Home » ساينس او روغتيا »
زيتون په ښځو کې د سرطان مخه نيسي
د داخلې طب څېړنې ښيي هغه مېرمنی چې زیتون خوری لږ د سرطان په ناروغۍ اخته کېږی. دغه راز په زیتونو کې داسې ماده هم شته چې د پروستات له سرطان څخه مخنیوی کوی.
ژباړه: شفيق حقپال*
زيتون داسې خواړه دي چې په قرآن کې يې يادونه شوې. او د دې تر څنګ نني ساينس ثابته کړې چې زيتون پدې برسېره چې يو ډول خوندورو خواړه دي د روغتيا لپاره يوه ګټوره منبع ده.
د التين په سورت كې الله جل جلاله په زيتونو قسم ياد كړى (والتين والزيتون) ژباړه: قسم په اېنځرو او زيتونو.
همدارنګه د نور د سورت په ۳۵ آيت کې د زيتون غوړو ته د مبارک خطاب شوی (يوقد من شجرة مباركة زيتونة) ژباړه: د زيتون له مبارکې ونې نه روښانه شوی.
په قرآن كې زيتون ته د “مبارک” کلمه كارول د زيتونو د تبرك او سپېڅلتيا ښكارندويي كوي. د زيتونو غوړي سره له دې چې د خوړلو يو ډول ښه غوړي دي نورې ډېرې ګټې هم لري چې ځينې يې دا دي:
د زړه ناروغۍ كموي
د زيتونو غوړي له کلسټرولو خالي دي او نه يواځی دا چې د بدن کلسټرول لوړېدو ته نه پرېږدي بلكې كنټرولوي يې هم، پدې سربېره زيتون اوميګا ۶ هم لري. څېړنو ښودلې کله چې يو څوک د ورځې يواځې دوه کاچوغې د زيتونو غوړ وخوري نو په وجود کې به يی زيان رسوونکي کلسټرول کم وي اوانتي اوکسيدايتونه به ډيروي.
زیتون د اومیګا ۳ او اومیګاه ۶ تناسب ساتی چې د بدن لپاره اړين دى او له هغه پرته به انسان د زړه په ناروغۍ، سرطان اونورو اخته شي.
د امریکې د زړه انجمن توصیه کوي چې د زیتونو د غوړو خوړل داسې دي لکه چې په خوړو کې د غوړو کچه راټیټه کړي اود زړه ناروغی هم لږې کړي.
د ښځو د سرطان مخنيوى كوي
د داخلې طب څېړنې ښيي هغه مېرمنی چې زیتون خوری لږ د سرطان په ناروغۍ اخته کېږی. دغه راز په زیتونو کې داسې ماده شته چې د پروستات له سرطان څخه مخنیوی کوی.
د اکسفور د پوهنتون څېړنو ښودلی چې زیتون د کولمو د سرطان مخنیوی هم کولای شي. زیتون د معدې د اسیدونو سره تعامل کوي او د سرطان مخنیوی په لومړی وخت کې کولای شی. دغه راز دا موندل شوي چې زیتون صفرا لږوي او د دای امین اوکسیدیز انزایم ډیروي چې دا په ښه توګه د سرطاني حجرو مخنیوی کوی.
د مفصلونو د پړسوب مخه نيسي
هغه څوک چې د زیتونو غوړ خوری د مفصلونو د التهاب په ناروغیو نه اخته کېږی.
هډوکو ته وده وركوي
په شحمو کې د ګډو شویو ویټامینونو لکه اي، ډي، اې، او كې د هډوکو د ودې لپاره اړین دي. د زیتونو غوړي په ډیر عمرلرونکو کسانو کې ژر جذبېږی او د هډوکي د کلسیم د ضایع کیدو مخنیوی کوی نو زیتون د اسکلیټ په کلکوالی هم ښه اغېزه کولای شی.
ځواني اوږدوي
دا چې په زیتونو کې شته ویټامینونه د حجرو په بیا جوړیدو کې مثبته اغېزه لري نو پوستکی تازه ساتی او د زړښت مخنیوی کوی. په زیتونو کې د ډیر انتی اوکسیدانت د شته والي له کبله هم د خوړو د موادو د استقلاب مخنیوی کیږی او هم د بدن د انساجو د زړښت او بوډاتوب مخنیوی کوی. په زیتونو کې دویټامین اي د شته والي له کبله د بدن د حجرو له خرابیدو څخه مخینوی کېږی.
ماشومان ژر غټوي
اوميگا 6 د ماشومانو د روغتیا او ودې لپاره ډیر ښه خواړه دي. په زیتونو کې د شحمی اسیدونو شته والی د حجروي غشا په جوړیدو کې مرسته کوي.
د زیتون غوړي ډیر متوازن شحم چې نامشبوع وی لکه شیدې په ځان کې لري له همدې کبله د شېدې خوړونکو لپاره ډیره ښه خواړه ګڼل کېږی. د امیدوارۍ په بهیر کې د ماشوم د اعصابو د ودې لامل ګرځي، د امیدواره میندو لپاره یی د خوړو توصیه کېږی. که چېرې د زیتونو غوړي د غواله شیدو سره چې پېروی یې ټول شوی وی یوځای شی د مور د شېدو په ځای ترې ګټه اخستلای شو.
د وینې فشار كموي
د داخلې طب آرشیف په ۲۰۰۰ میلادي کال کې د زیتونو پر دې اغېزو پوه شو او هغه یې مطالعه کړی دی.
له دې ټولو ښېګڼو سره زيتون د بدن د ننه غړو لپاره هم ځينې ګټې لري.
د زیتونو غوړي د ګېډې د پړسوب، ټپ او تیزابي کیدو مخنیوی کوي. د صفرا کیفیت ښه کوی، د صفرا بهر وتل اسانوي او د صفرا ډبرې مخنیوی کوی. په هغه کې د موجودو کلورایدو له امله ځیګر سره مرسته کوي چې له بدن څخه زیان لرونکی مواد دفع کړي. پردماغي شریانونو هم مثبته اغېزه کوي د ګلوكوز له کنټرول سره مرسته کوي او د شکرې ناروغۍ مخنیوی کوي.
پدې ډول پوهان په خوړو کې د زیتونو د زیاتولو توصیه کوی او پدې باور دي چې زیتون باید دهروخوړو اساسی برخه وی.
* شفيق حقپال کابل ميشتى ليکوال دى.
No related posts.

4 تبصره ها
اتل صاحب ولله چی تبصری دی ډیر وخندولم خو دزاهد صاحب دی هم کور ودان وی اوخدای دی اجر ورکړی چی دیوه ورور دهڅونی هڅه یی کړی ږ
ياره زاهده پوزه دې را ته غوڅه كړه
دا خو دې ډيره عميقه مطالعه كړې ده
بيگا ته په كتابچه كې دا هم ليكې چې ۳۰ دقيقي مې مطالعه كړې دا چې ليكوال درنه غلط شو نو هسې نه چې د زيتون په ځاى بادرنګ چا ته توصيه نكړي
هلکه زاهده غلط شوې
مضمون د حقپال دی، او مبارکۍ يې بل چا ته ورکوې
خو بيا هم کور دې ودان، بچيان دې لوی
ډیره زیاته مننه اسلامی صاحب واقعاُچی ډیری ښی موضوعګانی څیړی اوپه دی باندی ارزی چی سړی یی ولولی اوخپل وخت ورته وقف کړی الله دنور هم توفیق درکړی چی نور ښه ارزنده مطالب هم ولیکی اودمینه والو زړونه پری خوشحاله کړی . مننه