د اسلام آنلاين چلوونکو آن اسلام وبپاڼه پرانیسته

 

سرچينه: آن اسلام.نټ
ژباړه: فضل الرحمن مظهري

قاهره:

د اسلام آنلاین وبپاڼې چلوونکو د قطر هیواد له مالي مرسته کونکو سره د کاري خپلواکۍ پر سر له څو مياشتني ناندریو وروسته، د اکتوبر په نهمه نېټه د بديل په توګه خپله نوې ويبپاڼه آن اسلام، پرانيستله.
د MDA چې يوه غيري انتفاعي اداره ده او آن اسلام ويبپاڼه يې پرانيستي، د امانتدارو د بورډ مشر هشام جعفر وويل: (زموږ هیله دا وه چې داسې يوه ويبپاڼه پرانيزو چې د کاري ډلې  چارې له فنډ ورکونکو څخه خپلواکې واوسي).
د آن اسلام ويبپاڼې د پرانيستلو نظريه هغه وخت را منځ ته شوه کله چې په دوحه کې د بلاغ کلتوري ټولنې چې اسلام آنلاين ويبپاڼه يي اداره کوله، له نوي مشر سره د روان ميلادي کال د مارچ په مياشت کې بحران را منځ ته شو.
د اسلام آنلاين کاري ډلې چې مشري يي مشهور ديني عالم شيخ يوسف قرضاوي په غاړه درلوده، له پيل څخه (۱۹۹۹ ميلادي کال) را په دې خوا په خپله نشراتي پالیسۍ کې پوره ازادي درلوده.
خو ستونزه يو کال وړاندې هغه مهال را ولاړه شوه چې کله نوي مشر په کاري پروسه کې مداخله پيل کړه او د اسلام آنلاين ويبپاڼې له معتدل پيغام سره يې ناخوښي وښوده. د دې لپاره چې د اسلام انلاين په خپرونو پوره کنترول ولري، نوي مشر فيصله وکړه چې د سایټ اداره دوحې ته انتقال کړي.
په همدې خاطر د اسلام آنلاين ژورناليستانو او کارکونکو زيات لاريونونه تر سره کړل، تر څو د کاري پاليسۍ، معتدل پيغام او د کار د بيا پيلولو غوښتنه وکړي او خپل مالي حقوق تر لاسه کړي.
د همدې ژورناليستانو زيات شمېر کسانو دا فيصله وکړه تر څو له ورته مسلکې کاري پاليسيو او معتدل اسلامي ليدلوري سره چې د ټول وخت او هرې سيمې لپاره کار ورکړي، د بديل په توګه آن اسلام ويبپاڼه رامنځ ته کړي.
د آن اسلام ويبپاڼې د پرانيستې په مراسمو کې هشام جعفر و ويل: (ځيني کارکونکې په دې موافق ول چې په داو طلبانه توګه کار وکړي، خو نورو بيا د تنخواګانو کمول ومنل، تر څو د سايټ د پرانيستلو مصارف کم شي او دې کار د ويبپاڼې په پرانيستلو کې زياته مرسته وکړه تر څو په اميدوارۍ سره د ۲۰۱۱ ميلادي کال له پيل څخه منظم فنډ تر لاسه کړو.)
نوې ويبپاڼه د مصري غيري انتفاعي ادارې لخوا چې د مطبوعاتو د پرمختګ لپاره کار کوي او د مصر له حکومت سره راجستر هم ده، تر چتر لاندې پرانيستل شوه.
د MDA ادارې سر منشي وايل برهان د خپلې وينا په ترڅ کې وويل: (آن اسلام ويبپاڼه ستر مطبوعاتي ابتکار وړاندي کوي چې په نړيواله کچه د يولسم سپتمبر له پيښو را پديخوا په ډراماتيکو پرمختګونو کې ستر اهميت لري.)
هغه زياته کړه: (نړۍ داسې رسنیو ته اړتيا لري چې له همدې پرمختګونو سره په مسلکي توګه پرمخ ولاړ شي، تر څو د پيښو ټول اړخونه واضح کړي، داسې رسنۍ چې دا وړتيا ولري تر څو نړيوال اجتماعي، اقتصادي او مذهبي موضوعات په بې طرفه او ژوره بڼه تحليل کړي.)
برهان په دې باور دی چې آن اسلام ويبپاڼه به د مسلکي کاري ټيم، تجربه لرونکو خبريالانو او د نړيوالو ليکوالو د ونډې په مرسته ورته رول ولوبوي.
د نوې ويبپانې موخه دا ده چې د مسلمانانو، د نويو مسلمان شوو او هغو نامسلمانانو لپاره چې له اسلامي موضوعاتو سره مینه لري، یوه هر اړخیزه اسلامی سرچینه وګرځي.
دا ويبپاڼه غواړي معاصر اسلامي بحثونه تازه او له سره تحليل کړي، د کورنۍ په ارزښت په ځانګړي توګه په غيراسلامي هيوادونو کې او د مسلمانو اقليتونو ننګونې چې په لویدیځ کې ورسره لاس او ګریوان دي تر تمرکز لاندې راولي.
همدا راز د اسلاموفوبيا او د تروريزم په نامه د نړیوالې ډرامې په وړاندې دریدل د ويبپاڼې په اجنډا کې شامل دي.
ويبپاڼه په پلان کې لري تر څو وکولای شي چې په لویدیځ کې لږکي مسلمانان د خپلو هيوادونو لپاره مثبته ونډه ولري او همدارنګه د اسلامي ستورو تر عنوان لاندي په ټولو علمي، کلتوري، اقتصادي او ورزشي برخو کې تمرکز ولري.
آن اسلام ويبپاڼه به د (اسلام ولولئ) تر عنوان لاندې يوه بېله برخه ولري چې له غير مسلمانو او نويو مسلمانو سره به مرسته وکړي تر څو اسلام وپيژني او د هغه په ريښتيني پيغام پوه شي.

نورې دا ډول ليکنې:

  1. اسلام دانټرنټ پر لیکه
 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

5 تبصره ها

  1. نورالحق ذهین says:

    ډیره ډیره مننه ستاسو نه جه دافغانستان ولس ته نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کوی بیا هم ستاسونه یوه دنیا مننه

  2. قاری عیسی "محمدی" says:

    خداوند”ج”به تمام مسلمانان توفیق خدمت عطا فرماید وسائتهائ اسلامی را وسعت فرماید واقعً که سائتهای اسلامی به تمام مسلمانان مفید واقع شده است بالخصوص برای مسلمانان که در کشورهای کفری زندگی دارند شخص خودم بسیار به این سائتها علاقه دارم وبسیار معلومات به دست آوردیم خداوند”ج”تمام مسلمانان را وباالخصوص علماء را در حفظ وأمان خود داشته باشد والسّلام

  3. M shapoor says:

    salam
    We really proud on such Muslim brothers who word in this regards

  4. داکتر عمر خان says:

    ټولو مسلمانانو ته دې مبارک وي
    خصوصا د اسلام آنلاین غړو او کارکوونکو ته
    ما وکتلو، خوندور سایت وو
    د خوښۍ ځای دی چې اسلام په انترنتي نړۍ کې هم مبارزین لري
    الله دې دوی کامیاب لري
    الله د دوی کوښښونه د اسلامي خلافت په راوستلو کې مرستندوی وګرځوي
    الله یې دې تل ویښ لري

  5. ستړی به ته وې says:

    مبارک شه
    یو وخت مې د یوه عالم له خولې د اسلامي جریان یوه تشبیه اوریدلې وه، ډیره جالبه و؛ هغه ویل:
    اسلامي جریان یا حرکت یا په لنډو کې هغه څوک چې اسلام ته کار کړي د ونې د ریښو په شان کله یې چې د ځمکې په تل کې کومه تیږه او یا بله مانع راشي نو دریدل یې له طبیعت سره نه جوړیږي بلکه لاره بدلوي او په بله لاره ځان غزوي.
    تسلیمي او نهیلیتوب د مسلمانانو د ځانګړتیاوو په لست کې هیڅ ځای نه لري
    اسلام آنلاین هم همداسې وکړل، او الله یې دې همداسې بریالي لري.

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید