د روژې ګټې

وحيد الله بهرام

الله جل جلاله فرمايې: روژه هغه میاشت ده چې قرانکریم نازل شوی، د خلکو لارښوونکی او د حق او باطل بیلونکی. له تاسې نه چې هر چا د روژې میاشت ومونده نو روژه دې پكې ونیسی. البقره
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: اسلام پنځه بنسټونه لري، لومړی دا چې شاهدي ورکړی چې پرته له الله بل هیڅ څوک د عبادت وړ ندي او محمد صلی الله علیه وسلم یې استازى دی، لمونځ وکړئ، زکات ورکړئ، د توان د درلودلو په صورت کې حج ته ولاړ شئ او روژه ونیسئ.
بل ځاى هغه صلی الله علیه وسلم وایي: د رمضان مبارکه میاشت ستاسې په لور را روانه ده، الله پاک په هغې کې پر تاسې باندې روژه نیول فرض کړي، پدې میاشت کې د جنت دروازې خلاصیږي او د دوزخ دروازې تړل کیږي، سرکښه شیطانان په ځنځیرونو تړل کیږي او په هغې کې یوه شپه (لیلته القدر) شته چې له زرو میاشتو نه غوره ده.

۱- روژه د تقوا د زیاتیدو سبب ګرځي:

په روژه کې موږ کولای شو خپله تقوا زیاته کړو. الله جل جلاله فرمايي: ای مومنانو! پرتاسې مې روژه فرض کړې لکه څنګه مې چې په مخکینیو فرض کړې وه تر څو ستاسې تقوا زیاته شي.
طارق ابن حبیب (رحمه الله) فرمايي: کله چې فتنې زیاتې شي تقوا له منځه ځي. له هغه نه پوښتنه وشوه چې تقوا څه ده؟ داسې یې ځواب ورکړ: تقوا دا ده چې د ایمان په پوره قوت سره د الله پاک د اوامرو نه پیروي وکړې، د هغه بښنې ته هیله من اوسې او تقوا یعنې د ګناهونو نه ځان ساتل او هغه هم د الله جل جلاله نه د ډار پر بنسټ.
دا د تقوا یو تعریف دى. هر عمل باید دواړه اړخه ولري د پیل ټکی او هدف، هر کار چې تر سره کو د اطاعت او الله پاک ته د نزدکیت وسیله یې نشو شمیرلی، مګر هغه چارې چې یوازې د الله پاک د رضا د لاسته راوړلو په موخه تر سره کیږي. پوره ایمان هم همدې ته وایي چې یو عمل ترسره کړې هغه ستا زوړ عادت نه وي، او د دې پخاطر دې هم نه وي ترسره کړی چې خلک دې وستايي او درته شباسی درکړي بلکې یوازې د الله پاک لپاره دې ترسره کړی وي. خلاصه موږ هر عمل د ده او هغه لپاره باید تر سره نکړو بلکې زموږ هدف باید یوازې د الله پاک د رضا لاسته راوړل وي، او روژه یعنې د تقوا لاسته راوړل. روژه زموږ سره مرسته کوي تر څو ځان له زیاتو ګناهونو نه وساتو پدې اړه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمايي: روژه یو سپر دی په کوم سره چې بنده ځان له اور نه ژغوري.
ښه د روژې د هرې ورځې په تیریدو سره باید له ځانه وپوښتو چې ایا د نن ورځې روژې د اللهجل جلاله له غضب نه ډار زما په زړه کې زیات کړه او د الله پاک له اوامرو نه یې زما په اطاعت کې مثبت بدلو راوست، ایا ننی روژې زما سره د ګناهونو د نه تر سره کولو لپاره مرسته وکړه…

۲- روژه الله پاک ته د نیژدیوالي سبب ګرځي:

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمايي: چې اللهجل جلاله وویل: هرڅوک چې زما د یوه دوست سره دښمني وکړي، نو زه به دهغه سره جنګ پیل کړم، او زما بنده ماته نشي نژدې کیدلای پرته په هغه څیزونو باندې د عمل نه کوم مې چې پرده فرض کړي. زما نیک بنده هڅه کوي چې د نیکو کارونو په تر سره کولو سره ځان ماته نژدې کړي نو زه باید د ده سره مینه وکړم.
پدغه مبارکه میاشت کې د فرایضو ادا کول، د قرانکریم لوستل د مانا سره، د مهربانی زیاتول، خیرات ورکول، دعاکول، تراویح لمونځ ادا کول، لیلته القدر پسې ځان ستومانول او د علم زده کول هغه ټوکي دي چې د هغوی په ترسره کولو سره بنده کولای شی چې ځان اللهجل جلاله ته ورنژدې کړي. موږ باید په دغه میاشت کې خپل نفلي او فرضي عبادات زیات کړو ځکه چې په نوموړې میاشت کې یې څو برابره اجر ورکول کیږي. همدارنګه الله پاک ته د نژديکیدو یو بله وسیله اعتکاف دی. چې هر مسلمان یې د توان دلرلو په صورت کې باید د روژې په لسو وروستیو شپو کې ترسره کړي.
امام ابن قیوم(رح) فرمايي: الله پاک اعتکاف په زړونو کې د اطمنان د راوستلو لپاره یو وسیله وګرځاوه، ترڅو بنده د هغې په واسطه خپلې اړیکې له مخلوقاتو نه پرې او د اللهجل جلاله سره یې ونښلوي. پدې توګه دا هر څه په اللهجل جلاله پورې اړه لري الله پاک پخپل کتاب کې موږ ته دا واضح کړي چې ماته څه شی د نژدیکیدو سبب ګرځي، د کومو چارو په تر سره کولو سره زه خوشحالیږم او کوم کارونه مې نه خوښږي. په حقیقت کې د دغه ټولو چارو په ترسره کولو سره موږ ځانونه هغې ورځې ته چمتو کوو کومه چې په هغې کې پرته له نیکو اعمالو نه نه کورنه زور نه اولاد او نه هم پیسې کټه لري. او دا هغه ورځ ده کله چې موږ په قبر کې ایښودل کیږو.

۳- روژه زموږ د زغم د زیاتوالي سبب ګرځي:

امام احمد (رح) فرمايي: الله پاک پخپل سپڅلي کتاب کې پوره ۹۰ ځایه د صبر یادونه کړیده.
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وایي: د زغم او صبر میاشت او په هره میاشت کې باید درې ورځې روژه ونیول شي.
عبدالبر(رح) پدې اړه داسې وايي: د صبر او زغم د میاشت نه یې مطلب د روژې میاشت ده پدغه میاشت کې له خوړلو، څښلو، جنسي عمل او نفسي غوښتونو نه مخنوی کیږي.
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمايي: ای ځوانانو! په تاسې کې چې هر څوک د واده کولو توان ولریي نو باید چې ویې کړي ځکه چې واده کول د انسان سترګې او نور بدن د محارمو او ګناهونو نه ساتي، او هر څوک چې د واده کړلو توان نلري نو روژه دې ونیسي ځکه چې روژه د مسلمان لپاره د سپر حیثیت لري. بیا نو روژه د محارمو نه د ځان ساتلو او د صبر په زیاتولو کې ستاسې سره مرسته کوي. د صبر زیاتوالی موږ ته دا قدرت راکوي تر څو په ښه توګه او پرته له رویا نه د الله پاک عبادت وکړو، او همدارنګه د ژوند له لوړو او ژورو سره په مبارزه کې زموږ سره مرستندویه ګرځي. په صبر او زغم سره موږ کولای شو له مشرکینو، ملحیدینو او بدعتیانو سره په ښه توګه جهاد وکړو. پدې توګه پرته له علم او زغم نه هیڅ چار په ښه توګه نه ترسره کیږي، پرته له کبر، خود خواهی …

۴- روژه په انسان کې د نیکو عادتونو د پیدا کولو سبب ګرځي:

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمايي: هر څو ک چې دروغ ویل پرې نږدي نو الله پاک د هغه لوږې او تندې ته اړتیا نلري. او همدارنګه دی صلی الله علیه وسلم زیاتوي: روژه یوازې د ځان وږي ساتل نه بلکې په روژه کې باید له ښکنځلو نه هم ځان وساتو نو که په روژ کې چا درته ښکنځلې وکړې ورته ووایه چې زه روژه یم. نو روژه موږته یوازې د لوږې او تندې درس نه راکوي، بلکه موږ ته د اخلاقو درس هم راکوي، موږ ته دا راښيي چې باید د خپل مسلمان ورور حقوق تر پښو لاندې نکړو لکه څنګه چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د مؤمن په تعریف کې فرمايی: مؤمن هغه شخص دی چې نور مسلمانان د ده د ژبې او لاس له ضرر نه خوندي وي. نو دا په موږ پورې اړه لري چې په روژه کې موږ د خپلو بدو عادتونو د بدلولو لپاره څومره هڅې کوو.

۵- روژه د مسلمانانو د یوالي سبب ګرځي:

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمايي: چې روژه ونیسی په هغه وخت کې چې دوی روژه نیسي او ماته یي کړی په هغه وخت کې چې دوی یې ماتوي او قرباني وکړی په هغه وخت کې چې دوی قرباني کوي. امام ترمذي(رح) پدې اړه داسې وايي: د نوموړي حدیث په شرحه کې چې (روژه ونیسی په هغه وخت کې چې دوی یې نیسی او وخوری په هغه وخت کې چې دوی يې خوري) ځینې عالمان داسې نظر لري دلته یې مطلب د مسلمانانو له جماعت څخه دی. نو پدغه میاشت کې موږ کولای شو چې د مسلمانانو یوالی حس کړو. په روژه کې موږ د مسلمانانو له وضعت نه ځان خبرولی شو، دا چې لوږه تیروو دهغه مسلمانانو له حاله خبریږو کوم چې په شپو او ورځو د خوراک لپاره څه نلري. چې دغه ډول مسلمانان په افریقا کې زیات پیدا کیږي، چې د مسلمانانو خیریه ټولنې او همدارنګه په فردي توګه باید د هغوی سره مرسته وکړي. شیخ ابن تمیه(رح) وایي: که په فردي توګه له مسکینانو سره مرسته وشي نو د دوی لپاره به دا مرسته دومره ګټوره نه وي او نه د مسکینانو په شمیر کې دومره کمښت راو ستلای شي لکه څومره چې په ټولنیزه توګه رځي.
لکه څنګه چې موږ وینو اسلام موږ ټول ټولنې او ټولنیزو کارونو ته هڅوي، اسلام اجتماعي عبادات او کارونه یوازې په روژه کې نه بلکه په هر وخت کې خوښوي. د بیلګې په ډول حضرت محمد صلی الله علیه وسلم موږ ته وایي چې د ورځې پنځه وخته لمونځ په جماعت سره ادا کړی او پدې موخه چې نوموړي چار ته يې موږ په ښه توګه هڅولي وه د هغه فضیلت یي ۲۷ درجې ښودلی. همدارنګه حج او حتا موږ په ډیرو ساده ورځینیو چارو کې ټولنیز عمل ته هڅوي لکه د ډوډی خوړل. یو صحابه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته راغی او ورته یې وویل: یاد الله رسوله! ما ډوډی وخوړه خو له خپل خوراک نه راضي نه يم، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ورته وویل: شاید تا په انفرادي توګه دغه کار کړی وي، ده ځواب ورکړ. هوکې! بیا ده صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: له خپلو نورو دوستانو سره په ټولنیزه توګه ډوډی وخوره او دالله جل جلاله نوم هم له یاده مه باسه.
روژه د مسلمانانو د یوالي لپاره ډیر مناسب وخت دی.
په اخر کې د الله پاک نه غواړو چې د روژې په مبارکه میاشت کې موږ ته دا توان راکړي چې په ځانو کې نیک بدلو راولو، او اللهجل جلاله دې موږ د هغه خلک له ډلې نه وساتي په کومو چې روژه تیریږي خو پرته له لوږې او تندې کومه بله لاسته راوړنه نلري.

No related posts.

Subscribe / Share

د مضمون په اړه خپل نظر وليکئ!

Leave a Reply