سرچينه: اسلام وب.نت
ژباړه: حضرت بهار
په پراخ صحرايي هيواد، ترکمنستان کې رمضان يو بل ډول شی دی، د ترکمنستان خلکو لسيزې د کمونيستي رژيم لاندې ژوند کړی، په دې رژيم کې دوی دا اجازه نه لرله، چې اسلامي فرايض او مقدسات په ازاده توګه عملي او پلي کړي.
د پوهنتنون يوويشت کلنه محصله جيحان په ترکمنستان کې د اسلام پخوانی او اوسنی انځور وړاندې کوي: (په عمومي ډول په ترکمنستان کې مسلمانان ډير مذهبي خلک نه دي، خوبيا هم دوی د رمضان په راتلو خوشاله دي. ګوره! موږ د کمونسټي رژيم لاندې لسيزې تيرې کړي دي، پخوا موږ په خپله ژبه د خبرو کولو حق هم نه درلود. همدا اوس اوس اسلامي کلتور بيرته راګرځي،
چې رمضان يې يوه برخه ده. اوس زه خپله اسلامي پيژنګلوی زده کوم او د خپلې نيا څخه مې د اسلام په اړه ډير څه زده کړل، زما نيا پخوا په پټه سره روژه نيوله.)
مسلمانان، چې په ترکمنستان کې ۸۷ سلنه جوړوي اوسمهال په خوند او مينه د رمضان روژه نيسي. دوی د قرانکريم د نزول شپه نمانځي او د د ۲۰۰۱ کال راپدېخوا يې د مشرانو په غوښتنه د کوچني اختر دپاره ځانګړي رخصتي هم اعلان کړي ده.
د ترکمنستان خلکو په افطار يانې روژه ماتي کې بېلا بېل خواړه او ميوې شاملي وي، څرنګه چې د هوټلونو د خواړو کيفيت ښه نه دی، نو ډيری خلک د خواړو لپاره سودا په بازار کې اخلي او په خپلو کورونو کې پخوي. رمضان اوسمهال په ترکمنستان کې د خوښی او يووالي وخت دی، چې د خلکو فکر او تمرکز د خدای جلا جلالله د عبادت ترڅنګ د کورنۍ په جوړولو باندې هم زياتيږي.
نورې دا ډول ليکنې:
