رمضان د رجوع الى الله يو بل فرصت!

يادونه: لاندې ليکنه تېر کال شوې وه خو د موضوع داهميت له لامله سږ کال بيا تاسو درنو لوستونکو ته را تازه کړی شوه.

عبدالفتاح جواد

دغه دوه تيرې اونۍ د هيواد دننه به بيلابيلو ولايتونو كې مرګوني او طوفاني سيلابونه را ووتل چې د هيوادوالو سر او مال ته يې درانه تاوانونه واړول او دغه لړۍ ګاونډي هيواد پاكستان ته هم ورسيده او هلته خو يې وضعيت دومره خراب كړ چې د حكومت له كنترول نه ووت، واكمنې ډلې د خپلو خلكو په وړاندې پيكه شوې او ان ولسمشر زرداري خو يې له امله په بوټانو هم وويشتل شو.
هسې خو په ظاهره دغه د زياتو بارانونو نتيجه وبلل شوه خو كه حقيقت ته ځان رسول غواړو نو بايد په ځينو ټكو ژور فكر وكړو، مسائل سطحي او سرسري و نه څيړو چې بيا به الله جل جلاله مه كړه په دغه راز يوه بد او ناوړه تسلسل كې بند پاتې شو.
دا خو ثابته او منل شوې خبره ده چې ګناهونه او جرمونه د الهي عذاب موجب ګرځي او برخلاف د نيكۍ او خير چارې بيا د نعمتونو او الهي پيرزوينو دروازې پرانيزي او دا د قرآن كريم ارشاد هم دى چې په وچه او لمده كې څومره فساد او ورانى راځي دغه ټول د خلكو د اعمالو او كړنو نتيجه وي.
نو اوس به ډير لرې هم نه ځو په خپلو او د خپل چاپيريال په حالاتو به نظر واچوو او دا ارزونه به وكړو چې څه روان دي؟ ډير د افسوس ځاى دى چې مونږ ددې عصر انسانان د داسې ذات سره ناغيړي او ټكر ته مټې رانغښتې دي چې د هغه د يوه عادي او واړه مخلوق سيلاب زور هم نه لرو.
ايا مونږ د الله جل جلاله د شريعت د تطبيق پرځاى د انسان د ناقص عقل نه راوتلو مادو په عملي كولو او هغو ته په بلنې سره د الله جل جلاله سره مخالفت نه كوو؟ ايا نن سبا كبيره ګناهونه په ښكاره او علني توګه نه ترسره كيږي؟ ايا د اسلامي شعائرو توهين او سپكاوى نه كيږي؟ زمونږ په بانكونو كې سود ته بلنه نده روانه؟ آيا زمونږ په رسنيو كې د حياء او غيرت په خلاف برنامې نه خپريږي؟ غلا، خيانت، اختطاف او رشوت د ډيرو د مال ګټلو مهمه وسيله نده؟.
نو مونږ بيا څه ډول د الهي رحم او كرم توقع ولرو؟ عجيب قضاوت دى چې ازغي به كرو خو تمه به ترې د غنمو كوو؟! نو ځكه خو مونږ د رمضان مباركې مياشتې پدې مباركو ورځو كې خپل ولس او ټولو مسلمانانو ته ځولۍ غوړوو او عذر ورته كوو چې الله جل جلاله ته ور وګرځي    ، فردي او اجتماعي توبې وباسي، په خپلو غلطيو پښيمانه شي او د خير، صلاح او فلاح لاره ونيسي او د شر او بې دينۍ په ځاى د اصلاح او اقامت دين هڅې پيل كړي، نو بيا به وويني چې څه ډول زمونږ د هيواد كښتۍ د امن، سوكالۍ او خوشحالۍ ساحل ته رسيږي.


ملي اصلاح اونيزه، ۳۵۰ ګڼه د ۱۳۸۹ كال د اسد مياشت

No related posts.

Subscribe / Share

د مضمون په اړه خپل نظر وليکئ!

Leave a Reply