Home » Ramadan » اخبار رمضان »
رمضان د پيغمبر (ص) په كلي كې
سرچينه: اسلام وب
ژباړه: عبدالنصير مرستيال
مدينه منوره، دا د نبي ښار، د رمضان په مياشت كې د ژوندانه يو ځليدونكى ښار جوړيږي. د دغې نېكمرغې مياشتې په بركت د مسجد نبوي په شاوخوا كې ټول ماركيټونو او پلورنځي د شپې تر ناوخته پورې خلاص وي او خلك ډلې ډلې ورته راځي.
دغه د بركتونو ښار پدې بركتناكه مياشتې كې ډير عجيب وي، له هر چا سره چې مخ شې نو ډير خوشحاله او د الله په لار كې به يې سخي ووينې. 
ځينې خلك د پيغمبر صلى الله عليه وسلم د جومات په دروازه كې ولاړ وي او خلك روژماتي ته رابولي. نور بيا اوبه او خرما په لاس ولاړ وي او په روژتيانو باندې يې ويشي. خلك په ورين تندي يو له بل سره مخ كيږي او د ټولو په خولو يوه خبره ده چې زه د الله تعالى د رضا له پاره له تا سره مينه لرم.
د ټولې ورځې په ترڅ كې د ښار له هرې څنډې د دفترونو، پلورنځيو، كورونو او موټرونو څخه د قران كريم د تلاوت خوږ غږ اوريدل كيږي.
د شپې بيا د پيغمبر صلى الله عليه وسلم د سنتو له مخې د تراويح په لمانځه زړونه د الله په ياد سره هوسا كيږي.
د رمضان په اخرو لسو شپو كې هر څوك كوښښ كوې چې ټوله شپه په عبادت سره تېره كړي، له الله تعالى څخه د ګناهونو د بښنې غوښتنه كوي، او د ليلة القدر د اجر په تمه شپې په ولاړو سبا كوي.
No related posts.

2 تبصره ها
محترم مرستیل صاحب رشتیا هم چی سړی هلته وینی چی خلک یو بل سره بی کچه مینه کوی او بل داچی سړی کی دایثار او قربانۍ جزبه پیداکبږی
او ټوکه دی پکی وی د مدینی په حرم کی چی کوم ماسته او ورسره د هغی ځانکړی مصاله وخوری بیا به مجبورشی چی یو بل راپور هم پری ولیکی
محترم نوسینده
متن بسیار مهم وارزشمند بوده ولی صرفا در حال صحبت صورت گرفته اگر امکنات موجود باشد در مورد آنزمان های که حضرت محمد (ص) حیات داشتند جه رسم رواج موجود باحال مقایسه صورت گیرد .