په روژه کې ګناه کول
ليکنه: د. يوسف القرضاوي
ژباړه: شکرالله مخلص
سرچينه: اسلام آنلاين
روژه يو داسې عبادت دى چې زړه پاکوي، ضمير ژوندې کوي، ايمان ځواکنوي،او له روژه دارنه يو پرهيزګار متقي او د الله نه ويريدونکې انسان جوړوي.
نو ځکه روژه دار ته په کار دي چي خپله روژه د هر هغه څه څخه پاکه کړي چې روژه خرابوي او يا ورته زيان رسوي. روژه دار بايد خپل غوږونه، سترګې او د بدن ټول غړې د هر هغه څه څخه وساتي چې الله تعالى حرام کړې دي.
روژه دار بايد پاک ژبې وي د بي هوده پوچو، سپکو سپورو او بي حيا خبرو نه ځان وساتي د بدۍ ځواب په بدۍ ورنکړي بلکه په ښه طريقې سره ځواب ورکړي. روژه دار ته په کار دي چې روژه د ځان لپاره يوه داسي زغره وګڼي چې دې په دنيا کې د هر ډول بدۍ او ګناه او په آخرت کې دالله د عذاب نه وژغوري.
سلف وايې: قبولي شوې روژه هغه ده چې د انسان د بدن ټول غړي په کې د ګيډې او شرمګاه په شمول د ګناه او شهوتونو نه روژه وي.
د رسول الله صلى الله عليه وسلم په مبارکو احاديثو کې همدې خبرې ته اشاره شوي او د نبوي مدرسې شاګردانويې پخلې کړې دى.
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايې: “الصيام جُنة، فإذا كان يوم صوم أحدكم فلا يرفث ولا يصخب -وفي رواية: ولا يجهل- فإن امرؤ سابه أو قاتله فليقل: إني صائم، مرتين” (متفق عليه عن أبي هريرة).
روژه د روژه دار لپاره سپر دى. که په تاسې کې دچا روژه وي نو بې حيا خبري او پوچه وينا دې نه کوي او په يو روايت کې دي جهالت دې نه کوي که چا ورته کنځلې وکړې او يا يې ورسره جنګ کول غوښتل نو ورته دي ووايې زه روژه يم دوه ځلې يې تکرار کړ. (متفق عليه)
او په بل روايت کې فرمايې: “من لم يدع قول الزور والعمل به؛ فليس لله حاجة في أن يدع طعامه وشرابه” (رواه البخاري في كتاب الصوم).
څوک چې په روژه کې ناروا خبرې او په هغې باندې عمل پرينږدي نو الله تعالى د د هغه د خوراک او څښاک پريښودلواړتيا نه لري. (بخاري)
او په يو بل حديث کې فرمايې:: “رُب صائم ليس له من صيامه إلا الجوع” (رواه النسائي وابن ماجه عن أبي هريرة)
ډير کرته يو روژه دار ته د وږي پاتې کيدو نه پرته بل څه په لاس نه ورځي. نسائي، ابن ماجه
همدا ډول صحابه او او سلف صالحينو به په روژه کې هڅه کوله چې روژه يې د نفس او اندامونو د پاکولي ذريعه وګرځي او په هر ډول ګناهونو يې چټله نه کړي.
عمر بن الخطاب فرمايې: روژه يواځي د خوراک څښاک د بندولو نوم نه دى بلکه خپل ځان د دروغو باطلو او هر ډول بي هوده خبرو نه ساتل دي.
جابر بن عبدالله رضي الله عنه فرمايې: کله چې دي روژه ونيوه نو غوږونه، سترګې او ژبه دي هم د دروغو او ګناهونو نه روژه کړه د خپل خدمت ګار د تيروتنو نه ورتير شه، د روژې په ورځ پتمن او عزتمند اوسيږه ستا د روژي او پرته له روژي ورځي دي برابري نه وي
حضرت طليق بن قيس وايې چي ابوذر رضي الله عنه راته وويل: کله چې روژه نيسي نو څومره چې طاقت لري دګناه نه ځان وساته،نو ځکه به طليق د روژي په ورځ د لمانځه نه پرته دبل څه لپاره له کور نه وتلو.
سيدنا ابوهريره او ملګري به يې چې کله روژه وو نو په مسجد کې به کښيناستل او ويل به يې چي خپلې روژي پاکوو.
حضرت حفصه بنت سيرين له تابعينو څخه ده وايې: روژه دانسان لپاره د سپر حيثيت لري تر څو چې يې خاوند ونه شکوي او دا په غيبت سره شکيږي.
ابراهيم النخعي وايي: صحابه و به ويل په دروغو روژه ماتيږي
ميمون بن مهران وايې: خوراک او څښاک پريښودل خو اسانه روژه ده. او همدا لامل دى چي دځينو سلفو په نزد په ګناهونو روژه ماتيږي، څوک چې په ژبه حرام عمل وکړي لکه غيبت، چغلي، دروغ او يا په غوږونو حرام شيان واوري لکه بي حيا خبري سازا وسرود او يا په سترګو حرام شيان وويني لکه پردو ښځو ته په شهوت کتل او يا په لاسونو حرام عمل وکړي لکه په ناحقه انسان يا حيوان ته تکليف رسول او يا يو داسې شى ته لاس وروړل چې ده ته جايز نه وي او يا حرامو او دګناه لور ته ورتګ او دي ته ورته نور حرام کارونه ټول روژه ماتوي.
نو معلومه شوه چې ژبه،غوږونه، سترګي، لاس او پخښي هم د خيټي او شرمګاه په څير روژه کول په کار دي او همدا د ځينو سلفو مذهب هم دي چې په ګناهونو روژه ماتيږي په دې معنى که څوک په روژه کې د کومې ګناه مرتکب شي نو په ده ددې روژې قضا لازميږي او دا رايه د ځينو صحابه کرامو او تابعينو نه هم نقل شوي دا د امام اوزاعي او ابن حزم الظاهري مذهب هم دى.
د جمهورو علماءو په نزد اګر چې په ګناهونو روژه نه ماتيږي خو د روژي د زيانمن کيدو او د برکاتو د پورته کيدو کې خو د هيچا اختلاف نشته او دا ځکه چې د ګناهونو نه د انبياءو نه پرته هيڅوک معصوم نه دى او په ځانګړې توګه د ژبې له ګناهونو څخه، امام احمد بن حنبل رحمه الله وايې: که په غيبت روژه ماتيداى نونن ورځ به په مونږ کې د هيچا روژه نه وه پاتې. دا خو امام احمد وايې چې د زهد، تقوى او پرهيزګارۍ يوه نمونه وه نو د نورو به څه وايې؟
خود دغه علماءو په نزد هم سره ددې چې په ګناهونو د خوراک او څښاک په څيرروژه نه ماتيږي، ليکن اجر او ثواب يې خاماخا ضايع کيږي او دا تاوان هم څه وړوکې تاوان ګڼل نه دې په کار دهغې تن نه احمق به څوک وي چې ځان وږى، تږې او د نفس د خواهشاتو نه محروم وساتي او په پاى کې هيڅ ګټه وانخلې.
امام ابوبکر بن العربي د دې حديث په شرح کې چې: چې څوک دروغ او په دروغو ولاړ کارونه پرينږدي نو الله تعالى ته دده د خوراک اوڅښاک پريـښودلو حاجت نشته. ليکي: د دې حديث غوښتنه داده چې څوک په روژه کې دغه ناوړه کارونه کوي نو د روژي ثواب او اجر نه محروميږي.
روژه د هغه ګناهونو نه د پاکوالي يو ښه فرصت دى د چې انسان نه په تيرو يوولسو مياشتو کې صادرې شوي وي نو څوک چې د ايمان سره د ثواب په نيت روژه ونيسي نو الله تعالى به يې د روژې دمياشتې څخه بښل شوې او د ګناهونو نه پاک وباسي او په ځانګړي توګه هغه واړه ګناهونه چې انسان نه د ژوند په هره لمحه کې صادريږي او کله نا کله خو يې انسان ګناه هم نه ګڼي او دې نه پوهيږي چې واړه ګناهونه چې کله زيات شي انسان هلاکت ته رسوي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايې: “الصلوات الخمس، والجمعة إلى الجمعة، ورمضان إلى رمضان، مُكفرات ما بينهن، إذا اجتنبت الكبائر” (رواه مسلم عن أبي هريرة).
پنځه لمونځونه د يو لمونځ نه تر بل لمونځ پورې او د جمعې لمونځ تر بلې جمعې پورې او يور رمضان تر بل رمضان پورې د دې د منځ مهالې مودې د وړو ګناهونو کفاره ګرځي تر څو چې د کبيره او لويو ګناهونو نه ځان ساتي. (مسلم)
د رسول الله صلى الله هغه مشهور حديث خو وړاندي هم ذکر شو چې که چا ايمان سره د ثواب په نيت د رمضان روژه ونيوله د هغه ټول پخوانې ګناهونه به وبخښل شي.
نو هر هغه څوک چې خپله روژه د غوږونو سترګو ژبې او نورو اندامونو نه په صادريدونکو ګناهونو ککړه کړي د نفس د پاکوالي دغه زرين فرصت يې ضايع کړ او د هغه مغفرت نه محروم شو چې الله تعالى يې وعده کړيده بلکه احتمال شته چې د هغې بد دعا نه ورته هم څه ورسي چې جبريل عليه السلام کړېده او نبي کريم صلى الله عليه وسلم ورباندې آمين ويلې او هغه دا چې: هلاک دې شي هغه څوک چې د رمضان مبارکه مياشت لاندې کړي او بيا يې هم بخښنه ونه شي. صحيح ابن حبان
نورې دا ډول ليکنې:
- د رمضان روژه: تاريخ او حكم يې
- روژه په لنډو ټكو كې
- بهر ميشت افغان محصلين او روژه !
- روژه د بزرګۍ یوه اسماني نسخه
- په روژه کې د اسلامي تاريخ سترې پېښې

0 تبصره ها
اولتر از همه شما تبصره کنید!.