ړانده ماشومان د نږدې خپلوانو تر منځ د واده نتېجه

 

 ملګري ملتونه اټکل کوي چې له اتو لکو تر دوه مليونو پورې افغانان معيوب دي. د دغو کسانو څلورمه برخه د پنځه ويشت کلنې جګړې معيوبان دي خو کارپوهان اوس وار په وار دې نتيجې ته رسېږي چې د پاتي پنځه اويا په سلو کې معيوبانو لويه برخه د نږدې خپلوانو تر منځ د ودونو قربانيان دي.

 
 ژباړه: اسدالله غضنفر*
 
حبيب زاده عکاس دى خو د هغه زامن، يو کلن ذکي او شپږ کلن حارث به، د هغه عکسونه هېڅکله ونه ويني. د حبيب زاده دواړه زامن په سترګو ړانده دي. ده له خپلې ترلې سره واده کړى دى او زامن يې د ګڼو نورو ماشومانو غوندې په افغانستان کې د يو عام دود ياني له خپلوانو سره د واده کولو د رواج قربانيان دي.
حبيب زاده له خپلې ميرمن او زامنو سره په يوه هرکاره کوټه کې چې د تودولو لپاره يې د لرګو بخارۍ پکې ايښې ده اوسي. دغه کوټه د کابل د هغه کور يوه برخه ده چې د دوى اولس کسه نور خپلوان هم ورکې ژوند کوي. د حبيب زاده مشر زوى دم په دم سترګې موښي او لاسونه اچوي چې پلار ورنه خطا نه شې. هلک وايې: ((شپه ده که ورځ؟)) دى نه پوهېږي چې د کوټې په منځ کې کوچنى ګازي څراغ رڼا شيندي. حبيب زاده او خديجه په ١٩٩٧ کال کې ترواده کولو د مخه هم په يوه کور کې اوسېدل او لويېدل.
حبيب زاده چې پر مخ يې د غم ګردونه پراته و او له فرانس پرس خبري اژانس سره يې په مستعار نامه مرکه کوله وويل: ((پلار ته مې وويل چې زه ستا له خوښي څخه نه تيرېږم خو له ترلې سره واده سم کار نه دى. هغه وخت زما په زړه کې يوه بله نجلۍ وه. مانه غوښتل چې پنځه کاله نور هم واده وکړم خو پلار مې راته کلک شو چې زه يې مشر زوى يم او غواړي زما واده په خپلو سترګو وويني.))
حبيب زاده په هغه وخت کې شل کلن و او که څه هم دوه وروڼه يې نابينا و او له ترلې سره واده يې دا امکان زياتاوه چې دده اولادونو ته هم دا ستونزه ورپيداشي خو د پلار ټينګار ته ټينګ نه شو.
ملګري ملتونه اټکل کوي چې له اتو لکو تر دوه مليونو پورې افغانان معيوب دي. د دغو کسانو څلورمه برخه د پنځه ويشت کلنې جګړې معيوبان دي خو کارپوهان اوس وار په وار دې نتيجې ته رسېږي چې د پاتي پنځه اويا په سلو کې معيوبانو لويه برخه د نږدې خپلوانو تر منځ د ودونو قربانيان دي.
په دې وروستيو کې د شهيدانو او معيوبينو د چارو يوې چارواکې پروين عظيمي فرانس پرس اژانس ته وويل: ((جګړه، ترافيکي پېښې، بېوزلي، د مور او ماشوم ناروغۍ او د نږدې خپلوانو تر منځ ودونه په افغانستان کې د معيوبيت اصلي لاملونه دي. په سلګونو کورنۍ د همدې نږدې خپلوانو تر منځ د واده کولو په وجه معيوب ماشومان لري او دا يوه جنجالي خبره ده.))
په افغانستان کې د ښځو چارو پخوانۍ وزيره مسعوده جلال چې د طب ډاکټره ده وايې: (( څه باندې ديارلس کاله پخوا زما يوه سروې يادېږي. دهغې مطابق په سلګونو زره افغانان په ذهني معلوليت اخته دي. له سروې سره سم د نږدې خپلوانو تر منځ واده د دې ستونزې تر ټولو لوى علت و.)) ميرمن جلال له همدې ستونزې سره مبارزه کوله او د خلکو د خبرولو لپاره يې د راډيويې پروګرام بندوبست وکړ خو کله چې په ١٩٩٠ لسيزې کې کورنۍ جګړې زور واخيست، د هغې پلان نيمګړى پاتې شو. د همدې جګړې په دوران کې حبيب زاده واده وکړ.  
اته ويشت کلنې خديجې چې په توشک ناسته وه، وويل: ((زموږ کورنيو يوبل ښه پېژندل او ما داسې انګېرله چې د هغوى په کور کې به خوشاله يم.)) کله چې زه خبره شوم چې حارث نه ويني ډېر مې وژړل خو هيله مې ونه شلېده. دوستان مې راغلل او راته ويې ويل: ((دا يوازي ستا ستونزه نه ده. دا عام مشکل دى.)) د خديجې مور راحيلې چې ذکي يې په غېږ کې نيولى و او نازاوه يې، وويل: (( دا زموږ دود دى. لور بايد لرې ځاى ورنکړو.))
مسعوده جلال په دې اړه داسې څرګندونه کوې: (( دوى خپلوانو ته ولې په خوشالۍ لور ورکوي؟ ځکه چې د لور د سلامتۍ غم ورسره وي. دلته له ښځو سره دومره بد چلند کېږي چې له هر مور و پلار سره دا سوال پيدا کېږي چې په پردې کور کې به يې د لور څه حال وي؟))
جلال او عظيمي دواړو دا خبره کوله چې بېوزلي د دغسې ودونو يو بل عامل دى ځکه د مصارفو د کموالي په هيله، کورنۍ غوره بولي چې له خپلوانو سره خېښي وکړي. مسعوده جلال وويل: (( زه هيله منه يم چې د ښځو د چارو وزارت به دې مقصد ته د رسيدو په نيت چې د افغانانو راتلونکي ماشومان تر اوسنو هغو روغ او پياوړي وي، يو پلان برابر کړي.))
حبيب زاده چې د روغو ماشومانو د لرلو په هيله يې د دوهم واده تکل کړى دى، وايې: (( په افغانستان کې د دې لپاره چې د زړښت د عمر غمخور ولرې، د اولاد لرل ضروري دى.))
 

* اسدالله غضنفر لیکوال او د ازادۍ راډيو د تعليمي خپرونو مسئول دی.

No related posts.

 
 
 

0 تبصره ها

اولتر از همه شما تبصره کنید!.

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید