مورې! روژه څه شى ده؟

سرچينه: اسلام آنلاين
ليكنه: عبدالله عبدالرحمن
ژباړه:حضرت بهار

پوښتنه
درنو!
السلام عليكم و رحمة الله
څنګه کولاى شم خپلو ماشومانو ته د روژې مانا بيان كړم؟ د يوې مور په توګه غواړم خپل ماشومان په دې وپوهوم چې روژه يواځې په ځان لوږه تيرول نه ده، بلکې روژه خدای پاک ته د نږديوالي وسيله ده، په دې اړه ما ته څه سپارښتنې او لارښونې وړاندې کوئ؟

ځواب:
درنې خورې!
عليكم السلام و رحمة الله و بركاته
ستاسې له پوښتې څخه ډيره مننه.
د ماشومانو لپاره دا اړينه ده چې روژې په حقيقت پوه شي. زما سپارښتنه ټولو ميندو او پلارونو ته دا ده، چې د شعبان په اخرو ورځو کې د خپلو ماشومانو سره کښيني او د رمضان په اړه ورسره خبرې او مباحثې وکړي. که چيري د ځينو بوختياوو له امله دا ناشوني وي، نو زما سپارښتنه تاسو ته دا ده، چې د نورو ميندو او پلارونو سره يو ځای دا کار وکړئ او د خپلو ماشومانو لپاره د رمضان د رارسيدو نمانځ غونډې جوړې کړئ.
د پوهنتونونو محصلين دعوت يې کړئ چې پدې غونډو کې د ماشومانو لپاره معلومات وړاندې کړي، زما غوښتنه د پوهنتنونو له محصلينو څخه دا ده چې د دغو ماشومانو سره د سوال او ځواب غونډې جوړې کړي.
په ياد ولرئ چې خپل ماشومان جوماتونو ته له ځان سره بوزئ.
د خپلو ماشومانو سره مرسته وکړئ او تشويق يې کړئ، چې د روژه ماتي او پيشمني څخه خوند واخلي، له دوی سره د روژه ماتي او پيشمني په برابرولو کې مرسته وکړئ، دوی د صدقې په ارزښت وپوهوئ، د دوی سره د زکات د مسائلو په پوهيدلو کې مرسته وکړئ. ستاسې ماشومان بايد په دې پوه شي چې زموږ ميندې او پلارونه زکات ورکوي او دغه زکات د غريبانو، اړو، يتيمانو او نورو بې چاره خلکو سره مرسته ده.
ماشومانو ته دعا ورزده کړئ، دوی ته جرئت ورکړی چې د هر شي غوښتنه وکړئ، دوی ته دا ور زده کړئ، چې هر څه د ځان لپاره خوښوي بايد د نورو مسلمانانو لپاره يې هم وغواړي.
په اختر کې دوی ته ځانګړې پاملرنه وکړئ او اختر د دوی لپاره ځانګړی کړئ. د روژې په آخر كې دوى په دعا كې شريك كړئ چې د روژې اخري ورځې نمانځي، دا چې ووايي: اې خدايه زموږ روژه په خپل دربار کې قبوله کړې! امين.

دا يوازې د لمونځ او روژې مياشت نده

هو، رمضان يوازې د لمونځ او روژې مياشت نه دی، بلکې دغه د ځان سمونې او خدای پاک ته د نږدې کيدو يو سيسټم او کړنلاره جوړوي، چې موږ يې بايد د کال په نورو يوولسو مياشتو کې هم تعقيب کړو.
نو دا ډيره مهمه ده، چې د رمضان لپاره تياری ولرو. موږ بايد مخکې له مخکې مهال ويش جوړ کړو تر څو په ښه توګه د الله تعالى عبادت وكړو، که داسي نه وي، نو به موږ به يواځې لوږه تيره کړي او بس. حضرت محمد صلي الله عليه وسلم فرمايي: (ځيني روژتيان داسي دي، چې له لوږې او تندې پرته به نور هيڅ لاس ته را نه وړي.)

ميندې او پلرونه بايد د اولادونو لپاره بيلګه وي

خورې! په ياد ولره، چې ميندې او پلارونه د خپلو اولادونو لپاره يوه نمونه وي، که چيرې زموږ خپله عقيده او ايمان قوي وي، نو دوی ته موږ د ايمان يوه ژوندی بېلګه يو. په رمضان کې ډيرې لارې شته چې پرې موږ خپل ايمان او عقيده قوي کولای شو. موږ د خپل پيغمبر صلی الله عليه وسلم د ژوند تاريخ څخه زده کوو، چې هغه مبارک به په شعبان کې د ځان روزنې په خاطر د رمضان لپاره روژې نيولې. دغه د شعبان روژې د رمضان له روژو سره ډيره مرسته کوي، ځکه دغه مخکې له مخکې د رمضان لپاره ځان برابرول دي. ځينې کسانو ته د رمضان لومړۍ ورځ سخته وي، ځکه دغه د رمضان روژه د هغې د پاره لومړنی روژه وي او دغه سختي د هغه کس ايمان نه شي قوي کولای.
د خپلو ماشومانو سره په روژه کې د ګټورو بدلونو په اړه خبرې وکړئ. د بېلګې په ډول دوی ته ووايي چې د قرانکريم تلاوت زيات وکړي، د شپې لمونځ (تهجد) زيات وکړي او د دې ترڅنګ صدقې زياتې وکړي. دا ټولې زموږ د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د ژوندې طريقې دي. هغه به په روژه کې ډير سخاوت کاوه او زياتې صدقې به يې کولې.
خپلو ماشومانو ته ووايئ چې ډوډۍ، جامې او پيسې صدقه کړي. دوی ته د صدقې ثواب په اړه خبرې وکړی.
د خپلو ملګرو او انډيوالانو په منځ کې دغه ډول عمل کول، يو غوره او خوندور عمل دی.

خورې! په ياد ولره، چې ميندې او پلارونه د خپلو اولادونو لپاره يوه نمونه وي، که چيرې زموږ خپله عقيده او ايمان قوي وي، نو دوی ته موږ د ايمان يوه ژوندی بېلګه يو. په رمضان کې ډيرې لارې شته چې پرې موږ خپل ايمان او عقيده قوي کولای شو. موږ د خپل پيغمبر صلی الله عليه وسلم د ژوند تاريخ څخه زده کوو، چې هغه مبارک به په شعبان کې د ځان روزنې په خاطر د رمضان لپاره روژې نيولې. دغه د شعبان روژې د رمضان له روژو سره ډيره مرسته کوي، ځکه دغه مخکې له مخکې د رمضان لپاره ځان برابرول دي. ځينې کسانو ته د رمضان لومړۍ ورځ سخته وي، ځکه دغه د رمضان روژه د هغې د پاره لومړنی روژه وي او دغه سختي د هغه کس ايمان نه شي قوي کولای.

No related posts.

Subscribe / Share

د مضمون په اړه خپل نظر وليکئ!

Leave a Reply