روژه د بزرګۍ یوه اسماني نسخه

لیکنه: علامه محمد یوسف بنوري
ژباړه: محمد شریف راشد

بشریت ګام په ګام ټکرونه خوري، کله د نفسي خواهشاتو له لارې او کله د عدو مبین شیطان لعین د فرېب او تلبیس له لارې، او کله بیا د انساني شیطانانو د وسوسو او د غلطې ټولنې د غلطو اثراتو له لارې، لیکن د ارحم الراحمین کامل رحمت هر ځای دې ضعیف الفطرت انسان ته د مرستې لاس ورکړی وي، د عقل غوندې ستر نعمت یې ورکړ، بیا یې د عقل د لارښوونې لپاره د انبیاوو د رالېږلو او د آسماني تعلیماتو نظام پیل کړ، په ځانګړي ډول بیا د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم د امت لپاره د دې رحمت کامله مظاهر دومره پراخه دي چې لیدل یې سړی حیرانوي.
د عبادت په ټولو اړخونو کښې بې درېغه آسانتیاوې بیا په همدې عبادت باندې بې شمېره اجر او ثواب، او ګام پر ګام د قبولیت او خوښۍ زېري، په همدې سترو نعمتونو کښې یو عظیم نعمت د روژې مبارکه میاشت هم ده، چې له سره تر پایه رحمت، او د برکت میاشت ده داسې میاشت چې د الله د رحمتونو باران وي پکښې.
د حضرت سلمان فارسي رضي الله عنه په یوه لوی روایت کښې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یو وارې د شعبان د میاشتې په وروستیو کښې وینا وکړه  او ویې: ای خلکو! پرتاسې باندې یوې سترې او برکتناکې میاشتې سیورۍ کړی دی، په هغې کې یوه شپه ده چې له رزو میاشتو څخه غوره ده، الله تعالی د دې میاشتې د ورځې روژه پر تاسې فرض کړې ده او د شپې لمونځ ېې نفل ګرځولی دی.څوک چې پدې میاشت کې الله تعالی ته د نږدې کیدو لپاره نفل عبادت وکړي نو الله د نورو میاشتو د فرضو په شان ثواب ورکوي او څوک چې پکې یو فرض ادا کړي نو الله تعالۍ ورله د نورو میاشتو د اویا فرضو اجر ورکوي.دا د صبر میاشت ده او د صبر بدله جنت دی، دا د همدردۍ میاشت ده، هغه میاشت چې د مومن روزې پکې زیاتیږی، څوک چې پدې میاشت کې روژه تي ته روژه ماتی ورکړي نو ګناهونه یې بښل کیږي او له جهنم څخه خلاصون مومي او د روژتي په اندازه اجر ورکول کیږي پرته لدې چې د روژتي په ثواب کې کمښت راشي.وویل شول یا رسول الله! زمونږ هر یو د دې توان نلري چې روژه تیانو ته روژه ماتی ورکړي) نو څرنګه له دغه ثواب څخه برخمن شو‎؟) ویې فرمایل: که چیرې روژه تي ته یوازې اوبه او خرما هم ورکړی نو دا ثواب تر لاسه کولای شی.هغه وړاندې وفرمایل: هر څوک چې روژه تي موړ کړي نو الله تعالی به یې د قیامت په ورځ زما له حوض څخه داسې موړ کړی چې جنت ته تر ننوتلو پورې به هیڅ تږی نشي. دا هغه میاشت ده چې لومړۍ برخه یې رحمت، منځنۍ یې مغفرت او وروستنۍ یې د دوزخ له اور څخه خلاصون دی. څوک چې پدې میاشت کې له خپل خادم او کارګر سره آساني وکړي نو الله تعالی به یې وبښي او له جهنم څخه به نجات ورکړي.)بیهقی)
د رحمت پیغمبر په بل ځای کې فرمایي: که چیرې بنده ګان پوهیدلای چې په رمضان چې څومره خیر او فضیلت پروت دی نو خامخا به یې هیله کړې وای چې کاشکې ټول کال رمضان وای. )صحیح ابن خزیمه)
په نبوي ارشاداتو کښې د روژې د میاشتې د ثوابونو او برکتونو یوه لویه ذخیره شته، چې دا ځاى ورته کم دى او پدې یوه روایت اکتفا کوو.

د کامل ولیتوب لپاره أسماني نسخه

د روژې میاشت په حقیقت کښې له یوه مؤمن نه د کامل ولي جوړولو خوندوره آسماني نسخه ده، په قرآن شریف کښې فرمان ده چې: أَلَا إِنَّ أَوْلِيَاءَ اللَّهِ لَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ، الَّذِينَ آمَنُواْ وَكَانُواْ يَتَّقُونَ  )یونس: ۶۲-۶۳)
ترجمه: خبر دار! بې شکه د الله په وليانو نه وېره شته او نه هغه غمجن وي، هغه كسان چې ايمان يې راوړي او تقوا لري.
لدې مبارک آیت نه را معلومه شوه چې د الله ولي چې له هرې وېرې او غم نه به هغه څوك بچ وې چې دا دوه صفتونه پكې وي: ۱ـ ایمان ۲-تقوا.
ګویا چې د کاملې تقوا دوهم نوم ولایت دی، لدې آیت نه ورسته دې آیت ته وګورﺉ:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ)البقرة: ۱۸۳)
ترجمه: ای ایمان والو! پر تاسو باندې روژه فرض کړی شوې لکه له تاسو نه په مخکنیو امتونو چې فرض کړی شوې وه، د دې لپاره چې تاسو تقوا داره شی.
پدې آیت کښې یې د تقوا د لاسته راوړلو وسیله روژه ګڼلې. د دواړو آیتونو له یو ځای کولو نه دا ښکاره نتیجه را وځې چې روژه د خدای د دوستۍ او وليتوب لپاره وسیله ده.

د تقوا حاصلولو وسیله :

اوس دې ته لږ متوجه شئ چې تقوا پرهېزګاري څنګه حاصلېږي؟
ښکاره خبره ده چې روژه نیول د خدای د یوه فرض شوي حکم تعمیل دی، د روژې په نیولو سره له منهیاتو او بدو کارونو نه ځان ساتل آسانه شي.
ګناهونه خو ځنې داسې دي چې له ژبې سره تړاو لري، ځینې یې له خېټې سره، او ځینې یې له شرمګاه عورت سره د ا ټول بیا د انساني نفس له خواهشاتو سره تړلي، نفساني خواهشات هم ګڼ قسمونه لري، ځینې خصلتونه خو په انسان کښې د داړونکو ځناورو دي، لکه یو څوک وهل، تړل، ماتول، شکول، د قهر او غصې غوښتنې پوره کول، ځینې خصلتونه پکښې د ځناورو دي: شکم پروري د خېټې تابعیت، تن پروري صرف شخصی ګتې په نظر کښې نیول، ځینې د نفسي خواهشاتو غوښتنې له عورت سره ټړاو لري چې مونږه یې جنسي خواهشات بولو، دا درې واړه نفسانی قوتونه چې تر څو پوري په خپل واک کښې ونه نیول شي – ترهغې پورې تقوا حاصلول امکان نه لري.
اسلام دا غواړي او د اخلاقو ټول پوهان هم همدا وايي چې د دې درېواړو قوتونو اصلاح دې د ښه کوښښ مجاهدې او ریاضت په ذریعه ترسره شي، یعنې د دوی د یون لوری دې سم وي، په خپل وخت او خپل ځای دې استعمال شي، له بې ځایه او بې وخته استعمال نه دې ډډه وشي.
د دې مطلب ترلاسه کولو لپاره د هوښیارانو او حکماوو ترمنځ تل په یو ځو اساسی خبرو اتفاق دی :
۱ ـ تقلیل طعام)کم خوراک کول)۲ ـ تقلیل کلام)کمې خبرې کول)۳ ـ تقلیل منام)کم خوب کول)۴ ـ تقلیل اختلاط مع الأنام)له خلکو سره کم تله را تله)

د روژې میاشت دا څلور واړه مقاصد پوره کوي:

۱ ـ له سهاره تر لمر ډوبېدو بورې روژه نیوونکی له خوراک څښاک او د نفسي خواهشاتو له پوره کولو نه بند وي.
۲ ـ د شپې تراوې بیا ورپسې د نورو نفلي لمونځونو او پېشلمي په واسطه د خوب د کنټرولو زمینه مساعده شوې.
۳ ـ د تلاوت، ذکر، استغفار، کثرت او ډېر والي ته هڅونه شوې،چې د خبرو کمولو تدبیر ده.
۴ ـ د روژې په وروستیو لسو کښې یې اعتکاف سنت وګرځاوه او پدې سره یې له خلکو سره د کم تلو راتلو او د بې ځایه ناستې د پرېښودلو لپاره تدبیر وشو.
ټوله میاشت د دې اعمالو کارونو د تمرین کولو مطلب داده چې دا خصلتونه دایمې اخلاق او عادات شي، ځکه چې د پوره دېرش ورځو د پېشلمي د حکم له امله د سهار وخته پاځېدو عادت پیدا کوي، او د ټولې میاشتې د تراوو حکم یې ورکړ، مطلب داده چې د شپې مهال د ډېرو لمونځونو کولو عادت پیدا شي.

د روژې اهمیت

دا خو د روژې مقاصد وو، د دې د اهمیت معلومولو لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم لاندې سپېځلی ارشادات په کامل فکر او توجه سره ولولئ، او عمل پرې وکړﺉ.
۱ ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: “مَنْ لَمْ يَدَعْ قَوْلَ الزُّورِ وَالْعَمَلَ بِهِ فَلَيْسَ لِلَّهِ حَاجَةٌ فِي أَنْ يَدَعَ طَعَامَهُ وَشَرَابَهُ  البخاري
ترجمه: کوم کس چې په روزه کښې دروغ ویل او په دروغو)بد کار) کول پرېنږدي – نو د الله تعالی داهم نده پکار چې دی خوراک او څښاک پرېږدي”.)چې د روژې اصل مقصد نه پوره کوي نو د و چې تندې او لوږي ضرورت څه دی.
۲ ـ عن ابي هریرة قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: “وَإِذَا كَانَ يَوْمُ صَوْمِ أَحَدِكُمْ فَلَا يَرْفُثْ وَلَا يَصْخَبْ فَإِنْ سَابَّهُ أَحَدٌ أَوْ قَاتَلَهُ فَلْيَقُلْ إِنِّي امْرُؤٌ صَائِمٌ”)رواه البخاري ومسلم)
ترجمه: “او چې کله ستاسو د کوم کس د روژې ورځ وي نو نه دې کومه سپکه د بې شرمۍ او بې حیاتوب خبره کوي، او نه دې شور او چغې وهي، که کوم کس ورسره جنګ کولو یا یې کنځا ورته وکړه نو په جواب کښې دې صرف دومره ورته اووایي چې: زه روژه یم”.
۳ ـ عن أَبِى هُرَيْرَةَ عَنِ النَّبِىِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: “كَمْ مِنْ صَائِمٍ لَيْسَ لَهُ مِنْ صِيَامِهِ إِلاَّ الظَّمَأُ، وَكَمْ مِنْ قَائِمٍ لَيْسَ لَهُ مِنْ قِيَامِهِ إِلاَّ السَّهَرُ”.)الدارمي)
ترجمه: “څومره ډېر روژه نیوونکي دي چې بې له تندې نه یې د روژې نور هېڅ مطلب نشته، او څومره د شپې لمونځ کوونکي دي چې د شپې د لمونځ مطلب یې بې له بې خوبۍ نه – نور هېڅه نه ده “.
۴ ـ” لیس الصیام من الأكل و الشرب إنما الصيام من اللغو و الرفث فإن سابه أحد أو جهل عليك فليقل إني صائم “.
ترجمه: “روژه یواځې دا نده چې خوراک او څښاک نه کوې، روژه خو په حقیقت کښې له سپکو بې ځایه او بې ادبه خبرو نه د ځان ساتلو نوم دی، که کوم کس کنځلې درته وکړي یا بد اخلاقي درسره وکړي نو ورته او وایه چې: زه روژه يم “.
۶ ـ عن أنس بن مالك قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: “من لم يدع الخنا والكذب، فلا حاجة لله في أن يدع طعامه وشرابه”)المعجم الأوسط والصغير للطبراني)
ترجمه: “څوک چې فحش خبرې او دروغ نه پرېږدي نو الله پاک یې دې ته اړتیا نه لری چې دی خوراک او څښاک پرېږدي”.
۷ ـ قال أبو عبيدة رضي الله عنه: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: “الصَّوْمُ جُنَّةٌ مَا لَمْ يَخْرِقْهَا “)النسائي)
ترجمه: “روژه)له ګناهونو یو بچوونکی) ډال دی – تر څو چې یې سوری نکړي. په یو بل روایت کښې دي چې یو چا وپوښتل: نو په څه شي یې سوری کوي؟ وېویل: په دروغو او غیبت
د خپلې روژې د څارنې لپاره دا حدیثونه دوهم ځل په ښه فکر او سوچ سره ولولﺉ، بیا اوګورﺉ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په څومره تدبیرونو د خپل امت تربیه او د هغوی د روژو د ساتلو لپاره لارښوونې کړي، څو د روژې مقصد تقوا حاصله او د پرهېزګارۍ تربیه ترلاسه شي.
لنډه دا چې الله تعالی روژه د له نفس سره د مجاهدې میاشت ګرڅولې ده، څو د اسلامي امت ظاهري او باطني اصلاح وشي، دا موکه د دې لپاره ورکړل شوې چې د خپلو اعمالو څارنه وکړي او په تیر کال کښې یې چې څومره خامیانې کړې وي د هغې تدارک وکړي، او د راتلونکې لپاره هم داسې تیاری وکړی چې بیا زر زر د نفس او شیطان تر تاثیر لاندې رانشي.
د ورځې یې د روژې په څېر عبادت فرض کړ چې له نا اشنا اصلاحي تدابیرو نه ډک دی، ان تر دې یې حکم وکړ چې روژه نیوونکی دې له چا سره سختې خبرې هم نه کوی، او نه دې کومه سپکه خبره له خولې نه را باسي، او که چا ورته تکلیف ورساوه یا یې کومه سخته خبره ورته وکړه نو په بوزه کښې که څه هم د دې اجازه وه چې صرف د دې خبرې جواب ورکړي خو اوس پدې هم پابندي ولګېدله صرف دومره به ورته وایي چې زما روژه ده، یعنې جواب نشم درکولی.
همداسې که په روژه ماتي او پېشلمي کښې له اعتدال او میانه روۍ نه کار واخستل شي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ارشاداتو سره سم روژه ونیول شی نو خامخا به د انسان په ژوند کښې یو اوښتون)انقلاب)پیدا کېږي، روحانیت په پرمختګ وکړي یوه داسې منزل ته به رسي چې د الله تعالی مینه به په زړه کښې خپلې زرینې وړانګې خورې او د خدایي مینې هغه اثر به په زړه کښې پیدا شي چې په بل تدبیر یې حصول امکان نه لري.
د شپې یې د تراوو عبادت مقرر کړ څو د لمانځه او د الله د کلام له برکته په انساني نفس باندې هغه نقوش مرتسم شي چې په بل تدبیر یې حصول ناممکن وي، په خپله ژبه قرآن لولي یایې په غوږونو اوری، د قیام رکوع سجدو په غولي د خدای په دربار کښې په عبادت بوخت وي و کله په دعا کښې په سجده وي، کله یې به خوله تسبیح او تهلیل جاري وي، قدرت په څومره نا اشنا لارو په بندګانو باندې د مینې دا سفر لنډوي، سبحان الله !
د تراوو د هرو څلورو رکعتونو په منځ کښې چې کومه لنډه وقفه ناسته وي په هغې کښې د تسبیحاتو په ذریعه د الله تعالی لويي او عظمت بیانېړي بنده د خدای په مخکښې حاضر وي، له روحاني برکاتو نه مالامال وي، دا ډېر یو قېمتي وخت دی، پدې کښې د خدای لورته له توجه نه غفلت ندی پکار، ” كلمة تمجيد ” خو د هر کس یاده وي یعنې:
سبحان الله و الحمد لله و لا إله إلا الله و الله أكبر , ولا حول ولا قُوَّةَ إلا لله العَلِيِّ العظيم.
دا لولئ یا سبحان الله وبحمده، سبحان الله العظیم، په ژبه جاری ساتئ، او یا هغه تسبیح چې فقهاءو لیکلی او ډېره جامعه ده، هغه داده چې: سبحان ذي المُلكِ و المَلَكوتِ سبحان ذي العزة والعَظمَة والقدرة والكِبرِياءِ والجَبَرُوت , سبحان الحَيِّ الذي لا ينامُ و لا يموتُ سُبُّوحً قُدُّوس ربنا وربُّ الملائكةِ والُّروح و لا إله إ لا الله نستغفر الله نسئلك الجَنَّةَ.
دا درې درې وارې په هره ترویحه یعنې له هرو څلورو رکعتونو نه وروسته لولئ،
مطلب دا چې په روژه کښې الله تعالی د شرعي احکامو لپاره یو داسې پروګرام برابر کړ، چې که یو کس او غواړي نو کولی شي چې د ټول عمر لپاره دا نیک عادتونه به ځان کښې پاخه کړي، همداسې یې په روژه کښې مسلمانان د مال خیراتولو ته وهڅول، پدې سره د ده له پرهېزګاره کولو سره د سخي کولو تدبیر هم وکړ، او د دده د طبعي بخل اصلاح یې پدې سره وکړه،
لنډه داچې د ټولو نېکو اخلاقو، تقوا، صلاح، نیکۍ، نیکو خبرو، جود سخا او کرم نفس داسې تلقین یې وکړ او د دې لپاره داسې پروګرام جو ړ شو چې د لنډه داچې د ټولو نېکو اخلاقو، تقوا، صلاح، نیکۍ، نیکو خبرو، جود سخا او کرم نفس داسې تلقین یې وکړ او د دې لپاره داسې پروګرام جو ړ شو چې د انسان عقل ورته حیرانېږی، لدېنه د ښه تدبیر جوړولو امکان نده پاتې، د قرآن کریم په یوه ټکي کښې، دې ته اشاره شوې، فرمان ده :” لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ” يعنې روژه د دې لپاره درباندې فرض کړی شوې چې تاسو پرهېزګاره او نېکان شی.انسان عقل ورته حیرانېږی، لدېنه د ښه تدبیر جوړولو امکان نده پاتې، د قرآن کریم په یوه ټکي کښې، دې ته اشاره شوې، فرمان ده :” لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ” يعنې روژه د دې لپاره درباندې فرض کړی شوې چې تاسو پرهېزګاره او نېکان شی.

دیني تربیه او د روزې میاشت

نن سبا مور او پلار د اولاد په تربیه کښې بې حده سستی کوي، حال داچې لکه څنګه چې پدو باندې فرض ده چې په خپله لمونځ وکړي نیکان او پرهېزګاره شي، همداسې د دوی په ذمه دا کار هم ور اچول شوی چې خپل او لاد او د کورنۍ غړو ته دې لمونځ ور زده کړي او پرې کوي دې، دا شرعي حکم ده چې: کله ماشوم د أوو ۷ کلونو شي نو د لمونځ کولو حکم ورته وکړﺉ، ګویاچې لمونځ ور زده کول به لدې نه هم مخکښې وي، او که د لسو کلونو شي او لمونځ نه کوي نو مور او پلار دې هغه اووهي لمونځ دې پرې وکړي، مطلب دا چې هغه ته دیني تربیه ورکول او له هغه نه نېک سړی جوړول هم د مور او پلار په ذمه دي،
الله تعالی به قرآن کریم کښې د دې تاکید کړی فرمايي: “يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا )التحريم :۶)یعنې :” ای ایمان والو! خپل ځان او اهل او عیال له اوره بچ کړﺉ ”
د روژې له میاشتې نه دا ګټه په آسانه اخستل کېږي، ځکه چې پدې ورځو کښې د ماښام او ماخوستن لمانځه ته د ماشومانو طبعا شوق وي همداسې یې پېشلمي ته د پورته کېدو هم شوق وي، دا د الله تعالی له لوري نه یوه قدرتي رڼا وي د هغه په زړه کښې، که د ماشوم له دې فطري جذبې شوق او صلاحیت نه کار واخستل شي نو په ډېره آسانه توګه هغه له لمانځه او تهجدو سره بلدولی شو، دا خو د روژې له برکته د اولاد د صلاح لپاره پدې وخت کښې تدبیر جوړېدلی شي، که انسان په خپله پدې خبرو عمل وکړي نو په خپله به د صالح کېدو انځورونه رامخ ته شي.
همداسې به حدیثونو کښې دا میاشت د پېرزوینې او همدردۍ میاشت ګڼل شوې، نو ځکه له ګاونډیانو همسایه ګانو سره ښې اړیکې او مینه کول پکار دي، یو بل ته په لږ تحفه ډالۍ ورلېږلو کښې هم ډېر ثواب دی، د دې له برکته الله تعالی په زړونو کښې مینه ډېروي، او د نېکۍ ذریعه یې ګرځوي، په خپله شاواخوا کښې د خلکو پام نیکیو ته ور اړول او د نیکیو خورول – الله تعالی به مسلمان باندې فرض کړي دي، لهذا یوازې دالله تعالی لپاره یو له بل سره د مینې او نېکۍ په فضا کښې چلېدل ضروري ده، په روژه کښې دا کار هم ښه په آسانه ترسره کېږي چې د برکتونو لامل دی.
رب دې مونږ ټولو ته توفیق راکړي چې د روژې برکتونه په پوره توګه ترلاسه او د دې عاشقانه او له مینې ډک خدایي عبادت د ثمراتو او أثر پوره برخه را نصیب شي، آمین.

No related posts.

Subscribe / Share

د مضمون په اړه خپل نظر وليکئ!

Leave a Reply