شک څه دی؟ (فتوی)

 

ځواب ورکوونکی: مولوی مجیب الرحمن منصور

پوښتنه:

السلام علیکم
شک څه شی دی؟
- شک په اوداسه کې
-  شک په غسل کې
- شک په لمانځه کې
آیا په شک سره لمونځ کېږی او که نه؟
د پورتنیو سوالو ځوابونه د امام ابوحنیفه په مذهب ماته راکړئ! د ډیرو تفصیلاتو او تشریحاتو سره.
په درناوی
عثمان جان
ځواب:

قدرمنه وروره! وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته
د شک په اړه بايد ووايم: چې هر عمل چې په خپله مسنونه طريقه اداء شي نو په هغې شک کولو ته ضرورت او اړتيا نشته
يعنې کله چې سړى اودس مات کړي او بيا استنجاء ووهي نو بيا شک ورته پيدا شي چې اودس به مې نه وي وچ شوى او يا نور څه به راوتلي وي دا شک دى او رسول الله صلى الله عليه وسلم د دې شک د ليري کولو لپاره فرمايل دي کله چې څوک اودس وچ کړي يعنې استجاء ووهي نو خپل پرتوږ ته دې اوبه وشيندي چې په عربي ورته (رش الماء) وايي، دا د دې په خاطر چې مسلمان شک ورک شي ځکه که چېرې يو شکي سړى اوبه ونه شيندي نو په پرتوږ کې لندوالى وويني بيا به شک کوي چې نور څه به راوتلي وي، نو  د رسول الله صلى الله عليه وسلم د دې مبارک حديث شريف او نورو احاديثو نه معلوميږي چې شک کول درست.
مثلا کله چې اودس کوي نو هر اندام دې درې ځله ومينځي او نور دې شک نه کوي چې کوم اندام وچ پاتې نه وي يعنې خپل کوښښ دي وکړي او په مسنونه طريقه دې اودس وکړي بيا دې نور شکونه نه کوي او همدارنګه په غسل کې دې له مضمضې او استنشاق وروسته په ټول بدن درې ځله اوبه واچوي او ټول بدن دې لوند کړي نور دې شکونه نه کوي
والله اعلم

No related posts.

 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

1 تبصره ها

  1. لعل ولی says:

    محترم مفتی صیب:

    السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته .
    محترما زما پوښتنه په لاندی ډول ده هیله ده چه جواب یی راکړی .
    زما کور په جلالبادکی دی او په کابل کی وظیفه لرم یعنی دشنبی په ورځ راځم او دچهارشنبی په ورځ ځم دلته اطاق لرم زه مسافرانه لمونځ وکړم او که داقامت لمونځ .
    ستاسو دجواب په هیله

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید