Home » Ramadan » اخبار رمضان »
رمضان په عراق کې
سرچینه: اسلام ویب.نت
ژباړه:حبيب الله زيار
سهام عزیز په روژه کې د هغې خوښ ښار بغداد ته ځې، چیرته چې هغه د هغه سړې غږ چې د بغداد په کوڅو کې روان وې او دا چیغه چې سحور، سحور یانې پیشمنې، پیشمنې په دومره زور او قوت سره وهې چې خلک له خوبه راپاڅوې تر څو سحرې یا پیشمنې وکړې. ماشومانو هم لاټنونه (رڼاګانې) راخیستې وې او د هر کور دروازه ډبوې تر څو خلک پیشمنې ته پاڅې او ځینې خلک خو ورته دروازه خلاصه او ددې کار په بدل کې خوږه یا شیرینې ورکوې. 
د اوږدې ورځې روژې نیولو وروسته، ټول خلک د روژه ماتې لږ دمخه توپخانې ته انتظار وې تر څو د روژه ماتې لپاره آواز وکړې. سهام عزیز واېې دغه د توپ غږ ددې څرګندوې دې چې ورځ بشپړه او ماښام داخل شو تر څو خلک روژه ماته کړې. د بغداد په کوڅو کې هر لور ته د سیخ کباب بوې حس کیږې دا ځکه چې ډیر خلک یې د کور بیرون په سیخانو کې پخوې. خلک روژه ماتې په خرما او مستو یا شملو سره کوې، بیا په مسجد کې د ماښام لمونځ کوې او تر هغه وروسته شوروا، کباب او نور تیار شوې خواړه خورې. ټول اوسیدونکې یو بل کره پاخه شوې خواړه لیږې او هیڅوک هم په روژه کې وږې یا بې روژه ماتې نه پاتې کیږې. له روژه ماتې چې څه زیات شې نو د سحرې یا پیشمنې لپاره ورڅخه ګټه اخیستل کیږې.
نورې دا ډول ليکنې:
- رمضان په مصر کې
- رمضان په ترکمنستان کې
- اسلامي نړۍ د رمضان په لومړې نېټه (۲۰ اسد)
- رمضان په فیلیپین کې
- رمضان په سوېلي افریقا کې

1 تبصره ها
ماشاءالله څومره محبت دی په اسلام اواسلامی ټولنی کی.