Home » Ramadan » ملټي ميډيا او کتابتون »
د نړۍ تر ټولو غټ افطاري ريکارډ
د پنجشنبې په ماښام د ترکيې په انقره ښار کې ددغه ښار د اوسېدونکو او چارواکو لخوا دنړۍ تر ټولو غټ افطاري پروګرام جوړ شو.
د انقرې ښار د نړۍ د تر ټولو غټ افطاري ريکارډ وروسته له هغې مات کړ، چې له دې څو ورځې وړاندې په استانبول کې نزدې ۲۰ زره کسانو په يو لس کيلومتري دسترخوان افطاري وکړ.
دانقرې ښار اوسېدونکو په يوه غټ ميدان کې چې نزدې ۷۰ زره کسان په کې راټول شوي و، يو ستر افطاري ترتيب کړ او په يو وخت په دې افطاري کې اويا زره کسانو خپله روژه ماته کړه.
په دې افطاري کې د د ترکيې د اوسېدونکو او ملت سر بېره ددې هواد صدراعظم رجب طيب اردغان هم ګډون وکړ او د خپل ملت سره يو ځای يې روژه ماته کړه.
نوموړي د خپل ملت سره په داسې حال کې روژه ماتی وکړ، چې مېرمن يې امنه اردګان پاکستان ته لاړه او ددغه هېواد له سېلاب ځپلو څخه يې په خپله ليدنه وکړه او سېلاب ځپلو ته يې ډاډ ورکړ، چې مونږ او زمونږ مرستې له تاسو سره دي.
نورې دا ډول ليکنې:











6 تبصره ها
ميوند جان دی!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
ورک، ورک يې هلکه، چيرې يې؟
dir kha qadarzi doctora.
السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته
الله دې وکړي چې روغ او جوړ اوسئ
دلته يوه ورور ليکلي چې د مصطفی کمال په لاس ړنګ شوی اسلامي خلافت
وبخښئ، خلافت مصطفی کمال نه دی ړنګ کړی، خلافت د مينځني ختيځ انګريزپالو واکمنانو ړنګ کړی، که څوک يې نه مني، تاريخ لوستی شي. د خلافت له خوا د جاسوسۍ په جرم د اعدام شويو لبنانيانو ورځ تر اوسه هم د شهيدانو د ورځې په نوم لمانځل کيږي.
د سعودي د شريف حسين او مکمهان تر مينځ د ليکونو تبادله ولولئ
هو زه دا منم، چې اتاترک لادينه او سيکولر وو، مګر دا نه منم چې هغه د خلافت ځمکه په خپله خوشې کړي وي
ډير خلک په دې تيروتنه کې ښکيل دي چې ګواکې د اتاترک د استاځي عصمت اينونو له خوا د خلافت د نه اعادې او لغوه کولو له لارې اتاترک خلافت ړنګ کړ
دا ناسمه ده، خلافت خو عربي غلامانو انګريزانو ته ورکړی وو، خلافت ځمکه نه لرله اتاترک په څه شي خلافت جوړ کړی وای؟ د هغې امضاء په کولو خو يې دومره وکړل چې د تاريخي ترکيې نيول شوې سيمې يې له انګليسانو ازادې کړې.
او که دا خبره دليل ونيول شي چې اتاترک د خلافت د احيا هڅې وځپلې، خو هغه هم دومره ښه دليل ځکه نه دی چې که دا هڅې يې پرې ايښې وای خلافت به يې د چا په ځمکه جوړ کړی وای؟ عربان خو لا اوس هم دې ته تيار نه دي چې د يوه غير عربي خلافت لاندې ژوند وکړي. د هغوی تاريخ ليکونکو خو له عثماني خلافت پسې داسې خولې خلاصې کړې وې چې د خلافت په نوم ور ته قانع نه وو، او الدولة العثمانيه يې ور ته ويل او ان ځينو خو د احتلال العثماني نوم ورکړی وو. ان د محمود شاکر په څير مسلمانو ليکوالانو ور ته د احتلال العثماني نوم ورکړی په داسې حال کې چې د عثمانيانو هغه ډير عياش واکمن هم د عباسيانو له هغه ډير متدين واکمن څخه اسلام ته ډير وفادار وو.
عبدالوهاب نجدي (الله دې پرې ورحميږي) لومړی کس وو چې د خلافت پر ضد يې د اتلسمې پيړۍ په دوهمه نيمايي کې وسله پورته کړه.
په لنډه که ووايم:
اتاترک له خلافت سره نه، له ترکيې سره ظلم کړی، او ترکي مسلمانان يې ځپلي، نه نور مسلمانان.
ډېر په زړه پورې عسکونه او مطلب دی، کاشکي چې د نړۍ نور مسلمانان هم دا ډول احساس پيدا کړي.
که ځير شو زموږ په هېواد کې هم دې ته ورته خیرخواه خلک شته.
یوه بېلګه یې هم په غزني ولایت کې د موی مبارک په زیارت او لوی جامع جومات کې هره ورځ د یوه ملي سوداګر لخوا چې خپل نوم نه ښيي، سلګونه کسانو ته روژه ماتی تیارېږي، چې زیاتره پکې بې وزله کسان او محصلین خواړه خوري.
د مصطفی کمال په لاس د ړنګ شوي عثماني خلافت په مرکز کې د دومره سترې روژه ماتې او په هغې کې د هغه هيواد چارواکو ګډون د مصطفى کمال لارويانو او د يهودو او صليبيانو غلامانو ته دا پيغام ورکوي چې هغه ورځ ليري نه ده چې اسلامي خلافت يو ځل بيا په نړى حاکم شي او دغه خرڅې شوو څيرو ته د اسلام او مسلمانانو سره د خيانت او د اسلام په جامه کې د اسلام د دښمنانو د خدمت کولو سزا ورکړي. او دا دالله وعده ده :
وعد الله الذين آمنوا وعملوا الصالحات منکم ليستخلفنهم في الارض کما استخلف الذين من قپلهم و ليمکننهم دينهم الذي ارتضى لهم وليبدلنهم من بعد خوفهم امنا
او د الله د وينا نه د هيچا وينا هم ريښتني نشي کيداى
this is my