عظیم الشأن قرآن ټول اعجاز دی

 

محمد شفيق حقپال

عظیم الشأن قرآن هغه کتاب دی چې په هکله یې خبرې له انسانی فکر او ذهن نه ډېرې اوچتې دي خو بیاهم پوهان د خپل ذهن او فکر په کچه د دې ستر کتاب په هکله ځېنې ویناوې لري او له دې پراخ سمندر نه څاڅکی رااخلی اورڼاپرې اچوي.
قرآن دې ته اړتیا نه لري چې علمي او ساینسی پرمختیاوې یې حقانیت ثابت کړې او بیا د منلو وړ شي ځکه خپله قرآن برحقه کتاب دی او د کایناتو د خالق کلام دی چې مسلمان باید هیڅ شک پرې ونه کړي دا قرآن دی چې علمي تاریخي… وړاندوینې کوی او هغه رد یا تاییدوي.

د قرآن متن، د قرآن بیان، د قرآن ترتیب، د قرآن هره سوره هر آیت هریو د مقطعاتو توری او هر ټکی یې اعجاز دی. څوارلس پیړۍ وړاندی په دې وسعت سره کلام چې د یوه نالوستي پیغمبر له لارې نړۍ ته رسول شوی خپله یوه ستره معجزه ده. د قرآن نه منونکي که قرآن نه مني خو هیڅکله او په هېڅ توان سره یې د هغه د یوې خبرې د ردولو توان هم نه لري. د بېلګې په ډول که قرآن ۱۴ پېړۍ مخکې وایی چې (هر نفس د مړینې څښونکی دی بیا تاسو زما لور ته راګرځی) .العنکبوت ـ۵۷


د دې آیت له نزول نه دا دی بیا سوونه کاله تیر شول او دومره پرمختګونه وشول نه چا مرګ له مېنځه یووړ نه هم دا چا ثابته کړای شوه چې د خدای محاسبې ته ورتلل نشته او نه به په راتلونکی کې علمی پرمختګونه او نه هم پرته له خدایه بل کوم ځواک وتوانېږی چې یا مړېنه ختمه کړی یا هم څوک د خدای (ج) له محاسبې نه وژغورل شي. قرآن داسې معجزه ده چې هربی ایمانه که یو څه عقل هم ورسره وي باید ایمان پرې راوړي او هغه د خپل ژوند لارښود وګرځوي.
د قران د علمي، ساینسي او تاریخې او نورو اړخونو د ویناوو او اړوندو برخو روښانول زموږ پوهه د قرآن په اړوند لازیاتوي او د دې هراړخیز او علمي کتاب عظمت لا هم روښانوي. په دې برخه کې دقران عظېم الشان د علمی اعجاز یوه وړه بېلګه وړاندې کیږي چې ترکي لیکوال هارون یحیی په خپل کتاب د قران علمی اعجاز کې راوړې ده:

په عظیم الشأن قرآن کې دقمری یا سپوږمېزکال محاسبه

هُوَ الَّذِي جَعَلَ الشَّمْسَ ضِيَاء وَالْقَمَرَ نُورًا وَقَدَّرَهُ مَنَازِلَ لِتَعْلَمُواْ عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَ‏} ‏[‏يونس‏:‏ 5‏]‏
هغه دی چې لمر یې ځلیدونکی اوسپوږمۍ یې نورانی وګرځوله اودهغو لپاره یې منزلونه وټاکل څوچې ددغو شمېرو له لاری په کلونو اووخت باندی پوه شی.
(يونس ۱۰).
په دغه آیت کی الله (ج) روښانه کړی ده چې دسپوږمۍ خوځښت دکلونو دشمېرلو لپاره یو وسیله ده دغه راز داجوتوی چې دوخت شمېرنه دسپوږمۍ دخپل ټاکلی موقیعت په لوری په تګلوری کې  صورت نیسي. اوداځکه چې دسپوږمۍ اوځمکې اوسپوږمۍ اولمر په مینځ کې زاویه تل په بدلون کی ده ، سپوږمۍ په بیلابیلو وختونو کې په ډول ډول څېرې سره ګورو کله کوچنۍ اوکله هم غټه . برسیره پردې موږ سپوږمۍ ځکه لیدلای شوچې دلمر روښنایی ته انعکاس ورکوی. په هغه کچه نور چې له سپوږمۍ نه موږ ته رارسی هرشپه بدلون مومی دهمدی بدلونونو له مخې موږ کولای شو په ښه توګه دمیاشتو ورځو اوکلونو حساب وکړای شو.
دقمری اوشمسی کلونو په مینځ کی توپیر تقریباً یوولس ورځی دی چې دغه توپیر ته دقرآن په یوه آیت کې اشاره شوی ده.
اوهغوی په سوری کی دری سوه کاله اونهه کاله نور ورزیات شوی پاتی شول.(الکهف ۲۵).

•    یوه قمری میاشت په منځنۍ توګه 29.55039 ورځې وی.
•    یو قمری کال 354.603948 ورځی وي.
•     یو شمسی کال365.2411 ورځی وی.
•    365.2411×300= 109572= 354.603948× 309
•    نو دری سوه شمسی کلونه برابردی له دری سوه نهو قمری کلونو سره .
•    څه ډول چې وینو قرآن په غار کی داصحاب کهف پاتې کیدل په دواړو شمی اوقمری کلونو شمېرلی اوروښانه کړی اود(۹) کلونو توپیر یې هم شمیرلی دی (والله اعلم). له شک پرته قرآن چی داسې دقیق اوعلمی معلومات چی ان داوسنی پیړۍ دمعلوماتوتو نه هم اوچت دی ستره معجزه ده.

هغه وخت چې جنتری او دوخت دکچې اخستلو داعتماد وړ وسیلې نه وې نو خلکو به کولای شول دلمر په نسبت په سپوږمی باندی دورځو او مېاشتو ښه محاسبه وکړی ځکه چې سپوږمی دمېاشتې په سر کې وړه وی او دماښام له خوا ښکارېږی او بیا ورو ورو غټیږی تر پنځلسمې نېټې او بیا وروسته کوچنۍ کیږی او دسهار له خوا ښکاریږی چې په دې سره به خلکو ته دورځو او نېټې معلومات په ښه توګه کیدل ، ان چې اوس هم زموږ دهیواد په لرو پرتو سیمو کې پخوانی خلک ورځی او نېټې په سپوږمۍ سره محاسبه کوی. اوهم په عربی او یو شمېر اسلامی هیوادونو کې قمری سنه مروجه ده . چې دا دسپوږمی او دالله دمخلوقاتو یوه بله ښېګڼه او ګټه ده دانسان لپاره دنورو ډېرو ګټو ترڅنګ. ( که وغواړی دخدای نعمتونه وشماری نو نه یې شی کولای چې ویې شماری… الایه )

نورې دا ډول ليکنې:

  1. د خرما په هكله د قرآن علمي اعجاز
  2. د قرانكريم حسابي اعجاز
  3. جلوه هایی از اعجاز طبی در نماز
  4. د لمر، سپوږمۍ او ستورو د جوړښټ توپير (اعجاز)
  5. د شاتو مچۍ په قرآن کې
 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

11 تبصره ها

  1. رسولی says:

    مننه حقپال صاحب
    په زړه پورې مضمون دې لیکلی دی په رښتیا هم چې قرآن عظیم الشان هغه کتاب دی چې (لا یاتیه الباطل من بین یدیه و لا من خلفه) خو قرآن د الله تعالی مقروء کتاب دی او نور کاینات د الله تعالی مشهود کتاب او هیڅکله یو علمی حقیقت د قرآنی حقیقت سره ټکر نه لري.

  2. محمدانور ولید says:

    دحلیم صیب دپوښتنې په ځواب کې یوه تبصره : په قرآنکریم کې د عربو د لغت له مخې په دې اړه دوې کلمې الله (ج) استعمال کړې دي ؛ دغه دوې د ( سمأ ) او ( فلک ) کلمې دي . چې ( سمأ ) د عربو په لغت کې بلندۍ ته وایي. او (فلک ) د ځمکې او (سمأ ) تر منځ هفه تشه فاصله ده چې ټول اجرام او ستوریزې منظمې په کې په خپلو خپلو مدارونو کې د شنا په حالت کې واقع دي، لکه چې الله پاک په قرآنکریم کې د (یس) په سورت کې ورته اشاره کړې ، او فر مایلي یې دي (( وکُلّ فی فلک یّسبحوان )) د الله (ج) قرآن نه تلمود دﺉ او نه هم بایْیبل چې اسرایْیلیاتو په کې لاره موندلې وي ، هغه په خپل حال باقي دﺉ . دلته (سمأ ) داسې شی نه دي چې څوک دې هغه لکه کوم جامد شی لمس کړي ، او یادې هغه د عصري تکنالوجۍ پر مټ کشف او تعریف کړي . بلکي انسان د سمأ له پېژند ګلوۍ نه همدومره بېخبره او عاجز دﺉ لکه څومره چې د روح له تعریفه بې برخې دﺉ . انسان تر اوسه پورې ځمکې ته له نږدې سیارو نه نه دﺉ خبر ، او آن چې په سمندر کې له شیطاني مثلث (بر مودا ترېنګل ) نه نه دﺉ خبر ، چې هلته څه راز نغښتی ، نو له سمأ نه به څه پوه شي چې هلته څه دي . اسمان پر ستنو نه دﺉ ولاړ ، دا هغه اسرایْیلیات دي چې وایي : (( په اوبو کې ماهی دﺉ ، د ماهي بر شا غوایي دﺉ ، د غوایي پر ښکر ځمکه ولاړه ده ، او غوایي چې کله ستړی شي ـ له یوه ښکر نه بل ته ځمکه وغور ځوي ، او زلزله پېښه شي )) دا او دېته ور ته اسرایْیلیات هغه در واغ دي چې هېڅ معقول انسان او معقول عقل یې نه شي منلی . دا چې دغه سړی وایيچې آسمان پر ستنو ولاړدﺉ ، اصلاً دده خبره هېڅ عقلي او نقلي دلیل له ځانه سره نه لري او دا دده د خپلې ګېډې خبره ده ، نه د دیني منابعو . آسمان د الله (ج) په قدرت پرته له ستنو داسې ولاړ دﺉ لکه سماوي اجرام ـ کتلې او ستوریزې منظمې یې چې په خپلو مدارونو کې په ثابټ او سیار حالت کې تر خپله وخته پورې ځای پر ځای کړې دي .

  3. حلیم says:

    په سلامونو مو لمانځم

    داسی لیکنی نن د ډیرو خلکو ذهنونه تخنوی او د قران کریم په حقانیت او د الهی کلام په ریښتینولی باندی دلالت کوی. خو موږ یی یوازی د لیکوال د قلم څخه لولو (متأسفانه).
    له یو چاسره می د فرعون د کیسی، د نوح ع د کښتی، د ادم ع د خلقت، د اسمانو د پیدایښت او د ځمکی د طبقاتو په اړه د قران خبری شریکی کړی وی.

    دا کافر (نه پوهیږم په تصادفی توګه یا د خپلی مطالعی له مخی چی د قران څخه یی لرله) له مانه د اسمان د بی ستنی دریدو په اړه پوښتنه وکړه؟ (اسمان په قران کی څه شی دی؟، او ولی یی داسی ویلی دی چی اسمان مو بی ستنی پورته درولی دی؟)

    که څه هم نوموړی ددی ذکر شوی موضوع د ایه او سورة ادرس راکړ اوس می یاد ندی. له ما څخه یی ددی موضوع پوره شرح وغوښته. خو زه تر اوسه پدی نه یم توانیدلی چی ددی کس ځواب په منطقی توګه ورته پیدا کړم.

    ایا ستاسو په منځ کی به داسی څوک پیدا شی چی ځواب یی زده وی؟

    (پښتو، عربی، انګریزی، اردو فارسی ژبی د لوستو او پوهیدو وړ دی)

  4. قاری عیسی "محمدی" says:

    الله رب العزت نه امید لرم چی امرکایی پادری به ذلیل او شرمنده کوی او نړی ته به د قرآن زور معلومیږی دنیاوال د اسلام ترقی او پیشرفت ته حیران دی او هر څه چی کوشش کوی مخ نیوی وکړی لله رب العزت نور هم اسلام ته ترقی ور په برخه کوی پادری کافر الله نه ذلیل غواړم او ملت نه هیله کوم چی د لاریون په وخت د ورانی او د وژلو څخه ډډه وکړی

  5. واکمن says:

    سلام ګران حقپال صاحب!

    زه هم لکه د نورو مسلمانانو د امریکایي پادري دغه ناوړه کړنه په سختو ټکو باندې غندم، مګر یوه هیله له خپلو خلکو نه لرمه چې مونږ باید خپل مسلمان ورورنه چې ددغه ناوړه عمل د غندلو لپاره سړکونو ته راوځي ونه وژنو.

    او لیکنه مو ډېره پر محتوا وه، ډېره ښه لیکنه مو کړې ده، زه به لاندې نورې لیکنې هم ولولمه.

    په درنښت

  6. مبلغ says:

    ګرانو وروڼو او پر دین مینو هیوادوالو ، الله ج په عظیم الشان قرآن کې فرمايي ؛ و عسی ان تکرهوا شیئا و هو خیر لکم ؛ یعنی کله به تاسو یو شی بد ګڼۍ خو هغه به ستاسو په خیر وي ، هدف مې دا وه چې کفار هر څومره د اسلام ، قرآن او مسلمانانو په وړاندې توطیی او دسیسې جوړې کړي ؛ و یمکرون و یمکرالله و الله خیر الماکرین که دوی دسیسې پلانونه او توطیی جوړوي نو الله هم د هغو د شنډولو لپاره تدبیر کوي ، الله تر ټولو ښه تدبیرکوونکی دی.
    له ګران ورور شفیق حقپال څخه مننه چې د هجری قمری او شمسی نېټې په اړه یی ګټور مضمون لیکلی ؤ ، له نورو مسلمانو خویندو او وروڼو څخه هم غواړو چې په هر ځای کې علمی حلقی او د قرآن د تفسیر حلقی جوړې کړي ، ما په خپل وار مخکې کله ، کله کور کې درس ورکولو خو کله مې چې د قرآن نعوذ بالله سوزولو خبر واورید نو اوس هر ورځ په کور کې د نور او المایده سورت ترجمه او تفسیر کوم ځکه نبی علیه السلام فرمایلی دی چې خپلو نارینه و ته سورت مایده او خپلو ښځینه و ته سورت نور تدریس او وښایی .

  7. نفیس خان says:

    سربازان آمريكايي در افغانستان براي تفريح افراد غيرنظامي را مي كشند
    - مجله معروف آمريكايي رولينگ استون ( Rolling Stone ) با انتشار تصاويري مستند از جنايات سربازان امريكايي در افغانستان نوشت نيروهاي نظامي آمريكايي براي خوش گذراني و جشن گرفتن اقدام به كشتار غير نظاميان بي گناه مي كنند.

    به گزارش ايرنا، اين مجله به تازگي در مقاله اي مفصل تحت عنوان «تيم كشتار » به تشريح كشتار عمدي غير نظاميان عادي و مثله كردن اجساد افغاني ها توسط يك واحد نظامي ‌آمريكايي مستقر در منطقه قندهار افغانستان اختصاص داد.
    در اين مقاله به تفصيل به كشتار تفريحي غير نظاميان بي سلاح و بي گناه مانند نوجوان 15 ساله اي به نام گلمدين ( Gul mudin) پرداخته شده كه توسط اعضاي گروه آمريكايي متوقف شده و بدون هيچ دليل موجهي هدف پرتاب نارنجك دستي و شليك بي وقفه مسلسل دستي آنان قرار مي گيرد.
    اعضاي اين جوخه بعدا در توجيه علت حمله به اين پسربچه به دروغ مدعي شدند كه وي از افراد عضو طالبان بود كه قصد حمله به آنها را داشته است.
    به گزارش رولينگ استون ، حداقل چهار غير نظامي قرباني شليك رگبار اين افراد شده اند. اين افراد همچنين اجساد متعددي را نيز به طرزي فجيع صرفا براي تفريح و شادماني مثله كرده اند . بر اساس گزارش اين مجله اين افراد در بازجوئيهاي انجام شده به جنايات خود اعتراف كرده اند.
    مجله رولينگ استون همچنين مجموعه ي عكس هاي گرفته شده توسط اعضاي اين جوخه طي پنج ماه اول سال گذشته ميلادي را در تارنماي خود منتشر كرده است. اين مجموعه حاوي بيش از 150 عكس است.
    رولينگ استون در صفحه اي كه به اين موضوع اختصاص داده است به صراحت اعلام مي كند كه پنتاگون با اتخاذ اقداماتي فوق العاده درصدد معدوم كردن اين عكس ها برآمد و كوشش گسترده اي را براي يافتن هر فايل در اين زمينه و جلوگيري از دست به دست شدن اين تصاوير قبل از بروز افتضاحي همانند قضيه ابوقريب معمول داشته است.
    مجله رولينگ استون مي افزايد كه اين عكس ها، نمايانگر فرهنگي بارز در ميان نيروهاي نظامي امريكايي است كه در اين فرهنگ كشتار غير نظاميان بي گناه بهانه اي براي جشن گرفتن است.
    وزارت دفاع آمريكا ظاهرا پس از نااميد شدن در مورد جلوگيري از افشاي موضوع اين جنايات و به دنبال انتشار مقاله مجله رولينگ استون، طي بيانيه اي كوتاه با تصريح بر مغايرت قطعي تصاوير منتشر شده توسط مجله با معيارها و ارزشهاي ارتش آ‌مريكا، رسما پوزش خواسته است.
    اين وزارت خانه اعلام كرده است كه درحال حاضر دادگاه نظامي افراد خاطي در جريان است و تحقيقات در اين زمينه ادامه دارد.

  8. نفیس خان says:

    ورونو دامریکی ناولی پاډری تری جونز دی ورځو کې په مسلمانانو کی کلک دردونه راپارولی هغه عظیم الشان قران ته اور اچولی او داسې ښوولی چی موږ دا کتاب سوځو ځکه چې دا زموږ دعقیدی ضد دی
    مسلمانانو نه هیله داده چې دده له دی کړنی سره قران ته لاپام وکړی لای خدمت وکړی لایی په زده کړه ، عملی کولو ، نوروته په ښوولو او په لارښوونو یی په عملی کولو سره زیات زیار وباسی مسلمانانو که هغوی قران سوزی تاسی یې پرضد ډیر ولولی ترجمه یی کړی تفسیر یی ولولی او خپله تقوی او پرځان عملی کول یې حتمی وګرځوی

  9. عبدالله says:

    افشاي شبكه مخفي سيا، تشت رسوايي آمريكا در افغانستان

    مردم و صاحبنظران افغان افشاي فعاليت شبكه جاسوسي مخفي سه هزار نفري سيا در افغانستان را تشت رسوايي آمريكا و اوباما در اين كشور مي دانند كه اينك به زمين افتاده و شهروندان افغاني نيز منتظر پاسخ مقامات آمريكايي در اين‌باره هستند.

    به گزارش ايرنا، چندي پيش روزنامه انگليسي ايندي پندنت فاش كرد: سازمان اطلاعات مركزي آمريكا (سيا) ارتش مخفي سه هزار نفري از شبه نظاميان افغان آدم كش را اداره مي‌كند.

    اگرچه روزنامه ايندي پندنت اهداف اين ارتش مخفي را ترور افراد خاص نه فقط در خاك افغانستان بلكه در سراسر مرزهاي اين كشور با نواحي قبيله‌نشين پاكستان اعلام كرد اما گمانه زني‌ها حكايت از آن دارد كه اين ارتش با هدف سركوب كردن مخالفان سياستهاي آمريكا در منطقه شكل گرفته است.

    هرچند مليت جاسوسان مخفي اين شبكه كه گفته مي‌شود همه افغان هستند، نگرانيهايي را براي مردم افغانستان ايجاد و سوالات بي‌پاسخي را در اذهانشان برانگيخته اما تاكنون واكنش خاصي از سوي مقامات آمريكايي شاهد نبوده ايم.

    البته نمي‌توان مدعي شد كه شنيدن خبر كشف اين شبكه جاسوسي ملت افغان را شوكه كرده باشد زيرا مردم و كارشناسان افغاني انتظار اين چنين فعاليتهايي را همواره داشته‌اند اما افشاي اين خبر از يكسو و از سويي، مشخص شدن بافت مليتي افراد به كارگيري شده در اين شبكه سوالات و ابهاماتي را برايشان ايجاد كرده است.

    عمده سوالات حول مسائل امنيتي مي‌چرخد كه چرا با وجود تشكيل اين چنين شبكه‌هاي جاسوسي و همچنين حضور ‪۹ساله نيروهاي خارجي در افغانستان، هنوز وضع امنيتي منطقه نابسامان است به طوري كه هنوز يك انتخابات پارلماني بدون دغدغه امنيتي برگزار نمي‌شود و مشاركت مردم از دوره قبلي اين انتخابات نيز كمتر برآورد شده است؟
    دومين دوره انتخابات پارلماني مجلس افغانستان شنبه هفته گذشته (۲۷ شهريور) زير سايه شديد ناامني‌ها درحالي برگزار شد كه شماري از مراكز راي گيري شاهد حمله گروههاي شورشي بود و درجريان برگزاري انتخابات نيز دهها نفر كشته يا زخمي شدند.

    افغان‌ها وقتي متوجه شدند شبكه جاسوسي سه هزارنفري با تركيب شهروندان افغاني توسط آمريكا مديريت مي‌شده واكنشهاي مختلفي نشان دادند اما مهمترين آنها، نوع نگاه مقامات آمريكايي به اين شبكه و همچنين بكارگيري نيروهاي افغان در اين شبكه بود.

    مردم افغان از قوميت‌هاي مختلف كه همواره بر غيرت و حس وطن دوستي خود تاكيد دارند افراد عضو اين شبكه را وطن فروش و خائنان به وطن مي‌پندارند.

    ازجمله مباحثي كه اين روزها و به دنبال اعلام خبر كشف شبكه جاسوسي سيا در افغانستان بشدت رواج يافته موضوع مصالحه با طالبان و رايزنيهاي پشت پرده با اين گروه است.

  10. سردارولی صدیقی says:

    ګرانو وروڼو او پر دین مینو هیوادوالو ، الله ج په عظیم الشان قرآن کې فرمايي ؛ و عسی ان تکرهوا شیئا و هو خیر لکم ؛ یعنی کله به تاسو یو شی بد ګڼۍ خو هغه به ستاسو په خیر وي ، هدف مې دا وه چې کفار هر څومره د اسلام ، قرآن او مسلمانانو په وړاندې توطیی او دسیسې جوړې کړي ؛ و یمکرون و یمکرالله و الله خیر الماکرین که دوی دسیسې پلانونه او توطیی جوړوي نو الله هم د هغو د شنډولو لپاره تدبیر کوي ، الله تر ټولو ښه تدبیرکوونکی دی.
    له ګران ورور شفیق حقپال څخه مننه چې د هجری قمری او شمسی نېټې په اړه یی ګټور مضمون لیکلی ؤ ، له نورو مسلمانو خویندو او وروڼو څخه هم غواړو چې په هر ځای کې علمی حلقی او د قرآن د تفسیر حلقی جوړې کړي ، ما په خپل وار مخکې کله ، کله کور کې درس ورکولو خو کله مې چې د قرآن نعوذ بالله سوزولو خبر واورید نو اوس هر ورځ په کور کې د نور او المایده سورت ترجمه او تفسیر کوم ځکه نبی علیه السلام فرمایلی دی چې خپلو نارینه و ته سورت مایده او خپلو ښځینه و ته سورت نور تدریس او وښایی .

    په درناوي صدیقی

  11. ابو عمیر says:

    راځی چې دهغه ګواښ به وړاندې چې دقران کریم دسوځولو لپاره شوی هرڅوک هرڅه چې په توان کې لرو دقران دزده کړې ، خپراوی او خدمت لپاره کولای شو ونه سپموو چې دقرانکریم دمخالفینو په مخ کلک ګذار وی

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید