Home » ساينس او روغتيا » کمپيوټر ساينس »
دا کمپيوټر مو ليدلی دی؟
ژباړه:خاکسار وقار
دلته چې تاسې په تصویرونو کې څه وینۍ حتماً به ستاسې د پاملرنې وړ وي.
آیا تاسې پدې اندیښنه کې یاست چې پرمختګ او بدلونونه به پای ته ورسي؟ نه.
په یاد ولرئ چې اوس باید زیاته هڅه وشي چې د تکنالوژۍ له دنیا سره یوځای
ځانونه سمبال کړو.
یو وخت خلک پدې اړه اندیښمن ول چې څنګه یوه وړوکې بیټرۍ کولای شي د اوږد
وخت لپاره چارج وساتي، مګر دا هر څه ډیر ژر داسې حالت ته راورسیدل چې
خلکو ته نور د اندیښنې څه پاتې نه ول او پای کې داسې بیټرۍ هم رامنځ ته
شوې چې د هوا په وسیله چارجیدې!
راځئ! دې تصویرونو ته له نژدې او په غورسره وګورئ او سوچ وکړئ چې دا به څه وي
آیا دا قلمونه او د عکاسۍ کامرې دي؟ نه
نو څه به وي؟
تر اوسه مو پرې د پوهیدلو کوم څرک پیدا کړ؟ نه
ښاغلو او آغلو… مبارک! تاسې راتلونکې ولیده… هو دا بیخي رښتیا دي!
تاسې هغه څه ولیدل چې په نژدې راتلونکي کې به ستاسې د لویو میزي
کمپیوټرونو ځای ونیسي.
دا نو څنګه؟
کله چې د کمپیوټرونو د حجم او اندازې د بدلون وخت راغى، لوی کمپیوټرونه
په کوچنیو کمپیوټرونو (mini computers) بدل شول په هغه وخت کې ساینس
پوهانو د بلوتوت ټکنالوژۍ پرمټ ډیرى پرمختګونه او ښې لاسته راوړنې
درلودې..
یو له هغو لاسته راوړنو څخه همدا کمپیوټرونه دي چې په اړه یې خبرې کوو
دا هماغه راتلونکي کمپیوټرونه دي چې تاسې کولای شى په جیب کې یې هم وګرځوۍ.
دا قلمونه چې ګورى يې هغه آلې دي چې پرمټ يې مونیټور او کیبورډ په نوموړي
کوچني کمپیوټر کې کار کوي، کار یې بیخي ساده او هماغسې ده لکه څنګه چې یې غټو ډسکټاپ کمپیوټرونو کې ګورى.
هو! د کار یواځینۍ توپی دادى چې دا کوچني کمپیوټرونه د بلوتوت په وړانګو کار کوي
No related posts.

6 تبصره ها
very good
OS YE KHWAND WAKAR
SOAMRA BA KHA WI CHI DA DAWL TICHNOLOGY AFGHANISTAN TAN HAM RASHI AW AFGHANAN HAM TRI ISTAFADA WAKRI
بسیارمطلب جالب بودخداکندکه یکروزدرافغانستان هم شاهداین تکنالوژی باشیم.
مونږه یې هم له الله نه غواړو، بس د تکنالوژۍ پرمختګ ده خو یوه خبره د یادونې وړ ده هغه دا چې اسلامي نړۍ په ننۍ تکنالوژۍ کې تر اوسه ځانګړې ونډه نه لري په تېره بیا افغانستان کې خو بیخي وروسته پاتې ده هیله خلک ورته خپله پاملرنه واړوي
د روغ او مسلمان افغانستان په هیله
ډیر ښه اول دی خدای(ج) ما ته په رانصیب کړی بیا تاسو ته
په زړه پورې وه