روژه څرنګه تېره کړو؟

 

ژباړه:زاهد الله مصلح

۱- له الله نه د دې وړتيا وغواړه چې رمضان دې په نصيب شي او د سلفو په څېر اعظمي ګټه ترې پورته کړې.
۲- هوډ وکړه چې هره ورځ  په  سپيڅلي نيت او ايمان سره روژه ونيسې، او اجر يې يوازې دالله نه  وغواړې. پيغمبر ص ويلي: څوک چې د رمضان روژه له ايمان او احتساب سره ونيسي، تير  ګناهونه يې ورته بخښل کيږي.
۳- لږ تر لږه ټول  قرآن يو ځل تلاوت کړه.
۴- پيشنمې کوه لکه پيغمبر ص چې  ويلي: تاسې پيشنمې کوئ ځکه چې پيشنمي کې برکت دې
۵- په روژه کې دعا کوه ځکه پيغمبر ص ويلي چې د درې خلکو دعا نه رد کيږي چې يو د هغوي نه روژتي دې.
۶- د روژې ماتولو نه وړاندې دعا غواړه. ځکه پيغمبر ص ويلي چې روژتي کله روژه ماتوي دعا يي قبليږي.
۷-  د خلکو سره ښه سلوک کوه او د الله په لار کې انفاق کوه. پيغمبر ص د ټولو خلکو نه ډير سخي وو او په رمضان کې يي بيا سخا د تيزې سيلۍ په څير کيده.
۸- د هر هغه شي نه ځان ساته چې روژه دې نيمګړې کوي لکه دروغ، غيبت، ټګي او قهر. پيغمبر ص ويلي: هر هغه څوک چې د غلطو او ناوړه کارونو لکه دروغو نه لاس نه اخلي او کنځلې کوي، الله يې د خوراک او څښاک بنديدلو ته اړتيا نه لري. (بخاري)
۹- د افطارنه وروسته ډير خوراک مه کوه.
۱۰- د الله نه د مغفرت غوښتنه کوه ځکه چې دا د اور نه د ازادۍ مياشت ده.
۱۱- د تراويح لمونځ په خشوع سره اداکوه. که په جومات کې لمونځ کوې نو د امام سره يې بشپړوه، او که په کور کې يې کوې نود توان تر بريده ېي اوږدوه. پيغمبر ص ويلي څوک چې په رمضان کې دايمان او  احتساب سره
لمونځ ادا کړي، تير ګناهونه يې بخښل کيږي.
۱۲- نور خلک افطار ته رابله او غريب مړوه. پيغمبر ص ويلي هر څوک چې روژتي ته افطار ورکوي، د روژتي په اندازه  ثواب ورکول کيږي بې له دې چې د روژتي له ثوابه څه کم شي.
۱۳-  په اخري لسو شپو، په ځانګړي ډول په  تاقو شپو کې ډير کوښښ کوه. پيغمبر ص به د نورو مياشتو په پرتله په رمضان کې ډير زيار ويسته په خاصه توګه اخري لسو ورځو کې.
۱۴- په هغو شپو کې چې د ليلة القدر احتمال پکې وي دا دعا وايه: (اللهم انک عفو تحب العفو فالعفو عني)
ژباړه: اې الله ته بخښونکې يې او بخښنه خوښوې ، ماته بخښنه وکړې.
۱۵- په دې نيکمرغه مياشت کې د الله نه د خپلو نيکو اعمالو د قبلولو سوال کوه.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سرچينه: د جمعيت اصلاح له ختيځ زون څخه خپريدونكې مياشتنۍ ژوند مجله، د ۱۳۸۹ كال د اسد گڼه

No related posts.

 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

0 تبصره ها

اولتر از همه شما تبصره کنید!.

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید