د روژې مفهوم

حيد الله بهرام

روژه د هجرت په دوهم کال کې پر مسلمانانو باندې فرض شوه، دلته پوښتنه داسې پیداکیږي، چې روژه ولې د اسلام په لومړیو کلونو کې پر مسلمانانو فرض نشوه؟
په مکه کې د مسلمانانو اقتصادي حالت خراب وه، تل به پر دوی باندې تیری کیده او د مشرکیو لخوا به ځورول کیدل، پدغه وخت کې به کله کله دوی په مړه ګیډه ډوډی خوړه، پداسې حال کې که چیرې دسړي سره د خوړو څه نه وي او یا هم ډیر کم وي روژه نیول ډیر ساده او آسانه کار دی، نو بیا ولې په لومړیو کې روژه فرض نشوه؟


ځواب شاید همدا وي چې روژه یوازې د خپلې ګډې وږي ساتل ندي، بلکه د خوراک او څښاک نه د ځان ساتل د روژې له اړخونو نه یو اړخ دی. روژه د انسان د روحي روزنې لپاره یو پوره او جامع نظام لري. نو دغه نظام صلح او امنیت ته اړ دی کوم چې په مکه کې نه پیدا کیده.
هوکې: روژه د کال تر ټولو بختوره میاشت ده، کومه چې مسلمانان یې د را رسیدو لپاره په بې صبری سره انتظار باسي. د رجب په لومړیو کې پوره دوه میاشتې مخکې له روژې نه به حضرت محمد صلى الله عليه وسلم داسې دعا کوله چې د شعبان او رجب په میاشتوکې الله پاک زموږ ګناهونه و بښي او موږ ته دې توفیق راکړي چې د پوره صحت او قوت سره روژې ته ور ورسو.
د روژې په میاشت کې مسلمانان الله جل جلاله ته د رحمت د نازلیدو، بښنې او د دوزخ د اورنه د خلاصون په موخه دعاګانې کوي.
دا هغه میاشت ده په کومه کې چې مسلمانان خپل تړونونه د الله پاک په وړاندې تازه کوي، او دا میاشت زموږ سره مرسته کوي تر څو خپلې اړیکې د الله جل جلاله سره نورې هم پیاوړې کړو. د مهربانی او تقوا لپاره تر ټولو ښه موسم دی، هغه موسم په کوم کې چې عدالت خپلې غونچې په ګلونو بدلوي. روژه هغه میاشت ده چې د کال تر یولس میاشتو نه یې برکت او نعمت ډیر دی.
شیخ احمد فاروقي (رح) وایې: د روژې میاشت د ایمان د قوي کولو لپاره ډیر ښه فرصت دی، روژه زړونه پاکوي، پکې ګناهونه بښل کیږي او کومې شیطاني وسوسې چې په تیرو یولس میاشتو کې یې په زړه کې ځای نیولی وه لرې کیږي.
هر څوک چې پدغه میاشت کې خاص د الله جل جلاله لپاره پرته له رویا نه او د ثواب د لاسته راوړلو پخاطر روژه ونیسي الله پاک به یې تیر ګناهونه ورته وبښې. پدې اړه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایي: هر څوک چې د روژې په میاشت کې په پاک نیت او د ثواب د لاسته راوړلو پخاطر د تهجد لمانځه ته جګ شول الله پاک به یې تیر ګناهونه ورته وبښي. په بل حدیث کې داسې فرمايي: پدغه میاشت کې د نیکو کارونو اجر څو برابره ورکول کیږي.
د روژې د دغه ټولو نیکیو او ځانګړتیاو سره سره پدغه میاشت کې یو لوی خطر هم شتون لري، داسې خطر چې الله پاک به خپل بدبخته بندګان پرې ګرفتاره کوي. که موږ پرته له روژې کومه میاشت په بې پروایی سره تیره کړو نو یوازې یوه میاشت به مو له لاسه ورکړي وي، خو که موږ دغه چار د روژې په میاشت کې تر سره کړو موږ نه یوازې یوه میاشت بلکه هر څه مو له لاسه ورکړي. که چیرې یو انسان پرته له کوم شرعي عذر نه کومه روژه وخوري نو دی نشي کولای چې د هغې یوې ورځې ځای ډک کړي که څه هم چې ټول عمر روژه ونیسي.

او د هغه دریو اشخاصو نه په کومو چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم لعنت ویلی یو هم هغه شخص دی چې پداسې حال کې په ده باندې روژه راشي چې په هغې کې دی د روغ صحت خاوند وي، مګر بیا هم دی د الله جل جلاله د رضا د لاسته راوړلو په موخه هڅې ونکړي، او د روژې له نعمتونو نه بې برخې پاتې شي. بل هغه سړی چې روژه نیسي، لمونځ کوي خو له ګناهونو نه ځان نه ساتي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمايي: داسې خلک شته چې د روژې نه پرته له لوږې او تندې کومه بله لاسته راوړنه نلري، د شپې لمونځ کوي خو پرته له بې خوبی بل څه په لاس نه ورځي.
هغه اشخاصو ته چې پدې څیزونو پوهیږي روژه یو ځانګړی ارزښت لري، او دا ډول شخص ته بیا روژه، تلاوت، تراویح او نور نفلی عبادات اجباري شکل نلري، بلکه پخپله خوښه او زیاته مینه یې ترسره کوي. ابوالحسن الندوي (رح) فرمايي: چې داسې خلک مې ولیدل چې د روژې په میاشت کې به یې هره ورځ د قرانکریم ختم کولو.
دوی به ټوله شپه لمونځ کولو، هڅه به یې کوله چې کم وخوري او کم وڅښي. حیران به پاتیکیدم چې دا ټول به یې څنګه زغمل. دوی د روژې د هرې ګړی په ارزښت ښه پوهیدلي وه او هغه به یې بې ځایه نه تیروله. دومره زیات عبادت کول شاید ځینو ته ګران ښکاره شي، خودا ځینو توضحاتو ته اړتیا لري.
موږ پوهیږو چې په اسلام کې عبادت یوازې لمونځ، د قرانکریم تلاوت، او ذکر کړل ندي، بلکه ځینې نور ځیزونه هم شته چې ورته عبادت ویلای شو لکه شریعت ته غاړه ایښودل د الله جل جلاله د رضا کولو په موخه، د حلالې روزی ګټل … البته د دغه دوه ډوله عباداتو تر منځ توپیر شته، لومړی ډول یې نیغ په نیغه عبادت دی او دهم یی غیر مستقیم. د عبادت دغه دوهم ډول د ژوند ټولو ارخونو ته شامل دی ځکه خو مهم هم دی.
اسلام له موږ نه رهبانیت نه غواړي چې ځان په ګوښه کې او له دنیا نه لرې وساتو. بلکې ټولنیز ژوند او په دنیوي چارو کې مو ګډون ته هڅوي چې د بیلګې په ډول کولای شو له پنځه وخته لمانځه او روژې نه یادونه وکړو. روژه زموږ د روحي روزنې لپاره هم برنامه لري چې اعتکاف دی، په اعتکاف کې کولای شو موږ خپل روح په ښه توګه وپالو خو که لس ورځې په اعتکاف کې کښیناتل مو په وس نه وي پوره نو باید خپل زیات وخت په جومات کې د اعتکاف په نیت تیر کړی.
موږ کولای شو ووایو چې مستقیم عبادت زموږ بطری چارچوي او غیر مستقیم عبادت موږ ته اجازه راکوي چې د هغو له چارچ نه ګټه پورته کړو. د روژې میاشت زموږ د روحي روزنې لپاره ډیر مناسب وخت دی نو باید ورته زیاته پاملرنه وکړو.،

نورې دا ډول ليکنې:

  1. د روژې ګټې
  2. د روژې مادي او معنوي ګټې
  3. د روژې آداب
  4. د روژې په میاشت کې د کورنی لپاره…
  5. مسلمانان او د روژې استقبال

Subscribe / Share

د مضمون په اړه خپل نظر وليکئ!

Leave a Reply