داسلامی خلافت لستوڼي ته ماران څنګه ننوتل؟

 
ژباړه او لنډونه: دوکتور نجیب الله صالح
اوس چې د عثمانی خلافت له تاسیس څخه پیړۍ تېرې شوې او د نړیدلو یې 8۵ کاله پوره شول نو په دغه موده کې اسلامي امت د یو واحد خلافت په نشتوالي کې د ګناه شپې او ورځې تېروي او خصوصاً هغه مسلمانان چې د اسلامي خلافت د بیا را ژوندي کولو هېڅ فکر یې هم په ذهن کې نه ګرځی.
د عثمانیانو د اسلامي خلافت اساس چې د عثمان ابن ارطغرل په واسطه کېښودل شوی د یوه ريښتيني  خلافت نمونه وه چې اسلامی شوری یې د نظام اساس او عدالت یې طبعیت وه د هیواد ټول وګړي ترې یو شان برخمن وو ، مسلمانان ، یهود ، نصاری ، ارمنيان ، او نور ټول قومونه او وګړي د دې نظام له عدل او انصاف څخه خوښ او راضي وو د نوموړي خلافت په زمانه کې ددې ډېرې بېلګې شته ، چې د ملک یو امير او یو فقير په د قضا به مخکې حاضرېدل او د اسلام عادل حکم به په دواړو تطبيقېده.
یو وخت د سلطان محمد الفاتح ( چې د عثمانيانو په خلافت کې د خورا عظمت خاوند وو ) عسکرو د یوه نصراني په ځمکه تېری کړی وو ، مسئله په محکمه کې داسې فيصله شوه ، چې د قضا دحکم په اساس د ده لاس باید قطع شي، ان تر دې چې د حکم د تطبيق لپاره جانبین محکمې ته حاضر شول خو چې نصرانی کله د سلطان عظمت او د محکمې هيبت ولیده نو هغه ته یې بښنه وکړه ، دا یې د عدالت یوه نمونه وه .
په نوموړي خلافت کې ټولو مسلمانانو او هغو غیر مسلمانو وګړو ، چې ددې خلافت رعيت وو ، په خورا سوکاله ژوند او د امن او محبت په فضا کې د عزت شپې او ورځې تېرولې.
کله ، چې عثمان بن ارطغرل د خلافت اساس کېښود نو د ملک علماء او مشایخ یې راټول کړل ، اسلامي شوری یې جوړه کړه او هغوی ته یې وویل : چې احکام ستاسې او تطبیق یې زما وظيفه ده نو همغه وه ، چې د حکومت نظام قرآن ، سنتو او د علماوو اجتهاد په رڼا کې مخ په وړاندې روان وو، حتی اروپایانو ورته د عثماني عدل او امن نظام لقب ورکړ.
شېخ الاسلام په دې نظام کې د عزت او احترام خاص مقام درلوده ، سلاطینو او خلفاو به د هغه فیصلې عملي کولې او مشورې به یې ترې اخیستې ، عثماني خلافت به هر ګوټ کې د اسلام او مسلمانانو د نصرت او ملګرتیا لاره خپله کړې وه .
د عثمانی خلافت په نظام کې رټل شوي یهود او نصارا هم د حکومت خورا لويو او سترو عهدو ته ورسېدل خلافت ورباندې ، د خپل رعيت په اساس اعتماد وکړ.
خير الدین پاچا چې د عثمانیانو د خلافت په زمانه کې یو غلام وو خو بیا د تونس والي مقرر شو همدا راز د مصر والي له استانبول څخه یو اقتصاد پوه وغوښته چې د مصر اقتصادي چارې سمبالې کړي نو هغه ورته نوربارپادشاه چې اصلاً ارمنی نصراني دی ورولېږه همدا راز ډېر نور ستر منصبونه د دوی به لاس کې وو.
خو چې کله دوی د دولت حساسو ځايونو ته ورسېدل په پوځ کې یې ځالې وکړې نو د خلافت په ضد یې دسیسې پیل کړې او دغه نیکي یې په پوره سپين سترګۍ سره له یاده وویسته .
تر دې چې په ۸/19/1909 م کال انقلاب وکړ او د لا اله الاالله محمد رسول الله د شعار پر ځای یې فرانسوي شعار (ازادي ، مساوات  او برابري) شعار پورته کړ.
اسلامي خلافت یې په داخلي فتنو ککړ کړ ، دوهم نړیوال جنګ ته یې ور ښکېل کړ د دولت ضعف لپاره یې ډېر قوي پلانونه جوړ او عملي کړل او حکومت د (ترقي او اتحاد) ګوند لاس ته ورغی ، چی اسلامي اصول ختم او لادینه نظام حاکم شو .
که څه هم اسلامي خلافت دژوند په آخري مراحلو کې څه غلطۍ وکړې  او په خپله یې هم یو څه داسې اسباب مینځ ته راوړل چې د پای ته رسېدو لامل یې شو خو په هر حال د مسلمانانو د عزت مناره وه او ټول امت پرې فخر کاوه او په دې سره د اسلامي خلافت آخری نظام  له مینځه ولاړ ، چې د ټول امت مسلمانان اوس د یوه خليفه له بیعت نه محروم او د ګناه شپې او ورځې تېروي او هغه نظام پای ته ورسېده  چې د امت هر فرد یې په رامنځ ته کولو مکلف او مامور دی ، چې اوس د شریعت دغه حکم معطل دی او که چېرته څوک د هغه د ژوندي کولو په فکرکې نه وي نو د الهي عذاب مستحق او ګنهګار دی.

نورې دا ډول ليکنې:

  1. داسلامی سوداګريزو کمپنيو نړيواله ټولنه جوړېږي
  2. خلافت عثماني چگونه سرنگون شد؟
  3. د خلافت وروستۍ شپې
  4. خلافت عثمانی و عوامل انقراض آن
  5. د بايللي وطن کيسه: فلسطين څنګه سقوط وکړ، او د چا له لاسه؟
 
 
 

0 تبصره ها

اولتر از همه شما تبصره کنید!.

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید