روژه په لنډو ټكو كې
لیکوال: محمد یوسف اصلاحی
ژباړونكي :حبيب الله صافي
د رمضان روژه د اسلام دریم رکن دی، په قرآن کریم که نه یوازې د روژې پر نیولو امر شوی، بلکې د هغې آداب او احکام هم پکې بیان شوي دي او د رمضان د عظمت او اهمیت پر اسبابوهم روښنایی اچول شوې ده.
د رمضان المبارک فضایل
الف د قرآن په رڼا کې: په قرآنکریم کې د رمضان د عظمت او فضیلت دری وجهې بیان شوې دي.
۱. د قرآن کریم نازلیدل: د رمضان د فضیلت او عظمت لپاره یوازې دا خبره کافي ده چې په دې کې الله تعالی د هدایت وروستنی کتاب نازل کړی دی، حقیقت دا دی چې که انسانیت د هدایت له سرچینې نه بې برخې وای نو د هستۍ دا ټوله کارخانه به د لمر د روښنایۍ او ستورو او سپوږمۍ له په زړه پورې رڼا سره سره بیا هم خړه پړه او تورتم وه، په کفر او الحاد، شرک او ګناه کې لالهانده انسان به د ځنګل له ځناورو نه هم ډیر بد وای. قرآن کریم د دې ځمکې پر مخ د هدایت او روښنایۍ یوازینۍ سرچینه ده، څوک چې له هغه څخه محروم شی نو یقینا له هدایت او خیر څخه بې برخې دی.
۲. لیلهَ القدر: هغه شپه چې الله تعالۍ له زرو میاشتو څخه غوره بللې ده په همدې میاشت کې ده.
۳. د روژې نیول:الله تعالۍ د دغه ستر عبادت لپاره دا میاشت مقرره کړې ده.
د همدې فضایلو پر بنسټ رسول الله صلۍ الله علیه وسلم دې میاشتې ته (د الله میاشت) په ویلو سره دې ته د الله لوری ته د نسبت کولو شرف وربخښلی دی. او له ټولو میاشتو نه یې غوره بللې ده.
ب: د حدیثو په رڼا کې:رسول الله صلی الله علیه وسلم د رمضان د عظمت او برکت بیانولو په ترڅ کې وفرمایل: کله چې د رمضان لومړۍ شپه راځي نو شیاطین او سرکښه پیریان تړل کیږي او د دوزخ ټولې دروازې تړل کیږي، یوه دروازه یې هم خلاصه نه پاتې کیږي، د جنت ټولې دروازې پرانیستل کیږي او یوه یې هم تړلې نه پاتې کیږي او د الله تعالۍ منادي آواز کوي چې ای د خیر غوښتونکیه بیړه وکړه! او ای د شر غوښتونکیه ودریږه! او دا آواز د رمضان په هره شپه کې تکراریږي.( ترمذی، ابن ماجه)
له عباده بن صامت (رض) څخه روایت دۍ چې رسول الله وفرمایل : د رمضان مبارکه میاشت پر تاسې راتلونکې ده، هغه میاشت چې الله تعالی تاسې په هغې کې په خپلو نعمتونو او پیرزوینو کې رانغاړي، خپل رحمت پر تاسې نازلوی، ګناهونه مو بښي او دعا ګانې مو قبلوي، الله تاسې ته ګوري چې څرنګه پدې میاشت کې په طاعت او عبادت کې یو له بل سره مسابقه کوی او د پرښتو په وړاندې پر تاسې باندې ویاړي، نو تاسې هم الله ته خپلې نیکۍ وړاندې کړﺉ، ځکه بد بخت او شقي هغه دی چې پدې میاشت کې د الله له رحمت څخه بې برخې وي.
حضرت سلمان رض له رسول الله ص څخه روایت کوي چې هغه د شعبان په وروستۍ ورځ، له رمضان څخه یوه ورځ وړاندې، د رمضان او روژې په فضیلت کې پرمحتوا خطبه وړاندې کړه او ویې فرمایل: ای خلکو! پرتاسې باندې یوې سترې او برکتناکې میاشتې سیورۍ کړی دی، په هغې کې یوه شپه ده چې له رزو میاشتو څخه غوره ده، الله تعالی د دې میاشتې د ورځې روژه پر تاسې فرض کړې ده او د شپې لمونځ ېې نفل ګرځولی دی.څوک چې پدې میاشت کې الله تعالی ته د نږدې کیدو لپاره نفل عبادت وکړي نو الله د نورو میاشتو د فرضو په شان ثواب ورکوي او څوک چې پکې یو فرض ادا کړي نو الله تعالۍ ورله د نورو میاشتو د اویا فرضو اجر ورکوي.دا د صبر میاشت ده او د صبر بدله جنت دی، دا د همدردۍ میاشت ده، هغه میاشت چې د مومن روزې پکې زیاتیږی، څوک چې پدې میاشت کې روژه تي ته روژه ماتی ورکړي نو ګناهونه یې بښل کیږي او له جهنم څخه خلاصون مومي او د روژتي په اندازه اجر ورکول کیږي پرته لدې چې د روژتي په ثواب کې کمښت راشي.وویل شول یا رسول الله! زمونږ هر یو د دې توان نلري چې روژه تیانو ته روژه ماتی ورکړي( نو څرنګه له دغه ثواب څخه برخمن شو؟) ویې فرمایل: که چیرې روژه تي ته یوازې اوبه او خرما هم ورکړی نو دا ثواب تر لاسه کولای شی.هغه وړاندې وفرمایل: هر څوک چې روژه تي موړ کړي نو الله تعالی به یې د قیامت په ورځ زما له حوض څخه داسې موړ کړی چې جنت ته تر ننوتلو پورې به هیڅ تږی نشي. دا هغه میاشت ده چې لومړۍ برخه یې رحمت، منځنۍ یې مغفرت او وروستنۍ یې د دوزخ له اور څخه خلاصون دی.څوک چې پدې میاشت کې له خپل خادم او کارګر سره آساني وکړي نو الله تعالی به یې وبښي او له جهنم څخه به نجات ورکړي. ( بیهقی)
د رحمت پیغمبر په بل ځای کې فرمایي: که چیرې بنده ګان پوهیدلای چې په رمضان چې څومره خیر او فضیلت پروت دی نو خامخا به یې هیله کړې وای چې کاشکې ټول کال رمضان وای. (صحیح ابن خزیمه)
د روژې معنا:
روژې ته په عربي کې صوم یا صیام وایي چې مانا یې له کوم څیز څخه منع کیدل او ځان ساتل دي او د شریعت په اصطلاح کې له روژې نه مراد دا دی چې بنده له صبح صادق نه تر لمر لویدو پورې له خوراک، څښاک او جنسي عمل څخه ځان وساتي.
د روژې اهمیت:
د قران کریم شهادت دی چې روژه په ټولو آسمانی شریعتونو کې فرض وه . د دې مانا دا ده چې روژه د انساني نفس له روزنې سره ځانګړی تړاو لري. د زړونو په تزکیه کې طبیعي او فطري ډول لاس لري بلکې لا داسې ښکاري چې د تزکيه او روزنه اصلا پرته لدې پوره کیدلای نشي او بل هیڅ عبادت د هغې بدل نشي کیدلای، د هغې د اهمیت د روښانه کولو په لړ کې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې له شرعي عذر او ناروغۍ څخه پرته د رمضان المبارک یوه روژه هم وخوري، که وروسته ټول عمر روژه ونیسي بیا هم د هغې تلافي نه کیږي.( ترمذی، ابو داود) یعنې د رمضان د روژې خیر او فضیلت او اهمیت دا دی چې که یو غافل بنده په قصدي توګه د رمضان کومه روژه وخوري نو د دغه محرومتیا او زیان تلافي د ټول عمر په روژه نیولو سره نشي کیدی که څه هم چې په کفارې سره یې قانوني قضایې تر سره کیږي.
د روژې مقصد:
د روژې حقیقی مقصد دا دی چې په بنده ګانو کې تقوا پیدا شي:
کتب علیکم الصیام کما کتب علی الذین من قبلکم لعلکم تتقون.( بقره ۱۸۳) تقوا په اصل کې د هغه اخلاقي جوهر نوم دی چې د خدای له ویرې او محبت نه پیدا کيږي، د خدای په ذات باندې ایمان او د هغه د رحمت، کرم، فضل او احسان د صفت له ژور احساس نه د محبت جذبه را پیدا کیږي، د هغه د قهر، عتاب او عذاب د صفت له شعوري تصور نه د ویرې جذبه را ټوکیږي او د محبت او ویرې همدغه قلبي کیفیت تقوا ده چې د خیر د ټولو اعمالو سرچینه او د ټولو بدو اعمالو نه د رابندیدلو حقیقی ذریعه ده. ټوله ورځ پر لپسې څو ساعته د خپلو انتهایي ضروري خواهشاتو نه ځان ساتل په بنده کې دا اثر پیدا کوي چې هغه انتهایي عاجز او بې وسه او واقعي مجبور او محتاج دی. هغه د ژوندانه یوې سا اخیستنې لپاره هم د الله تعالې فضل او کرم ته اړمن دی، او چې خپل ځان د الله تعالی د نعمتونو نه پوره برخمن ویني د محبت له ولولو نه سرشاره شي نو کله چې د خپلو انتهایي قوي او هیجاني خواهشاتو نه د یوازیتوب په هغو کونجونو کې هم را بند شی چیرته چې د الله نه پرته د بل هیچا نظر نه پرې لګیږي نو له دې نه د خدای ویره او هیبت احساس پخوالي ته رسیږی او پر زړه یې د الله د لویوالي او عظمت سیورۍ داسې خپریږي چې بیا د ګناه له تصور نه هم رپیږي.
حقیقی روژه:
خو د روژې دا حقیقي مقصد هغه وخت تر لاسه کیدلای شي چې روژه په پوره احساس او شعور سره ونیول شی او له ټولو هغو مکروهاتو ځان وساتل شي چې روژه بې روحه کوي، حقیقي روژه هماغه ده چې بنده پکې خپل جسم، روح ، زړه او حواس د الله تعالۍ له نافرمانۍ څخه وساتي او د نفس هره بده غوښتنه تر پښو لاندې کړي.رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: کله چې روژه نیسی نو لازمه ده چې خپل غوږونه، ژبه، لاس او نور ټول غړي الله تعالی ته د ناخوښو اعمالو څخه وساتی. ( کشف المحجوب) بل ځای فرمايي: څوک چې د روژې نیولو سره سره له دروغ ویلو او پر دروغو عمل کولو څخه بند نشو، نو الله تعالی د هغه وږي تږي اوسیدلو ته هیڅ احتیاج نلري.
د روژې فضیلت:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: د بنده د هر عمل اجر له لسو نه تر اووه سوه چنده پورې زیاتیږي، مګر د الله تعالۍ ارشاد دی چې د روژې معامله بیله ده، هغه خو یوازې زما لپاره ده او همدا زه د هغې اجر ورکوم، بل ځای فرمایي: د روژتي لپاره دوې خوښۍ دي، یوه د روژه ماتي پر وخت او دویمه د خپل رب سره د مخ کیدو پر وخت.
د روژه دار د خولې بوی الله تعالۍ ته د مشکو له بوی نه هم غوره دی، روژه ( دګناهونو څخه د بچ کیدو لپاره ) سپر ده، کله چې په تاسې کې څوک روژه وي هغه دې د بې حیا خبرو او شور نه ځان ساتي او که بل څوک ورسره جنګ جګړه کوی یا سپکې ستوغې ورته وایي نو ده له فکر پکار دی چې زه خو روژه یم.
د روژې فرایض:
له صبح صادق نه تر ماښامه پورې خاص د الله تعالى د رضا د لاس ته راوړلو په خاطر له خوراک، څښاک او جنسي اړیکو څخه ځان ساتل.
روژه پر چا باندې فرض ده؟
روژه پر هر عاقل او بالغ مسلمان باندې فرض ده ، البته ښځه باید د حیض او نفاس په موده کې روژه ونه نیسي ، بلکې وروسته د هغې قضایي راوړي، که چیرې تکړه ، صادق او مسلمان ډاکتر د امیندوارو او هغو ښځو لپاره چې ماشومانو ته شیدې ورکوې، د روژې نیول د هغې یا یې د ماشوم لپاره زیانمن وبولي نو کولای شي روژه ما ته کړي خو وروسته یې باید قضایې راوګرځوي ، همدا راز هغه ناروغ چې روژه نیول یې د ناروغۍ د اوږدیدو یا سختیدو لامل وګرځي او همدا راز هغه بوډا چې روژه نیول ورته ډیر ستونزمن وی، کیدای شي روژه ماته کړي، که چیرې وروسته دا تمه کیدله چې هغه به روغ او صحتمند شي نو باید ځنډ وکړي او چې کله روغ شو نو بیا دې قضايي راوړې او که یې د روغیدو تمه نه وه نو د هرې ورځې د روژې په مقابل کې باید فدیه ورکړي. د مسافر لپاره هم د روژې ماتول جایز دي.
د روژې سنتونه او مستحبات:
۱. د شپې په وروستۍ برخه کې پیشمنی کول۲. د لمر له لویدلو نه په مطمين کیدلو سره پرته له ځنډ څخه روژه ماتول۳. په خرما یا اوبو باندې روژه ماتول۴. د روژه ماتي پر وخت دغه دعا لوستل: اللهم لک صمت و بک آمنت و علیک توکلت و علی رزقک افطرت( ابوداود) ای الله! ما ستا لپاره روژه ونیوله او پرتا مې ایمان راوړی او همدا ستا په راکړې روزۍ مې ماته کړله.
د روژې ماتونکي : خوړل ، څښل او جماع کول، که چیرۍ له دغو دریو څیزونو څخه یې هر یو په قصدي توګه او په رضا سره تر سره شي نو قضا او کفاره یې دواړه راوړل په کار دي
کفاره: دوې میاشتې پرلپسې روژه نیول او که د هغې توان یې نه درلود نو شپیتو مسکینانو ته خواړه ورکول.
د روژې په هکله نور مسايل:
۱. که چیرې له کومې ښځې سره په زور او جبر سره جماع وشي نو د هغې لپاره یوازې قضایي راوړل ضروري دي۲. د روژې له ماتونکو څخه هر یو عمل که چیرې په خطا او یا زور سره وي نو یوازې قضایي لازمیږي ۳. که چیرې د روژې ماتوونکي اعمال په هیره سره تر سره شي نو روژه نه ماتیږي او قضایي یې هم ضرور نده۴. احتلام روژه نه ماتوي ۵. که چیرې د کوم جاهل کس په لمس، ښکلولو او یا استمنا سره مني خارج شي نو روژه ماتیږی او یوازې قضا یې لازم ده، خو که چیرې دا کار په خوب کې وشي او یا دا چې د شیطاني وسوسو له امله مني ووزي نو روژه نه ماتوي۶. قی که چیرې په قصدي توګه او په ډکه خوله وي نو روژه ماتوي او یوازې قضا يې لازم ده خو که چیرې قصدي نه وی که څه هم په ډکه خوله وي او یا دا چې قصدي وي خو په ډکه خوله نه وي نو روژه نه ماتوي۷. که چیرې د پزې افرازات او یا د ستوني بلغم تیر شي نو که څه هم چې ښه کار ندي خو روژه نه پرې ماتیږي۸. په سترګو کې په رنجو اچولو او خوشبویي لګولو سره که څه هم د زینت لپاره وی نو روژه نه پرې ماتیږي ۹. مسواک وهل د رمضان په شپه او ورځ کې سنت دي که څه هم چې مزه یې احساس شي، خو د غاښو کریم د ورځې لخوا کارول جایز ندي ۱۰. د خپلې ښځو په لمس کولو او ښکلولو کې که مبالغه ونه شي او په ځان اطمینان ولري نو روژه نه ماتیږي۱۱. که چیرې تکړه طبیب ښځې ته د هغو داروګانو کارول چې د میاشتني عادت د ځنډیدو لامل ګرځي زیانمن ونه ګڼي نو کارول یې باک نلري ۱۲. د جنابت غسل که چیرې تر سهار وځنډول شي، که څه هم چې ښه کار ندی، خو په روژه باندې اغیږ نلري۱۳. روژتی باید له ډیره خوب او ډیرو خوړو څخه چې د ناروغۍ او کسالت لامل ګرځي ځان وساتي چې دا کار د روژې د مقصد پر خلاف دی او هڅه وکړي چې د روژې څخه د کوښښ، زغم، صبر او استقامت درس زده کړي ۱۴. څومره به ښه وي چې روژتي د روژې له سپیڅلو شیبو څخه د اسلامي احکامو د زده کړې، د قرآن کریم د تلاوت، ذکر، نصیحت، او نورو ګټورو کارونو په کولو سره ګټه واخلي ۱۵. غوره ده چې د رمضان په میاشت کې د کورنۍ لګښت ته ځانګړې پاملرنه وشی او د دې ترڅنګ بې وزله انسانان هم له یاده ونه ویستل شي.
پوښتنه: څوک چې د تیر کال قضایي روژې یې لا نوي نیولې او نوي روژه راورسیږي نو اوس قضایي روژې څنګه کړي؟
ځواب: د قضایي روژو ځنډول او تر بلې روژې پورې د هغوی پرېښودل ښه کار ندی خو که له چا څخه پاتې شي نو د نوي کال د روژې په رسیدو سره باید د دې کال روژې ونیسي او وروسته هغه پخوانۍ روژې قضايي راوړي خو که ضعیف وي او د جوړیدو تمه یې نه وي نو بیا دې د قضا شویو روژو فدیه ورکړي. چې د هرې روژې په مقابل کې دوه کیلو غنم، یا څلور کیلو اوربشې، خرما یا کشمش او یا هم د هغوی بیه ده.خو یوه خبره باید تل په یاد وی چې قضا شوې روژې که هر څومره کلونه پرې تیر شو نو نه ساقطیږي او باید یې قضايي راوړل شي .
پوښتنه: که چیرې د روژې په جریان کې په یوه ښځه باندې حیض یا نفاس راشی، نو آیا هغه روژه ماتولای شي؟
ځواب: هو! د دې ښځې روژه ماته ده که څه هم تر ماښامه څه ونه خوري او یا دا چې د ماښام نه څه وړاندې هم دغه حالت پرې راشي نو پدې دواړو حالتونو کې د هغې روژه ماته ده او قضایي یې لازمه ده. ځینې ښځې چې کله د روژې په جریان کې حیض ورته پیښ شي نو تر ماښامه پورې خوړل او څښل ناروا ګڼي چې دا لویه تیروتنه ده او دوی کولای شي پرته له څه ستونزې څخه خوراک او څښاک وکړي.که چیرې کومه ښځه د ورځې به جریان کې له ناروغۍ څخه پاکه شوله نو باید پاتې ورځ روژه ونیسي او باید د دې تر څنګ د هغې قضایي هم راوړي.
د فطر صدقه:
د فطر صدقه عبارت له هغه واجب صدقې څخه ده چې د روژې د میاشتې په ختمیدو سره لازمیږي چې پر هر نارینه او ښځینه باندې لازم ده چې د خپلو اساسي اړتیاوو څخه پورته د نصاب به اندازه سرمایه ولري. پدې کس باندې لازم ده چې د خپل ځان او کوچنیو ماشومانو له پلوه یې د زکات مستحقینو ته ورکړي. د فطر صدقه باید د اختر له لمانځه څخه وړاندې ورکړل شي تر څو بې وزله کسان د اختر لپاره د خوراک،څښاک او جامو څه ضروریات برابر کړي. له همدې امله غوره دا ده چې له اختر نه څو ورځې وړاندې ورکړل شي. د هغې اندازه د فدیې په شان ده.
مولانا يوسف اصلاحي د هند د قارې وتلى داعي، ديني عالم او ليكوال دى
No related posts.

0 تبصره ها
اولتر از همه شما تبصره کنید!.