Home » ښځه او کورنۍ » تربيه اولاد »
خپل کوچنيان څه ډول د ميډيا له فساد څخه وژغورو؟
ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان
څه ډول کولای شو خپل کوچنيان د رسنيو او ميډيا له جګړې څخه خوندي وساتو؟ که تلويزون و نه ګورو يا انټرنيټ و نه کاروو، نه شو کولای تازه معلومات تر لاسه کړو، او که بهرني چينلونه ګورو يا انټرنيټ کاروو، حتماً له بېکاره تصويرونو سره مخ کيږو. په دې اړه لارښوونې څه دي؟
کوچنيان د الله له لوري ډالۍ ده، ځکه نو بايد ميندې او پلرونه تر خپل وروستي وسه هڅه وکړي چې خپل اولادونه له اسلامي اخلاقو او لارښوونو سره سم را لوی کړي. دا پر ميندو او پلرونو د خپلو اولادونو حق دی چې هغوی ته د سمې لارې ښوولو او له هر ډول بديو څخه د ژغورلو له لارې له اسلامي ښوونو سره سم لوی کړي. ميندې او پلرونه بايد هڅه وکړي چې خپل ماشومان خوندي وساتي او د اسلام پر لاره تللو کې ور سره مرسته وکړي.
ياايها الذین امنوا قوا انفسکم و اهلیکم ناراً وقودها الناس و الحجارة علیها ملائکة غلاظ شداد لا یعصون الله ما امرهم و یفعلون ما یؤمرون. التحریم-۶
ای مؤمنانو خپل کور او کهول (د الله په اطاعت کولو سره) له هغه اور څخه وژغورئ چې خس يې خلک او تيږې دي. په دغه اور سخت زړې او زورورې پرښتنې ګومارل شوي چې د الله له امر څخه سرغړونه نه کوي او څه چې (د الله له لوري) ور ته ويل شوي تر سره کوي يې.
په دې اساس، دا د ميندو او پلرونو فريضه ده چې خپلو کوچنيانو ته ښه او بد ور وپېژني، او هغوی ته د معلوماتي بدلونونو د نويو وسايلو د کارونې روا لارې وروښايي.
په دې اړه وتلی اسلامي عالم شيخ عبدالمجيد صبح وايي:
مونږ بايد د خپلو کوچنيانو په طبيعت کې د رسنيو د بدو اغېزو په اړه يو شعوري مقاومت توليد کړو، نه دا چې له ميډيا سره يې اړيکې چورلټې پرې کړو. يا په بل عبارت، په خپلو کوچنيانو کې بايد د دې وړتيا پيدا کړو چې په شعوري توګه د زړه له تله ښه او بد سره توپير کړي، او په دې توګه يې په ناروا کارونو کې له ښکېل کېدو څخه مخه ونيول شي. دا طريقه د هغې خلاف ده چې ماشوم د بهرنيو فشارونو(د مور او پلار له خوا همېشنی بنديز) له کبله په غير ارادي ډول له بدو کارونو څخه ځان ساتي. په لومړۍ طريقه کې مو کوچنيان زده کوي چې حرام څه شی دي، او په دې توګه هغه د دې وړتيا تر لاسه کوي چې په خپله خوښه د رسنيو له بدو پيغامونو څخه ځان وساتي.
تر کومه بريده چې د مطلق بنديز خبره ده، نو هغه زمونږ او ستاسي په چاپيريال کې ناشونې ده. هيڅوک نه شي کولای خپل کوچنی يا غټ چې په ارادي او شعوري توګه د ښو او بدو توپير نه شي کولای، رسنيو ته له لاسرسي څخه بند کړي، ځکه چې رسنۍ هر وخت، او د نړۍ په هر ګوټ کې خپرې دي. (د فشار لاندې) له رسنيو څخه د کوچنيانو بندول په هغوی کې په دې اړه نوره لېوالتيا او تمايل پيدا کوي.
دې پېښې ته ځير شئ. يو سړی رسول الله صل الله علیه و سلم ته راغی او له ښځو څخه د اغېزمنېدو په اړه يې ترې پوښتنه وکړه. رسول الله صلی الله علیه و سلم ور ته وفرمايل: (د نامحرمې ښځې د لېدو په صورت کې دې) سترګې بل لور ته واړوه.
د دې حکم له پاره دوو شيانو ته اړتيا ده:
الف: له خلکو سره ګډوالي او اختلاط ته لېوالتيا
ب: هغه څه چې د سترګو د اړولو لامل ګرځي، هغه داخلي شعوري مقاومت دی.
په همدې توګه ګورو چې رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل اصحاب په عبادت کې د احسان پر اصولو روزلي وو. په دې اړه يې فرمايلي: په داسې ډول د الله جل جلاله عبادت کول لکه چې الله ګورې، که ته يې نه شې ليدلای، الله خو دې ګوري. (البخاري)
* ډاکټر غنچه ګل ارمان په کابل کې د اصلاح انلاین همکار دی
No related posts.

11 تبصره ها
دوستان عزيز !
-تا جاييكه به مناطق شهري و يا فرهنگ شهرنشينان ارتباط دارد -
تصور من اين است كه اكثر كودگان مصروف رفتن به كودكستان ويا مكتب و يا كورس مي باشند و در اوقات فراغت در ميديا يا كارتون مي بينند و يا بازي هاي سپورتي و برنامه هاي تفريحي مربوط به اطفال را در تلويزيون مشاهده مي كنند كه اكثرا برنامه هاي اطفال به طور مختلط بين دختران و پسران كوچك داير مي شود – به نظر من اين امر نه بايد آنقدر جدي گرفته شود و يا مايه نگراني والدين باشد كه چنين برنامه ها را فاسد يا فساد ميديا بگويند .
- اگر منظور نويسنده مقاله فوق از فساد در ميديا ظاهر شدن برنامه هاي مختلط دختران و پسران كوچك (اطفال) باشد :
به نظر من چنين برنامه هاي مختلط تلويزيوني ويا درس خواندن دختران و پسران كوچك از صنف اول تا صنف چهارم در سيستم Co – Education – نه تنها در اعتماد هردو طرف مي افزايد بلكه پسران كوچك را متوجه مي سازد تا برخورد احترامانه و دوستانه با دختران هم كلاسي خود داشته باشند و اين كار سبب مي شود كه پسران عادت كنند تا در خانه هم به خواهران كوچك خويش احترام و ارج قايل شوند و در زندگي خويش تا آخر عادت كنند تا به طبقه اناث احترام داشته باشند.
- ولي وقتيكه يك طفل چه دختر باشد و يا چه پسر بالغ و عاقل مي شود – پدر و مادر ميتوانند در حد نصيحت و مشوره هاي مفيد و توصيه هاي دوستانه و احترامانه بدون اينكه به خشونت و ارعاب متوسل شوند مواظب فرزندان خويش باشند ولي اگر از خشونت كار بگيرند در آن صورت عزت نفس دختر و يا پسر جوانشان مجروح ميشود و نتايج معكوس ببار مي آورد .
- زيرا وقتيكه يك دختر و يا پسر به سن بلوغ ميرسد و عاقل مي شود طبيعتا كه هدفمندانه و زيركانه خود شان خوب و بد خود را خوب ميدانند و خود شان مسوليت اعمال و كردار شان را بايد به دوش بگيرند و اگر والدين كوشش كنند تا در هر موضوع دخالت كنند و حتي برنامه هاي تلويزيوني را خود والدين به فرزندان نوجوان و جوان شان انتخاب كنند – شايد مفيد نبوده بلكه نتايج برعكس را نيز ببار مي آورد.
ګرچه درین نویشته در ارتباط به اموزش اطفال بطور مختلط اشاره نشده و موضوع ازین بالاتر و یا به عبارة دیګر میدیای جهاني (کفري) است.
میډیای جهان اسلام باید بطور باشد که با ارشادات اسلام در تضاد نباشد.
در سن بلوغ اختلاط بدون مرز انهم اګر بشکل جوامع کفري (زنها برهنه و مردان پوشیده) باشند، خودم هم نمی پسندم و اسلام هم جواز نداده است.
(در مورد اختلاط اطفال کدام قبل از سن ۷ سالګی چیز از دین نمی دانم)
——————- اختلاط در پوهنتونها ———————————-
اختلاط در مدارس، مکاتب، و پوهنتونهای امروز، بنابر مشکل نبود کدر کافي از طبقه اناث و یا حکومت که باید فرمایشات خارجی ها را تا حدی بپذیرد، برایم قابل قبول بوده، و کسانیکه بخاطر اختلاط مانع تعلیم و تحصیل جوانان (دختر یا بچه) میشوند بقضاوت بنده خاین ملی و کسی است که فرصتها را قصدا از دست میدهد. و از طبقه مردم در میاید که هرګز برپاه ایستاده نخواهند شد.
راځئ خپل پلرونه پدې وپوهوو چې د اولاد تربیه څومره لوی مسؤلیت دی او څنګه ېې باید ادا کړو.
څومره ښکلې مشوره ده:
په دې اړه وتلی اسلامي عالم شيخ عبدالمجيد صبح وايي:
مونږ بايد د خپلو کوچنيانو په طبيعت کې د رسنيو د بدو اغېزو په اړه يو شعوري مقاومت توليد کړو، نه دا چې له ميډيا سره يې اړيکې چورلټې پرې کړو. يا په بل عبارت، په خپلو کوچنيانو کې بايد د دې وړتيا پيدا کړو چې په شعوري توګه د زړه له تله ښه او بد سره توپير کړي، او په دې توګه يې په ناروا کارونو کې له ښکېل کېدو څخه مخه ونيول شي. دا طريقه د هغې خلاف ده چې ماشوم د بهرنيو فشارونو(د مور او پلار له خوا همېشنی بنديز) له کبله په غير ارادي ډول له بدو کارونو څخه ځان ساتي. په لومړۍ طريقه کې مو کوچنيان زده کوي چې حرام څه شی دي، او په دې توګه هغه د دې وړتيا تر لاسه کوي چې په خپله خوښه د رسنيو له بدو پيغامونو څخه ځان وساتي.
—————————————————————————————–
- که افغاني ملا صیب ته ورشې، هغه وايي: تلویزون حرام دی، انټرنیټ خو پرون طالبای کرامو له مخکې حرام بللی و.
مګر وګوره چې د نړۍ نور مسلمان علما څنګه او څومره بدل استدلال او قضاوت کوي.
خودت نام نداری برای نامګذاری دیګران خوب تیار هستید!،
ماشالله،
نام که با اسلام در تضاد نباشد در ذات خود مقبول است.
و غنچه ګل بهترین نام است
تشکر
بنابر مشکل تخنیکی درینجا دوباره پخش شد،
بعرض معذرت
زه فکر کوم چې د ښه بدیل په وړاندې کولو سره دا کار کولی شو او که نه نو بله لاره نشته…نن سبا میډیا په موبایلونو کې کورونو ته دننه شوې ده، څه ډول به ورسره مقابله وکړای شو؟
پوښتنه دا ده چې ولې جمعیت اصلاح تلویزیون نه جوړوي؟؟؟
دا یو اساسي ضرورت دی
برادرغنچه گل نمیشود این نام را تبدیل کنید بیاید یک نام اسلامی بگذارید اگر قبول میکنید من نام شما را عبدالله میگزارم
والسلام
خودت نام نداری برای نامګذاری دیګران خوب تیار هستید!،
ماشالله،
نام که با اسلام در تضاد نباشد در ذات خود مقبول است.
تشکر
salam alikum i apretiate dr arman and aske allah to make his hand more power full to write such a use ful articals two more points i want to add as a comments the parrents should have a medium control and lookup of thier children i say medium not very strict and sever control the second thing is to strenghte n the usefull , islamic and afghanic publicati ons tv and radio progams should be released becouse majority of parents are uneducate d and they dont know the social azardouse of media ,even they think that it is usefull
Sayed Raqib ~Halimi~
United King Dom,
London,
salam alikum i apretiate dr arman and aske allah to make his hand more power full to write such a use ful articals two more points i want to add as a comments the parrents should have a medium control and lookup of thier children i say medium not very strict and sever control the second thing is to strenghten the usefull , islamic and afghanic publications tv and radio progams should be released becouse majority of parents are uneducated and they dont know the social azardouse of media ,even they think that it is usefull
دا يو واقعيت دی چې که څوک په خپله کورنۍ کې پر تلويزون او مجموع کې په ټولو ميډيا وسايلو باندې څارنه ونه کړياو ماشومان ازاد پرېږدي، نو د دغسې لويېدونکو ماشومانو تربيه مستقيمآ د همدغې ميډيا په وسيله کېږي، يعنې ميډيا دلته د پلار او مور وظيفه کوي او درېيم پلار ورته ويل کېږي.
خصوصا زموږ هېواد کې چې هدفمندې رسنۍ قطعا نشته، نو ډېر کنترول او څار په کار دی. ارمان صاحب مننه چې ښې موضوع ته مو ور پام شوي دي.