د نړۍ د پاى په اړه د قرآن وړاندوينه
ليکوال: هارون يحيى*
ژباړن: محمد شفيق حقپال**
د نړۍ خلقت له یوې سترې چاودنې پیل شو، او له همغه ټکي نه نړۍ تل مخ پر پراخېدو ده. پوهان وایي کله چې د نړۍ کتله په کافي کچه لویه شي په پای کې به دغه پراخېدنه تمامه شي، ځکه د ثقل قوه به یې په خپل ځان کی د اضمحلال سبب شی. عقیده پر دې ده چې نړۍ به د یوه ستر انقباض یا Big Crunch پر مخ درومي، چې دا به د ژوندانه د اوسنۍ څیرې پای وي. اناتا کوش او اندرې لیند د سانفورد پوهنتون پروفیسران داسې لیکي:
نړۍ به انقباض وکړي او له مینځه به ولاړه شي، ټول هغه شیان چې موږ یې وینو یا یې نه شو لیدلی هغه به انقباض وکړي او له پروتون څخه به د یوه کوچني ټکي په شان شي، کټ مټ په دې شان به لکه موږ چې په یوه تور سوري کې واوسو. دوی وایي چې موږ پر دې پوه شوو چې انرژي به په تدریجي توګه منفي شي اونړۍ به د بې ثباتۍ، انقباض او په پای کې د له مینځه تلو سره مخ شي. فزیک پوهان پوهیږي چې تیاره انرژي کولای شي منفي شي اونړۍ به په یوه لرې راتلونکې کې مضمحله شي. اوس کیدای شي موږ د نړۍ د ژوندانه په پیل کې نه بلکې په منځنیو وختو کې واوسو.

Big Crunch یا د ستر انقباض نظریه وایي هغه نړۍ چې پراختیا يې موندلې په چټکۍ سره به مضمحله شي ترهغو چې خپله ټوله کتله له لاسه ورکړي او په یوه واحد ټکي به د لایتناهي کثافت سره واوړي. دغه موضوع په قرآن کې داسې راغلې:
یوم نطوی السمآء کطیّ السّجلّ للکتب کما بدأنآ أول خلقٍ نعيده وعدًا علينا إنّا کنّا فعلين (الانبياء ۱۰۴)
ژباړه: هغه ورځ چې آسمانونه دیوه طومار په شکل تاو راتاو کړو او هغه لومړني حالت ته به یې راوګرځوو چې لومړی ځل مو پیدا کړي وو دغه وعده ده چې سرته به یی ورسوو.
اوپه یو بل آیت کې داسې ویل شوي:
والأرض جميعًا قبضته يوم القيمة والسموات مطويات بيمينه (الزمر ۶۷)
ژباړه: دقیامت په ورځ به ځمکه د ده په قبضه کې وي او آسمانونه به تاو راتاو د ده په ښي لاس کې وي.
د Big Crunch د فرضیې مطابق نړۍ په تدریجي ډول او په کراره مضمحله کیږي او شاته درومي. په پای کې به نړۍ د یوه لایتناهی کثافت درلودونکې شي او بې حده به توده او کوچنۍ شي. دساینس دغه فرضیه له قرآنی توضیحاتو سره مطابقت لري.
No related posts.

5 تبصره ها
د اسټراليا د تسمانيا د پوهنتون څېړونکي د اتلسو مياشتو په بهير کې پر لسو داوطلبو باندي د سرو مُرچکود سملاسي ګټو پايلې څېړلی دي . هغوی ددې څو تنو نه دورځي پر هر يوه باندي ١٥ ګرامه سره مُرچک مصرف کړه خو څونورو يې داکار ونکړ . هغه نتيجې چې د دې پوهنتون د بيالوژي د فاکولتې ښوونکی دومينيك ګراګتي ﻻسته راوړی ، ډېر په زړه پورې دی . هغه وايې چې سره مُرچک خوب ښه تنظيموي او د خوب کيفيت د زړه پر سلامتيا او دهغه پر رګو باندي ډېر زيات ښه تأثير کوي .
سر ه مُرچک چې يوه طبيعي تازه ماده ده کېداې سي دهغه نه دورځي په لږه اندازه خوړلو سره دزړه او دهغه د عروقو په سلامتيا کې مرسته واخيستل سي .
په ۲۰۰۴ كال كي په خلايي ساينس كي ډېر كارونه ترسره شول، د مريخ په اړه د ډېرو مالوماتو د ترلاسه كولو لپاره د امريكا د هوايي شركت ناسا او اروپايي ساينسپوهانو هڅي څرگندي وې چي په ځينو كي بريالي سول ،خو مريخ ته د سټلايټ لېږلو د موخي د ناكامۍ مايوسي يې هم په برخه سول . مريخ ته د ناسا لېږل سوى سټلايټ (بېګلا دو) په خپلي موخي كي ناكام سو.
په پنځه كروړه ډالره برابرسوى سټلايټ سره مريخ ته تر رسېدو وړاندي د ساينسپوهانو اړيكي پرې شول..
په هر حال مريخ ته تلونكى د (ناسا) بل سټلايټ ( مارس رووراپورچونيټي) خپل هدف ته ورسېدى اوله هغې سرې سيارې څخه ېې نوي نزي عكسونه رالېږل، له دې عكسونو څخه ساينسپوهانو د دې سيارې په اړه داسي مالومات تر لاسه كړي چي وړاندي يې په اړه هيچا هيڅ هم په ډاډ نه سواى ويلاى .
په همدې كال ساينسپوهانو خپله مصنوعي سيارگۍ ( گييسني) د زحل سيارې ته ولېږل چېري چي يې د لومړي ځل لپاره د زحل سپوږمۍ وموندل.
ساينسپوهان د زحل د سيارې د عكسونو تر ليدلو وروسته و ويل چي هغوى دې ثابتولو ته ډېر نژدې دي چي د زحل پر سپوږمۍ (ټايټان) باندي مايع هايدروكاربن سته.
ددې رادار له لارې د زحل د سپوږمۍ په اخيستل شوي عكسونوكي ژور غارونه ښكارېدل چي د ميتان او يا ايتان شتوالى ښيي
همدا كال برتانوي سوداګراو داو ورجن ګروپ اف انډسټريز خاوند چرډبرينسن اعلان كړى چي هغه به په نژدې كي مسافر خلا ته بوزي هغه د (پيس شپاون) نومي الوتكو جوړونكي كمپنۍ سره تړون كړى چي په راتلونكو دوو كلونو كي به خلا ته د مسافرو تگ امكان ولري. د دې لپاره به د يوه مسافر خرڅ يولك برتانوي پونډونه وي.
(پيس شپاون) الوتكي داكال دويم ځل په فضا كي تر سلو كلومترو لوړوالي پوري الوتنه بشپړه كړه او د لس ميليونه ډالرو انعام يې وگاټه.
هندوستان همداكال د خپل لومړى ښوونيز سټلايټ ( ايډو سيټ) خلا ته د لېږلو اعلان وكړ. داپه هيواد كي جوړه شوې د هندوستان لومړنۍ الوتكه ده چي د ۱۴ مسافرو د ناستي گنجايش لري.
هيله ده چي په ۲۰۰۴ كال كي به د امريكا خلايي پروسه بيا پيلېږي ، خلاته د امريكايي هوابازونو لېږنه په ۲۰۰۳ كال كي د كولمبياشټل تر ورانېدو وروسته بنده شوې وه.
د سروش ژباړه – كندهار
سپېڅلی
ورځ پاڼه ساينس:
د امريکااو برطانيي د څيړونکوله نظره د جنوبي قطب يخونه (ګلشرز) د مځکې د تودوخي له امله په ډېره چټکۍ ويلي کيږي.
دغه څيړنې د يخيو په ٢٤٤ ډېرو لويو ټوټو تر سره شوي چې د هغو په ٨٧ سلنو کې يې په تيرو پنځو لسيزو کې کوچنيوالې تر سترګو کيږي.
د څيړونکوپه وينا دغه يخي په تيرو پنځو کالونو کې هر کال تر پنځو مترو پورې ويلي شوي دي چې د تيرو پنځوسو کالونو پر پرتله يې چټکتيا ډېره زياته وه.
د دغه يخونو د ويلي کيدلو پايلې به د اوبو سطحه نوره هم لوړه کړی او دا د هغه هيوادونو لپاره د زياتې انديښنې خبره ده ، چې د سمندر د سطحې څخه لاندي پراته دي .
څه ډول چی انسان مری دا نړۍ هم مری او پای لری . ای بیخبر ه انسانه ځان خبر کړه له ځانه غافل مه شه ددین له خوانه تل عبادت کړه ښه پریمانه
لیکوال اوژباړونکی ته دی خدای اجرونه په نصیب کړی آمین
ډیر په زړه پوری مطلب مو ژباړلی دی، او په ریښتیا سره هم هارون یحیی ډیر لوی عالم دی.
مننه
انا لله وانا الیه راجعون
که په کنر کې مو خلک وژل کیږی که هرڅه راباندی کیږی خو خدای ته ورتګ لرو او پوښتنه به وی زه حیران یم چې دنړۍ له ختمیدو وروسته او له قیامته وروسته به هغه کسان چې دخدای له اوامرو یې سرکښي کړې څه ځوابونه ولری هو یاده دی وی چی پس له مرګه وخت ډېر ژر تیریږی داسې مه ګڼۍ چې دنړۍ ترپایه وخت ډېردی همغه مړینه بس پیل دقیامت دی او دپوښتنې دخدای لپاره سم فکر وکړی او له نارواوو لاس واخلی له لیکوال او ژباړونکی نه مننه چې په زړه پورې مطلب یې لیکلی او زموږ پام دقران او قیام لوری ته کړی او دقران په حقانیت باندی یې دلیل راوړی
da tole khabare che doe yee mong ta oas kawe qurann 1430 kala pakhwa kari de
da d esawe aw yahoode zaman cha poh kral doe da allah pa nezd zanawar aw la haghe ham badtar de
kho mong musalmanano ta de allah hedayat da neko wakri
amin