Home » Ramadan » رمضان با خواننده گان »
ستاسې روغتيا په رمضان کې (ژوندۍ ناسته)
د اصلاح آنلاين درنو لوستونكو
السلام عليكم و رحمة الله و بركاته
الله دې وكړي چې د ايمان او تقوا په سپيڅلې جامه پسوللي واست او د رمضان د مباركې مياشتې له هرې شيبې څخه د خپل ايمان د پياوړتيا او له الله سره د خپلو اړيكو ټينګولو په لار كې پوره ګټه واخلئ.
اصلاح آنلاين د ژونديو ناستو په لړ كې دا ځل د روژې د روغتيايي اړخ په هكله ژوندۍ ناسته جوړه كړې ده.
- روژه چې د الله تعالى فريضه ده، آيا د بدن لپاره څه روغتيايي ګټې هم لري كه نه؟
- څرنګه كولاى شو په رمضان كې د خپلې روغتيا ښه خيال وساتو؟
- څرنګه چې سږ كال روژه د دوبي په موسم كې ده نو څنګه كولاى شو ځان له تندې څخه وژغورو؟
- په روژه كې كوم خواړه د روغتيا له پلوه ګټور دي؟
- په پيشمني او روژه ماتي باندې د كوم ډول خوړو خوړل ښه دي؟
- په روژه كې د ځانګړيو امراضو په هكله څه لارښونې شته كه نه؟ لكه: اميندواره ښځې، شيدې وركونكې ميندې او يا هم د شكر ناروغان…
په دې هكله نورې هر ډول پوښتنې د اصلاح آنلاين له لارې له ښاغلي ډاكټر صاحب سره شريكې كړئ.
كه تاسې په ټاكلي وخت نه شى كولاى په ژوندى ناسته كې ګډون وكړئ، همدا اوس خپلې پوښتنې د تبصرو په ځاى كې وليكئ.
تفصيلات:
ورځ: چهارشنبې د سنبلې د مياشتې دريمه
وخت: د سهار له لسو بجو تر دولسو بجو
ميلمه: ډاكټر همايون لودين، چې د تغذيې په برخه کې اوږده تجربه لري او اوس مهال د روغتيا وزارت د مور د شيدو د تغذيې په برخه کې مشاور دی
د ګلزاده سوال
محترم ډاکټر صاحب السلام علیکم ورحمة الله و برکاته
له متعال خدای نه مو روغتيا غواړم
زما مشکل دا دی، چې ماښام هم له مانځه څخه مخکې يو دوه مړۍ وکړم، يو بولاني او يا سمبوسه او لږ شربت وخورم بیا مونځ ته لاړ شم او چې بېرته راشم داسې لږ ترکاری وخورم، خو اوبه ډېرې څښم.
له تراوېح وروسته دا هر څه تقريباْ هضم شوي وي. خو بیا هم چې لږ اوبه وڅښم نو خېټه مې پړسېږي. چې ددې علاج به څه وي.
او دوه يمه خبره دا چې سهار يوه د نانبايي ډوډۍ له ترکاري او یا سحری سره خورم، له سحری وروسته بیا تر جمعې پورې منتظر يم بیا له هغې وروسته چې جماعت باندې مونځ ترسره کړم، بیا ويده شم.
خو کله چې را پاڅېږم نو خېټه مې خرابه وي. د اسهال په ډول وي، خو دا بیا صرف هماغه سهار کې وي نوره ټوله ورځ بيا روغ يم.
هيله ده چې د علاج لاره يې را وښايي.
ځواب:
ګرانه وروره هیله ده روغ اوسې داچې ستاسومشکل دهضم ستونزه اوداشتها نه موجودیت دی په افطارکې باید تل روژه په خرما اواوبوماته کړای شي اوبیا داچې معده ټوله ورځ خالي وه اوکافی انزایمونه وجود نه لري نوپکار ده چې په مختلفو وقفوسره او ډیره په کراره وخوړل شي البته مهمه موضوع دخوړو ترکیب دی په خوړو کې باید دټولو سره کړی شوي خوړو څخه لکه سمبوسه پکوړه او د ترشو اوترخو زیاتوالي څخه ډډه وشي
ځیني کتابونه لیکي چې هره مړۍ چې په خوله کې ژول کیږي حل اوسط ۲۳ ځلې باید په خوله کې واړول راواړول شي ترڅومیده شي او دهضم انزایمونه هم ورسره یوځای شي.
د نعمان حبيب سوال
سلامونه او نیکې هیلې.
په سر کې له اصلاح آنلاین مننه چې د ژوندۍ خپرونې تابیا یې کړې.
محترم ډاکټر صاحب: زه د شپې د سحرې (پیشمنې) په وخت وریځې (پلاو) له شین چای سره خورم او لدې ویرې چې تږې نشم ډیرې اوبه څښم تردې چې زړه مې ورته نه کیږې خو بیا هم یو یا دوه جامه څښم، د سهار له مخې چې کله دفتر ته راځم او یا هم په دفتر کې اوسم د یو څه ګنګسیت او زړه بدوالې احساس کوم. داسې فکر کوم چې د ولږې له امله به وې. هیله ده زما دخوړو او ددغې مشکل په اړوند خپل علمې نظر راکړﺉ.
مننه
ځواب:
ګرانه وروره نعمان حبیب صاحب:
داچی روژه دعبادت میاشت ده مونږ ورته د ښی تیاری اړتیا لرو
دخوب ،خوړو اومایعاتو مناسبی اندازی باید په نظرکی ونیول شی
داچی تاسوګنګسیت لری دوه عمده عوامل وجودلری ،لومړی داچی ممکن ستاسو دخوب اندازه اووختونه ګډوډ شوی وی چی داهم روحا دناارامی باعث ګرځی همدازنګه دمعدی په هضمی سستم بدتاثیرکوی اوهضمی تشوشات رامنځته کوی چی باید وختونه یی هم مناسب شی اوهم پوره شی(۶-۸ ساعته)
دوهم لامل یی دچی خواړه باید سره کړی اوترخه مواد ونه لری اندازه یی دحد نه ډیره نشی چی دخوړو اندازه دبدن اړتیا مناسبه وی یو کاهل انسان چی ثقیل کارنه کوی په ۲۴ ساعتونوکی ۲۱۰۰ کیلوکالوری انرژی ته اړتیا لری چی یوګرام کاربوهایدریت اوپروتین (شیده ، هګی، قندیات ، وریجی، ډوډی ،غوښه،نخود اوټول حبوبات،الوګان اوداسی نور) اڅخه ۴ کیلوکالوری انرژی تولیدیږی اودیوګرام شحموڅخه ۹ کیلوکالوری جوړیږی داچی مونږ دافطاری اوبیا دشپی په سرکی هم خواړه کو نو په سحری کی که ۳۰ څخه ۴۰فیصده خواړه خوړل شی مناسبه به وی خو خواږه خوراک لکه مربع اوداسی نور دلږ وخت لپاره ستاسود انرژی تولید باعث ګرځی باید یواځی دخواږه خوړو څخه ډډه هم وشی نواوس تاسو خپل دخوړو اندازه په پورته فورمول کی برابره کړی چی ډیره نه شی اوحد اقل دوه ساعته وروسته دخوړونه باید استراحت وشی چی دخوړونه سمدستی وروسته ویده کیدل هم دهضمی اوعصبی سستم دګډوډی اوتشوش سبب ګرځی
د شمس د سوال
محترم داكتر صيب څنګه كولي شو جي د سختي تندې يا د زړه د جوش يا سوزيدلو څخه ځان وساتو.
او همدارنګه څه شي زيات مفيد دي د ګردو د اوبو د كميدو لپاره.
مننه
ځواب:
محترم وروره شمس صاحب:
داچی غذایی مواد باید صحی او متوازن وی نوپکارده چی په خوړو کی توازن څخه کار واخلو الله ج فرمای : خوراک اوڅښاک وکړی مګراسراف مه کوی نو اعتدال په خوړوکی پکاردی .
دروژی دورځی دولږی اوتندی دمخنوی په خاطر باید لاندی ټکی په نظرکی ونیول شی:
سبزیجات ، سلاد، میوه جات
په خوړو کی پروتینی اوکاربوهایدریت په کافی اندازه وسی لکه غوښه ، الوګان کچالان،نخود،لوبیا شیدی،وریجی ،ډوډی ، قندیات
په کافی اندازه مایعات اخستل اما دډیرچای څکلوڅخه ډډه وشی ځکه په چای کی داسی مواد شته چی د ادرار اندازه زیاتوی اودبدن دمایعاتو او منرالونودضایع کیدولامل ګرځی
دټولوهغه خوړوڅخه ډډه وشی چی په غوړو کی سره کیږی لکه سمبوسه ،پکوړه ،بولانی اوداسی نور
ډیره غوړ ،مالګین اوترخوڅخه هم ډډه وشی
په یاد ساتی چی روژه دعبادت لپاره ده اما مونږیی دزیاتوخوړولپاره کاروو
د سيف الله بريال سوال
سلامونه محترم میلمه ډاکټر صیب همایون لودین د اصلاح انلاین کار کونکو او نورو ټولو لوستونکو ته!
هیله ده چې ټول به ښه یاست، زما په پوښتنه څه داسی ده:
ایا په روژه کې ډير خوب تاوان لري که څنګه؟
او د روژې نیول د هغه ناروغانو لپاره چې د میدې تیزابیت یې ډیر وې یا نورې د میدې اړوند ناروغۍ لري، څه فایده ورته رسوي کنه؟
ځواب:
محترم سیف الله بریال وروره:
داچی روژه دعباداتومیاشت ده نوددی لپاره کافی عبادات او اجتماعی وړتیا موقوی شی نوپه کافی اندازه خواړه اوخوب ته اړتیا ده ځکه کم خوب کول چی دنورمال اندازی څخه کمه وی(۶-۸ ساعته) نو هم دعبادت لپاره تمرکزدلاس ورکوی اوهم په علاقمندی عبادت نه ترسره کیږی
همدارنګه دمعدی تکلیفونه فرق کوی چی یومسلمان داکترباید دمشوری لپاره انتخاب شی ځکه روژه دمعدی داستراحت میاشت ده دسلامتیا میاشت ده حتی دځینوناروغیولپاره تداوی هم ده نو کچیرته دمعدی زخم ولری اوناروغ تحمل ونه لری اودیوریښتینی مسلمان ډاکترسره دنزدی لیدنی څخه وروسته ورته لازم وبولی نوبیا روژه نیول پکار نده ځکه الله ج فرمایی: ومن کان منکم مریضا اوعلی سفرفعدت من ایام اخر یریدالله بکم الیسر ولایرید بکم العسر
ترجمه: که څوک ستاسوڅخه ناروغ وی اویاپه سفروی نوپه نوروورځوکی دی روژه ونیسی الله ج په تاسوداسانی غوښتونکی دی اوپه تاسودسختی راوستوغوښتونکی ندی .
درنو لوستونکو زمونږ ژوندۍ ناسته په همدې ځای پايې ته ورسېده له خپل درانه مېلمه او درنو لوستونکو څخه يوه نړۍ مننه کوو، چې خپل وخت يې اصلاح انلاین ته وکړ، تر څو له مونږ سره په دې ژوندۍ ناسته کې برخه واخلي..
نورې دا ډول ليکنې:
- ژوندۍ ناسته: په غزه کې څه تيريږي؟
- په عربي نړۍ كې څه تيريږي (ژوندۍ ناسته)
- د حج د مناسکو په اړه وپوښتئ (ژوندۍ ناسته)
- افغانان په استراليا كې (ژوندۍ ناسته)
- ژوندۍ ناسته: د افغان حاجيانو حال وپوښتئ

6 تبصره ها
محترم ډاکټر صاحب سلامونه مې ومنئ.
ایا هغه کسان چې شوګر لري، او شوګر هر وخت کولی شی د هغوی په بدن کې زیات شي یعنې خپله اندازه یې لوړه شي او سړی تر حملې لاندې ونيسي، نو د دا ډول اشخاصو لپاره څه کول پکار دي.؟
کوم ډول غذا ګانې وخوري، تر څو يې پدن کې د شوګر اندازه زیاته نه شي او د ورځې په اوږدو کې د لوږې احساس ونه کړي، چې شوګر د نوموړي د روژې د خوړلو لامل شي.
ډېره مننه
سلامونه محترم میلمه ډاکټر صیب همایون لودین د اصلاح انلاین کار کونکو او نورو ټولو لوستونکو ته!
هیله ده چې ټول به ښه یاست، زما په پوښتنه څه داسی ده:
ایا په روژه کې ډير خوب تاوان لري که څنګه؟
او د روژې نیول د هغه ناروغانو لپاره چې د میدې تیزابیت یې ډیر وې یا نورې د میدې اړوند ناروغۍ لري، څه فایده ورته رسوي کنه؟
محترم داكتر صيب سنكه كولي شو جي د سختي تندي يا د زره د جوش يا سوزيدلو سخه زان وساتو.
او همدارنكه سه شي زيات مفيد دي د كوردو د اوبو د كميدو لباره
مننه
سلامونه او نیکې هیلې.
په سر کې له اصلاح آنلاین مننه چې د ژوندۍ خپرونې تابیا یې کړې.
محترم ډاکټر صاحب: زه د شپې د سحرې (پیشمنې) په وخت وریځې (پلاو) له شین چای سره خورم او لدې ویرې چې تږې نشم ډیرې اوبه څښم تردې چې زړه مې ورته نه کیږې خو بیا هم یو یا دوه جامه څښم، د سهار له مخې چې کله دفتر ته راځم او یا هم په دفتر کې اوسم د یو څه ګنګسیت او زړه بدوالې احساس کوم. داسې فکر کوم چې د ولږې له امله به وې. هیله ده زما دخوړو او ددغې مشکل په اړوند خپل علمې نظر راکړﺉ.
مننه
د اصلاح انلاین نه په مننې سره
زما پوښتنه له ډاکتر صاحب نه داده
چې یو ورځ له یوه سیکولر ډاکتر سره ناست وو نو هغه به ویل چې روژه د انسان په روغتیا ناوړه اغیز لري ځکه چې انسان په خوراک او څښاک ولاړ وي نو چط تقریبا په سخته ګرمي کې ۱۵ ساعته اوبه ونه څښي نو د بدن اوبه یې کمې اوو یا وچې شي چې دا ناروغي پیدا کوي او دغه ډول خوراک هم ؟
تاسې پدې اړه څه وایاست؟؟؟