له جلال آباد نه مو دوه بجې حرکت پیل کړ او مخ په کابل و خوځیدو ، دا نو د روژې لومړۍ ورځ ده، لوږه خو دومره نه محسوسیده خو د تندې د لاسه مو ستوني وچ وو، په جلال اباد کې مو د روژه ماتي لپاره خرما، بیسکوټ او اوبه واخیستې ، ځکه چې ددې ویره وه چې په لاره کې به په داسې ځای کې راباندې ماښام شي چې نه به دوکان وي او نه هوټل، هسې هم نو په دغو ورځو کې د ماهیپر تنګی په ساعتونو ساعتونو د افغانانو د بې نظمۍ او بې حوصله ګۍ له امله د ترافیکو پرمخ تړلی پاتې وي.
څه دپاسه درې بجې وې چې له سروبي نه را تیر شو او خاکي تونل ته نزدې ورسیدو خو د بیروبار او ګڼې ګوڼې کچه مو چې ولیده ، باوري شو چې تر نیمې شپې به همدلته ولاړ پاتې یو نو ځکه مو مسیر بدل کړ او د لته بند په لار وخوځیدو، په لاره کې ددې ویره هم وه چې هسې نه غله وي، یا موټر(کرولا) راته خراب نشي، سیلابونو لار ویجاړه کړې نه وي ، په همدې ویره او تشویش کې وو چې د کابل له لوري نه راباندې موټر راغلل او پوره ډاډ یې راکړ چې انشاء الله څه ستونزه نشته.
که څه هم چې له مونږ سره دوه د دوستانو موټر وو ، خو کرار کرار نور موټر هم په مونږ پسې را روان شول او یو کتار جوړ شو ، پنځه نیمې بجې وې چې د لته بند سرته راپورته شو، کرار کرار پرمخ راروان وو، په لاره کې یوه کرولا ولاړه وه او داسې ویره وه چې نوره وړاندې لاړه نشي ، سورلۍ ( ښځې ، ماشومان او یو سپین ږیری ) هم پکې وو نو هغه د سلام پوهنتون فلاینګ کوچ راپورته کړل، وړاندې چې راغلو نو دکوتل په نیمایي کې یوه ستره چینه وه ، د اوداسه او لمانځه لپاره نو ډیر په زړه پورې ځای وو ، د روژه ماتي لپاره مو له ځان سره راوړې اوبه او نوشابه هم د څو دقیقو لپاره پکې پریښودل ، بیا مو حرکت وکړ، خو چې وړاندې لاړو نو راته وویل شول چې باید د ارزان قیمت په لار لاړ نشو ځکه چې سیلاب راغلی دی نو د پل چرخي په لور وخوځیدو ، که څه هم چې په ارزان قیمت کې یو ورور له وړاندې نه په تمه وو چې مونږ به د هغه په کور کې د رمضان د میاشتې لومړنی افطار کوو خو د سیلاب له امله دغه وعده په ځای نشوه.
کوچیان راووتل:
مونږ د بتخاک په دښته کې روژه ماته کړه خو چې وړاندې راغلو او د کوچیانو خیمو او ځایونو ته راورسیدو ، ومو لیدل چې دغلته ګڼ هغه موټر چې د لته بند نه را کوز شوي دي کتار ولاړ وو، زه خو په خپله حیران شوم چې څه چل وشو؟ چا لار ونیوه او که څنګه؟ وړاندې چې ورغلو نو ګورو چې کوچیان د کورونو نه راووتل او د موټرو په لور یې رامنډې کړې، ښځې، ماشومان او سړي یوځای کاسې په لاس راووتل، ډوډۍ هم ورسره وه او د موټرو نه تاو شول ، شور او ځوږ شو (هلئ ! مسلمانانو ، روژې مو ماتې کړئ!! ) د نورو موټرو نه خو خلک ورته کوز شول او ورته کیناستل خو مونږ چې په منډه وو نو ایله مو یو دوه مړۍ له کاسو نه را اوچتې کړې او نور مو په ډیره سختۍ او اصرار سره ترې اجازه واخیسته او روان شو.
په لاره کې مو پرې ښې ډیرې تبصرې وکړې او دغه صحنه مو په وار وار یادوله، څومره ښه انځور وو ، ماشومان د مور نه او مور د ماشومانو نه مخکې کیږي او تندې وهلي او وږي روژه داران مړوي ،د خیر او ثواب په کارونو کې له یو او بل سره سیالي او مسابقه، کیدای شي دغو خلکو به دومره وخت هم نه وي پیدا کړی چې چیرته د حدیثو درس کې واوري چې حدیث شریف کې راغلي دي چې ( من فطر صائما فله مثل اجره)( څوک چې یوه روژه دار ته روژه ماتی برابر کړي نو د هغه روژه دار په اندازه ثواب ده ته هم لیکل کیږي)، هغه وینا او تینګار چې ښاري او کلیوالو خلکو ته په روژه کې هر ماښام او سهار تکراریږي خو د ځینو نه علاوه په دغو نورو خو یې اغیز هم نه وي، هیچا ته ددې معلومات نه وي چې په څنګ کې میشت ګاونډي به یې څه درلودل او که نه؟ یا هغوی چې په خیمو او خټینو کورونو کې میشت دي او هیڅ نلري بیګا ته به روزه ماتی او سبا ته به پیشمنی لري او که نه؟
خو بس چې سهار شي نو د کور نه یې دومره خوراکي توکي چې د دسترخوان نه زیات شوي وي او د تازه میوو پوستکي راووزي چې د ښاروالۍ په زرګونو کارګران او په لسګونو موټر یې د انتقال نه عاجز وي او خبره یې تر (( زنګ خطر ))پورې هم ورسیږي.
د کوچیانو دغه تعامل او چلند د هغه سم او سلیم فطرت نه سرچینه اخلي چې لا خوندي پاتې دی او د ښاري چاپیریال عصریتوب پرې ندی ناست، دا سمه ده چې ښاري ماحول او محیط په خپل ځای مثبت ټکي لري چې کیدای شي په کوچیاني ژوند کې تر سترګو نشي چې یو یې هم نظافت دی خو دا هم باید له یاده ونباسو چې د شرقي او غربي کلتورونو په دغه تصادم او اخذ و رد کې مو که ډیر څه وګټل نو ډیر څه مو پکې بایللي هم دي او کشمکش خو لا روان دی.
زه فکر کوم چې که مونږ بیرته خپل اصلي کلتور او دود او دستور ته هغه چې له شریعت سره په ټکر کې نه وي وګرځو او د نوې نړۍ په مثبت رنګ (چې له شرعي اصولو او ملي ارزښتونو سره مخالف نه وي ) ورنګوو نو یو ډیر ښه تمدن ترې جوړیدلی شي ، هغه چې پرمخ تللې اروپا یې هم نلري.
د داسې ورځې په هیله چې مونږ د کمترۍ له احساس نه خلاص شو او په خپل کلتور، باورونو او ارزښتونو وویاړو.
No related posts.

سلامونه
څومره ښکلی خاطره او څومره ښکلی انځورشوی ده که هرڅومره بی وسه دی خو بیا هم هماغه دینی ورورګلوی یی دی کار ته هڅوی خوافسوس او لعنت دی په هغو کسانو وی چی دا بی وزله افغانانو ته د وحشی او………..خطاب کوی او دروژی په مبارکه میاشت کی پری د ټوپکو خولی خلاصوی
هو دغه کوچیان خلکو ته روژه ماتی ورکوی او هغوی بیا د تحفی په شکل د خلکو په سرونو کی میخون ټکوهی او ………….
تیرکال د یو همصنفی څخه می خبر شوم چی روژه یی خوړلی چی پوښتنه می تری وکړه نو ځواب کی یی راته وویل چی زکام وم او 3ورځی روژه یی خوړلی وه دروژی په 3 هم خبر شوم چی دهمغوی له ډلی یو بل روژه خوړلی ملګرو غوښتل چی سم یی وډبوی خو دلیلی مدیریت په دی فیصله وکړه چی له لیلی څخه یی وباسته
نو اوس همت دچا لوړدی په دښتو کی د روژه نیونکو او که زکام وهلو
الله اکبر
ګرانه استاده! السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
اه! څومره ښکلۍ خپلمنځي احساس، درد، عاطفه او مینه چې د افغانو پرګنو تر منځ ځای لري، بیخي له اسلامي دساتیرو سره سم، جوړ او برابر!
هو! لکه څنګه چې یې تا یادونه کړې همدغسې ښايي چې باید په خپل افغاني کلتور او فرهنګ وویاړو، خپل یې کړو او نورو ته یې هم په سمه توګه ور وپیژنو، داسې نه چې لکه د ځینو نورو غوندې، پردې کلتور ته دوه لاسي لبیک ووایو او د عامولو لپاره یې خپل ځواک مصرف کړو.
پدې هیله چې افغانان خپل کلتور یو ځل بیا را ژوندې او پردۍ کلتور لرې وغورځوي
خاطرهء بسيار جالب ما شاء الله…
هموطنان كوجي ما مانند سائر مردم مسلمان افغانستان مردمان باشهامت، مهمان نواز، غيرتى و دين دوست اند.بسيارى از عادات نيك وخصلتهاى اصيل در بين آنان هنوز هم وجود دارد.آنجه را استاد جواد ياد كرده اند نمونهء ازين خصائل بسنديده است.
من شخصا در ايام جهاد مبارك ملت ما عليه تجاوز روسى شاهد مهمان نوازيهاى مخلصانهء كوجيهاىبوده ام ويك بار بياد دارم كه در منطقهءايلبند( خدا كند تلفظ و نوشتهء كلمه درست باشد)كه در كوهاى مرتفع بين بروان و كابل ووردك ميدان قرار دارد در حاليكه هفت روز را بياده طي كرده بوديم و از شدت ماندكى و مشقت سفر جدا خسته حال بوديم با كروبي از مجاهدين از لطف وكرم و سخاوت برادران كوجي ما مستفيد شديم و بعد از صرف طعام و جاى و استراحت شب فرداى آن روز به طرف منزل مقصود ما روان شديم.
بسیار جالب
خیلی خاطره ای زیبا..
بهتر است به فارسی هم ترجمه شود..چون بسیاری ها فکر میکنند که کوچی ها از پنج بنای اسلام تنها به کلمه شهادت اکتفا کرده اند و بقیه را مانده اند به دیگران…سال یک بار خود را میشویند و مرده شانرا هم یگان رهگذر جنازه میخواند..لکن حقیقت این است که این تصویر وارونه از کوچیها است..انها خوب هم دارند و بد هم ..مانند همه اقوام و تجمعات بشری دیگر..عادات پسندیده هم در بین شان است که در میان شهر نشینان دیده نمیشود و عادات نا پسندیده و غیر اسلامی هم تماما انگونه که میان شهر نشینان..
امید است اصلاحیان برای نشر مفاهیم اسلامی میان کوچیها پروگرام داشته باشد وهمه چیز را مختص به شهر نشینان نگرداند.
موفق باشید
جواده ورورکه ته دا ښاريان هغه دښتو ته بوځه او ور ته ووايه چې د ورځې به همدغه يوه يا دوه بوشکې اوبه چې هغه هم له څو کيلومتره ليرې ځای څخه ښځو په سر راوړې وي، کاروئ، بيا به يې حالت وګورې. اوبه چيرې؟ نظافت خو په اوبو راځي. دولت خو يوازې د دې ښار دولت دی، هر څه چې کوي په ښار کې يې کوي، له کوچي سره خو دولت د کفن مرسته هم نه کوي چې د ازارګانو په جنګ کې مړ شوی وي، پاتې خو لا د پاکو اوبو د برابرولو او ښوونيٍزو اسانتياوو وړاندې کول. په متمدنه نړۍ کې وګوره استراليا تر ټولو غټ کوچی هيواد دی چې له پسونو څخه يې زمونږ حاجيان هم نه شي مستغني کيدای، مګر له هغوی سره خو دولت څه مرسته کړې، څه اسانتياوې يې ور ته برابرې کړي. کوچی ميږو ته واښه واخلي، له دې ازاريانو سره وجنګيږي چې ورشوګانو ته يې پريږدي، اوبه راوړي، مال وپيايي، څه وکړي؟