هدايت الله هميم
تر هرڅه وړاندې د روژۍ په لومړيو کې پاکستاني وګړي د روژې عمرې ته ډېره هڅه کوي.
خو هغه چې د روژې پرمهال په پاکستان کې پاتې کېږي، تر ډېره خپل وخت روژې او عبادتونو ته ځانګړی کوي، د پاکستان ولس تر ډېره ديني او د عبادت چارو ته پام کوي، چې عبادت یې يوازې پر جوماتونو پورې نه وي تړلی، بلکې جوماتونو ته څېرمه لارې بندوي .

او د شعبان میاشتې په وروستیو کې د ماځيګر له لمانځه وروسته خلک جګو ځایونو ته ځي او هلته د روژې مبارکې د میاشتې د لیدو په انتظار وي.
وروسته له هغه چې د روژې مبارکې د میاشتې په لیدو ډاډمن شي، بازارونو ته ځي چې د سحور يا پشنمي لپاره مناسب خواړه راونیسي. بیا کورونو ته راستنېږي او ویده کېږي.
او تر سحور دوه ساعته وړاندې ټول د ډول په غږ او بېلابېلو ديني زمزمو راويښېږي.
وروسته له هغه چې خواړه وخوري، د ګهيځ لمانځه ته تیاری نیسي او بیا ويدېږي. بیا نو د رسمیاتو تر شروع کېدو پورې ټول را پاڅېږي، ماشومان ښوونځیو ته ځي او لویان خپلو ورځنیو چارو ته دوام ورکوي.
په پاکستان کې ګڼ (جمعه بازارونه) شته، چې خلک له بېلابېلو سیمو څخه د سودا رانیولو لپاره ورځي، چې نسبتاً د دغو بازارونو نرخونه هم مناسب وي.
په روژه کې پاکستانیان پيکوړې ډېرې پخوي، چې د روژه ماتي په دسترخوان هرځای لیدل کيږي.
پيکوړړه له دالو له اوړو،، الوګانو، او يا سرو پيازو څخه جوړېوي، او بیا په غوړو کې سره کېږي. ځینې خو روح افزا له بيکوړې سره په روژه کې نوشي جان کوي.
پاکستانۍ مېرمنې بیا له سهار راهیسې تر ماښامه د روژه ماتي لپاره تیاری نیسي او بېلابېل خواړه برابروي.
په روژه ماتي خلک تر ډېره ساړه شربت او سپک خواړه خوري.
خو په ماخوستن کې هم د تراویح له لمانځه وروسته خلک خوراک کوي، چې دا تر د روژې تر شلو ورځو پورې دوام کوي.
خو د روژې مبارکې په وروستیو لسو ورځو کې بیا وضعیت بدلېږي؛ نارینه خپلو کورنو ته په نژدې جوماتونو کې پشنمی کوي، او د پېشنمي له وخت شېبه مخکې د قرآن کریم تلاوت کوي.
خو په روژه مبارکه کې د اختر د رانژدې کېدو په خوشالۍ کې پر خلکو خواږه خواړه او مټايان ویشي، همداراز د روژې پرمهال ۲۴ ساعته بازارونه پرانيستي وي، تر څو خلک وکړای شي چې د ورځې پر ځای د شپې مهال اختر ته خپل ضروري توکي او کالي واخلي.
او د اختر تر لمانځه مخکې بیا خلک جامې اغوندي، او د خلکو د راغونډېدو ځایونو ته ځي، چې د اختر لمونځ وکړي، کله چې پاکستانیان د اختر له لمانځه فارغ شي، له نورو سره روغبړ کوي او غېږ ورکوي
ګڼ خلک بیا د خپلو خپلوانو او دوستانو کورونو ته د اختر مبارکۍ لپاره ورځي.
No related posts.
