په لوګر کې د 1389 کال قرآن پوهنې د دورې خبرتيا

 

قرآن کريم به له چانه فرياد کوي؟؟
قرآن کريم به د قيامت په ورځ د الله(ج) په وړاندې له  مونږ نه شکايت کوي، وايي به چې اې الله(ج) ستا بندګانو ماته شا کړې وه، ماته يې هيڅ توجه نلرله، نه يې زما تلاوت کاوه او نه يې زما په معنا او مفهوم ځان پوهاوه، نه يې زما په احکامو فيصله کوله او نه خو يې زما په فيصلو عمل کاوه، نه يې زما د نظام د اقامې لپاره هڅه کوله او نه خو يې د هغه چا ملاتړ کولو چې هغوي زما د لارښوونو او پيغام د خپراوي لپاره کوښښ کاوه.
مسلمانه وروره او مسلمانې خورې!
آيا کله مو هم پدې فکر کړی دی چې هسې نه مونږ به هم له هغه خلکو نه يو چې قرآن کريم ترې نه خفه وي او د الله(ج) په حضور کې ترې نه شکايت او فرياد وکړي؟ که تاسې ډاډه ياست، چې نه يو، نو څه دليل لرئ؟ آيا د قرآن کريم حقونه مو پرځاي کړي دي؟
آيا د قرآن کريم تلاوت مو زده دی او آيا هميشه يې لولئ؟
آيا د قرآن کريم په معنا او مقصد مو ځان پوهولی دی؟
آيا په قرآني دورو او درسونو کې مو برخه اخيستې ده؟
آيا د قرآن کريم د پيغام خپرولو لپاره مو هڅه او کوښښ کړی دی؟
آيا په خپل اولاد کې مو لږ تر لږه يوتن د قرآن کريم، حفظ، زده کړې، تفسير او ترجمې ته او د قرآن کريم پيغام خپرولو ته وقف کړی دی؟
آيا د خپل مال او پيسو يوه برخه ـ که لږه هم وي ـ مو د قرآن کريم د خدمت لپاره لګولې ده؟
آيا د قرآن کريم د خدمت ګارانو سره مو مرسته او ملاتړ کړی دی؟
نو که ځواب ( هو ) وي خو ډيره ښه ده او که ( نه ) وي نو بيا هم لا وخت شته او سر له اوس نه تصميم ونيسه.
مسلمانه وروره او مسلمانې خورې!
که مونږ په خپله د قرآن کريم په اړه بې توجه يو او هيڅ پام نه ورته کوو، نو له يهودو او نصاراوو نه څه ګيله لرو؟ چې قرآن مو سوځوي، ځکه چې هغوی خو زمونږ دښمنان دي، هغوی خو له پخوا نه پدې اړه قسم کړی دی چې د قرآن کريم په خلاف به جګړه کوي او نه به پريږدي چې دغه آسماني کتاب په ځمکه کې نافذ شي.
جمعيت اصلاح همدغه هدف لري چې د قرآن کريم خدمت وکړي، خپل هيوادوال د دغه مبارک کتاب له فرمانونو او هداياتو نه خبر کړي، د قرآن کريم په معنا او مفهوم يې وپوهوي او له هر افغان نه د قرآني اخلاقو مطابق انسان جوړ شي او په نتيجه کې په ټولنه کې په طبيعي ډول قرآن کريم نافذ شي.
د لوګر مسلمان او متدين ولسه!
جمعيت اصلاح د افغانستان په ګوټ ګوت کې د قرآن کريم سترې سترې غونډې جوړوي چې په لکونو خلک ( ښځې او نارينه ) پکې برخه اخلي.
په ننګرهار کې، په هرات کې، په کابل کې، په لغمان کې، په کندز کې، په تخار کې …لڼده داچې په هر ولايت او هره ولسوالۍ کې…
نو دا دی اوس د الله پاک په فضل او توفيق د دورې نوبت ستاسې ولايت ته رارسيدلی دی، ستاسې په سيمه کې به د قرآن کريم ستره غونډه جوړيږي ، هغه غونډه چې د الله(ج) برکتونه او رحمتونه به ورباندې نازليږي او هره لحظه او شيبه به يې اجر او ثواب وي.
نو له تاسې نه په درناوي سره هيله کيږي چې په دغه شپږ ورځنۍ دوره کې برخه واخلئ، هغه کاميابه کړئ، د زرګونو په شمير کې د جامع جومات په لور را وخوځيږئ، د لوګر په تاريخ کې دا په زرينو کرښو ثبت کړئ چې دغلته د قرآن کريم ستره غونډه جوړه شوه او په زرګونو تنو پکې برخه اخيستې وه.
د کليسا د مشرانو زړه وچوئ!
راځئ، چې د قرآن کريم دغه غونډه کاميابه کړو او د امريکا د فلور‌يډا ښار په کليسا کې ناست پادري ( تيري جونز ) هغه چې د قرآن کريم د سوځولو اراده يې کړې وه ، زړه وچوو.
راځئ! د قرآن کريم دغه دوره کاميابه کړو او نړۍ ته ثابته کړو چې د افغانستان مسلمانان له قرآن کريم سره ژور او مزبوت تړاو لري، داسې تړاو چې د نړۍ يو طاقت يې هم د ختمولو توان نلري.
د يکشنبې په ورځ ، د عقرب په ۲ مه نيټه ، سهار په ۷ بجې د پل علم په جامع جومات کې ستاسې راتګ ته سترګې په لار يو.
د هرې ورځې د درس په پاي کې به مريضانو، قرضدارانو، بنديانو او د شرعي حاجت لرونکو ته دوعا کيږي.
يکشنبه – جمعه
۲ – ۷ عقرب
سهار ۷ بجې
لوګر ولايت جامع جومات
جمعيت اصلاح افغانستان

No related posts.

 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

6 تبصره ها

  1. حمیدی says:

    الله تعالی دی ټول هغه ورونوته اجر ورکړی چی د دی برنامی به دایریدو کی برخه اخیستی خصوصا مولوی صاحب ته چی دننګرهارنه یی لته تشریف راوړی اودلوګر مسلمان مجاهد اوشهیدبال اولس ته چی دایمان به تقاضایی به دی برنامه کی به مینه برخه اخیستی دااولس چی به قرآن جوړنشی به بل هیڅ شی نشی جوړیدای الله تعالی دی مونژ ته دقرآن علم اوبه هغی دعمل توفیق راکړی اوجمعیت اصلاح ته دی الله به اخلاص داتوفیق ورکړی چه خبل رسالت به شه شان ادادکړی .

  2. ابو عمير says:

    ماشاءالله
    الله مو كامياب او بريالي لره

  3. حاجي شير آغا says:

    ټولو وروڼو ته السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته وړاندې کوم!
    وروڼو تاسې باور وکړئ چې زمونږ د ټولنې له پاره دا روان اخلاقي فساد، په معاملاتو کې درغلي او له خدايه نه ويره د ټولې ناټو له ټولو عسکرو څخه خطرناک دي، ځکه چې عسکر د وسلې په زور ايستل کيدی شي، مګر فکري انحراف او په معاملاتو کې درغلي له فکري قناعت ورکولو څخه پرته په بل هيڅ شي نه اصلاح کيږي.
    تاسې باور وکړئ چې کله سړی په معاملاتو کې د دې خپل ولس چلن ته ګوري، ترې نهيلی شي، خو بيا هم مونږ د مسلمانانو په توګه بايد د الله له رحمت څخه نهيلي نه شو، ځکه چې د هغه رحمت ډير پراخه دی، او له کافر پرته ترې بل څوک نه نهيلي کيږي.
    دا يوازې نه د جمعيت اصلاح کار دی، او نه يې په يوازې ځان کولی شي، زما غوښتنه له ټولو مسلمانانو وروڼو څخه ده چې لومړی خپل اجتماعي اسلام ته عملي جامه ور واغوندي، او بيا د نورو د سمون هڅه وکړي، که نه خدای مه کړه دا ټولنه مو له لاسه وځي.
    د خطر زنګ ډير پخوا وهل شوی، خو مونږ په غوږونو کې د لټۍ او د مسؤليت د نه احساس مالوچ ايښي.

  4. ستړی به ته وې says:

    الله مو په جهودو کې برکت واچوه اې د اصلاح ټولیه!
    په ریښتیا هم که مسلمانان غواړي د دښمنانو مقابله وکړي او د قرآن د سوځولو څخه مخنیوی وکړي نو یواځینی لاره یې دا ده چې قرآن ته مخه کړي، په قرآن باندې ځان پوه کړي او قرآن خپل ژوند ته دننه کړي.
    هو! د قرآن دښمنان څه کولای شی دوی ېې که سوځوي نو مونږ په خپلو زړونو او ژوند کې ځای ورکوو.

  5. فضل الهادى وزين says:

    الله تعالى دى دا دوره مباركه كرى، قرآن كريم ددى امت اساس او بنست دى، قرآن سره كلكه رابطه د مسلمان دنده ده.
    دافغانستان مسلمان ولس لمرى حل لباره دقرآنى دورو تجربه كوى. دغه مسلمان ولس قرآنى تعليماتو ته تري دي او ددغى دورو هركلى كوى.
    الله دى د جمعيت اصلاح او نورو مخلصو ورونو ته اجر ور به برخه كرى جى ددغسى مهمو كارونو ته ملا ترلى دى. دغسى كارونه به دغه ملك كى د يو صحيح اسلامى مبارك مثبت بدلون اساس دى.
    د لوكر ولايت مسلمان او مجاهد خلك به د نورو ولايتونو به شان به ددغي دورى هركلى كوى او خبلو زروزنه قرآن ته برانستلى ساتى.
    زما به اند او فكر جمعيت اصلاح ورونو ته كميت يعنى د خلكو دير تعداد راتك دورو ته بايد مهمه نه وى اصل خبره د كيفيت ده، د بركت ده ، د نيت ده. تاسو خبل كار او جهد جارى وساتى ، اخلاص او للهيت ولرى، ريا او حان شودنه نه حان وساتى، خلكو ته خبل بيغام رسولو كى سستى مه كوى، دكار اتقان او شه نه شه اهتمام وكرى بيا نتائج الله ته بريردى. هغه عظيم ذات خبله فرمايى:
    والذين جاهدوا فينا لنهدينهم سبلنا و إن الله لمع المحسنين.
    بارك الله فيكم و سدد خطاكم و دمتم للخير و النور.
    و قل اعملوا فسيرى الله عملكم و رسوله و المؤمنون ثم تردون إلى عالم الغيب والشهادة فينبئكم بما كنتم تعملون.

  6. نویدی says:

    الله تعالی دی د لوگرجمعیت اصلا ح ورونو ته د دنیا او آخرت نیکی ورپه برخه کری
    چی خپلو خلکوته یی په دومره اخلاص سره د قرانی دوری بند او بست کری دی
    الله تعالی دی مونز د قران په خادمانو او د قرآن د عاملینو د جملی سخه وگرزوی
    آمین

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید