د “Hotmail” جوړوونکی مسلمان ځوان و

 
حماد حليمي*
ځينې کسان وايي چې د خبرتيايي ټيکنالوجۍ په برخه کې د برېښناليکيز کمپيوټري پروګرام  Hotmailهاټمېل کشفوونکی او جوړوونکی امريکايی ځوان و، خو دا ناسمه ده، بلکې جوړوونکی يې مسلمان ځوان و .

هاټمېل په ټوله نړۍ کې په زياته پېمانه کاروونکي لري، چې د مايکروسافت شرکت له خوا جوړ شوی دی .

هاټمېل د صابر باتيا په نامه يوه مسلمان ځوان جوړ کړی دی .

کيسه يې په لاندې ډول ده :

په 1988 کال کې امریکا ته د زده کړې لپاره ولاړ، او د ستنافورد په پوهنتون کې له تحصيل وروسته په ممتاز نومرو فارغ شو، او سملاسي يې د انټرنېټ په يوه شرکت کې کار پيل کړ ، هغه د خپل کار پرمهال د ستنافورد له پوهنتون څخه له فارغ شوي محصل جاک سمېټ سره وپېژندل .

دواړو محصلينو هڅه کوله چې د خپل شرکت د خپلمنځي نېټورک لپاره يو پروګرام جوړ کړي، همدا وو چې د شرکت له اصولو سره سم يې په خپل چوکاټ کې کار پيل کړ ، دواړو په ګډه يو پروګرام جوړ کړ، د شرکت پر ريس د دوی دغه کار ښه ونه لګېد، چې ګني خپل ټول وخت به په چټېنګ او خبرو تېروي او کار ته به دومره پام نه کوي …

همدا وو چې صابر د يوه داسې پروګرام د جوړولو په تکل شو، چې د انټرنېټ له لارې ټوله نړۍ سره ونښلوي، همدا وو چې په پټه يې هاټمېل Hotmail  پروګرام جوړ او په 1996 کال کې يې بازار ته رابهر کړ .

د صابر دغه پروګرام په ټوله نړۍ کې مينه وال وموندل چې ورسره د انټرنېټ کاروونکي هم ډېر شول، ځکه چې دغه پروګرام څلور ځانګړنې درلودې، چې د بل چا په وس کې نه ول:

يو دا چې وړيا دی،
بل دا چې انفرادي دی،
پټ او مخفي دی،
او د نړۍ په هر ګوټ کې د انټرنېټ له لارې کار کوي .

د بېل ګېټس راڅرګندېدل

کله چې په يوه کال کې د Hotmail هاټمېل مينه وال او کاروونکي تر يو ميليون واوښتل، دې کار د امريکايي مايکروسافټ شرکت مشر او د نړۍ ميلياردر بېل ګېټس ته خوند ورنه کړ، همدا وو چې مايکروسافټ د هاټمېل د پېرودلو غوښتنه وکړه، چې په خپل چليز سيستم Operating System وېنډوز Window کې ځای ورکړي …

د 1997 کال په مني کې مايکروسافټ صابر ته د دې پروګرام د پلورلو په موخه  (50 ميليون ډالره) وړاندې کړل، خو صابر ته چې د خپل پروګرام اهميت معلوم و، له مايکروسافټ څخه يې 500 ميليون ډالر وغوښتل، دغه ستره معامله پوره يو کال (له 97  څخه تر 98)  کال پورې وځنډېده او په پای کې صابر خپل پروګرام مايکروسافټ ته د 400 ميليون ډالرو په مقابل کې ورکړ، په دې شرط چې په مايکروسافټ کې به د يوه کارپوه په توګه ګومارل کېږي.

اوس چې موږ ګورو د هاټمېل Hotmail کاروونکي 90 ميليون کسانو ته رسېږي، چې په ټوله نړۍ کې هره ورځ نژدې3000  کسان په کې ګډون کوي .

اختراع او خيريه کارونه
صابر باتيا نه يوازې پر دې يوه پروګرام بسنه وکړه، بلکې خپل ابتکار او فعاليت ته يې په مايکروسافټ کې دوام ورکړ، د ده وروستی ابتکار او پروګرام د (آرزو) په نامه و، چې دغه پروګرام د انټرنېټ له لارې د پېر او پلور مينه والو ته ډېرې اسانتياوې وړاندې کړې .

له دې سره صابر په ټوله نړۍ کې هم شتمن او هم نوموتی کمپيوټري پروګرام جوړوونکی وپېژندل شو، چې ان د امريکا، فرانسې او هند پخوانيو مشرانو، بېل کلينټن، جاک شېراک او اتل بيهاري واچپای په مېلمستياوو  ونازاوه .

عجيبه خو دا ده چې صابر خپله شمتني همداسې ونه ساتله، بلکې په خپل هېواد کې يې يو شمېر علمي مرکزونه، روغتونه، جوماتونه ودان او ورغول .

سربېره پر دې يې له اړمنو محصلينو سره د دوی د زده کړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړه، ويل کېږي چې د صابر شمتني په ډېر لږ وخت کې تر 100 ميليون ډالر راټيټه شوه .

دا د داسې يوه ځوان کيسه وه، چې پر خپل ځان، عقل او پوهه يې باور درلود، چې تر يوه ځايه به يې هرومرو رسوي، او په ظاهري څيزونو ونه غولېده، او نه د خپل ځان شهرت او شمتنۍ ډېرولو ته لېواله و، بلکې عادي ژوند يې غوره کړی و، خو د خير ښېګڼې کارونو ته يې ډېره پاملرنه وه .

کاش چې هر ځوان د صابر باتيا په شان د خير کارونه وکړي او د ده له کړنو یې زده کړي .


*حماد حليمي کابل مېشتی ليکوال او داصلاح انلاين همکار دی.

No related posts.

 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

5 تبصره ها

  1. Anonymous says:

    ګرانو وروڼو، له تاسو ډېره مننه، زه هم بښنه غواړم چې دا ټکی رانه هېرو، چې ښاغلی صابر باتيا د هند اوسېدونکی و .
    تاسو پوهېږۍ چې هندوان په ټيکنالوژۍ په تېره بيا په کمپيوټر پوهنه کې ډېر پرمخ تللي دي .

  2. Anonymous says:

    حماد حليمي صاحب:دخالد اوانوار ورورنو به شان زه هم ددي ليواله يم جي وبوهيزم جي دا صابر دكوم هيواد دي ولي يي رانه بتوي؟

  3. Anonymous says:

    ډیر ښه ، خو دا معلومه نه شوه چي څوان د کوم هیواد ځخه وو .

  4. Anonymous says:

    خو دا دې و نه ويل چې هندي مسلمان وو.

  5. Anonymous says:

    ډیر شه معلومات را جمع کړی وو الله د نورهم توفیق درکړی رشتیا هم که ټول خلک پدی فکرکی شی چی نوروته به هم ګټه رسوم نوامکان لری چی ټول مسلمانان همداسی قوی شی له یوی خواخپله پوهه پټه ونه ساتی نوروته یی وروښیی اوله بلی خواخپلی پیسی قبرته ورسره یونه سی اودخیر په کارونو یی ولګوی نو انشاالله هم به دی خپله کامیاب وی اوهم به یی نورو مسلمانانوته دخیر ګټه رسیدلی وی. مننه

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید