امازون كېنډل، د برېښنا-كتابونو لوستونكې آله

 

په کېنډل کې د امازون لخوا د اوکسفورد امريکايي وېېپانګه  وړيا موجوده ده او د وېکيپېډيا ګورتپاڼې (يو وړيا پوهنغونډ، چې په پښتو ژبه هم موجود دی) ته په کې لاس رسی هم وړيا دى.

ژباړه :قدرت الله خان*

کېنډل
امازون کېنډل يوه اله ده چې د برېښنا-کتابونو د لوستلو لپاره کاريږي او له کمپيوټر پرته کار کوي. کېنډل د ۲۰۰۷ز کال د نوومبر په مېاشت کې د امريکا په متحده ايالاتو کې د نامتو پر ليکه کتاب پلورونکي شرکت (امازون.کام) لخوا بازار ته وړاندې شوه. د کېنډل چليز سېسټم (اوپرېټنګ سېسټم) لاېنکس دی، چې د امازون ۱۲۶ نومي لابراتوار يا ليب غړو جوړ کړی دی. کېنډل د اليکټرونيکي پاڼې پر مټ کتابونه ښيې او د امازون د وېسپرنېټ څخه يې راښکته کوي. کله چې کېنډل بازار ته وړاندې کېده نو د امازون په سټور کې يې لږ تر لږه د ۸۸،۰۰۰ برېښنا –کتابونو پېرودلو او ښکته کولو وړتيا لرله او دا اندازه ورځ په ورځ پراختيا مومي، چې په اوسني وخت کې په کې ۲۴۰،۰۰۰ برېښنا –کتابونه پېرودلو او ښکته کېدلو ته چمتو دي؛ لکه څنګه چې په بازار کې يو کتاب بيه لري همدارنګه دا برېښنا –کتابونه هم هر يو خپله بيه لري.  د کېنډل پواسطه د کتابونو تر څنګ په ورځپاڼو او مجلو کې هم د مېاشتني فيس په بدل کې ګډون کولی شئ.  په کېنډل کې د امازون لخوا د اوکسفورد امريکايي وېېپانګه  وړيا موجوده ده او د وېکيپېډيا ګورتپاڼې (يو وړيا پوهنغونډ، چې په پښتو ژبه هم موجود دی) ته په کې لاس رسی هم وړيا دى.  د کېنډل اوسنۍ بيه ۳۵۹ امريکايې ‌ډالره ده. د يادونې وړ ده چې کېنډل اوسمهال يوازې د امريکا په متحده ايالاتو کې کار کوی ځکه چې د امازون  وېسپرنېټ لا تر اوسه يوازې هلته فعال دی. امازون هڅه کوي چې په برتانيا او نورو اروپايي هېوادونو کې له مخابراتي شرکتونو سره خبرې وکړي او خپل وېسپرنېټ هلته هم فعال کړي تر څو کېنډل هلته هم فعال شي. تاسې کولی شئ چې په کېنډل کې تر۲۰۰ برېښنا-کتابونه وساتئ.

کېنډل ۲
د ۲۰۰۹ز کال د فبرورۍ د مېاشتې په نهمه نېټه د امازون شرکت د کېنډل ۲، چې د يو کېنډل يوه نوی بڼه ده، اعلان وکړ او د همدې مېاشتې په دروېشتمه نېټه يې مارکېټ ته وړاندې کړ. د کېنډل ۲ بيه هم ۳۵۹ امريکايي ‌ډالره ده او د دې نوي بڼې غوره ځانګړنې دا دې چې چارج ډېر وخت ساتي، کتاب خپله لولي او لږ تر لږه د ۱،۵۰۰ برښنا-کتابونو د ساتلو لپاره  1.4 جي بي ظرفيت لري.

 


* قدرت الله خان په ننګرهار كې د اصلاح انلاين همكار دى.

No related posts.

 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

4 تبصره ها

  1. هجرت الله says:

    د کینډل د ډونلوډولو لپاره تا سی باید یو ادرس ورکړی وی چی په اسانی سره ډونلوډ سوی وای. ستاسی لیکنی د قدر وړ دی
    مننه ستاسی له احساس او زیار څخه.

  2. ارشاد احمد سلطاني says:

    دیر مننه له لیکنو څخه مو هیله ده چه کوم رونه چه کمپیوتر ساینس لولي باید مخکي له هغي نه د خپل ژبه پوره او مکمل توګه پوح شي که نه نو هضم ولي نشی

  3. Anonymous says:

    ګرانه وروره، که وغواړو د کمپيوټر ساېنس په برخه کې پرمختګ وکړو نو دا لغتونه بايد عام شي او که نه، نو د دې لغتونو پرځای بايذ انګريزي لغتونه وکاروو چې دا با لا بده وي او که څنګه؟؟؟

  4. Anonymous says:

    دا خو ډیره ښه لیکنه وه خو داسې درانده لغات پکې کارول شوي وو چې ما خو هضم نشوای کړای
    هیله ده د داسې لیکنو تر څنګ یوه کوچنی دیکشنری هم کیږدی.

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید