بریالۍ روژه څرنګه وې؟

 

لیکنه: شیخ علامه صالح الفوزان
ژباړه:حبيب الله زيار

د سلفو تواضع، دیندارې او له خدایه ویره

کله به چې روژه رانیږدې شوه نو سلف الصالحینو به په دوامدار ډول له الله تعالی څخه د بخښنې او د توبې د قبولیت دعاګانې غوښتې. هغوی به تل په روژه کې او غیر له روژې څخه د الله عبادت په ډیره پاملرنه ترسره کاوه او تل به پدې ویره کې وه چې هسې نه عبادتونه یې الله قبول نکړې.

د روژې د پیل تر پایه به اسلافو کومې کړنې کولې

هغوې به تل الله تعالی ته توبه ویستله او د بخښنې دعاګانې به یې کولې. د روژې څخه به یې شپږ میاشتې مخکې الله تعالی ته سوال او زارۍ کولې تر څو چې روژه کې یې نصیب وشې. او چې کله به یې روژه کې نصیب وشو، نو په ډیره عاجزۍ به یې نیوله، د شپې لمونځونه به یې پکې کول اوله روژې وروسته به یې شپږ میاشتې دا سوالونه کول چې خدای پاک یې نیول شوې روژې قبولې کړې.

د قبولې شوې روژې نخښې

د یو نیک کار له کولو وروسته د نورو نیکو کارونو کول جوتوې چې شوې نیک کار الله تعالی قبول کړې، هغه که روژه وې او یا نور عبادتونه. که یو مسلمان له روژې وروسته به هماغه شان ښو کارونو ته ادامه ورکړې، نو دا دده د روژې د قبولیت یو ښکاره دلیل دې، چې باید الله تعالې ته شکر وباسې.

د ناقبوله شوې روژې نخښې

که د پورته ذکر شوو خبرو برعکس کار وشې او د روژې وروسته انسان بیرته خپل پخوانې حالت ته وګرځې، بدې کړنې شروع کړې، دالله د اوامرو څخه سرغړونې ته ادامه ورکړې، نو دا یو ښکاره دلیل دې چې ددغه انسان دغه عمل ندې قبول شوې.
هر څوک له روژې وروسته د خپل ځان ریښتینې څیره لیدلې شې، که له روژې وروسته په مونږ کې مثبت بدلون راشې، د نیکیو خواته مو پاملرنه ‌ډیره شې، د الله د اوامرو منل راته اسانه او ژوند مو د الله تعالې او رسول الله صلی الله علیه وسلم په اطاعت تیر شې، نو دا یوه ښکاره نښه ده چې الله زمونږ روژه قبوله کړې. او پدې حالت کې باید مونږ الله تعالې نه د زړه له کومي مننه وکړو او د روژې د قبولیت شکر ورته ادا کړو.  او که له روژې وروسته مو په خپل ځان کې پورته ذکر شوې مثبت بدلونونه احساس نکړل، نو دا زمونږ د عمل د نه قبولیت او د الله د اوامرو په وړاندې د نه مسؤلیت د احساس ښکاره نښه ده. پداسې حالت کې باید الله تعالې ته توبه وباسو، بخښنه ترې وغواړو او سوال ورته وکړو چې نیکې لار ته مو راوګرځوې.

د الله له مهربانئ ناهیلې نده پکار

مسلمان باید د الله د مهربانئ څخه ناهیلې نشې. او باید هغه د بخښنې او اړیکې دروازه چې دده او الله تر منځ ده باید بنده نکړې.
الله فرمایې: ووایه هغه کسانو ته چې ځانونو سره یې زیاتې کړې (د بدو اعمالواو ګناه په کولو سره) د الله له مهربانئ مه ناهیلې کیږئ: په ریښتیا هم الله ټول ګناهونه بخښې. هغه ډیر زیات بخښونکې او مهربان دې. [الزمر:۵۳]
نو دا د یوانسان پورې اړه لرې چې الله ته رجوع وکړې، توبه وباسې او بخښنه ترې وغواړې. یقینا الله د هغه چا توبه قبلوې چې توبه وباسې.الله فرمایې: او الله هغه ذات دې چې د خپلو بنده ګانو توبه قبلوې، او ګناهونه یې بخښې، اوهغه هر هغه څه وینې چې تاسو یې کوئ.[الشوری:۲۵]

و صلی الله تعالی علی خیر خلقه محمد و علی اله وصحبه اجمعین.

No related posts.

 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

1 تبصره ها

  1. خاکسار وقار خاکسار وقار says:

    ډیره ښکلې لیکنه مو ژباړلې وه الله دې اجر درکړی

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید