواړه ډوله احاديثو ترمنځ تطبيق ذكر كړو.
عن الربيع بنت معوذ بن عفراء جاء النبى r فدخل حين بنى على فجلس على فراشى كمجلسك منى فجعلت جويريات لنا يضربن بالدف ويندبن من قتل من اّبائى يوم بدر اذقالت احداهن وفينا نبى يعلم مافى غد فقال دعى هذا وقولى بالذى كنت تقولين ) ربيع بنت مغوذ رضي الله عنها فرمايې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم زما د واده په وخت راغې او زما په ځاى كښيناست، لكه څرنګه چې ته زما سره ناست يي. نو څو ماشومانو جينكو د دايري په وهلو پيل وكړ، او زما دهغه پلرونو يادونه يې كوله چې د بدر په غزوه كې شهيدان شوي و. نو يوې جينې وويل: په مونږ كې يو نبي دې چې په هغه څه پوهيږي چې سبا ته كيږي. پيغمبر صلی الله علیه وسلمورته وفرمايل: داخبري پريږدئ او هغه څه ووايې چې مخكي مو ويل. دا حديث امام بخاري روايت كړى دي.
عن عائشه (رض) عن النبى صلي الله عليه وسلم قال اعلنوا النكاح واضربوا عليه بالدف ) دحضرت عايشي څخه روايت دى چې نبى صلي الله عليه وسلم فرمايلي دى: چې تاسې د نكاح اعلان وكړئ او پرې دايره ګانې ووهي. داحديث ترمذي روايت كړى دى.
عن انس بن مالك رضي الله عنه ان النبى صلي الله عليه وسلم مر ببعض المدينه فاذا هو بجوار يضربن بدفهن ويتغنين ويقلن نحن جوار من بنى النجار يا حبذا محمدمن جار فقال النبى r الله يعلم انى لاحبكن ) دحضرت انس څخه روايت دى، چې نبى صلي الله عليه وسلم يو ورځ په مدينه كې تيريده چې ناڅاپه په څو جينكو تير شو چې هغوي دايره وهله او سندرې يې ويلي او ويل يې مونږ د بني نجار نجونې يو او محمد صلي الله عليه وسلم څومره ښه پناه راوړونكى دى، رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: الله تعالى عالم دي چې زه له تاسې سره مينه لرم.دا حديث ابن ماجه روايت كړي دى.
اوداسى نوراحاديث هم په دى اړه راغلى دى. ددى لپاره چى خبره اوږده نشى نو په همدى باندى بس والى كوو .
داحاديثو تطبيق:
په ظاهرى اوسطحى نظرسره كه څوك وګورى نو د حرمت اودجواز داحاديثوترمنځ تعارض معلوميږى خوپه حقيقت كى داسى نده اوهيڅ تعارض ددى احاديثوترمنځ نشته هغه داچى موسيقى اوغناء په دوه ډوله ده. لمړى ډول حرامه موسيقي ده، چى په اول قسم احاديثوكى ورته اشاره شويده اودوهم ډول مباحه ده،گ چى هغه ته په دوهم ډول احاديثوكى اشاره شويده چى هغه په ودونو،اخترونه او په سنت ګيريو كى دائره اوسندرى ويل دى. په دې هكله چى څومره احاديث راغلى دى، هغه ټول د ودونو،اخترونو اود مسافرينوكورته د راستندوپه اړه د ى اوهغه هم صرف دوړوجنكودائره(دف) اوسندرى ويل دى اويارجزويل دى اوداسى نور چى تفصيل مخكې ذكر شو .
يادونه :
پاتى دى نه وى چى په اوسنى زمانه اوعصركى اكثره خلك ناپوهان اوجاهلان دى دجائز اوناجائز موسيقى ترمينځ توپيرنشى كولايى اوپه همدى ډول دهغى شرائط اواداب هم نشى مراعات كولايى نوپه دى اساس “دسد زريعى” دقاعدى له مخى دموسيقى ټول ډولونه ناجائز بلل كيږى .
No related posts.

21 تبصره ها
محترام ارزوال صیب، سلام وړاندی کوم.
په تاسف سره وایم چی تحقیق مو ډیر تنګونکی او له مشقت څخه ډک و. زه هم څو مسایل د پوښتنو په بڼه مخکی کوم.
۱- د موسیقی او سندرو ویلو په مینځ کی آیا توپیر شته که نه؟
۲- د موسیقی تعریف څه دی؟
۳- آیا د چین او برازیل مسلمانان هم باید د عربو په شان اجتماعی او چاپیریال ولری چی د هغوی غوندی سندری او اشعار د قافلو تر شا ووایی؟
۴- زما په آند ستاسی ټوله خبره په موسیقی کی بنده ده. خو تاسی د موسیقی او سندرو تر منځ توپیر نه کوی او نه موسیقی تعریفوی، نو ځکه په ډیرو لویو اشتباهاتو کی پریوتۍ.
۵- په کوم حدیث یا آیت کی راغلی چی یواځی دایره جایز دی او نور د موسیقی آلات ندی جایز. آیا په هغه وخت کی اورګ، هرمونیه، پیانو، هارپ او داسی نور وجود درلود چی هغه ناروا ؤ؟
درنو ورونو دین کوم د تعذیب او غم وسیله نده چی له خلکو نه سم او معقول د تفریح وسایل او لاری منع کړی. موسیقی لکه د سیند غرهار، لکه در مرغیو اوازونو، لکه د ماشومانو د خولی موزون اوازنو غوندی شی دی. چی په خپل ذات کی یو مباح کار دی.
که تاسی غواړی چی په دی باره کی چه ولیکی اول موسیقی تعریف کړی بیا به سره نور وغږیږو.
زما تعریف له موسیقی څخه موزون غږونه دی د معینو آلاتو سره د معین تماس په وسلیه مینځ ته راځي. او دا یو مباح شی دی.
السلام علیکم …
د حلیم وردگ هغه دالی که دیلیت کری زکه چی د آخری یادونی به اساس ورونه به گناه کی شریکوی له زانه سره. مننه.
يادونه :
پاتى دى نه وى چى په اوسنى زمانه اوعصركى اكثره خلك ناپوهان اوجاهلان دى دجائز اوناجائز موسيقى ترمينځ توپيرنشى كولايى اوپه همدى ډول دهغى شرائط اواداب هم نشى مراعات كولايى نوپه دى اساس “دسد زريعى” دقاعدى له مخى دموسيقى ټول ډولونه ناجائز بلل كيږى .
د پاپ نړۍ د یو نومیالي دغه سندره درته ډالی کوم
this is the Day of Eid
http://www.youtube.com/watch?v=Ya-xl39G4xg
سلام،
موسیقي د وخت تباه کونکې،
موسیقي د سر ګنګسک ناروغي
زه چې د کار او مطالعې په وخت کې موسیقي اورم د یو ساعت کار په پنځه ساعته کې نشم تر سره کولای، او اشتباهات او غلطیانې مې ډیرې وي.
خو،
له بلې خوا که ډیر قران کریم واورم، او په هغه کې تفکر کوم؛ هم زما د سر دردۍ سبب کیږي، که څه هم اوس قران کریم اورم خو دقت پکې نه کوم – یوازې خپل غوږونه پرې مصروف ساتم.
ترانې که اورم، ټوله ورځ ژړا او فریادونه، بمونه او انفجارونه پکې وي، چې دا د ډاکټر د مشورې خلاف کار دی.
زه باید خپل فارغ وخت په خوشحالۍ او له اندیښنو او تشوشاتو خالي تیر کړم.
دا زما د صحت غوښتنه ده،
کله کله ددې کار لپاره ځنې سندرې اورم، خو کچیرې دا کار ونه کړم؛ له کتاب نه مې هم زړه تور وي – نور څه وکړم؟
حلیم صایب براستی که وردگ استی . در وخت مطالعه موسیقی مشنوی . قران که مشنوی سردرد میشی اخر مطلب تو چیست چی بشنوی که خوشال شوی
طلال خان سلام،
از اخلاق کار بګیرید، این مشکل وردګ نیست – مشکل من هست. شما دوستان فقط به اهانت ان هم به قوم (که دیګران را نیز علیه خود احساساتی بسازید) دلچسپي دارید.
بیائید من خو راست خود را ګفتم، شما چه حل و یا مشوره راست برای من دارید؟
بچیم خفه نشی، تقسیم اوقات مرا نفهمیده اید.
موسیقی را در وقت کار و مطالعه نمی شوم (که مشکل فوق الذکر را برایم ایجاد میکند)
قران را میخوانم، و در وقت شنیدن از رادیو/انټرنیټ در آن دقت نمی کنم (باوجود اینکه قسمت زیاد ترجمه کلام خدا را الحمد لله می فهمم) – از طرف دیګر … وإذا قرئ القرآن فاستمعوا له وأنصتوا لعلكم ترحمون.
ترانه ها را بخاطر محتوی شعر و … نمیتوانم بشنوم – برای صحت مضر است.
پس چه کنم؟
از درس خواندن خسته
از کار کردن خسته
از روی کتاب متنفر
تمام دوستان مصروف یا در غم خود
منتظر جواب معقول شما و دوستان
وردگ که فارسی میگوید دهنش کاچی کاچی میشود مگر اولین دفعه دیدم که وختیکه وردگ فارسی نوشته میکند قلمش کاچی کاچی میشود …
وردگ بچو تقسیم اوقات خود را اگر یک کاپی اش بمن هم روان کنی که یگ گوساله داریم هیچ خواب ندارد اگر به تقصیم اوقات تو خوابش ببرد
وردگ ته چه راغلی سید آباد د مونژ ادرس
تنگ تنگ تس تنگ تنگ تس تنگ تنگ تس
طلال بچیم اول خو نام تو از آدم نیست ،دوم : بسیار بی ادب هستی که به تمام قوم توهین میکنی .سوم اینکه احمق بیسواد هم هستی تا حال نوشته کردن را یاد نداری ،چهارم :از ګپهایت فهمیدم که از خانواده بسیار پست هستی.
سی کو رفیق وردگ به تو جه گفته که به تمام وردگ نوشتی خیر کاچی کاچی شود دگه
خال به دیار له وينوکیږدم
دلته کور وو دلـــــته کلـــــــی هر رواج مو وو ښه ښــکلی
کلــــکه زمونږه عقـــــــیده وه پـــــه امــام ممــــبر پــا للـی
ښه رنګـــــــــــین مازریګروو روڼ مو لمــــــر وو ځلـیدلی
هر یو ستوری مو خوشحال وو په سپوږمۍ وو شپول راغلی
هر ســــــــــهارنه وو بهار وو ســــور شــــفق مو خـــــندید
********************
یوه توره ویـــــځ خوره شــوه یوه قهرجــــنه تالنده شــــوه
زموږ سپرلــــــی یې رانه یووړ ها دیــــخ څیله اوږده شـــــــوه
نورکتــــار د زاڼو مـــــــات شو دا ده زاڼو مـــیره مړه شـــــوه
دســـــــــندرو برج مو ړنګ شو زموږ په کور کې فاتـــحه شوه
سپــــــــین مړوند یې اوبو راوړ نور یې ګونــــګه ها چمبه شوه
******************
یو زلمي ماښام ناره کړه پورتـه یې هرڅه نه پرده کړه
دغه ســــــره شیطان ته ګورﺉ هغــــــــه لور ته یې ایشاره کړه
کوډګردی جــــــــــــــــادوګر دی زموږ په کور یې لار سپره کړه
تاسوهم اســــــــــــونه ځین کړی ما پرون تـــــــــــــوره تیره کړه
ســــــــــهار په خړه یو توفان وو موږ تیــــــــــــــــــاره قافله کړه
********************
زموږ دهســــــــــــــکو شملو ډلې څوک سپرې وې ځــــني پلې
ځني سره خوله هلـــــــــــــکان وو ځیــــنو ږیري وې چټ کړې
دا زمري بریـــــــــــــــتور ډیر وو ډيـــــــرو څــــــــڼې اړه ولې
زموږ زلمــــــــــــــي یوازي نه وو جــــــــــــنکۍ پیغلي هم ولې
**************
دشــــــــــــــــــیطان ملګري ډیروو په حساب نه وو بې شمیروو
دوی پرموږ مرمـــــــۍ راوار کړې موږ پردوی بانـدي چاپیروو
دلته جنــــــــــــــــګ دحق باطل وو زموږ دمټو زور پرې ډیر وو
دلته ســــــــــــــــــرې بوټۍ دلۍ شوې ځکه موږ تر خپل سر تیر وو
******************
دا جادو مــــــــــــــنتر بې څه شوو سور شیطان په سند لاهو شوو
د زمري زلمــــــــــــــي بګړۍ کې یو ټومبلی ګل ښـــــکاره شوو
دلــــــــــته پورتـــــــــــــــــه یوه ټپــــــــــه شوه
دمـــــــــــــــــلالې زمزمــــــــه شـــــــــــــــوه
(خــــــــــال به د یا له وینـــــــــــــــــــــو کیږدم )
( چې شنــــــــکي باغ کې سور ګلاب وشرموینه)
بیا هم ټولو مسلمانو ورڼو ته سلامونه وړاندی کوم مننه اغا صیب چی زما یوی پوښتنی ته دی توچه وکړه هیله ده چی هغه دوهم پوښتنه می هم یو معقول ځواب راکړی
مننه
محمد رفیق عزت صاحب
يره ورورکه خپه نه شې، قاضي حسن حقيار ملا نه دی، ټول عمر يې په ژورناليزم کې تير شوی، نو په ديني مسايلو، او په ځانګړي ډول داسې مسايلو کې چې ژور علم ته پکې اړتيا وي، د هغه نظر نه منل کيږي.
مننه اغا صیب،
پدې برخه کې زه درسره موافق یم.
هغه ته مې هم دا مشوره ده چې د فقهي موضوعاتو او په ځانګړې توګه له اختلافي موضوعاتو ځان وساتي.
بل دا چی مولوی صیب قاضی محمدحسن حقیار صیب هم یو کتاب دمو سقی په اړ لیکلی دی او یلی یی دی په هغه موسقی کی چی فحشی نه وی نو هغه موسیقی رواه ده نو ما له حقیار صیب نه وپوښتل چی فحشه نو کومی موسقی ته وایی هغه ویل چی ښځی یا هلکان ورکی ونه ګډیږی او ورته ناست خلک په احساساتو رانه ولی یعنی داسی ونه شی چی څوک موسقی اوری وسره یی د وجود غړی په ښوریدا رشی نو بیا هغه موسقی فاحشه نه ګڼل کیږی . تاسو څه وایاست په دی اړه
مننه
سلامونه ښاغلی مولوی صیب الله پاک دی په په ټولو شرعی مقاصدو کی بریالی لره .
یو ه پوښتنه می درلوده که مهربانی وکړﺉ او ر ځواب راته راکړﺉ خوښ به شم .
هغه دا چي او س خو په هر هوټل کی چی واده کیږی نو سندری او موسقی ورسره وی نو خپلوان راته کارت ولیږی له یو پلوه که ورزو خو هلته موسقی غږیږ او له که نه ورځو نو بیا خو خبل یا دوست هم خپه کیږی که داسی کار تکرار شی موږ به هم له ټولنی سره قطعه رابطه وشی نو موږ باید څه وکړو ستاسو مشوره څه ده
مننه
په حرام مال يو ديني تنظيم چا لول څرنګه حكم لري؟
الله تعاله دي تاته او لوستونکو ته پري پوره عمل راکړي ډيره مننه
کرانه مولوي صاحب ديره مننه اوسني عصر کي ريشتيا هم شرقليل د شرکثيرلپاره زمينه برابروي اواوس خو د لهودمباح کارونوباندي هم د جواز فتواورکول د شرکثيرته لاره پاکوي حکه د فتنودوردى.
کرانه ميرويس جانه وروره.هوکى په دى بي بندوباره ديموکراسي کى ددين په عالمانومختلف نومونه کيشودل کيکي لکه د افراطي ملا،مظنون ملااونورواي چي دي ملايانوپرمونک ددين حلقه راتنکه کريده خوپه والله ميرويش جانه که کم وخت دخپل مقدس قران کريم دتفسير مطالعى ته وقف کري نو دهر سه نه به برخمند شى .
ورور مو داکترمحمددين ستا سو د خوشحاله اوسوکاله ژوند غوشتونکى دي.
مولوی صاحب خدای دی ډیر اجرونه درکړی، مګر په دی آخر کی دی چی کومه یادونه لیکلی ده، پدی دی خفه کړو، ځکه مونږ فکر کوو چی له نورو حرامو ډولونو خو به توبه وکړو مګر دا جایزه موسیقی به اورو، مګر بیا دی د ټولو ډولونو په حرامولو مایوسه کړو او د جایز ډول لاره دی هم راباندی بنده کړه،
اوس مجبور یو چی هغه ناجایزه موسیقی هم واورو، ځکه په جواز کی هیس لاره راته پاته نه شوه.
اللهم اهدنی……. و نق قلبی عن الموسیقی واللهو اللعب. آمین
ما شاء الله ښه ژور تحقيق مو کړی دی مولوي صاحب. الله دې اجر درکړي چې په دې اړونده موضوع مو دومره خواري کړې ده.
خو ګمان کوم يو څه تند تللي ياست.
ما اورېدلي وو چې هسې وطني اشعار يا د ټولنيزو مشکلاتو د سمولو لپاره که اشعار وي او موسيقي يې زياته مسته نه وي دا هم روا دي. يعنې ډېر علما خو اوس وايي چې نه يې په شعر کې بېخي عبث او یا شهوت انګېز شيان نه وي او نه يې موسيقي داسې پاروونکي وي، نو هغه ټولې موسيقيانې روا دي.
بيا هم دا اختلافي مسله ده.