د نورو عربي او اسلامي هېوادونو په څېر عمان هم پر خپلو پخوانیو دودونو ولاړ دی او د روژې په برخه کې يې يو لړ ټينګ پخواني دودونه کلک نیولي دي، او پر دسترخوانونو یې ډول ډول خواړه کتار وي .
او د روژې مبارکې په هره ورځ روژه ماتې ته نژدې بازار او ځينو سوداګریزو مرکزونو ته وځي چې بېلابېل خواړه راونیسي . 
یو عمانی وګړی حمد بن سعود الشعیلي وايي “مثلاً ډېر کله د روژه ماتې پرمهال، روژه ماتی تقریباً يو شان وي، خو په ماښامنۍ کې بیا فرق لري، د افطار پرمهال ډېر کله پکوړه یا سمبوسه وي، خرما او شيدې هم د اساسي خوړو په کتار کې اېښي وي، او د ماښام تر لمانځه وروسته بیا خلک عوال (وچ کړای شوی کب) خوري، او د شوروا کاسه هم وي.”
د روژې پراخه دسترخوانونه له خرما، چای، او داسې نورو خاصو عماني خوړو څخه ډک وي، او په کلیو کې بیا خلک په جوماتونو کې سره غونډېږي او يوځايي خواړه خوري.
د ماښام په اذان سره خلک په خرما، اوبو ، شیدو او ځينو مېوو او یا چای روژه ماتوي بیا ټول د جماعت لمانځه ته ځي او بیا خپلې ډوډۍ خوړلو ته دوام ورکوي.
No related posts.
