نوروز : دچا د خوشحاليو ورځ ؟

 
مولوي  ر.ع.باسولی.
د  نوروز ، مهرجان (د تلې مياشتې لومړۍ ورځ) کرېس مېس او دا ډول د نورو غير اسلامي ملتونو او دينونو د اخترونو ، مېلو او خوشحاليو لمانځل او په هغې کې د خوشحالۍ مظاهره کول په اسلام کې حرام او ناروا دي.
د مسلمانانو داختر ورځې معلومې دي په کار دا ده چې په هغ و ورځو کې چې د کوچني اختر او قربانۍ اختر څخه عبارت دي ، د اسلامي شريعت په چوکاټ کې خوشحالي وکړي.
پېغمبر (ص) چې کله د مکې مکرمې څخه مدينې منورې ته هجرت وکړ ، مدينه والو دختر لپاره دوه ورځې درلودې چې هغه دعلماوو د څېړنې له مخې د نوروز او مهرجان ورځې دي ، پېغمبر(ص) په ډېره مهربانۍ او شفقت سره  هغوی په دغو ورځو کې دخوشحالۍ کولو څخه په داسې توګه منع کړل چې په بدل کې یې ورته د هغې څخه غوره ورځې (کوچنی اختر ، لوی اختر) د خوشحالۍ لپاره مقررې کړې.
امام ابوداود په خپل کتاب (سنن ابوداود) کې د حضرت انس(رض) په روایت حديث ذک ر کړی دی ، چې (قدم رسول الله (ص) المدينة و لهم يومان يلعبون فيهما فقال : ما هذان اليومان ؟ قالو: کنا نعلب فيهما في الجاهلية ، فقال رسول الله (ص) ان الله قد ابدلکم بهما خيراً فهما یوم الاضحی و يوم الفطر)
ژباړه : پېغمبر(ص) مدينې ته راغی او مدينه والو لپاره دوه ورځې وې ، چې لوبې (خوشحالۍ) به يې په کې کولې نو رسول الله (ص) ورته وويل  دا کومې ورځې دي (چې تاسې په کې خوشحالۍ کوئ)؟ هغوی ځواب ورکړ ، په دې دوه ورځو کې به دجاهليت په وخت کې مونږ لوبې او خوشحالۍ کولې ، بيا ورته رسول الله (ص) وفرمايل : يقيناً الله پاک ستاسې لپاره دا دوه ورځې په ډېر غوره ورځو بدلې کړې چې هغه د قربانۍ اختر او کوچنۍ اختر(نېکمرغه او مبارکې) ورځې دي.
دا حديث شريف امام ابوداود په داسې حال کې روايت کړی چې سکوت  يې ورباندې کړی او حافظ منذري هم ورباندې سکوت کړی دی .( يعنې صحيح حديث دی څه خبره په کې نشته)
د پېغمبر(ص) د خوشحالۍ ورځې خو دا دوه ورځې دي او دا د مسلمانانو د اختر ورځې دي نور د هر قوم لپاره ځانته جلا د خوشحالۍ ورځې وي لکه زمونږ لپاره چې خاص ورځې دي ، پېغمبر(ص) څخه په دې معنی روايت دی چې : د هر قوم لپاره اختر وي او دا زمونږ اختر دی.عمدة القاري.
يا خو د نوروز ورځ د مجوسيانو سنت دي او یا د جمشېد پاچا سنت دي چې په اخر وخت کې يې دالهيت دعوه هم کړې وه ، دا خبره چې د نورز مخترع جمشېد پاچا دی ستر مؤرخ ابوجعفر محمد بن جرير په خپل تاريخ لومړي جلد۱۷۵ صفحه کې د فارس علماؤ په حواله ذکر کړي دي دا ډول ايراني ليکوالان هم دغه خبره تائيدوي چې علي اکبر د … په خپلې لويه موسوعه (لغت نامه) چې پنځوس ټوکه ده په شپاړسم ټوک کې دا خبره د امام طبري په څېر نقلوي (لغت نامه) ۱۰۲/۱۶ .
دا ډول مهرجان (د ميزان لومړې نېټه) چې بعضې یې د سپرلي سره جداوالی نه کوي د باوري لغت څېړونکو په وينا د پخوانيو فارسيانو(داسلام څخه دمخه) د جشن ورځ ښودلې ده . (تاريخ الادب العربي لاحمد حسن الزیات ، المصباح المنبر ص ۲۲۳)
په هر تقدير مهرجان او نوروز يا خو پخوانيو حکماوو دهوا د ښه والي او برابر والي په لحاظ د جشن او خوشحالۍ لپاره ټاکلي وي چې وروسته خلکو د هغوی پيروي وکړه او يا نورز د جمشېد چې د پخوانيو مشهورو پاچاهانو د جملې څخه داختراع څخه دي او مهرجان هم د مجوسيانو اختر و ، چې وروسته پېغمبر (ص) ټول اخترونه باطل ، د قربانۍ او کوچني نېکمرغه اخترونه يې مقرر کړل.
همدغه راز کرېسمس چې دعيسويانو اختر دي ، د خوشحالۍ مظاهره په کۍ ناروا او حرامه ده د پېغمبر(ص) څخه په ګڼ شمېر احاديثو کې روايت دی ، چې داهل کتابو ، يهودو او نصاراو سره ورته والی لري او مشابهت څخه يې منع کړې ده ، او د دې څخه زيات په قرآن کريم کې د هغوی د تابعدارۍ او ورته والي بد او ذم  بيان شوي دي او څوک چې کوم قوم سره مشابه وي د هغوی څخه حسن ويلي دی.
هو ! په ټولو مسلمانانو کې کرېسمس څه ډېر شهرت نه لري چې خوشحالي په کې وکړي نو د دې له لامله په هغې رد کولو سره کوم حساسيت نه ښکاره کوي په داسې حال کې چې د نوروز په هکله خو داسې بولي چې ددې خلکو د خپل آزاد فرهنګ\ او کلتور يوه برخه ده او نه پوهېږي چې د پرديو څخه ورته رانقل شوي دي.
د نورز د ورځې په تجليل کې د مجوسيانو سره د ملا علي قاري(رح) په وينا بعضې د يهودو په رنګ رنګ شوي مسلمان ډوله روافض هم په دې خاطر شريک شول چې په نوموړې ورځ د مسلمانانو درېيم خليفه د ګران پېغمبر(ص) د وينا برابر جنتي حضرت عثمان بن عفان (رض) هم په خپل کور کې په مظلومانه ډول د يهودانو د دسيسو له لامله په شهادت ورسېده نو د خوشحالۍ لپاره روافض جشن نيسي چې دا له ټولو څخه هم دردوونکې ده .
خو ځنې مسلمانان د دې څخه بې غوره دي او په مستقل ډول دا خپل کلتور بولي.
که ددې ورځې د تعظيم په خاطر او د کافرانو سره ورته والي په لحاظ څوک دا کار وکړي بيا خو ورته علما‌ء د همغو په شان (کافر) هم وايي او په مستقل ډول هم په دې ورځ خوشحالي کول ناروا دي .
د ابوالحفص الکبيرالحنفي څخه نقل دي چې که چا يوه هګۍ هم په دې ورځ يو مشرک ته دې ورځ د تعظيم لپاره ورکړه کفر ته پرې رسېږي ، د ابوالمحاسن الحسن بن منصورالحنفي څخه هم همدغسې روايات نقل دي.
د دې ورځو د اختر نيولو په هکله د اهل سنت علما‌ څه اختلاف نه لري چې دا حرام کار دی ،
د يادونې وړ ده چې د استقلال ، ملي ازادي ، د غازيانو د سرلوړۍ او داسې نور جشنونه او خوشحالي چې په کې د اسلامي شريعت او اسلامي فرهنګ سره اختلاف او ټکر ونه لري ددې نهې او حرمت لاندې نه راځي (بلکې دا غوره هم دي) دا خبره علامه ملا علي القاري (رح) ذکر کړېده او د مکې فتحې او ورته د داخلېدو ورځې خوشحالي يې د مثال په توګه ذکر کړې ده .
لنډه دا چې الله پاک ځينې ورځو ته غوره والی ورکړی دی خو د هغه تعيين يې د اسلام د پاک پېغمبر په واسطه کړی دی او داخترونو حدود او اختر نيولو  لپاره يې قوانين او ضوابط پرېښي دي .
استغفرالله العظيم الذي لا اله الا هوالحی القيوم واتوب اليه.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مراجع او ماخذونه :
۱-ابوداود (باب العيدين)
۲-شرح الطبي (شرح مشکواة ۲۴۲/۳.
۳- مرقاة شرح مشکواة ۵۴۴/۳ .
۴-تاريخ طبري۱۷۵/۱.
۵-التيسير بشرح الجامع الصغير۴۱۰/۲.
۶-تاريخ الادب العربي (احمد حسن الزيات) ص ۵۳۲ او ۲۷۷ .
۷- االمصباح المنير للعلامة احمد بن محمد المتوفي سنه ۷۷۰ هـ ص۷۷۰ .
۸- لغت نامه  (علي اکبر دهخدا) شماره حرف جيم (بخش دوم) مجلد ۱۶ ص ۱۰۲.
۹-عمدة القاري شرح صحيح البخاري .
او داسې نور …..

No related posts.

 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

3 تبصره ها

  1. عبدالرحمان احمدزی says:

    السلام علیکم مولوی صاحب ! سبحان الله ډیر مفید معلومات مو شریک کړی الله متعال د ستاسو زحمات خپل دربار کښی قبول کړی او بدل یی تاسو ته په دواړه جهان کښی درکړی … مولوی صاحب یو سوال راته پیښ شوی او هغه دا چه د حدیث شریف نه مونږ ثابتؤو چه نوروز هغه اختر وه چه کله رسول الله علیه السلام مدینه منوره ته تشریف یووړ نو خلک یی ورنه منع کړل او دوه نور اخترئ ورته تعیین کړل او بلی خواته وایو چه دا د ایران د مجوسیانو اختر او فرهنګ دی آيا ځمونږ دغه دوه خبری د یو بل مخالف نه دی ؟؟؟؟ او بله دا چی دا څنګه کیدی شی اهل مدینه دا ورځ لمانځی او اهل مکه چه صرف څو ساعته د هغوی نه په فاصله کښی وسیده ددینه نا خبره وه ؟؟ که چیری نوروز هم هغه اختر وای چه په حدیث شریف کښی اشاره شوی نو بیا ولی حضرت علی کرم الله وجهه چه کله هغه ته د یو روایت مطابق ( هفت میوه ) مخکښی شو او هغوی مبارک رضی الله تعالی عنه پوښتنه وکړل چه دا څه دی نو هغوی ورته وفرمایل چه نن ځمونږ نوروز دی نو حضرت علی کرم الله وجهه وفرمایل چه ځمونږ هره ورځ نوروز ده …. آیا د دینه نه معلومیږی چه اهل عرب تر د حضرت علی کرم الله وجهه زمانی پوری د اهل فارس ددی فرهنګ څخه ناخبره وه ؟؟؟؟

  2. um.somaya says:

    السلام علیکم
    مولوی صاحب وبخی چی سمه پوه نشوم یعنی په نوروز کی د حضرت عثمان شهادت شوی دی او که سنگه؟؟؟؟

  3. پتیال says:

    الله ج دې جنت الفردوس نصیب کړه، مولوي صاحب !

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید