Home » ملټي ميډيا » نندارتون »
اسلامي نړۍ چهارشنبه (۱۰ سنبله)
اسلامي نړۍ د چهارشنبې د ۱۳۸۹ کال د اسد ۱۰ د رمضان المبارک ۲۳ او د ۲۰۱۰ کال د سپتمبر په لومړۍ نېټه.
په پاکستان کې د څو زورورو چاودنو به ترڅ کې 29 کسان ووژل شول او تر دوو سوو زيات ژوبل شول.
اسرايلي صدراعظم ومنله، چې له يو شمېر فلسطيني سيمو څخه به ووځي او د بيت المقدس او نورو سپېڅلو ځایونو لپاره به ځانګړي امنيتي قطعه جوړه کړي.
په کندهار کې د يوې چاودنې په ترڅ کې ددغه ولايت د حج او اوقافو رييس ووژل شو او د يو ګڼ شمېر کسان ژوبل شول.
په هرات کې د کوچني اختر له لامله يو ګڼ شمېر بنديان له زندانه خوشې شول.
د کشميري مسلحو ډلو لخوا د یوې نښتې په ترڅ کې دوه هندي پوځيان ووژل شو، د هندې تر ولکې لاندې کشمير کې کشميري مسلمانانو د يوې سترې غونډې په ترڅ کې له هند نه وغوښتل چې ورک شوي کسان دې پیدا کړي.
امريکايي ځواکونو تېره ورځ په رسمي ډول په عراق کې خپل پوځي عملياتو پای ته د رسولو اعلان وکړ.
No related posts.


















0 تبصره ها
اولتر از همه شما تبصره کنید!.