د فېس بوک ګډونوال 150 ميليون ته ورسېدل

 

د فېس بوک ګډونوالو يو او بل ته د فېس بوک د پنځه کلنۍ په مناسبت ډالۍ لېږي .د فېس بوک جوړوونکی مارک زوکربيرګ وايي چې د فېس بوک ګډونوال خپل ملګري هڅوي چې خپلو نورو هغو ملګرو ته ډالۍ ولېږي چې د فېس بوک له لارې ورسره پېژني .
نننی فېس بوک، چې پر جوړېدا يې دا دی پنځه کلونه اوړي، په نړۍ کې د ټولنيزو اړيکو په برخه کې يوه لويه شبکه ده .
ښاغلی زوکيربيرګ وايي چې داسې اسانه هم نه ده، د فېس بوک په برخه کې کارکوونکي هڅه کوي چې خپلو ګډونوالو ته د لا زياتې هوساينې اسانتياوې برابرې کړي .

د پوهنتون له خوبځي نه تر ميليونونو پورې

فېس بوک د لومړي ځل لپاره د پوهنتون د خوبځي Hostel  په يوه خونه کې جوړ چې دا دی اوس يې 150 ميليونه مينه وال خپل کړي دي .
په 2004  کال کې د ښاغلي زوکربيرګ په ذهن کې هغه مهال يوه مفکوره را وګرځېده چې نوموړی د هارورډ په پوهنتون کې محصل و، چې داسې يوه شبکه جوړه کړي چې د انټرنېټ له لارې د محصلينو ترمنځ د لا غوره پېژندګلوۍ لپاره يو ګروپ جوړ کړی .
زوکربيرګ د 24  ساعتونو په اوږدو کې وکولی شو چې د هارورډ پوهنتون شاوخوا 1200 محصلين د خپلې ډلې ملګري کړي، بيا وروسته له نورو پوهنتونونو څخه هم زيات شمېر محصلين د ده پر ډله ورمات شول .
د 2005 کال په وروستيو کې فېس تر برتانيا پورې وغځېد او اوس دا دی موږ يې  د نړۍ 35  ژبو ته ژباړل شوې بڼه وينو، چې دا لړۍ تر 60  ژبو پورې غځېدونکې ده .
نن د فېس بوک تر نيمايي ډېر ګډونوال محصلين نه دي، چې ډېری برخه يې تر دېرشو کلونو ډېر عمرونه لري، او د فېس بوک له لارې له خپلو ملګرو سره اړيکه نيسي او خپل انځورونه په فېس بوک کې ځای پرځای کوي .
همدارنګه دوی د فېس بوک لارې ځينې وېديويي ټوټې هم خپلو دوستانو ته استولی شي .

په نړۍ کې د اقتصادي کړکېچ له زياتوالي سره سم د فېس بوک ګډونوال په بې سارې توګه ډېر شول، چې ځينې سوداګريزو کمپينو د فېس بوک له لارې په خپلو اعلانونو کې تخفيف هم راوست .
د eMarket په نامه يوې امريکايۍ کمپنۍ چې د بازارموندنې په برخه کې فعاليت لري، د فېس بوک له لارې يې خپلو مينه والو ته په اعلاناتو کې 20%  تخفيف راوست .

په فېس بوک کې د اصلاح انلاين پاڼه له دغه ځايه ولولئ

 

په فېس بوک کې د ګډون لپاره دې ځای ته ټک ورکړﺉ.

No related posts.

 
 
 

0 تبصره ها

اولتر از همه شما تبصره کنید!.

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید