Home » اصلاح انلاين »
د اصلاح انلاين په اړه څو پيليزې خبرې
څوک يو؟
اصلاح انلاين د هدفمندو سايټونو په ډله کې په دې تکل را پاڅېدلې چې د لوستونکو عام پوهاوي ته د يو سالم تګلوري او څرګندې تګلارې له مخې وده ورکړي. د اسلام په اړه د لوستونکو د معلوماتو زياتول، او د ژوند د هر اړخ ستونزې له وسطي اسلامي ليدلوري څخه څېړل د اصلاح انلاين د محتوياتو تر ټولو غټه برخه جوړوي.
ورپسې د ملي مسالو په اړه لوستونکو ته پر عقلانيت ولاړ سالم ذهنيت ورکول او په داسې يو مهال کې چې د هېواد د پرګنو د يووالي تر بلونکو د بېلوالي هغه زيات دي، د ملي وحدت د ټينګښت لپاره کار کول د سايټ دويم لومړيتوب جوړوي.
په دې باور يو چې ددغه سپېڅلي هدف د لارويانو کاروان خورا اوږد دی، خو خورا سره شېندلی.
اصلاح انلاين له ټولو بادرده ليکوالانو او د وطن او اسلام له خوږمنو څخه غوښتنه کوي چې راځئ د حق د کلمې د ويلو دغه سټېج په ګډه سره پرمخ بوځو او پياوړی يې کړو.
اصلاح انلاين په دې روحيه جوړ شوى چې د انټرنټ پر مخ افغان ځوانانو ته له اسلامي ليدلورې روانې چاري، روزنيز مسايل او علمي ليکنې وړاندې کړي.
اصلاح انلاين.نټ د هېواد له دننه او له بهره د با احساسه ليکوالانو لخوا پر مخ بيول کېږي، خو مرکزي دفتر يې د کابل په خوشال خانه مېنه کې دى.
څه خپروو؟
اصلاح انلاين.نټ د خپلو لوستونکو د دنيوي او اخروي ښېګڼې، مادي او معنوي ښېرازتيا، او د دې وران هېواد د فزيکي او معنوي رغونې لپاره مټې رابډ وهلې دي. اصلاح انلاين.نټ د ډېرى نورو افغاني سايټونو په څېر هر څه نه خپروي. يوازې هدفمند او رغنده شيان خپروي. زياتره ټينګار يې ځوانانو ته د ملت د جوړونې او اسلامي فکر د ويښتابه پر دودولو دى.
تګلاره:
د اصلاح انلاين.نټ تګلارې تر ټولو مهم ټکى ټولو ديني او ملي ارزښتونو ته پوره درناوى دى. موږ به له ټولو هغو قلمونو سره په ګډه کار کوو چې د اسلامي ويښتابه د خپرولو او د هيواد د جوړولو لپاره په اخلاص چلېږي. بيا هم دا سايټ د نورو ډېرى سايټونو په څېر د ضد او نقيض محتوياتو ګډوله نه ده، بلکې يوازې هغه څه خپروي چې رغنده، روزنيز او علمي ګټه ولري.
تر شا مو څوک دي؟
لکه چې د سايټ په تندي ليکل شوي جمعيت اصلاح، د همدغه ټولنيز سازمان د کلتوري او رسنيو د څانګې لخوا د دغه سايټ سمبالښت شوى دى، البته تر ډېره د با احساسه داو طلبه ځوانانو د وخت او جېب په لګښت. سمه ده چې سايټ د جمعيت اصلاح لخوا دى، خو دا په دې مانا نه ده چې اصلاح انلاين.نټ به د جمعيت اصلاح لپاره تبليغات کوي او يا به د دغې ټولنې فعاليتونه خپروي. کيداى شي دغسې څه پکې پنځه فيصده هم ونه مومئ. بلکې کوم هدف چې د جمعيت اصلاح دى دا سايټ هم د هغه هدف د پر مخ بيولو لپاره يوه وسيله ده، او بس.
هدف:
د دې وېبپاڼې د جوړولو موخه افغان ځوانانو ته د خپل هېواد او سيمې د چارو او د خپل دين او کلتور په اړه د سم پوهاوي ورکول دي. همدارنګه بل هدف د افغانستان په بيا ودانولو كې د كلتوري, ښوونيز او ټولنيز كار له لارې برخه اخيستنه ده.
-په ټولنه كې د سولې او كراري ټينګښت او د اخوت او ورورګلوۍ چاپيريال رامنځته كولو په موخه هڅې او د هر ډول جاهلي ژبني او قومي تعصب او توپير په خلاف مبارزه.
په ټولنه كې د اسلامي كلتور او ملي اصيلو ارزښتونو خپرونه او د هر ډول اخلاقي مفاسدو او وارداتي كلتورونو سره مبارزه.
د خلكو په ذهنونو كې له وطن سره د مينې, خلكو ته د خدمت او دملي ګټو ساتنې مفاهيمو ته وده ورکول.
نورې دا ډول ليکنې:
- د اصلاح انلاين د نوي سايټ تر چمتو کېدو پوري…
- اصلاح انلاين داود جبارخېل ته جايزه ورکړه
- اصلاح انلاين سل زرم ته جايزه ورکوي
- د اصلاح انلاين د ۱۰۰۰۰۰مې کتنې ګټونکي اعلان شول
- اصلاح انلاين ته وليکئ

19 تبصره ها
السلام علیکم
دا ځما ړومبی ځل دی چی می اصلاح ان لاین می وکته ډیر خوښ شوم/ و الله مو تل د اسلامی او کتوری خپرونو کی کامیاب لره ستا سو د لا زیاتو کامیابو په هیله. عاجز ساحل.
کله چې د اصلاح ویب پاڼې هر مقاله لولوم ډیر زیات خوشحاله کيږم الله پاک دی تاسو ته نور هم توفيق درکړي او الله پاک دي تاسو ته د خپل عمل د خير جزا درکړي
وسلام
د سایټ محترمو چلوونکو
السلام عليکم
د سایټ رنګ مو بدل کړی، ښه نوښت دی، خو (د اسلامي ويښتابه په لور) شعار مو چې له منځه وړې، ولې؟ ایا اسلامي ويښتابه ته ورسېدئ که څنګه؟؟؟
برادران و دست اندر کاران سایت اصلاح:-
اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته
ازینکه درین اواخر توطیه هایی دشمنان اسلام چه از نګاه مالی و چه از نګاه معنوی باشد بالایی دین مبین اسلام بی شرمانه جریان داشته و همچنان درین حالات خاص و حالات بحرانی که در کشور عزیز مایان جریان دارد ، اینکه شمایان زحمت هایی را در ترتیب و تدوین این سایت متقبل شده اید از خداوند متعال برایی شما عافیب کامګاری مغفرت و صحت را خواهانیم.
چونکه این عصر جدید است و دشمنان اسلام به سرعت بیشتر برایی انحراف سعی دارند پس باید ما مسلمانان را لازم است که با سرعت نوری در تبلیغ دین و اساسات اسلامی خود بکوشیم طور که شاعر می فرماید.
ګر نبارد ابر ، کی خندد چَمن
ګر نګیرید طفل کی چوشد لَبن
السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته
که څوک وا غواړې چه تاسو سره خپلی لیکنی
شرېکی کړی کولی شی ؟
او که نه او طرېقه څه دا
http://www.hadawal2.net.ms/
دلوي خداي(ج) په سپيڅلي نامه
دميني او اخلاص سلامونه د اصلاح انلاین وټولو کارکونکيو اوليدونکيوته وړاندی کوم وروسته له سلام. ستاسوخدمت دستایلو دی په دی ویب پاڼه سره د ډیرو مسلمانانوذهنونه رابیداره سول اوډیرو خوندو او وروڼو په اسلامی پوه کی ډیر والی راغی .دنور بری په هیله .مننه فضل احمد
دوستان عزیز السلام علیکم ورحمةالله وبرکاتة وبعد!
میخواستم که با سایت شما در ارتباط باشم ام با تأسف که کمپیوتر بنده شامل یکی از ادارات دولتی بوده وبجز از یک user که از طرف اداره برایم ترتیب گردیده است کدام user دیگر در اختیار ندارم وuser را هم صفحه عضویت نه پذیرفت . فلهذا لطفاً ایمیل آدرس جمعیت محترم اصلاح را برایم ارسال نمائید تا از آنطریق بتوانم با شما در ارتباط باشم
السلام علیکم
زه د جمیعت اصلاح له وګړو څخه ډیره مننه کوم چی ځانونه یی ددی دپاره تکلیف کری چی د خلکو ذهن او فکرت ټول اسلام طرف ته راواړوی.
او غواړی چی خلک د اسلام له مزایاو څخه خبر کړی.
و السلام علکم
هر که عمل نیک را انجام دهد برای وی اجر ده برابر بلکه بیشتر از آنهم است:
خوش ها به حال کسانیکه به انجام عمل نیک وشایسته عادت کردند و از عمل زشت ونا پسند همیشه بدور اند واز انجام آن حیا د ارند.
آری دوستان برای انسان ها لازم است که درخت غرص کنند که دیگران از آن استفاده کند نه اینکه درخت را که دیگران غرس کرده اند از ریشه بر کند.
چون انسان زمانی به سعادت میرسد که اعمالش را مطابق به اعمال رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ویاران او انجام د هد در غیر ان راه راکه میرود به ترکستان است. چون بسا کسانی هستند از یک طرف دعوی مسلمانی میکنند از طرف نا قضین قواعد اسلامی اند ما برای شان از با رگاه الهی در وازه هدایت را استد عا داریم تا باشد ایشان از جمله اصلاح گران جامعه گردند.
آنچه کی درد مند است برای ما وجود یک عده اشخاص فریبا و نالایق که خو د را بهترینان جا میزنند واز هیج مکر برای فریب مردم کم نمی گیرند نمونه بارز اینگونه انسان ها کسانی اند خود ر ا نامزد در مجلس نمایند گان کرده اند ویادیگر مناصب های کلید ی در کشور در حالیکه این گونه اعمال را خداوند زشت ونا پسند خوانده است این اعمال در ا سلام جا یگاهی ندارد و میخواهند که این اعمال زشت خویش رنگ و آلایش دینی دهند در حقیقت این خلاف این فرموده خداوند است که چنین فرموده است:
فلا تزکو انفسکم ، هو اعلم بمن تقی:
پس چگونه این ها خود را این گونه کار آمد میخوانند برای انجام هر کار خویش را بهترینان جلوه مینمایند در حقیقت راه آسان برای پذیرش این است که ایشان دروغ میگویند بجز از تن پروری یا منافع شخصی خویش دیگر هدفی ندارند زمانیکه به هدف رسیدند کمتر توجهی را برای دین ودیگران ندارند.
بالاخره خوشا به حال کسانیکه بیشتر به عمق موضوع رفتند وخود را ازین دام تزویر نجات دادند.
کسانیکه درین مورد نظر داشته باشند میتوانند نظر خویش را با ما در میان بگذارند h.abdullah1400@yahoo.comایمیل من است.
ازطرف عبدالوارث ( ثاقب ) السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
با اظهار سپاس از خدمات ارزنده تان درراستای حفظ ارزشهای اسلامی وملی کشور جنگ زده وعقب مانده ما افغانستان . امید وارم که باتوکل به خداوند قادروتوانا دربرابر تهاجم فرهنگی،دینی،جغرافیوی واقتصادی بیگانگان ازهیچ گونه سعی وتلاش دریغ نورزیده وبا ارایه موضوعات ومضامین مفید ومؤثر درپرتو ارشادات کلام الهی واحادیث نبوی روح و روان مارا به نوازش بگیرید. وازخواب غفلت بیدار نموده وبه طرف وظایف اصلی مان که همانا اطاعت ازفرامین الهی ، الامر بالمعروف والنهی عن المنکرمیباشد رهنما گردید.درنهایت ازخداوند لایزال وهدایت دهنده برای خود توفیق تقوا وبرای شما مؤفقیت مزید درامر بیدارسازی افکار جامعه بالخصوص جوانان ونوجوانان خواهانم .بااحترام
گر به شوق کعبه خواهی زد قدم
سرزنش ها گرکند خارمغیلان غم مخور
اسلام عليکم ورحمته الله وبرکا ته
تر ټولو وړانډ ي داصلاح انلاين کار کونکو ته سلام او نيکي هيلي وړاندي کوم او اميد لرم چي ځما سلام به قبول کړي له سلام وروسته اصلاح انلاين چي کوم خدمت له اسلام لپاره شروع کړي دي ډير دستايني وړدي اوهغه لريوالي چي داسلام علومو اوعصري علوموتر منځ پيداشويدي اويا هغهاختلافات چي داسلامي ملت ترمنځ دي ځما په فکر سره داصلاح انلاين کار کونکو دشپه او ورځ دډير کوښښ له کبله اسلامي علوم اوعصري علوم پخوا په شان يو بل ته ډير ورنزدي کړي دي اوداسلامي ملت اختلافات تر ډيره حدپوري حل کول هم داصلاح انلاين بريالي توب دي اوداصلاح انلاين دافتا شعبه ډيره ديادوني وړ ده الله جل جلاله دي داصلاح انلاين دا خدمت قبول کړي اوداصلاح انلاين کارکونکو ته دي پوره پوره بدله په دونيا اواخرت کي ورکړي اواصلاح انلاين دي الله جل جلاله دامت اصلاح ذريعه اگرځوي امين
ګراون ورونو ته السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته ډیر خوښ او خوشال یم چه داصلاح نیټ کښې لیکل کوم محترمو دالله جل جلاله نوم سره دتجلیل کلمه او دپیغمبر رسول ،پرښتی له نامه سره صلی الله علیه وسلم یا علیه السلام او دصحابی تابعی او بل دینی شخص لپاره چه وفات شوی وي رحمه الله یا رضی الله عنه یا قدس الله سره او دژوندی نیک انسان لپاره حرسه الله یا حفظه الله یا دامت برکاته العالیه یا مد ظله العالی ادبی توری په بشپړه تو ګه ولیکی چه په نیمګړی لیکلو یی دالله جل جلاله او رسو ل الله صلی الله علیه وسلم ډیری سختی سزاګانی ټاکلی نو باید دلیکدود دادب له مخی ددی خبری لحاظ وساتل شي ،ځانګړی سلامونه خپل محترم دوست او هم صنفی مولوی محمد ظاهر حمیدی صیب ته وړاندی کوم ((ذاکری الکوزی))
با اظهار تشکر و امطنان باید متذکر گردید که اصلاح آنلاین یک ویب سایت خیلی آموزشی و دارای معلومات های دقیق اسلامی بوده و برای اشخاصیکه به این سایت اسلامی تماس دارند البته به شمول خودم بسیار موثر واقع گردیده است. شخصا خودم برای اشخاصیکه در تهیه و فراهم سازی مطالب و مندرجات این سایت سهم داشته و زحمات زیادی را متقبل گردیده از بارگاه ایزد متعال اجر عظیم و توفیق مزید تمنا دارم.
تشکر از کسانکه در درست کردن این سایت زحمت کشیدن اینشاالله که خداوند متعال اجرش رو نصیب شماکند…….
شخصآ خودم ازین سایت خیلی حرفها رو آموختم یه دنیا ممنونم .
تشکری مینمایم ازین سیا یت واقعا که موثر است برای ملت افغانستان وتمام مسلمان های جهان تشکر ی میکنم
يقينا چی په اوس وخت کی یو نیک او په زره پوری اقدام دی د الله تعالی نه درته توفیق غوارم ددشمن د مقابلی لپاره د هری جایزی نه کار اخیستل د یو موقع شناست داعی او مجاهد وظیفه ده نن اکثر حوانان انترنیت ته لاس رسی لری او زیات یی د همدی لیاری گمراه کیگی نو که د انترنیت له لاری دغه حوانان حق او اسلام ته دعوت شی نو بی له شکه چی خه نتیجی به یی راووزی الله مو کامیاب لر .
مننه الله مو دادنیا او هغه دنیا روشانه لری
که حقیقت ووایم نو نه هیردونکی خدمت مو کری ده
الله دی تاسو ته نورهم توفیق درکری او الله دی وکری چه مونژ هم ستاسو سره ددی صف ملگرتو ب وکرو
برادران ودوستان در تارنمای اصلاحی اصلاح
السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته
خداکند که این تارنما تشنگی مردم مارا که دردیگر تارنماها احساس می شود مرفوع ساخته مصدر علم ومعرفت برای تمامی مردم گردد.
امید دارم که جمعیت اصلاح بتواندبخش عربی وانگلیسی تارنمای خودرا فعال نماید تا دیگر مردمان دنیا از جریانات داخل افغانستان به طور درست معلومات حاصل نمایند.
به امید موفقیت وکامیابی هرچه بیشتر شما
خلیل حامد
ملبورن، آسترالیا
تشکر از این که در این شرایط مهمم و حساسی که تلاشهای گسترده در جهت انحراف افکار و اندیشه های دینی ما جریان دارد و ارزش های دینی ما به گذشته هرروز هدف تیر دشمنان ما قرار می گیرد، شما سایت دینی را جهت اصلاح افکار و پاسداری از ارزشها و مقدسات اسلامی ما راه انداختید و امید است که این سایت به زود ترین فرصت طرف پذیرش و استفاده ملت مسلمان ما قرار گیرد و از خداوند موفقیت شما را در عرصه و در تمام ابعاد کاری و زندگی تان خواهانم. خاکساردین دوست. ساکن حیات آباد پشاور