ددوزخ له اوره د خلاصون میاشت

 

لیکنه: فرزان خاموشی

ژباړه: خاکسار وقار

حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) په یوحدیث شریف کې د رمضان وروستۍ لسیزه  د دوزخ له اوره د خلاصون ورځې را پیژندلي. د حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) دا وینا مونږه ته راښايي چې لومړۍ باید جهنم ته د تلو لاملونه وپيژنو تر څو وکولای شو ترې ځان وساتو او بیا ټولې هغه ښیګڼې چې جنت ته د تلو سبب  ګرځي په ځان کې راولو.

دوزخ ته د تلو لاملونه
الله جل جلاله په قران کې فرمايي:  (وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمَوْعِدُهُمْ أَجْمَعِينَ لَهَا سَبْعَةُ أَبْوَابٍ لِّكُلِّ بَابٍ مِّنْهُمْ جُزْءٌ مَّقْسُومٌ) – حجر/44-43-
ژباړه: او د هغو ټولو لپاره د دوزخ اخطار دی، دا دوزخ ( چې د ابلیس پیروانو ته یې اخطار ورکړشویدی) اوه دروازې لري. د هرې دروازې لپاره له هغو نه یوه برخه ځانګړې شویده.
امام ابن قیم (رح) وايي: له دریو لارو انسان جهنم ته د تلو وړ ګرځي، یو له هغو شبهات دي.

شبهات: یعنې دوه شیان داسې یو بل ته ورته وي چې د انسان ذهن یې د بیلولو توان ونه لري. لدې شبهاتو ځینی باید د دوو دلیلونو پرمټ ځان وژغورل شي:
۱- حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایي: انسان تر هغه پرهیزګار کیدای نشي تر څوټول هغه څه چې پکې شکمن نه وي لدې ویرې چې شک او شبهه پکې شته پریږدي.
۲- ددې لپاره چې د خلکو په منځ کې یوه غوره نمونه واوسي.

شهوات
له هغو درېو لارو ځینې دویمه لاره شهوت ده، الله جل جلاله د شهواتو مختلف ډولونه چې انسان پرې لتاړ کیږي په قران کریم کې ښوولي: (زُيِّنَ لِلنَّاسِ حُبُّ الشَّهَوَاتِ مِنَ النِّسَاء وَالْبَنِينَ وَالْقَنَاطِيرِ الْمُقَنطَرَةِ مِنَ الذَّهَبِ وَالْفِضَّةِ وَالْخَيْلِ الْمُسَوَّمَةِ وَالأَنْعَامِ وَالْحَرْثِ)
ژباړه: :  د خلکو لپاره نفسي غوښتنې، ښځې، اولادونه، د سرو سپینو زیرمې، کره اسونه، څاروي او کروندې د ډیرې میني وړ ګرځول شویدي، خو دا هر څه څو ورځې دنیوي ژوندانه وسایل دي په حقیقت کې چې کوم ډیر ښه استوګنځی دی، هغه له الله سره دی.
له شهواتو سره د مبارزې لاره چې قرآنکریم کې ورته اشاره شوې لمونځ ده. الله جل جلاله د مریم په سورت کې فرمايي: }فَخَلَفَ مِن بَعْدِهِمْ خَلْفٌ أَضَاعُوا الصَّلَاةَ وَاتَّبَعُوا الشَّهَوَاتِ فَسَوْفَ يَلْقَوْنَ غَيّاً{. پدې آیت کې لمانځه ته بې توجهی او هغه سپک ګڼل یاد شوي چې د شهواتو د لمانځنې لپاره پيل او سریزه ده او پایله یې آفسوس او سرګرداني.
ډاکتر الکسیس کارل پخپل (انسان ناپیژانده موجود) نومي کتاب کې لیکي کله چې د انسان جنسي غریزه تحریک شي، یوډول ماده ترشح کیږي چې د ویني پوسیله ماغزو ته رسیږي او له اعصابو د سمې پریکړې کولو ځواک اخلي.
د ښکیلاکګرو یو مشر وايي: یو بوتل شراب او یوه ښځه د محمدي امت د لمنځه وړلو لپاره له زرګونو ټانکونو پرهغوی زیاته اغیزه لري، نو دا امت پر شهوت لمانځنه روږدی کړۍ. اندر مورو په (د فرانسې د ماتې سبب) نومي کتاب کې وايي: په دوهمه نړیواله جګړه کې د فرانسې د ماتې ستر لامل اخلاقي فساد او پر شهوت د فرانسوي ملت روږدي کیدل ول.

ابن تیمه وايي: مؤمن دوه ځانګړتیاوې لري:
۱.   کله چې پرې شبهات یرغل کوي، د شته او پوخ لید لاره نیسي.
۲.   کله چې پرې شهوات یرغل کوي، د پوهې او عقل لاره غوره کوي.

ابن قیم وايي: انسان له څلور دروازو ګناه ته نژدې کیږي:
0.    د لحظاتو دروازه ( د غلا کتل)
1.     د خطراتو دروازه ( داخلي وسوسې)
2.     د لفظاتو دروازه ( په ژبې د ګناه یادول)
3.     د خطواتو دراوزه ( د ګناه پرلور ورتګ)

په ژبه د ګناه یاد یانې دریمې دروازې ته رسیدنه هغه وخت کیږي چې یو نفر په غوصه وي. کولای شۍ له قهر او غوصې سره په لاندې دریو لارو مبارزه وکړۍ:
۱. که ولاړ یاستۍ کښینۍ ، که بیا موهم غوصه ختمه نشوه نو څملې.
۲. اودس وکړۍ.
۳. اعوذباالله من الشیطن الرجیم ووایاست.

د امام ابن قیم په وینا د ګناه هغه اصول چې انسان د جهنم پرلور را کاږي درې دي:
۱. کبر او لويي: حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمايي کبر د حق نه منل او دخلکو سپک ګڼل، نورو ته په سپکه سترګه کتل او تل ځان له نورو لوړ ګڼلو ته وایي.
۲. کینه او حسد: د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په وینا کینه هغه درد ده چې که د ایمان سره ملګرۍ شي  نو ایمان او د انسان ټولې نیکۍ داسې خوري او له منځه یې وړي لکه څنګه چې اور ګیاه خوري او له منځه یې وړي.
۳. حرص: لکه د آدم علیه السلام حرص چې د لوړ مقام او همیشه ژوندي پاتې کیدلو سره وه چې ابلیس په هماغې سره په وسوسه کې واچوه او له لوړ مقام نه یې ښکته را وپرځوه.

ځیني نورې ځانګړنې چې کولای شي انسان د جهنم پرلور راکاږي:

الله جل جلاله د (ق) په سورت کې داسې فرمايي:
(أَلْقِيَا فِى جَهَنَّمَ كُلَّ كَفَّارٍ عَنِيدٍ مَّنَّاعٍ لِّلْخَيْرِ مُعْتَدٍ مُّرِيبٍ الَّذِى جَعَلَ مَعَ اللَّهِ إِلَهاً آخَرَ فَأَلْقِيَاهُ فِى الْعَذَابِ الشَّدِيدِ)
•    لومړنې صفت کفّار ده یعنې زیات کفران او بې احترامي کول. لکه په پیغمبرانو، ملائکو، قرآنکریم او د قیامت په ورځې کافر کیدل.
•    عنید یانې سرغړونکۍ، کینه ګر، ځان غوښتونکۍ، او د حق په مقابل کې نه تسلیمیدونکۍ.
•    مناع للخیر: هغه څوک چې خپله هم ښه کار نه کوي او نور هم ترې منع کوي.
•    معتد: هغه څوک چې د رب له اوامرو سرغړونه کوي، له الهی پولو اوړي او د نورو پر حقوقو تیرۍ کوي.
•    مریب: هغه څوک چې تل په شک کې وي یا په خپلو کړنو او ویناوو نور شکمن کوي.
•    الَّذِى جَعَلَ مَعَ اللَّهِ إِلَهاً آخَرَ: هغه څوک چې له یوازیني رب یعنې الله جل جلاله سره بل څوک معبود او فریاد اوریدونکۍ جوړوي.
د مدثر په سورت کې د ګناهګارانو له خولې هغه اسباب چې دوی یې جهنم ته وړاندې کړي داسې یادونه کیږي:
۱. قَالُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّينَ : مونږه د لمونځ کوونکو له ډلې نه وو.
۲. وَلَمْ نَكُ نُطْعِمُ الْمِسْكِينَ : او مسکینانو یا اړو خلکو ته مو خوراک نه ورکاوه.
۳. وَكُنَّا نَخُوضُ مَعَ الْخَائِضِينَ : ناسته او ولاړه مو تل له باطل خوښوونکو سره وه او مونږه هم د باطل پلوي کوله.
۴. وَكُنَّا نُكَذِّبُ بِيَوْمِ الدِّينِ : او د قیامت ورځ مو دروغ ګڼله.

اوس ځيني هغه ځانګړتیاوې چې جنت ته د تلو سبب کیږي:
(وَأُزْلِفَتِ الْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِينَ غَيْرَ بَعِيدٍ هَذَا مَا تُوعَدُونَ لِكُلِّ أَوَّابٍ حَفِيظٍ مَنْ خَشِى الرَّحْمَن بِالْغَيْبِ وَجَاء بِقَلْبٍ مُّنِيبٍ) (ق 33-31)
۱. اوابٍ : راګرځیدونکي دي یانې له ګناهونو توبه کوونکي یا د رب له معصیته د هغه د طاعت پرلوري راګرځیدونکي دي.
عبید بن عمیر وایي: اواب هغه چاته ویل کیږي چې خپل ګناهونه رایاد کړي او بیا له ربه د هغو بخښنه وغواړي.
سعید بن مسیب وایي: اواب هغه چاته ویل کیږي چې ګناه کوي او بیا ژر ورپسې توبه کوي، بیا هم ګناه کوي او ورپسې توبه کوي.
۲. حفیظٍ: هغه څوک چې ځان د ګناه له کولو ساتي او هر هغه څه چې رب حرام کړي ترې لرې اوسي. یا هغه څوک چې له رب سره پر خپل تړون ولاړ وي هغه تړون چې د الله بندګي به کوي او د شیطان له پیروۍ به ځان ساتي.
۳.  من خشی الرحمن بالغیب: هغه څوک چې د الله د اوامرو له سرغړونې ویریږي پداسې حال کې چې هغه یې لیدلۍ نه ده.
۴. و جاء بقلب منیب: او له راګرځیدونکي زړه سره توبه وباسي.
ابن عباس پدې اړه داسې وايي: منیب هغه چاته ویل کیږي چې له ګناهونو د الله جل جلاله د طاعت پرلوري بیرته راګرځي.
ابن قیم وایي: د (انابه) حقیقت داده چې زړه بیرته د خپل رب پر لوري راوګرځي او بیا د هغه پر طاعت او میني ولاړ پاتې شي.

نورې دا ډول ليکنې:

  1. د روژې په میاشت کې د کورنی لپاره…
 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

3 تبصره ها

  1. سخی داد فایز says:

    د حضرت محمدص حدیث شریف دی (التایب من ذنب کما لاذنب له ) له ګناه څخه توبه کوونکی داسی ده لکه ګناه چی نه لری — ګرانه وروره ډیر ښه مطلب وو خدای ج دی موږ ټولو ته د توبي کولو توفیق راکړی.
    (یا مصرف القلوب صرف قلوبنا علی طاعتک)

  2. عصمت الله نصرت says:

    وقار صیب الله (ج) دي اجر درکړي ډیره پر ځای او له وخت سره مناسبه موضوع دی ژباړلې ، د لازیاتو بریاوو په هیله دی یو ، قلم دی تانــــــــــــــد او احساس دي ژوندی .

  3. صفی الله سمون جرمنی says:

    اسلام علیکم ورحمت الله وبرکات!
    امید لرم چی روع او جوړ اوسی ډیر ښایسته او ګټور مطلب دی ستاسو د لا زیاتو کامیابیو په هیله ، او الله جل دی مونږ او تاسو ټولو ته نجات د اوره د دوزخه راکړی آمین

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید